Wednesday, September 28, 2011

بدر منېر – نه هېرېدونکى اتل

هغه چې به کله د بايسکوپ په پرده راغلو نو په سينما کې به چکچکې شوې. هغه د پښتنو يو غېرت مند هيرو (اتل) وو. پښتو، پنجابي، اردو، بنګالي، هندکو او د سندهۍ ژبې په ٥٢٩ فلمونو کې کار کونکى بدر منېر د اولې ورځې نه تر د ٢٠٠٨ء پورې يو مقبول هيرو (اتل) وو. د بدر منېر د ژوند کيسه هم د کوم فلم نه کمه نه وه، د هغه کيسه په لوستو سره انسان حېرانېږي چې يو بې تعليمه کس، چې په ځنګل کې به يې لرګي پرې کول، د پښتو فلمونو سپر سټار څنګه شو؟.


د بدرمنېر تعلق د سوات علاقې مدين شاګرام سره وو، د هغه پلار ياقوت خان د جومات امام وو. نوموړى يې پلار په مکتب کې داخل کړو خو د هغه د سبق سره مينه نه او په دوېم جمات کې د مکتب نه وتښتېدو، بيا يې په چارسده کې په يوه مدرسه (مرزا ډهير) کې داخل کړو چرته چې يې درې کاله تېر کړل. د هغه ځاى نه فلم کتو دپاره پېښور ته راغى، بيا څه وو د فلمونو لېونى شو او د ممثيل (اداکار) جوړېدو تکل يې وکړ.
څه وخت په پټو کې کار کولو نه وروسته د مزدورۍ دپاره کراچۍ ته لاړ، خو د هيرو جوړېدو ارمان يې لرلو. د کار سره به يې ممثيلي هم کوله او په بسونو کې به يې د مختلفو ممثيلينو نقل کولو. بيا يوه ورځ په يو هوټل کې يې د يو هدايتکار  سره ليدل وشو، هغه يې د خپل ځان سره سټوډيو ته بوتلو.
دغه وخت کې فلم "جان نثار" جوړېدو، هغه به اکثر د فلمونو شوټنګ کتو دپاره سټوډيو ته تلو. بيا عزيز تبسم يو سندهي فلم جوړولو، په هغې کې يې ورله کار ورکړو، خو د بدر منېر تنده پرې ماته نه شوه، نو نذير حسېن له يې د پښتو فلم جوړولو مشوره ورکړه. نذير حسېن د کشمېر وو، هغه ځواب ورکړ چې پښتو فلم به څوک ګوري؟
نو بدرمنېر ورته وويل: په کراچۍ کې ډېر پښتانه اوسېږي، هغه به دا فلم ضرور خوښوي.


علي حيدر جوشي د فلم کيسه وليکله او داسې د بدرمنېر په مشوره په پښتو فلم کار شروع شو. هغه پخپله لاړ او ياسمين خان ته يې په پښتو فلم کې د کار کولو افر وکړ، د دې فلم دپاره ياسمين خان د ځان دپاره جامې خپله اخستې وې.
بدرمنېر به د دې فلم ټول کار پخپله کولو. د نوموړي په محنت سره پښتو اولنى فلم "يوسف خان شېربانو" تيار شو، د کوم چې بدرمنېر معاوضه وانه خسته. په دغه وخت کې به هغه د کراچۍ په کوڅو کې په پټ مخ زنانه چپلې خرڅولې. فلم کامياب (سپرهټ) شو. شل کاله پورې بدرمنېر او ياسمين خان جوړه جوړه وو چې يو عالمي ريکارډ دى. دواړو په ١٠٤ فلمونو کې د ممثيل او ممثيلې په توګه رول ادا کړى.
بدرمنېر په خپل کيئرير کې د هرې پښتو مشهورې ممثيلې سره کار کړى وو، په کوم کې چې ياسمين خان، ثريا خان، شهناز، مسرت شاهين، خانم، وحيده خان، نادر ممتاز، سنيتا خان، نوري، ناديه حسن، نازو، تابنده شاملې دي.


د کاميابۍ پر وخت کې به د اردو او پنجابۍ فلمونو مشهورو جينکو د بدر منېر سره کار کول فخر ګڼله، په کوم کې چې نيتو، نيلو، نجمه، بابرا شريف، ديبا، چکوري، روحي بانو، نازلي، نغمه او راني د ذکر وړ دي. هغه د انډسټرۍ نوموړو هدايتکارانو پرويز ملک، سيد نور، مسعود بټ، پرويز رانا، ممتاز علي شاه، عزيز تبسم، قيصر صنوبر، نسيم خان، لياقت خان، ارشد خان، وحيده خان، يونس ملک، اکرم خان وغيره سره کار کړى دى.
بدرمنېر يو دروېش او ملنګ سړى وو، په کوم شکل کې چې به هغه په پرده راته نو همداسې په عام ژوند کې هم وو. که يو طرف ته په فلمونو کې د هغه دوستي د اصف خان سره خوښه کړى شوه، نو بل خوا د نعمت سرحدي سره دښمنۍ يې خلک جذباتي کړل.
نن سبا په سي ډي ډرامو او فلمونو کې کار کونکي ټول د بدرمنېر اسټائل کاروي.


١٩٦٦ء نه واخله تر ٢٠٠٨ء پورې بدرمنېر په ٥٢٩ فلمونو کې کار کړى. په دې کې د پښتو ٤٠٠ سوه، پنجابۍ ٣١، اردو ٨٥، سندهۍ ١١، هندکو ١ او ١ په بنګالۍ ژبه شامل دي. هغه د اصف خان سره ٢٠٣، نعمت سرحدي سره ٣١٤ او بېدار بخت سره ٧١ فلمونو کې کار کړى. د هغې نه علاوه يې په ١٥٦ فلمونو کې ټائټل کردار ترسره کړى او ٤٣٥ کې هيرو (اتل) راغلى، په ٢٥ فلمونو کې د مېلمه ممثيل او وړوکي رول په توګه هم لوبېدلى دى.
د ياسمين خان سره ١٠٤، مسرت شاهين سره ٩٨، شهناز سره ٨٧، خانم سره ٢١، سنيتا خان سره ١٤، نوري سره ١٢، ناديه حسن سره ٩، شهناز سره ٨ او نازو سره ٢٣ فلمونو کې ښکاره شوى دى.
په هدايت کارانو کې د عنايت الله خان سره ٥٤، قيصر صنوبر سره ٥١ او شېخ سعيد سره ٣٠ فلمونه جوړ کړي. د سوات سره تعلق لرونکى دا لېجنډ ممثيل زمونږ سره په بدني لحاظ نشته خو د هغه نوم به تر پېړو ژوندى وي.

