Thursday, March 21, 2013

د حجرې يو ماښام

ليکوال: احمد نديم قاسمي
ژباړن: رحمت ديوان
د بې ډوله انګيټۍ نه ګېر چاپېره د جاخه شوو ږيرو والا بوډاګان، برېتو له تاو ورکړي ځوانان او د خاورو نه ډک سرونه نيولي ماشومان ناست وو او د کلي ذيلدار د دوه درې دهقانانو د څادرونو نه تکيه جوړه کړې، ډډه وهلی پروت وه. فتو ميراثي او نورا دهوبي ورله پښې چاپي کولې، په دېوالونو خواره د دوی تت سېورو د اور د لمبو په اشارو نڅا کوله، د تړک تړک غږ سره اور لرګي خوړل، سپرغۍ په لوګي کې تاوېدلې، بره تور شوو برګو ته روانې وې، يو خواته زوړ ميراثي شيرو د حقې راښکلو لوبه پېل کړه، د ګړر ګړر په صدا کې ذيلدار اړخ بدل کړو او وې ويل:
ما څه وېل؟
يو ځوان لږ رامخکې شه او وې ويل:
تاسو د هوټل والا سره په جګړه شوئ او د هغه په جامو (د غاښونه جامه) کې مو سوځېدلی لرګی ورومنډه.
ذيلدار د فيل غاښونو په څېر وړه شان ږمنځ د خپل سر په نيم پاتې ويښتو کې ونښلوله.
او - او بس خو خلک راغونډ شو، خلاصون يې وکړ او لانجه يې ختمه کړه، زه د هغه ځای نه نېغ د وکيل کور ته لاړم، څه ګورم چې په مېز يو صندوق ګوټی پروت دی او د وکيل ټول بال بچ او نوکران ترې سندرې اوري.
ما ترې پوښتنه وکړه: وکيل صېب! ريکارډ مو چرته پټ کړی او ستن مو کوم ځای لګولې؟
ويل يې: دا راډيو ده راډيو.
ما ورته وويل: دا څه بلا وي؟.
وېل يې: مونږ اوس دلته په سرګوده کې ناست يو او د بمبۍ سندره اورو.
زما زړه يو ګړز وکړ، ما هم ټول عمر په سفر کې تېر کړی، يو خو د مقدمو دا سلسله نه ختمېږي، بله د ذيلدارۍ معامله ده، کله ګواهۍ ورکولو له ځم او کله صېب بهادر ته سلام له، کله کومه بله پېښه هوارول وي، سل کارونه وي زمونږه، لاهور ته هم يو ځل تلی وم، خو ما داسې مشين چرته هم ونه ليده، چې په سرګوده کې ناست يې او د کلکتې او بمبۍ سندرې اورې، اصل کې د دې وکيلانو د دروغو ويلو نه بل کار نه وي، ما ورته په خندا کې وويل: ولې جي! تاسو ما نه کم عقل جوړوئ څه؟.
ټول هلکان په خندا شو او وکيل په خندا خندا کې په چوکۍ کې ولوېده، ما وېل که ټوکې کوي، د دې ښاريانو ټوکې هم عجيبه عجيبه وي، په وړه وړه خبره به دومره اوږدې اوږدې خنداګانې کوي، ته به وی چې کومې لطيفې غضب کړی دی، يوه ورځ په غلطۍ کې د سرګوده په اډې کې ما د يو کس نه پوښتنه وکړه: څنګه وروره! دلته نه سرګوده پورې کرايه څومره ده؟.
هغه اول خو ماته حېران حېران کتل، لږ ساعت وروسته يې داسې ناڅاپه خندا وکړه چې قابو زما د لاسو نه د ميوو ټوکرۍ لوېدلې وه، ټول ډرائيوران راغونډ شو، ويل يې: ملک صېب! تاسو په سرګوده کې ولاړ يئ او د سرګوده د کرايه پوښتنه کوئ.
