Tuesday, September 13, 2011

اختر د شرق سره

د اختر په رارسېدو سره تليويزيونونه د اختر لپاره شوګانې او پروګرامونه ريکارډ کوي چې بيا يې د اختر په ورځ نشر کړي. په کې د پښتو تليويزيونونه هم له چا نه وروسته نه دي.


شرق تليويزيون چې د نن نه دوه کاله مخکې منځ ته راغلى دى خو هغه مهال لوکل وو او اوس په سټيلائټ باندې راغى.
شرق تليويزيون خپله اولنۍ شو تېره ورځ د پېښور په يو هوټل کې وکړه.
د انجينئر شفيق الله شايق له خوا دا شو د ذولفقار قرېشي په هدايت کې وشوه. د کوربنو چارې عابد ګمرياني او عينىٰ ترسره کړې.
د پېښور راډيو ډايريکټر ښاغلي لايق زاده لايق ټولو ته د اختر مبارکي ورکړه او د شرق تليويزيون په سټيلائټ کېدو يې خپله خوښي ښکاره کړه. ده وويل چې دا د ډېرې خوشحالۍ مقام دى چې د پښتو يو بل چېنل زيات شو، دې سره به ارټسټانو ته هم ښه کار او زيات کار پېدا شي.
ممثيل طارق جمال، سندرغاړي ګلزار عالم او عابد حسېن هم شرق تليويزيون ته مبارکي ورکړه او ډېره خوشحالي يې څرګنده کړه.
په دې موقع د شرق نېټورک نوي سيريال "د رڼا په لور" پرومو هم وښودل شوه چې هدايتکار يې ذولفقار قرېشي او کيسه ليکونکى يې سيد امرالله اميد دى.
امنا، معصومه خان، طارق حسېن باچا، سمېره اقبال، عروج مومند، ګلزار عالم، ماسټر علي حېدر، حشمت سحر، جواد حسېن، سلمى ناز، نور جهان، يمي خان، ارشد اپريدي، سېف خان، عمران خان، خوشحال حېدر او عدل محمد خټک په خپلو ښکلو اوازونو کې سندرې زمزمه کړې چې محفل ته يې ښکلا وبخښله.
ريما، منيبه، زردار بلبل، جهانګير عادل، عزېر شېرپاؤ، او سراج اکبر هم ښکلى پرفارمنس ورکړو او په خاکو يې راغلي مېلمانه ښه وخندول.
په اخر کې هدايتکار ذولفقار قرېشي د راغلو مېلمنو (ممثيلينو، سندرغاړو، خبريالانو) نه مننه وکړه.

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.