Tuesday, September 27, 2011

د عوامو هغه ډرامې خوښېږي چې ډانسونه پکې وي، کچکول خان

 پښتو سينما: خپله لنډه پېژندګلو راته وکړئ؟
کچکول: زما نوم کچکول خان دے او د پلار نوم مې نادر خان دے. د پېښور په ګلبهار کې د فرورۍ په دوېم تاريخ کال ١٩٨١ء کې پېدا شوے يم، ايف اے مې کړے دے.
پښتو سينما: شوبز ته څنګه راغلې؟
کچکول: زما د سکول د وخت نه د فلمونو سره شوق وو.
پښتو سينما: دلته په راتګ کې درته څه مشکلات رامنځ ته شول؟
کچکول: مشکلات دومره نه وو، ځکه چې هغه وخت کې د ډرامو کار ايله شروع شوے وو، بيا ما يوه ډرامه د "بنګړي مې مات نکړې" په نوم جوړه کړه او د ناز سينما هال کې مې ټولو ملګرو ته يوه پري (Free) شو (Show) ورکړه، زما د کار ستاينه وشوه او ملګرو خوښه کړه، همدلته هدايتکار يونس تهکالے هم وو چې بيا يې زۀ په خپله ډرامه کې د نونو (سيمي خان) او منصور غوندې ښه ارټسټانو سره هيرو کاسټ کړم.
پښتو سينما: تراوسه دې څومره ډرامو او فلمونو کې کار کړے دے؟
کچکول: پنځلس شپاړس ډرامو او پنځه شپږو فلمونو کې مې کار کړے دے.
پښتو سينما: تر ټولو زياته کاميابه ډرامه دې کومه يوه ده؟
کچکول: وفادار.
پښتو سينما: د هغې په حقله راته څه ووايه؟
کچکول: هغه وخت کې د فلم انډسټرۍ والا ارټسټان ډرامو ته نه وو راغلي، مونږ ته موقع ډېره وه، په دغه وخت کې صرف د ټي وي ارټسټان وو، پروډيوسر بيا ماته سکرپټ هم حواله کړو، دا د اېکشن نه ډکه ډرامه وه، زما خپله هم اېکشن خوښ وو، هغه ډرامه ډېره کاميابه شوه.
پښتو سينما: مخکې به ډرامې لږې جوړېدې خو معيار به يې ښه وو او اوس ډېرې جوړېږي خو معيار يې هغه پخوانے نۀ دے پاتې، د دې وجه څه ده؟
کچکول: د معيار خبره بس همدا ده چې مخکې به مونږ سره دا احساس وو چې دا ډرامې خلک په کورونو کې هم ګوري، بيا پکې نوي نوي کسان راغلل او په ډانسونو يې شروع وکړه، خلکو هغه ډېر خوښ کړل، نو مونږ مجبوره شو چې داسې ډرامې جوړې کړو، ځکه چې عوام هم دغه شان ډرامې خوښوي.
پښتو سينما: په اوسنو ډرامو کې د انډين ډرامو نه فحاشي زياته شوه، دا ډرامې او فلمونه څوک په کور کې نه شي کتلے، په دې حقله به څه وايې؟
کچکول: دا خبره رښتيا ده، خو سي ډي داسې څيز دے چې څوک يې ګوري نو وړي يې او که نه، نو نه يې وړي، لکه مثال د سينما چې څوک خوښ کړي نو ټکټ يې واخلي او که نه نو نه يې ګوري، خو د عوامو هم داسې کار خوښېږي.
پښتو سينما: تخليقي معيار اوس دلته څومره دے؟
کچکول: تخليقي معيار دلته ختم دے، مونږ يوه ډرامه د "بېلتون" په نوم جوړه کړې وه، چې د يوې کورنۍ کيسه وه، هغه يوه صفا سوتره ډرامه وه، ډانس مانس پکې نه وو، په هغې کې جهانګير خان، طارق جمال او سبا کاظمي وو، هغه يوه تخليقي کيسه وه او ډېر ښه کاسټ يې وو، خو هغه ډرامه تراوسه د دکاندار سره پرته ده.
پښتو سينما: د ډرامې په زياتېدو سره، په مارکيټ څه اثر پرېوتو؟


کچکول: پوهه ډايريکټران اوس کار نه کوي، ځکه چې هغوي پنځه شپږ لکه روپۍ په ډرامه ولګوي او هغه پېسې بيرته ډرامه نه راسر کوي، ځکه چې دلته دوي ډرامه په هغه قيمت نه اخلي، نوي کسان ډرامې جوړوي او په نيم قيمت يې هم خرڅوي، بله وجه يې دا هم ده چې د ډرامې سندرې زړې شي نو خلک وايي چې دا ډرامه زړه ده، نو هر سړے کوشش کوي چې خپله ډرامه د بل نه مخکې کړي نو ځکه ټولې ډرامې يو ځائې شي او بيا هغه پېسې نه کوي.
پښتو سينما: راروان وخت کې به دا ډرامې ښې شي او که نه؟
کچکول: په ښار کې خو خلک دا ډرامې ډېرې نه ګوري، دا ډرامې خو زياتره کليوال خلک ګوري، ځکه چې هلته کيبل نه وي، بله وجه د حالاتو هم ده چې نن سبا ډېر بد حالات روان دي اوس څه نه شو وئيلے چې راروان وخت کې به حالات څنګه وي.
پښتو سينما: که څوک دلته راتلل غواړي نو هغه ته به څه پېغام لرې؟
کچکول: اول خو پکار دا ده چې د دلته راتګ نه مخکې دې ځانله يو داسې کار پېدا کړي چې خپله ګزاره پرې کوي، ځکه چې وادۀ به کوي، کور به ورپسې وي، دا خو د رڼاګانو دنيا ده، راځي دې، کار دې پکې کوي، څومره قربانۍ چې زړو ارټسټانو ورکړي نو هغه څوک هم نه شي ورکولے.

Monday, September 26, 2011

د پښتو سينما د هدايتکارۍ د مېدان يو بل ستورے پرېوت

د پښتو فلمونو نوموړي هدايتکار ښاغلي نسيم خان هم تېره کړه. د اتوار په شپه يې په زړه دوره راغله او ځانمرګې ثابته شوه. سهار يوولس بجې يې په رحمان بابا هديره کې خاورو ته وسپارلو.
ښاغلے نسيم خان د پښتو سينما په نامتو هدايتکارانو کې شامل وو، د هغه نوم د فلم د کاميابۍ نښه وه، نوموړي کم و بېش سل فلمونه هدايت کړي وو، د هغه په مشهورو فلمونو کې "رواج"، "جشن"، "باډي ګارډ" او "خانداني بدمعاش" شامل دي.


 د هغه اولنے فلم "شهنشاه" وو او اخرنے فلم يې په ورکوټي اختر کې ريليز شوے "شغلے" دے.
نوموړے د خوا و شاه پنځلس کاله نه د زړۀ ناروغ وو، د وراره د مرګ خبر اورېدو سره د لاهور نه پېښور ته راغے او چې شپږ ورځې پس يې د تګ اراده وکړه چې خپل راروان فلم "پړانګ به نه چېړې" سر ته ورسوي نو د شپې يې د دې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې.
د نسيم خان عمر ٥٢ کاله وو او شپږ بچي ترې يتيمان پاتې شو.
د هدايتکار نسيم خان سپرهټ پښتو فلم "شغلے" په ورکوټي اختر کې نندارې ته وړاندې شوے دے چې اوس هم په آئينه سينما کې لګېدلے دے. 

Tuesday, September 20, 2011

دا کيسه به تر څو روانه وي؟

درې کاله پس يو ځل بيا نشتر آباد په وينو سور شو.

دا د نهمه بجو خوا شا وخت وو، څه خلک کورونو ته روان وو او د نشتر آباد د دستور سره سم ځني خلک تر ناوخته پورې په خپلو دوکانونو کې ناست وو. دې وخت کې يو کس په موټرسائيکل راغى، موټر سائيکل يې ودرولو او يوې غاړې ته لاړو، همدې وخت کې د نيو ګريس مخې ته ولاړ دې موټر سائيکل کې يوه زورداره چاودنه وشوه چې نزدې دوکانونه او خلک يې په خپل تور څادر کې د ځان سره تور کړل. شپږ کسان مړه او يو دېرش ټپيان شول، يويشت دوکانونه يې خاورې ايرې کړل.

په نشتر آباد کې درې کاله مخکې هم يوه چاودنه شوې وه. دا چاودنه ورسره جوخت بل مارکيټ کې شوې وه، د هغې چاودنې نه مخکې دوکاندارانو ته ګواښونه ورکړل شوي وو خو دا ځل دوکاندارانو وويل چې مونږ ته کوم ګواښ نه دى شوى.
په مړو کې د افغانستان سره تعلق لرونکى د پښتو ډرامو يو پروډيوسر خېر الله بختيار چې د سي ډي کېسټو يو لوى دوکان يې وو او ورسره ملګرى صحبت هم له جهانه سترګې پټې کړې.
 د پښتو فلمونو او ډرامو هدايتکار عابد نعيم ورور عادل چې په مارکيټ کې يې د ډيزائننګ دوکان لرلو او د فلمونو ايډيټنګ به يې هم کولو، سره د خپل نوکر امان الله د چاودنې خوراک شول.
د چاودنې سره مارکيټ ته مخامخ د خوراکي موادو په دوکان کې اور ولګېدو او د سودا لپاره راغلې يوه مېرمنه پکې ژوندۍ وسوځېده.
د خېبر پښتونخوا وزير اعلى حېدر هوتي، د کلتور او ثقافت وزير ميا افتخار حسېن او ګورنر مسعود کوثر د چاوندې غندنه وکړه.
چاودنې کېږي، غريب خلک پکې مري، ټپيان کېږي، مياندې بورې شي، بچي يتيمان شي، ښځې کونډې شي، خوېندې بې ارمانه شي، اور بل شي، وينې تويي شي، انساني اندامونه په زمکه خواره شي، حکومتي چارواکي يې غندنه وکړي، يوه ډله چاودنه په خپله غاړه واخلي.........................دا کيسه به تر څو روانه وي؟.