اخر په دې کې د خندا څه خبره وه، د پوستکي ژبه ده، چې وخوښېږي نو د چا پکې څه وس دی، څنګه الله يار کاکا؟
ټولو بوډاګانو د ذيلدار د خبرې تصديق وکړ، ذيلدار د لاس په زور ډډه ووهله: ښه، نو وکيل صېب وېل: دا يوه نوې آله ده او دا تار مار نه لري، بس په بمبۍ کې يو سړی سندره وايي او مونږ يې اورو.
ما خو، په قرآن قسم چې دا دروغ واورېدل نو سخت پرېښانه شوم، زرګونه ميله لرې يو سړی سندره وايي، تار مار نشته او وکيل صېب بې غمه په کور ناست سندره اوري، نو جوړ خدای د دوی په قابو کې راغلو، لکه چې دا خلک اوس په پيري او بوت هم قابض شول، چې دا اوس د پيري او بوت کار نه دی، نو نور څه دي، چې وکيل صېب ستنه تاو کړه او يوې ښځې د اوږدو اوږدو ساندو سره ژړا پېل کړه، وکيل وېل: دا د انګليسۍ سندره ده. خو پروردګار ماله هم غوږونه راکړي، د سندرې او ژړا توپير کولی شم، خو په دې نوې خبره حېران وم چې وکيل په مصر ستنه تاو کړه او عربي سندرې پرې غږېدلې، په لاهور يې وَروَسته نو اواز راغی: دا لاهور دی!. زه خو په يو درز سره په چوکۍ کې وغورځېدم او د وکيل بچو او نوکرانو ته چې مې وکتل، نو د هغوی خندا وه چې ختمېده نه، زه د ډېرې غصې نه د هغه ځای نه سرائې ته راغلم او په بله ورځ د ګواهي ورکولو نه وروسته کور ته راغلم، زما مازغه دا خبره نه مني او که دا رښتيا دي نو قيامت خو رانزدې دی.
بوډا الله يار په اور تاوده کړي لاسونه په مخ راښکل، ويل يې: ملک صېب! غضب يې کړی، دې خلکو لکه چې د الوتلې مرغۍ پرونه شمارلي دي، په خدای که يې څوک وشماري، د زمانې نقشه يې ورانه کړې، اوس که چېرته زمونږ پلار نيکه د خدای په قدرت ژوندي شي او دا هر څه وويني نو د حېرانتيا دلاسه به واپس مړه شي، اورګاډی وګورئ! تور د اوسپنې مشين د پېښاور نه لهور او لهور نه دلي پورې منډې وهي او نه ستړی کېږي، دا ګراموفون باجه مو ليدلې؟ څوک لګيا وي په دې تور ککوړي کې؟ بس کيلي تاو کړه، ستنه پرې دپاسه کېده او (مونږ يو د خېبر ځلمي).
(خاوره انقلاب غواړي)، (راشه او راشه)، (يا قربان) کومه سندره چې غواړې واوره. يقين مې نه راتلو، خو په سترګو مې وليدل، په غوږونو مې واورېدل او لاسونو کې مې وکتل، جادو مادو خو دی نه، بس د کوم نَټ کمالات دي چې اواز يې قېد کړی دی. د مجيد خان تاڼېدار زوي وحيد نه مې پرون واورېدل چې په لويو ښارونو کې د شپې تماشې کېږي، په سپينو څادرونو عکسونه ګرځي راګرځي، اسپې منډې وهي، ګاډي زغلي، په يو سپين څادر يې ټوله نړۍ راغونډه کړې، خو زما په دې باور نه راځي، ملک صېب! دا نوي ځوانان چې انګليسي يې زده کړې، دروغ ډېر وئ.
ملک صېب ستوماني وويسته او رانېغ شه، د چيلم نزدې راوړلو اشاره يې وکړه، وېل يې: الله يار کاکا! قسم په خدای، ما په دې خپلو سترګو دا تماشه ليدلې، ګرځېدل خو پرېږده، دا عکسونه خو خبرې هم کيي، د خندا، ژړا او منډو ترړو اوازونه يې هم راځي، د اوبو توئېدو، کاغذ شلېدو، دروازه خلاصېدو........... په خدای مې دې قسم وي، ټول اوازونه.