Saturday, September 17, 2011

د ديوان لنډې کيسې - اسير منګل

ښاغلى رحمت ديوان د ښاغلي هادي حېران کشرى ورور دى، په پښتو او پښتونولۍ دواړه وروڼه مئين دي او د خپلې مورنۍ ژبې د پرمختګ او ودې دپاره يې خپل ځانونه وقف کړي دي. زلمى حېران د افسانه نګار نه پرته يو ښه شاعر هم دى ولې رحمت ديوان يوازې کيسې ليکي او هغه هم لنډې کيسې چې ورته افسانه هم ويلى شي. د افسانې په حقله ډېر څه ليکلي شوي دي، د ايډګر ايلن پو نه راواخله تر ګران قلندر مومنده پورې هر څوک يو خپل نظر لري او چې څوک افسانه ليکي هغه په هر څه پوئې وي چې لنډه کيسه هغه کيسۍ وي چې په فني ترتيب يې رغاوڼه شوې وي. يعني هره افسانه يوه کيسه لري ولې ضروري نه ده چې هره کيسه دې د افسانې په چوکټ هم برابره وي.
تر کومې پورې چې د ښاغلي رحمت ديوان د لنډو کيسو تعلق دى نو زۀ دا ويلى شم چې د زلمي افسانه نګار دننه يو افسانه ليکونکى ناست دى او هغه دې ته هڅوي چې د خپل چاپېرچل حالات و واقعات د کيسو په شکل کې وليکي. دۀ د ځني اوچتو افسانه نګارانو افسانې ژباړلي هم دي چې پکې د اردو نامتو افسانه نګار سعادت حسن منټو "سترګې" نومې افسانه هم شامله ده، دې نه علاوه نورې هم ډېرې افسانې يې د اردو نه ترجمه کړي دي. ترجمې يې يقيناً ډېرې ښې کړي دي، چې مثال يې د منټو د افسانې "سترګې" وړاندې کېدلى شي. ځني د نورو ليکونکيو افسانې هم شته بايد دلته هم د داسې ليکونکيو انتخاب شوى وى چې هغه لکه د منټو د افسانې نماينده ليکونکي وى، په هر حال ژباړه شوې لنډې کيسې هم ډېرې بدې نه دي، دې نه مونږ دا اندازه لګولى شو چې زمونږ د افسانه نګار مطالعه شته او هغه په ښه او بده کيسه کښې توپير هم کولى شي. ولې بيا هم ښاغلي رحمت ديوان ته پکار دي چې هغه دې د نړيوال ادب مطالعه هم وکړي. افسانې نن سبا ډېر زيات زغل کړى دى، اردو کې هم ډېر کار شوى دى ولې د پښتو افسانه نن هم د ډېر څه پامته داره ده.
ښاغلى رحمت ديوان يو زلمى ليکونکى دى او دا يې ابتدائي افسانې دي، اسلوب يې زړۀ راښکونکى دى، د افسانې چل ورله ورځي، خو لا په دې صنف باندې په مکمله توګه قابوموندلو دپاره ورته لويه لار پرته ده. زياتې کيسۍ يې افسانچې يعني افسانه ګۍ دي. استغفرالله، بازارۍ، توکاڼې، کانديدان، کبرجن او لېونى داسې کيسې دي چې په دوي خواري نه ده شوې، سره د دې چې دا ډېر ښه موضوعات لري، که چرې دوي ته لږ نور پام هم شوى وى نو دا افسانې نورې هم ښه کېدى شوې. د ښاغلي ديوان په افسانو کې ما يو بل شى محسوس کړو چې هغه لکه زمونږ د خلکو د اردو بې ځايه توري په کار راولي، کوم چې ښه نه لګي، زما خپل خيال دادى چې د نورو ژبو ټکي هله په کار راوستل ضروري دي چې کله د خپلو ټکو پنګه نه وي.
لکه څنګه چې ما وړاندې عرض وکړو چې ښاغلي ديوان ته د کيسې ليکلو چل ورځي، ځنې ښې افسانې يې هم ليکلي دي چې د مثال په توګه وړاندې کېدى شي، لکه "فوجي"، "اولس مشر" او "فرق" داسې کيسې دي چې د افسانې مينه ورباندې ماتېدى شي.
فوجي يو داسې کردار دى چې ښه صحت مند ټيک ټاک زلمى دى، خپله مزدوري هم کوي، ګټه کوي ولې لږ شان بدرنګ دى، ټولنه يې نه مني............... اخر کې خوار د وادۀ په ارمان مړ شي........ دا يوه الميه ده چې مونږ د سيرت په ځاى صورت ته اهميت ورکوو، ګني پکار ده چې د صورت په ځاى سيرت ته اوليت ورکړى شي.
"اولس مشر" د يو داسې زلمي کيسه ده چې په زړۀ کې د وران ويجاړ وطن د جوړېدو ارمان لري خو دا ارمان هله ترسره کېدى شي چې هغه د واک اختيار څښتن شي، ولې دا ناممکن کار وى، د  دې له کبله هغه خوب ويني او په خوب کې ځان د اولس مشر څوکۍ ته رسوي، خو مامله هله خرابه شي چې کله د خوب نه راويښ شي.
دا زمونږ د اولس يوه بله بدبختي ده چې څوک په اصلي مانو کې د کلي، قوم خدمت کول غواړي هغه خوبونه ويني او چې چاسره واک اختيار دى، هغه ډار راغونډوي.
"فرق" د طبقاتي کشمکش يوه هېنداره ده چې د يو ماشوم پلار تعليم يافته دى، باشعوره دى، د هر څه نه خبر دى ولې د بل ماشوم پلار ناخوانده دى او هغه د هيڅ نه نۀ دى خبر. دا هم زمونږ د ټولنې قصور دى او چې چرته سرمايه دارانه نظام وي هلته به داسې کردارونه ارو مرو مخې له راځي.
"يو بل خېراتي زيات شو" هم زمونږ د ټولنې په مخ يوه درنه څپېړه ده. د ماشومانو بنيادي حق زده کړه او تربيت وي، ولې زمونږ ماشومان دومره مايوسه وي چې په ماشومتوب کې له کوره وتښتي چې په سټه تندرست وي نو ډاکو يا بدمعاش ترې جوړ شي او چې معذوره شي نو بيا خېرات خور شي.
ځني لنډې کيسې لکه "يو ګل خاورې شو" او يا "باغ وحش" داسې کيسې دي چې د افسانې نه زيات اخباري خبرونه ښکاري. پکار ده چې په يوې افسانې او اخباري رپورټ کې فرق وکړى شي. په هر حال رحمت ديوان يو ځوان زلمى او لوستى ليکوال دى، د زړۀ زور يې ډېر دى، په دې عمر کې چې دۀ کوم ليکل کړي زما باور دى چې دى به په پښتو کيسه ييز ادب کې خپل نوم پېدا کړي.
په درناوي
اسير منګل
ګل آباد کالونۍ، دله زاک روډ، پېښور ښار
٥م دسمبر ٢٠١٠ء

د محمد سعيد خان رنګيلا نه بغېر به د پاکستان فلمي تاريخ نامکمل وي

رنګيلا د پاکستاني فلمونو پېژندلى نوم دى، د هغه شخصيت ډېر لوې وو، هغه اداکار، سندرغاړى، هدايتکار او ليکوال وو.
نوموړي په فلم انډسټرۍ باندې هاغه نقشونه پرېښي دي چې د هغه د ذکر نه بغېر به د پاکستان فلمي تاريخ نامکمل وي. د رنګيلا خپل نوم محمد سعيد خان وو، هغه د جنورۍ په اول تاريخ کال ١٩٣٧ء په ننګرهار (افغانستان) کې زېږېدلى وو، د ماشومتوب نه د هغه د ورزش سره شوق وو، که هغه اداکار نه وى نو کېدى شي چې باډي بلډر وو. د ژوند تېرولو لپاره هغه مصوري زده کړه او د يو پينټر په حېث نوم ګټلو لپاره هغه اول پېښور ته راغى، خو هلته يې څه کاميابي لاس ته رانه وړه او بيا يې د لاهور مخه وکړه. دلته قسمت د هغه سره ياري وکړه او د يو پينټر په حېث يې د فلمونو بورډونه جوړل پېل کړل.