يو بل بوډا وويل: اوس ستا د خولې نه اورو، که بل څوک وی نو مونږ به پې د لېوني ګومان کولو.
ذيلدار لږ پښېمانه شه، وېل يې: اوه باباجي! ما دوه څلور ځله دا تماشه ليدلې، اوس که وحيد دلته وی، نو ګواهي به يې درکړې وه، د دې سره ما يوه بله تماشه هم وليده، يو ځوان اووه کسانو په تورو والو، مانه هېر شوي وو چې دا خو صرف تماشه ده، بس چيغې مې کړې: د خدای نه وويرېږئ، څوک هم په دې غريب زړه نه سوځي، ای د خدای ظالمانو! يو بې ګناه غريب وال خوري او تاسو ناست يئ، داړې مو چينګې کړي.
وحيد دې ژوندی وي، چې زه يې د مټ نه ونيولم او په چوکۍ يې کېنولم، چې دا خو عکسونه جنګېږي، بيا ماته د خپلې غلطۍ احساس وشه، دومره دهوکه پرې سړی خوري.
سبحان الله - سبحان الله ......... غضب يې کړی، کمال يې کړی. د حجرې په لوګو کې سره اوازونه ټول ګډ وډ شول.
ذيلدار څادرونه راتاو کړل او د څنګل نه يې لاندې کړل، وېل يې: خو دا د راډيو خبره خو چې زه مړ شم، نو هم به يې ونه منم، دروغو ته رښتيا څنګه ووېم؟.
د حجرې ور د يوې وچې چيغې سره خلاص شو، يو ځوان چې چشمې يې په سترګو وې، په انګليسي ويښتو کې لاس وهلو، رادننه شه، يو خواته د بوټانو په ويستو سره يې وېل: السلام عليکم
ټولو ځواب ورکړ: وعليکم السلام
ملک جي وويل: راځه وحيد خانه! ښه يې؟ هم ستا خبرې کېدې، الله يار ستا نه ډېر بدګمانه دی، وئ چې هغه د عکسونو د تماشې خبره دروغ ده، وحيد دروغ وئ.
وحيد وخندل او الله يار ته يې وکتل، وېل يې: ښه باباجي! دا دروغ سهي، ته يې مه منه، بزرګان څوک مجبوروي، خو زه په دې ګناګارو سترګو څه وکړم، چې په خپله يې ګرځېدونکي او ويونکي عکسونه ليدلي دي، که تا په دليلونو پوی کړم، خو ته به بيا هم دغسې ناپوهه يې، پرون دلته د انګيټۍ په غاړه د زمکې په هکله خبره راغله، ما وېل زمکه غونډه ده، نو الله يار کاکا په قار شه.
الله يار کاکا په يو لرګي انګار راغونډول، وې وېل: وحيد خانه! زما خبره واوره! په خدای قسم، پرون خو ما وېل ته ټوکې کی، خو نن دې بيا دا خبره وکړه، ووايه! زمکه څنګه غونډه ده؟.
وحيد په سنجيدګۍ سره وويل: که چرې د دې ځای نه څوک مشرق ته مخ کړي او روان شي، نو يو نه يو ورځ به بيا هم دلته راورسي.
په حجره کې د خندا يو طوفان راوچت شه، ذيلدار د خندا ودرولو دپاره په خپله خوله کې د څادر پيڅکی وټومبه، ماشومانو يو بل له لتې ورکولې او رغړېدل، په خندلو خندلو د الله يار کاکا پګړې خلاصه شوه، اخر يې د خپلو ضعيفو سترګو نه اوبه وچې کړې او د وحيد خان په اوږه يې لاس کېښود: تر قيامته دې ژوندی وي ستا ښوونکی، څه دليل يې درکړی، قربان دې شم، يره! چې زه ووځم او د ټول کلي يو چکر ولګوم، نو بيا به حجرې ته راتلی شم، خو کلی خو څلور کونجه دی، بيا دا څنګه کېدی شي؟
وحيد خان دې خنداګانو سره عادت وه، په خندا يې وويل: خو زما مطلب دادی چې هم يو خواته روان يې.