کله چې يې شوق د جنون تر حده ورسېدو نو رنګيلا په فلمونو کې د اداکار په حېث کار شروع کړو.
دا د کال ١٩٥٨ء دور وو، په دې کال کې نوموړي د اداکار په حېث د پنجابۍ فلم "جټي" نه کار پېل کړو. د دې فلم هدايتکار ايم جى رانا وو، د فلم ريليز کېدل وو چې د هغه خوښونکي راپېدا شو او د فلم کتونکو په سينماګانو باندې ګڼه ګوڼه جوړه شوه. نتيجه دا راووته چې فلم "جټي" کامياب (سپرهټ) شو.
د اداکار په حېث کاميابېدو نه پس هغه د هدايتکارۍ په مېدان کې هم قدم کېښودو او د اولني فلم "ديا اور طوفان" هدايت يې ورکړو. دې فلم هم د هغه په کاميابۍ کې ستوري ولګول، له دې نه وروسته نوموړي د فلمسازۍ (فلم جوړونکي) مېدان ته هم راودانګل او د رنګيلا پروډکشنز د لاندې يې فلمونه جوړول شروع کړل.
هغه ډېر فلمونه ساز کړل، کوم چې ډېر خوښ کړى شول. د ستمبر په يولسم تاريخ کال ١٩٧٠ء کې د هغه فلم "رنګيلا" ريليز شو، کوم کې چې هغه ټائټل کردار ترسره کړو. د اکتوبر په اولني تاريخ کال ١٩٧١ء کې د هغه يو بل کامياب فلم "دل اور دنيا" ريليز شو، کوم کې چې حبيب او آسيه هم وو.
نوموړي "دل اور دنيا، ميري زندگي هے نغمه، رنگيلا، نوکر تے مالک، سونا چاندى، مس کولمبو، باغي قېدي او تين يکے تين چهکے" په رنګ کامياب فلمونو لپاره په حېث د سکرين پلى ليکونکي، کاميډين (مزاح کونکي)، ليکوال او هدايتکار هغه ته ١٩٧٠ء، ٧١ء، ٧٢ء، ٨٢ء، ٨٣ء، ٨٤ء ٨٦ء او ١٩٩١ء کې نهه (٩) ځل نګار اېوارډ ورکړل شو، کوم چې د هغه د خدمت ثبوت دى.
 د نوموړي په يادګارو فلمونو کې "هيرو، انټرنيشنل گوريلے، عورت راج، دو تصويرين، کبړا عاشق، دوستي، دل اور دنيا، رنگيلا، ديا اور طوفان، گهرا داغ، بازار حسن، ميډم باوري، رنگيلے جاسوس، عبدالله دي گريټ، ميري محبت تيرے حوالے، صبح کا تارا، گنوار، جهيز، نمک حلال، کاکاجي، راجا راني، صاحب بهادر او قلي شامل دي.
رنګيلا د پښتورګي، لړمون او سږي په مرض اخته شو، د علاج لپاره هغه څو څو مياشتې په روغتون کې تېرې کړې او اخر نوموړى د همدې مرضونو دلاسه د مۍ په څليريشتمه نېټه کال ٢٠٠٥ء کې په لاهور کې د ٦٨ کالو په عمر کې د دې دنيا نه سترګې پټې کړې (په ګور يې نور شه). 
نوموړي درې ودونه کړي وو، د هغه اته لورګانې او شپږ زامن دي.

د ښځو په شان ګوزار مه کوه

هسې تاسو به اورېدلي وي چې کله کله به د ځوانانو پر میانځ کې چرته جنګ منګ رامنځ ته شو نو یو چې به صرف د خبرو ټاکو وو او په خپلو خبرو به یې بل باندې روب اچولو، نو هغه بل به ورته ویل: که د نر زوی یې نو مېدان ته راووځه، یا : که زور در کې وي نو راځه، او ځنو به پکې ویل چې که زور لرې نو راځه چې پته دې ولګي.
داسې به تاسو سره هم شوي وي او ماسره هم شوي دي، لکه کېدی شي تاسو ته هم خلکو ويلي وي چې راووځه مېدان ته او یا مو چاته ویلي وي چې راځه چې پته دې ولګي.
پخواني باچاهان به ډېر تکړه وو، لکه اکثر به په جنګ کې د عسکرو نه مخکې روان وو، توره به یې په لاس وه، په اس به سور وو او د نورو نه به مخکې روان وو، دا مېړانه وه، غېرت وو، خو اوسنی صدر، وزیر اعظم، د فوج مشر دا ټول داسې وي چې خپله د اېرکنډېشن په کوټو کې ناست وي او نور جنګوي، خپله جنګ ورته لکه د ښځو لاس اچول ښکاري.
هسې تاسو به د ښځو جنګ هم اورېدلی وي، اورېدلی څه چې لیدلی به مو هم وي، لکه د هاليووډ او بالیووډ فلمونو کې، پاکستاني فلمونو کې هم داسې لیدل کېږي، چې کله کله زنانه په جنګ شي، خو د چا نه به مو دا نه وي اورېدلي چې زمونږ په پښتنه معاشره کې هم ښځو لاس اچولی دی.
د افغانستان په پارلیمنټ کې به تاسو د هغې زنانوو وکیلانو جنګ هم لیدلی وي، چې هغه یوه شاته نه راشي او مخکې چې بله ناسته وي په هغې راباندې کړي، نو د دې دومره خبرو نه ماته داسي ښکاري چې پخوا به ښځو جنګ کولو، خو صرف د خولې، د ښځو جنګ به صرف د خولې وو، سوک، څپېړه، ګوزار موزار به پکې نه وو، بس ګېنټه نیمه به یې خپله درنه او د بلې سپکه وویله او بیا به په کورونو وردننه شوې.
او د سړو په جنګ کې به بیا سوک، څپېړه، څه چې کوتکونه، چاقوان، تماچې او ټوپکونه هم پکارولی شول، دا به غېرت وو، ننګ وو، مېړانه به ګڼل کېده، خو اوس داسې ښکاري چې دا لوبه اپوټه شوه، لکه د خولې جنګ به سړي کوي او لاس به ښځې اچوي.
د کوهاټ اډې بسونه تر کارخانو پورې ځي، چې دا لار په یو ساعت کې ختمېږي، دا غالباْ اتلسمه روژه وه، چې د کارخانو نه کور ته راروان وم، یو مېلمه هم راسره وو، بس دومره ډک شوی وو چې نور پکې د ناستې څه چې د ولاړې ځای هم نه وو، خو بس ډېر په مزه مزه روان وو او ځای په ځای به ودرېدو، په دې کې خو یو هلک چې داسې شل کلن ښکارېده، هغه ډرايور ته ښې کنځلې وکړلې، چې دا بس دومره ولې ودروې، د ډرایور او هغه هلک ترمینځ ښه ګلونه وشیندل شول، بیا چې کله بس سنهري جومات ته راورسېدو، نو دلته یو بل هلک چې د مخکیني ور سره جوخته چوکۍ باندې ناست وو او کلینډر په دغه ځای باندې سورلۍ چت خېژولې، نو څوک چې به خته نو د پښو نه به یې خاورې ښکته راولېدلې چې په هغه هلک به راتلې، هغه هلک د کلېنډر سره ښه خوله ووهله چې په دې ځای باندې یې مه خېژوه، خو چې ګاډی کله چونګي ته راورسېدو نو په همدغه ځای باندې یو ځل بیا یو کس راکوز شو، نو څه وو بس هغه هلک کلینډر ته په کنځلو شروع وکړه، د مخکیني کلینډر په ځای دا ځل بل وو ( په ګاډي کې دوه کلینډران وو) یو بل ته يې ښه ګلان وشیندل، نو بیا هغه کلینډر مخکیني ور ته راغی، هغه هلک لاس ورواچولو، نو هغه ورله لاس لرې کړلو، ورته یې ویل:
((لاس لرې کړه مړه، د ښځو په شان لاس مه اچوه، د سړو په شان په خوله خبره کوه))
دا خبره کول وو چې په ګاډي کې ناستې ټولې سورلۍ په خندا شوې او د ډېرو ځایونو نه دا غږونه راغلل چې:
((هلکه! ښځې لاس اچوي که سړي))
((لاس اچول خو د سړو کار دی))
او داسې نور، ستاسو په خیال لاس اچول د ښځو که د سړو کار دی؟

ژوند او ښځه

ليکوال: خليل جبران
ژباړن: رحمت ديوان

ما خپل ملګري ته وويل: ته چې دا نن څنګه د ده په مټو کې وينې، پرون همداسې هغه زما په مټو پرته وه.
زما ملګري ويل: او سبا به دا زما په مټو پرته وي.
ما ورته ويل: ته وګوره دا څنګه د هغه په غېږ کې پرته ده، پرون همداسې زما په غېږ کې پرته وه.
زما ملګري ويل: او بالکل همداسې به هغه سبا زما په غېږ کې پرته وي.
ما وويل: لږ وګوره، د هغه پيالې سره يې څنګه خوله لګولې ده او همداسې يې پرون زما په پياله باندې شونډې ايښې وې.
هغه ويل: او سبا به يې زما پياله کې څښي.
ما بيا وويل: ته ګوره، هغه ته څومره په مينه ګوري، سترګو کې يې د ځان لوګي کولو اظهار دی....... او پرون يې بالکل همداسې ماته کتل.
زما ملګري ويل: او سبا به په همدې نظر ماته ګوري.
ما ويل: ولې ته نه وينې چې د هغې په غوږونو کې د مينې سندرې وايي، بالکل هماغه سندره چې پرون يې زما په غوږونو کې زمزمه کوله.
زما ملګري ويل: او سبا به همدا سندره زما په غوږونو کې زمزمه کوي.
ما چغه کړه: مړه وګوره، د هغه سره غېږ په غېږ ده او پرون همداسې زما نه راتاو وه.
زما ملګري ويل: او سبا به ماسره غېږ په غېږ وي.
زه غصه شوم: دا څنګه ښځه ده دا؟.
ليکن هغه ويل: هغه د ژوند په شان ده، په چا چې د ټولو قبضه ده او د مرګ په شان هغه هر يو ورانوي......... او د تل لپاره هر يو په خپلې قبضې کې اخلي.

لُوز کرېکټر - افسانه

هغه د پنځوو خوېندو يوازينے ورور وو، مور پلار پرې محمد يوسف نوم ايښے وۀ، خو د ډېرې مينې نه د هغه نوم تر سفي محدود شوے وۀ، د مور پلار ډېرې مينې، ناز او نخرو هغه خراب کړے وۀ، خو لا زيات هغه وخت بې لارې شو چې کله د هغه يو کلاس فېلو په هغه باندې د سينما ور وليدو، په سينما باندې د پښتو په اولني فلم کتلو سره د هغه سبق نه ذهن واوختو او ټول سوچ يې په فلمونو کې شو. د خپل صنف يوې جينۍ سره چې مينه يې ورسره کوله، بس بيا به ټوله ورځ د هغې په خيالونو کې ګرځېدو، هر وخت به يې د هغې په حقله سوچونه کول، چې څنګه به ورته د خپلې مينې اظهار کوي، او د هر نوي فلم هغه ډائيلاګ چې هيرو به هيروئنې ته ويل، دۀ به هم زده کول چې خپلې کرن ته يې ووايي، د مکتب نه به هم پټېدو، د قرآن شريف سبق ته به هم نۀ تللو. بس ټوله ورځ به د لوفرانو سره په لارو کوڅو کې ګرځېدو او د پښتو او انډيا فلمونو ډائيلاګ به يې يو بل سره ويل. د سفي پلار د جومات امام وه، هغه خپل زوے ډېر وپوهولو، خو سفي چې يو ځل د هيرو جوړېدو تکل وکړ نو د هغې نه وروسته يې د چا خبرو ته هم غوږ نه کېښوده، په ډېرو وهلو ټکولو هم ونه شوه، پلار چې به څومره وهه نو دومره به نور هم بې لارې کېده. د سفي اوس تر ټولو لوے کار د فلمونو کتل وو او ډېر زيات ارمان يې وو چې فلمونو ته لاړ شي، د دې هر څه نتيجه دا راووته چې پلار ته يې خلکو پېغورونه شروع کړل، د ډېرو پېغورونو نه يې اخر پلار هم تنګ شو او خپل کور يې د ښار نه يوې غاړې ته راوړو چې د محتديانو د پېغورونو نه خلاص شي خو د سفي دپاره يې څه لار پېدا نکړه چې څنګه يې په لار راولي، خو سفي چې په دې کوڅه کې يې خپله معشوقه اوسېدله، نو هغه دا کوڅه بيا هم پرې نښوده او پلار چې يې څومره کور لرې کړو نو هغه به دومره ډېر دې کوڅو ته راتلو.
په سفي به فلمونو ډېر زيات اثر کولو، د هر نوي فلم سره به هغه خپل کړۀ وړۀ هم بدلوله، کله به د تېرے نام رادهے موهن شو، کله به يې د ځانه رام جانے جوړ کړو، کله به منا بهائى او ځني وخت به موسٰى شو، يا به يې د ځان د مېرني ورور آصف خان جوړ کړو او يا به ترې د پرنس جهانګير خان جوړ شو او يا به يې وئيل چې ملنګانو سره مۀ چهېړه.
که سفي ته به چا ووئيل چې تۀ خو د جومات د امام زوے يې، دا کارونه ولې کوې؟ د ځان نه سم سړے جوړ کړه، د پلار نوم دې وشرمولو؟ نو هغه به ورته زر ووئيل: ولې بدرمنېر د ملا زوے نه وو څه هن، هغه چې فلمونو ته لاړے او دومره پکې مخکې شو.
د هغه پوهول داسې وو لکه د ميږي او هاتهي يارانه، په دېوال به خبرو اثر کولو خو په سفي به د چا خبرو اثر نه کوو، تراوسه پورې چې به يې د پلار لاسونه د دعا دپاره پورته کېدل نو د خداى نه به يې دعا کوله چې سفي په سمه لار راشي خو اوس يې پلار هم د دعا په ځائې ښېرو ته مخه کړې وه چې اے پروردګاره! تۀ يې واخلې، زما د مخې نه يې اخوا کړې چې د دنيا د شرمونو نه خلاص شم.
سفي به هر وخت د خپلو لوفرانو ملګرو سره په لارو کوڅو کې ناست وو، د هغه مشهور ډائيلاګ دا وو چې هيرو څنګه جوړېږي؟ او هغه به په دې باندې ډېر په فخريه انداز کښې داسې وئيل: "د هيرو جوړېدو دپاره د سلمان خان اېکشن، د رجني کانت سټائل، د اکشے کمار فائټ، د سني ديول دوه نيم کلو لاس، د ريتک روشن ګډا او په دې کښې چې د عامر خان د اداکارۍ مالګه، د سنجي دت مرچ او د اجے دېوګن مساله، د جهانګير خان د اداکارۍ تړکه او د شاه رخ خان د اداکارۍ ليمبو پکې واچوې نو د دې نه به يو نوے هيرو جوړ شي". هغه به خپل ځان د پښتو فلمونو راروان هيرو ګڼلو او هر وخت به يې خپلو ملګرو ته داسې وئيل: د پښتو فلمونو راروان هيرو به زۀ يم او تاسو ټول به مې وينئ".
سفي چې د کرن د کوڅې خاوره په خپلو پښو زړه کړه، چپړې يې پسې وشلولې، خپل زړۀ ته يې ډېر ووئيل چې "صبر شه زړګيه" خو زړۀ چرته منله، وئيل يې "صبر مې تمام شو" نو سفي ورته بيا ووئيل چې "ستا محبت زما سزا شوه" نو زړۀ ترې لږ شان خفه شو او وې وئيل "اخر ګناه مې څه ده" او سفي ورته ووئيل "ستا لويه ګناه داده چې پښتون يې" نو زړۀ ورته ووئيل "اخر زړۀ دے کنه" "زما وينه پښتنه ده، زما مينه پښتنه ده" سفي وئيل "زړګيه! وارخطا نه شې" تۀ ډېر "نادان زړګے" يې، ستا دلاسه به راباندې څه نا څه ضرور کېږي، خو بيا يې هم د زړۀ ومنله او ځان يې "بريالے" او "ننګيالے" کړو، "جوش" پکې راغے، "ډر" يې لرې کړو، د خپلې مينې اظهار ته "رېډے" شو. د ډر د شاه رخ خان "ککککککرن آئي لو يو" ورته زوړ ډائيلاګ ښکاره شو او د "پهول اور کانټے" د اجے دېوګن په شان په سندره کې خو په جديد انداز کښې لکه د سلمان خان يې خپلې کرن د مينې اظهار کولو اراده وکړه او چې کله يې خپله کرن په يوه شړه کوڅه کې رالاندې کړه نو شا شا ته پسې روان شو او دا سندره يې شروع کړه "کړيون کا نشه پيارے سب سے نشيلا هے، مين کرون تو سالا کريکټر ډهيلا هين" هغه لا سندره ختمه کړې نه وه چې بيا يې په مخ د لاس پنځه ګوتې صفا ښکارېدې.