الله يار وويل: زه به هم يو خواته ځم، لهور يا امرت سر ته خو نه ځم.
وحيد څه ځواب ورکړ، خو د هغه اواز په تېزه خندا او بې ډوله چکچکو کې ورک شه.
الله يار کاکا يو دم خپل مخ سنجيده کړ او وې وېل: ښه نو وحيد خانه! کوم بل دليل؟ خو د دليلونو ضرورت څه دی، الله مونږ له سترګې راکړي دي، مونږ وينو چې زمکه څلور کونجه ده.
وحيد وويل: بابا! د زمکې په مقابله کې زمونږ وجودونه ډېر واړه دي، اوس که يو مېږی په يو غټ بال کېني، نو هغه ته به بال څلور کونجه ښکاري.
د الله يار کاکا مخ د خندا نه سور شو: ولې تا د ځانه کله مېږی جوړ کړی او په بال ناست يې؟.
د خندا او چکچکو يو بل طوفان راجګ شه او په دېوالونو ګډېدونکي سېوري د يو بل سره په جنګېدو شو.
ذيلدار چغه کړه: الله يار بابا! په قرآن شريف مې دې قسم وي، تا خو زه په خندا خندا مړ کړم، په تشو کې مې درد شه، ستا مخې ته وحيد هيڅ هم نه دی، رښتيا دې وويل، اخر مېږی د انسان په خبرو څه پَېږي.
د وحيد په مخ يو څه د خفګان کرښې راښکاره شوې: ملک صېب! تاسو خو پوی يئ، زه به هم تاسو سره خبره کوم، واورئ! تاسو يو موټی خټه په لاس کې راواخلۍ او هغه په زوره زوره په هوا کې تاو کړئ، چې کله خټه په تېزۍ سره چورلي نو هغه به په مزه مزه غونډېږي، هر تاوېدونکی شی غونډ وي.
ذيلدار وويل: مونږ خو د زمکې خبره کوو.
وحيد وويل: زمکه هم چورلي کنه.
ذيلدار په خندا کې وويل: دا نوې بجلي وغورځېده.
الله يار کاکا په تېزه وويل: همدا دې په مدرسه کې زده کړي، زمکه چورلي، سبحان الله! بخښنه غواړم وحيد خانه! ماته خو ستا په مزغو کې څه فرق ښکاري، په زمکه کورونه دي، غرونه دي، سمندرونه دي، که چرته په چورلېدو کې سمندر لاندې راشي نو اوبه به په زمکه څنګه ودرېږي؟ غرونه به څنګه ولاړ پاتې کېږي؟ مونږ په خپله ولې نه رالوېږو او بيا دومره موده تېره شوه، ما خپل ځان کله هم سرچپه ونه ليده، چې سر مې لاندې او پښې بره شوې.
وحيد غلي شان وويل: په زمکه کې دننه کشش دی، کوم چې هر شی ځان ته راکاږي.
د الله يار صبر ختم شه: زمکه نه ده د اندرُبا (مقناطيس) غر دی، د خاورو په ډېري کې به اخر څه کشش وي، په زمکه کې کشش دی، زمکه چورلي، زمکه غونډه ده، دا خو د قيامت نښې دي.
وحيد خان يو خو په خپله خبره کلک ولاړ وه، بل دومره هوښيار هم نه وه چې چپ شوی وی، وېل يې: چې زمکه نه چورلي نو بيا ورځ او شپه څنګه بدلېږي؟
ټولې حجرې په يو غږ وويل: سپوږمۍ چورلي.
وحيد وويل: نه، زمکه چورلي.