نوی کال - افسانه

ډېرې ورځې وچه يخنى وۀ، نن د سهار نه باران شروع شوى وۀ، چقړې ډېرې جوړې شوې وې خو موسم هم ښه شوى وو، ډېر خلق چې چرته د باران نۀ خوشحاله وو، نو داسې څه خلق د باران له وجې په مصيبت کښې وو، په دوى کښې يو سردارهم وو.
سردار تۀ د درې ورځو نه مزدورى په لاس نه وۀ ورغلې، څه پيسې چې يې پېدا کړې وې هغه هم ورسره ختمې شوې وې ، دا درې شپې هغه ډېرې په عذاب کښې تېرې کړې وې، د ورځې خو به يې ګوزاره کېده خو د شپې............ د شپې به هغه ټوله شپه د يخنۍ د لاسه رپېده، هغه ته به خپل کور رايادېده، چې اوس نۀ وو، خپله مېرمن، بچى، دوکان................ د نوښار په بازار کښې د هغه د رختونو لوې دوکان وۀ، خپل کور يې وۀ، ښه خوشحاله ژوند يې تېرولو، دوه لوڼه او يو زوى يې وو، خو.............. خو سېلاب ترې نه هر څه يوړل، هر څه، کور، دوکان او بچى، يواځې هغه وو او په غاړه يې جامې پاتې وې.
د ښار په مينځ کښې، په دې هال کښې نن ډېر لوې جشن وۀ، د نوى کال جشن، د ښار اميران او شريفان ورته يو په يو راروان وو، دا هال ډېر لوې وو، د ښار د ټولو نه لوې هال.
تروږمۍ خوره شوې وه، هغه د ښار په دې لويې بازار کښې ګرځېدۀ، د اودۀ کېدو دپاره يې ځاى کاتۀ، کوم ځائې چې هغه به پکې خوب کولے شو، خو څوکيدار يا پوليس والا به پرې نه ښود او د لوږې دلاسه يې کولمو چينګارے کوۀ، بل پله چقړې هم ډېرې وې، هغه هم داسې د يو ځائې په تالاش کښې سرګردانه ګرځېدۀ، چې شپه پکښې تېره کړى او د ډوډۍ دپاره يې هم اخوا دېخوا کتل، دا خيال يې وۀ چې څۀ به پېدا کړم.
نيمه شپه شوه، د هال سټېج ته يو ځوان ځلمے راوخوت، توره درېشى يې په تن وۀ، عينک يې په سترګو، راډو ساعت په لاس او تور پړقېدلى بوټان يې په پښو وو، مائک يې په لاس کښې نيولے وۀ، خلقو ته مخاطب شۀ:
"لېډېز اېنډ جنټلمېن.............. تاسو ټولو شرفاء او امراء ته Welcome وايم، څنګه چې تاسو ته پته ده مونږ د نوى کال په خوشحالۍ کښې راغونډ شوى يو، اوس نوى کال ته فقط فوايو مينټز پاتې دى، نو په دې پاتې فوايو مينټز کښې تاسو لږ ميوزک واورئ" او د نوى کال سندره ولګېده، ځوان ورته نڅا شروع کړه.
هغه تراوسه داسې کوم ځائې پېدا نه کړو چې شپه پکښې تېره کړى، يو خوا يخنى وه او بل خوا هغه د دوه ورځو نه هېڅ دانه خېټې ته نه وه اچولې، په مزه مزه روان وۀ، يو يو قدم يې د غرۀ په شان دروند وۀ، خپل وجود ورباندې يو لوې بوج شوے وو، داسې ښکارېده چې اوس به راوغورځېږى، ځکه چې هغه کښې د تګ نور توان نۀ وو، مخامخ يې په يو هال باندې سترګې ولګېدې، په درنو درنو قدمونو يې ځان ورورسوو، بهر ولاړ څوکيدار ته يې په ډېر درد او غمژن غږ کښې ووئيل:
"وروره! ډېر زيات اوږے يم، د دوه ورځو نه مې څۀ نۀ دى خوړلى، کۀ لږه ډوډۍ..........."
او دۀ لا خبره پوره کړې نۀ وه چې څوکيدار ورله ديکه ورکړه او د بهر وېستلو سره يې ورته ووئيل:
"تښته منحوسه! نن د خوشحالۍ ورځ ده او تۀ پکښې د کوم ځائې نه سپېرۀ راغلې"
هغه د سړک بلې غاړې ته راواوخت، د يو دوکان مخې ته کښېناست، د لوږې دلاسه ورته هر څۀ تت تت ښکارېدل او د يخنۍ دلاسه ټول رېږدېدۀ، په غمژنو سترګو يې د اسمان په لور وکتل، خدائې ته يې فرياد شروع کړو:
"يا پروردګاره! دا تا څنګه دنيا جوړه کړې ده، چې يو پکښې د يوې نمړۍ ډوډۍ او د سر پټولو ځائې نۀ لرى او بل بې درېغه پېسې خرچ کوى"
او هغه لکه چې ځان سره د لېونيو لګيا شوے وى.
يا پروردګاره! تا داسې ولې وکړل چې کومو خلقو له دې پېسې ورکړې نو د هغوې په زړونو کښې دې د غريب دپاره کرکه او نفرت هم ځائې کړو او چې چاله دې مينه، خلوص او دردمند زړۀ ورکړو نو د هغوى نه دې مال دولت واخيست"
بيا په قار شۀ، خپل ځان ته، خپل پروردګار ته، خو هېڅ يې نۀ شو کولے.
سندره غږېدل بند شو، هغه ځوان چې په سټېج باندې يې نڅا کوله اوس خبرې شروع کړې، هغه ووئيل:
"لېډېز اېنډ جنټلمېن............. نوى کال ته فقط ون منټ پاتې دے................. تهرټى سيکنډز................. ټېن سيکنډز............. فوايو سيکنډز................. هِپى نيو اير................ هِپى نيو اير"
په تېزه تېزه يې چغې شروع کړې، د نوى کال اعلان يې وکړۀ، نوے کال شروع شۀ، خلقو يو بل له د نوى کال مبارکيانې ورکولې، جامونه د جامونو سره جنګېدل او راغلو خلقو دا د نوى کال شپه ټوله ويښه تېره کړه.
سحر د يو دوکان مخې ته يو لاوارث مړے پروت وۀ، يوه سړى ورباندې خپل څادر خور کړو او نورو ته يې ووئيل:
"څوک مسافر ښکارى، غريب د يخنۍ دلاسه مړ شوے دے"