د يو ګوډ نه يو سپين ږيری بابا په ټوخه ټوخه کې راپاڅېد او په ډېره ګرانه د وحيد خواته کېناست، ويل يې: چپ بچيه چپ، يوه وړه شان خبره کوم، ته وی چې زمکه چورلي، زما عمر نوي کالو ته نزدې دی، ما ستا ډر نيکه هم ليدلی، د حجرې ور هغه وخت هم دکهن اړخ ته وو، نن هم د دکهن اړخ ته دی او بيا به هم د دکهن اړخ ته وي، که زمکه چورلېدی نو د دې ور به ضرور د پورب، پچهم يا اتر اړخ ته راته، ساده شانتې خبره مې وکړه، اوس د دې ځواب راکه.
په حجره کې چوپيا خوره شوه، د يو ګوډ نه د ذيلدار د غوا د ساه اخستو اواز واضحه اورېدل کېده، وحيد وويل: خو بابا! حجره خو په خپل ځای ولاړه ده، صرف زمکه چورلي، حجره خو نه چورلي.
بوډا وويل: خو حجره په زمکه ده کنه، چې زمکه وچورلېږي، نو ورسره به حجره هم چورلي، چې زه پښې تاوې کړم نو ورسره به مې سر هم تاوېږي، که نه؟
خو...
خو د وحيد اواز چا هم وانه ورېده او ټولو خلکو سپين ږيري ته کتل، کوم چې د هغه ځای نه پاڅېد او بيا خپل ځای ته لاړو، د خپلو مټو نه يې تکيه جوړه کړه او داسې بې غمه پرېوت ته به وايې چې ټوله نړۍ يې فتح کړې ده.
ذيلدار پګړۍ تړله، وې وېل: د بزرګانو ژوند غنيمت دی، ګني نو وحيد خو مونږ بې ځوابه کړي وو.
وحيد چشمې پاکولې، وې ويل: ملک صېب! والله ځکه مې حجرې ته په راتګ زړه نه کېږي، زما په خبره خو څوک پَېږي نه او بيا په کوڅو کې هر يو وئ چې حجرې ته راځه، حجرې ته راځه، اخر ولې راشم دلته؟ په ساده ساده خبرو خو تاسو پَېږۍ نه، ستاسو په راډيو او سينما باور نه راځي.
الله يار کاکا په ږيره کې ګوتې وهلې،: څنګه راشي، چې دا خبره مزغه نه مني.
د حجرې ور يو دم بيرته شه، د تور رنګ يو ځوان په تېزۍ سره راننوته او چغه يې کړه: ملک صېب! مبارک - مبارک - مبارک - لک لک مبارک.
ذيلدار په حېرانتيا پوښتنه وکړه: ولې څه خبره ده؟
تور ځوان داړې چينګې کړې: الله درله زوی درکړو.
د هر خوا نه اوازونه راغلل: مبارک شه، مبارک شه، مبارک شه.
الله يار کاکا په خندا کې وويل: سبحان الله، د شپږو لوڼو نه پس دې زوی وشه، څومره د خوشحالۍ خبره ده.
ذيلدار پاڅېد، وې وېل: او کاکا! بس د يو بزرګ مهرباني ده، د ډېرو دعاګانو نه وروسته مې ترې تعويذ راوړی وه، هم د هغوی کرامات دی.
ټول خلک ودرېدل او په ذيلدار پسې شاته شاته روان شو. وحيد، الله يار يو خواته بوتلو او ورته يې وويل: کوم بزرګ د جينۍ نه هلک او د هلک نه جينۍ جوړولی شي؟ کاکا! ستا پې يقين دی؟.
الله يار وويل: او، او، ولې نه، زه هم د يو فقير په دعا پېدا شوی وم.
وحيد په ګلي بن کې مخ پټ کړ او په کوڅه کې تاو شه.


حجامت

ليکوال: سعادت حسن منټو
ژباړه: رحمت ديوان
"په ما خو تاسو ژوند حرام کړى، خداى دې وکړي چې زه مړه شم".