زرګراباد، پېښور
٣١م دسمبر ٢٠١٠ء

Tuesday, September 13, 2011

د خيال اکبر لالا کليزه ولمانځل شوه

خيال اکبر اپريدے په يکم ستمبر ١٩٣٩ء کې د حاجي شېر اکبر اپريدي په کور کې زېږېدلے دے، لسم يې د دره ادم خېل هائى سکول نه پاس کړو، اېف اے او بي اے يې په کراچۍ کې وکړل. د ١٩٦٠ء نه تر ١٩٦٣ء پورې يې په حبيب بېنک کې د اکاونټ افېسر په حېث هم کار کړى وو. په اول اول کې د جماعت اسلامي نه متاثره وو خو چې د نزدې نه يې وليدل نو بيا يې پرېښوده.
د جولائي په ١٥مه کال ٢٠٠٩ء په يو خړ ماښام کې يې د لمونځ تيارے کوه، بهر په پټي کې د هغه زوي اېمل خان نه په موټر سائيکل سورو دوه کسانو تپوس وکړو چې "حاجي صېب چرته دے؟" اېمل ورته ځواب ورکړو چې کور دى، هغوى د کور دروازې ته ورغلل، حاجي صېب د خپل کشر زوي سره بهر مېلمنو ته راووتو، مېلمنو يخې اوبۀ وغوښتې او افضل په يخو اوبو پسې لاړې، په دې وخت کې په حاجي صېب ډزې کوي، بيا په لاره کې په اېمل او په مور هم ورله ډزې کوي خو اېمل او مور يې بچ کېږي او حاجي صېب شهيد کېږي.

قبر يې که پرانيزې ولله چې سلامت به وي
خاوره څه طاقت لري چې دا ککرۍ خاورې کړي

د عالمي پښتو کانګرس له خوا د شهيد خيال اکبر لالا کليزه د نهې په ورځ د جولائي ٢٦مه نېټه کال ٢٠١١ء، غرمه يوه بجه په سپرنګ نائټ هوټل کې ولمانځل شوه، چې شاعرانو، اديبانو، ليکوالانو، سياسي کسانو، وکيلانو او خبريالانو پکې برخه واخسته. د نظامت چارې حميد نادان ترسره کړې او د تلاوت سعادت شهاب بنوڅي ترلاسه کړو، په مشرانو مېلمنو کې فريد طوفان، پروفېسر شفيع صاحب، حاجي عبدالحنان، جمروز اېډوکېټ، فريدون خوځون، شهاب خټک او خالد ايوب شامل وو. ښاغلي فريدون خوځون په خپلو خبرې کې وويل چې شهيد خيال اکبر لالا مونږ سره په وړومبي او دوېم کانفرنس کې شامل وو او د دواړو کانفرنسونو دپاره دفتر هم دۀ راکړے وۀ. دۀ ووئيل چې نوموړے يو مضبوط شخصيت وو، په طبيعت کښې يې ډېره خاکساري وه، د پښتو عالمي کانګرس په جوړولو کښې هم د هغه لوې کردار وو، کله چې د بهر نه راغے نو ماښام وخت وو چې ماته يې ټېلفون وکړو او راته يې ووئيل چې په امريکا کښې مې د کانګرس ممبرشپ جوړ کړے دے. دۀ زياته کړه چې زمونږ په وطن کښې د دهشت ګردۍ اور ډېر زيات شوے دے او شهيد خيال اکبر لالا هم د دې دهشت ګردۍ ښکار شو، هغه صرف د اېمل پلار نه وو، په روحاني توګه هغه زمونږ پلار هم وو، د شهيد په مرګ چا غوږ هم ونه ګرولو،  تر کومه پورې به مونږ د خپلو شهيدانو نه داسې ناخبره يو.
ښاغلي حميد نادان شهيد خيال اکبر اپريدي ته د نظم په شکل کې پېرزوئنې وړاندې کړې.

خيال اکبر خو دې خپل قام له ځان قربان کړو
دے به څنګه د ژوندي قام نه هېرېږي

د پېښور بورډ چيئرمېن پروفېسر شفيع صاحب ووئيل چې نوموړي په نرتوب ژوند تېر کړے وو، د دنيا څيزونو هغه نه وو امپريس کړے، هغه چې به هر ځائې ته تلو، نو خپل کړۀ وړۀ به يې د ځانه سره وړل، د چا لپاره يې ځان نه بدلولو، د همدې سړي په برکت باندې ډېر زيات ځوانان بهر لاړ، ډګرۍ يې واخستې. دۀ ووئيل چې خلک مړه کېدل، مري او بيا به هم دا سلسله روانه وي، په دې مونږ ته خفګان نه دے پکار، مرګ حق دے، مونږ ټول به په دې لار باندې ځو، خو ژوندے هغه وي چې د نورو لپاره يې ژوند تېر کړے وي، مونږ ته پکار دي چې د شهيد خيال اکبر لالا خيالات ژوندي کړو، د هغه لار خپله کړو، د هغه ليکل وڅېړو، چې هغه څه غوښتل، بايد مونږ هغه وکړو، ده ووئيل چې زما ليکوالانو او د نوموړي نزدې ملګرو ته خواست دے چې د هغه که څه ليکل وي نو راوه دې باسي چې تحقيق پرې وشي او تل تر تله ژوندے پاتې شي، دۀ د کانګرس ملګرو نه هم مننه وکړه چې د نوموړي په ياد کې داسې غونډه راجوړه کړې ده.

ستوري پرېوځي وار په وار ډېوې مړې کېږي زمونږ
او پتنګان دي اودۀ کېږي تورو خاورو سره

ښاغلي حاجي عبدالحنان په خپلو خبرو کښې ووئيل چې د خيال اکبر سره زما د ډېر نزدې تعلق وو، نن د دې غونډې په لمانځلو باندې د کانګرس ډېر زيات مشکور يم. خيال اکبر اپريدے يو ډېر روڼ او روښانه ستورے دے چې د مرګ نه پس به هم ځلېږي، زماورسره د ٧٢ء٧٣ء نه تعلق وو، مونږ دواړه په باړه کې وو، د خيال اکبر اپريدي په قبايلو باندې ډېر لوې احسان دے، هغه د تحريک اتحاد قبايل باني هم وو، په هغه وخت کې چا داسې اواز نه شو پورته کولے، خو شهيد خيال اکبر اپريدي دا اواز پورته کړو، د قبايلو دپاره يې د حقوق غوښتنه وکړه، خيال اکبر اپريدے ډېر ملنسار او خاکسار طبيعت هم وو، ځکه چې هغه به په کابل کې هم زما د غريبۍ جونګړۍ له راتلو، هغه په قبايلي خاوره کې د ايف سي ار ډېر سخت مخالف وو، هغه يو قوم پرست سړے وو، که زۀ روغه ورځ د هغه په شخصيت وګڼېږم نو هم خبرې به خلاصې شي، هغه قبايلو له سياسي شعور ورکړے وو، د قبايلې سترګې يې خلاصې کړې وې.

يه قاتله دا د عوامي بهار ګلونه دي
څومره چې قتلېږي هومره هومره راټوکېږي هم
نور په دې زخمي وطن کې مشک د  ستم مه کوه
دا سينې چې ډال شي، سنګينونه پرې ماتېږي هم

د شهيد خيال اکبر اپريدي برخودار اېمل په خپلو خبرو کې ووئيل: زۀ نن د خپل شهيد پلار ياد تازه کول غواړم، زۀ ستاسو ټولو مېلمنو ډېره زياته شکريه اداکوم او بيا په خاصه توګه د کانګرس غړو چې دا ورځ يې زما د والد صاحب دپاره ځانګړې کړه، زما پلار چې کوم تربيت او کوم کار يې وړاندې کړے وو، هغه نن پاتې شو، که هغه زمونږ سره په جسماني لحاظ نشته خو په روحاني لحاظ هغه مونږ سره اوس هم موجود دے. زه د خپلې ټولې کورنۍ له خوا ستاسو ډېره مننه کوم چې تاسو مونږ دلته ياد کړو، نوموړي چې کوم خدمت د پښتون اولس دپاره کړے دے، په هغه لار به مونږ هم ځو، که په دې خدمت کې زمونږ سرونه هم لاړ شي نو شاته کېږو به نه.

د پښتو او پښتنو دپاره هر ځائې
پېښور ته مرکو له راروان دے
خو افسوس يو خونړۍ پېښې فنا کړو
څه بې وخته يې زمونږه نه جدا کړو
نن دره شته، خو جانان خيال اکبر نشته
زمونږ مټې، زمونږ ځان خيال اکبر نشته

ښاغلي جمروز اېډوکېټ ووئيل چې د خيال اکبر شهيد ملګري تراوسه ډېر ژوندي دي، پکار ده چې هغوي د هغه خيالات، واقعات او د ژوند مختلفې حصې راغونډې کړي او يو کتاب ترې چاپ کړي، دا به د راروان وخت لپاره يو ګټور کتاب ثابت شي، هغه ډېر مينه ناک، صبر ناک او د سړې سينې مضبوط شخصيت وو. د ٧٥ء په خوا شا کې په قبايلو کې خبره کول ډېره سخته وه، خو نوموړي به په دې جلسو کې، جلوسونو، پرېس کانفرنسونو کې او انقلابي ګانو کې به هغه خپل اواز مخکې بوتلو.
ورپسې ښاغلي شهاب بنوڅي يو نظم وړاندې کړو، ښاغلي خالد ايوب او ډاکټر مشتاق هم د خپلو خيالاتو څرګندونه وکړه. ښاغلي شهاب خټک په خپلو خبرو کې ووئيل چې که شهيد خيال اکبر لالا خپل ځان چرته کومې چوکۍ ته رسول غوښتل نو، په ١٩٧٨ء کانفرنس کې هغه لويې چوکۍ ته ځان رسولے شو، خو هغه يو کارکن وو، او ځان يې يو کارکن ګڼلو، دۀ د پښتنو په بدحالۍ هم نظر واچوه، چې دا کومه جګړه چې روانه ده،دا ډېره زړه جګړه ده، دا نوې نه ده، د دنيا ډېرو قومونو دا جګړې ډېرې مخکې ګټلي دي او د همېشه دپاره يې ختمې کړې دي، خو مونږ پښتانۀ ډېر بدقسمته قام يو چې مونږ دا جګړې نه دي ختمې کړي، خيال اکبر لالا د رڼا ملګرے وو، خيال اکبر لالا تعليم ملګرے وو، د هغه جرم دا وو چې هغه به وئيل چې لراو بر پښتانۀ يو دي، هغه به وئيل چې دا څرنګه جنګ روان دے، چې پته يې هم نه لګي چې دا جنګ د چا په منځ کې دے. له دې علاوه پکې ښاغلي شاه حسېن شنواري هم خپل خيالات څرګند کړل، ډاکټر عالم يوسفزي د غني خان يو نظم شهيد ته وړاندې کړو.
ښاغلي فريد طوفان خپلو خبرو کې ووئيل چې شهيد خيال اکبر زمونږ د کالج ملګرے وو، د هغه شخصيت ډېر معتبر وو، که زه د هغه په شخصيت ګېنټو ګېنټو خبرې وکړم نو هم د هغه شخصيت باندې به خبرې ختمې نه شي، دۀ ووئيل چې دغه د کتاب خبره بلکل په ځائې ده، ځکه چې خلک خاورې کېږي خو کتابونه پاتې کېږي. د غونډې په اخر کې حاجي عبدالحنان صاحب اجتماعي دعا وکړه او داسې دا غونډه پاى ته ورسېده.

د برکتونو مياشت

  رسول الله صلی  الله عليه وسلم وويل: کله چي د روژې مياشت را نوې شي د جنت ټولي دروازې  خلاصې، د دوزخ دروازې بندې او شېطانان زندانيان شي. (بخاري او مسلم)

روژه د برکتونو، نعمتونو او د ثوابونو مياشت ده، دا مياشت خداى پاک په ټولو مسلمانانو فرض کړې ده چې دېرش ورځې روژې ونيسي او هوښيار سړى هغه دى چې په روژه کې عبادت وکړي او د خداى پاک د نعمتونو، برکتونو او ثوابونو څخه استفاده وکړي.
په پېښور کې نن سبا ډېره زياته ګرمي ده، حکومت ته خودمختاري ورکړل شوه خو د بجلۍ پټ پټونى لا هم زيات شو، حکومت وعده کړې وه چې په روژه کې به لوډ شېډنګ نۀ وي، خو دا خبره يې هله غلطه وخته چې د روژې داولې ورځې سره لوډ شېډنګ زيات شو، د پېښور په خوا شا ځنو علاقو کې خو د اته لسو ورځو نه بجلي داسې ورکه ده لکه چې څنګه د خر د سر نه ښکر ورک دي، همداسې په ځنو ځايونو کې نيم ساعت بجلي راځي او ساعت يا دوه ساعته نۀ وي، روژه ماتى، پېشمنى او تراويح په تورتم کې وي، له دې پرته نه د ورځې او نه د شپې ارام شته.
په روژه کې د ډېرې ګرمۍ دلاسه خلک په عذاب دي، يو خوا بجلي نشته، بل خوا روژه ده، د غرمې نه تر روژه ماتي پورې وخت تېرول ډېر ګران شوى دى، په هر جومات کې په دغه وخت کې د اودسونو او استنجاګانو ځايونو د خلکو نه ډک وي او لامبي، له دې علاوه چې په هر ځاى کې سرکاري ناوه ووينې نو لاندې او ګېر چاپېره به ترې اته لس کسان ناست وي او د کالو سره به لامبي، په ځنو ځايونو کې چې دا سهولت نشته نو هلته خلکو په بوتلو، لوټو او باټليو کې اوبۀ راپېدا کړي وي او په ځان باندې يې اړوي.
په اروپايي هېوادونو کې چې داسې کومه ورځ لکه کرسمس او نورې... چې لمانځل کېږي نو د حکومت له خوا د هر يو څيز لکه کالو، پېزار، د لوبو شيان، د خوړلو شيان او داسې نور... په نيمه بيه شي، تر څو هر سړى وکړاى شي چې دغه ورځ په ښه توګه ولمانځي، خو دلته په روژه کې دا خبره اپوټه کېږي، دلته چې کله هم روژه او يا اختر راشي نو د روژې نه يوه مياشت مخکې د سبزي، فروټو، کالو، پېزار او داسې نور... شيانو بيه نيم په نيمه او يا هم يو په دوه زياتې شي، نه حکومت ښکاري چې د دې شيانو کنټرول وکړي او نه بل څوک.......... هر سړى په خپل سر باندې شيان په خپله بيه باندې خرڅوي، که د واورې خرڅونکي ته وګوري نو په هغې دومره ګڼه ګوڼه وي چې هر سړى پکې واوره نه شي ترلاسه کولاى، او چې څوک يې ترلاسه هم کړي نو د لسو روپو واوره په دېرش او څلوېښت روپو ورته ورکول کېږي، همداسې د لوبيا، چولو، کچالانو، فروټو، مُربا او نور ... شيانو بيه هم لوړېږي، په روژه کې د يو څيز معيار ته نۀ کتل کېږي، که چا هر څنګه څه شى خرڅ کړو نو څوک يې د پوښتنې والا نشته.
له دې علاوه د برکتونو په دې مياشت کې چې د ذکر لپاره ده او خلک پکې بايد خداى پاک ياد کړي او ذکر وکړي، خو زياترو خلکو صرف تر خوراکه پورې محدوده کړې ده، جنګونه هم د روژې په مياشت کې زياتېږي، يو کس هم صبر نه شي کولاى او داسې داسې کنځلې يې له خولې څخه ووځي چې روژه خو لا پرېږده چې د روژې نه علاوه يې هم اورېدلو کې ګناه ده. نو په داسې وخت کې به څوک څه وکړي، دا مياشت د برکتونو، نعمتونو او ثوابونو شوه............. که د جنګونو، دهوکو، دروغو او ګناهونو مياشت؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟.

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.