"د خپلې مرګ دعاګانې څه له غواړې، چې زه مړ شم نو ټوله کيسه به ختمه شي، که وايې نو زه هم دا اوس خودکشۍ له تيار يم، همدلته نزدې د ترياقو پلورنځى دى، يو توله ترياق به ډېر وي".
"لاړ شه...... سوچ ولې کوې؟".
"ځمه.... ته پاڅېږه او ماله......... پته نشته چې يو توله ترياق به په څو وي، ته ماله اندازاً لس روپۍ راکړه".
"لس روپۍ؟".
"او کنه....... خپل ځان وژنم..... لس روپۍ ډېرې خو نه دي".
"زه يې نه شم درکولى".
"لازمي ده چې په ترياقو ځان ووژنې؟".
"سنکهيا هم بده نه ده".
"په څو به وشي؟".
"پته نشته......... ما تراوسه کله سنکهيا نه ده خوړلې".
"تاسو ته د هر څيز مالومات وي...... ګوشنا کېږې ولې؟".
"ګوشنا خو رانه ته جوړوې....... زه به د زهرو د قيمتونو نه څه خبر يم".
"تاسو سره د هر څيز مالومات شته".
"ته خو مې تراوسه مالومه نه کړې".
"دا ځکه چې ته زما په هکله کله هم سوچ نه کوې".
"دا بالکل غلطه خبره ده...... پنځه کاله وشول، ته په دې کې ماته داسې ورځ وښايه چې ما ستا په اړه سوچ نه وي کړى".
"لرې کړه..... په دې پنځه کاله کې چې څومره هم ورځې دي، په هغې کې تا ماته هم دا بکواس کړى دى".
"ته حقيقت ته بکواس وې؟.... زه اوس څه ووايم".
"چې څه وېل غواړې ووايه....... ستا خوله خو هسې هم بې واکه ده".
"تا بيا بدزباني شروع کړه".
"بد زبانه خو تاسو يئ......... ما په دې پنځه کاله کې، قران راواخله او ووايه، کله ستا سره داسې ګستاخي کړې ده؟ ګستاخ خو په خپله يې.....".
"ولې غلې شوې...... چې څه وېل غواړې ووايه".
"زه څه وېل نه غواړم........ تاسو ته به څوک څه ووايي........ تاسو خو دا غواړئ چې انسان ته تکليف ورسي خو هغه اف هم ونه کړي، زه خو له داسې ژونده وېرېدلې يم".
"ته غواړې څه، چې دا هم مالومه شي".
"زه هيڅ هم نه غواړم".
"نو بيا دا ګيلې څه مانا لري؟".
"د دې له مانو نه تاسو ښه خبر يئ...... ناجاڼه کېږې ولې؟ څه خبره خو به د دې ګيلو شاته وي".
"څه؟".
"ماته څه پته ده".
"دا خو عجيبه خبره ده...... په خپله يې شلوې او په خپله يې ګنډې......... سمه خبره ولې نه کوې......... زه خو نه پوهېږم چې دا د هرې ورځې جنګونه به مونږ چرته بوځي".
"جهنم له".
"هلته به هم مونږ يو ځاى يو".
"زه خو هلته بالکل نه ځم".
"نو ته به چرته يې؟".
"زه نه يم خبره".
"ته له ډېرو خبرو نه يې خبره......... د ټولو نه لويه خبره زما د مينې ده، چې ته ترې تراوسه بې خبره يې........... زه نه پوهېږم.......... يا يې ما په ويلو کې بخيلتوب کړى، يا په تا کې هغه حِس نشته چې دا جذبه وپېژنې".
"بې حسه خو اصل کې تاسو يئ".
"څنګه؟".
"دا هم څه خبره ده..... په دې پنځه کاله کې هره ورځ........ هره ورځ".
"هم دا زما د مينې ثبوت دى".
"لعنت دې وي په داسې مينه، چې سړى ترې تنګ شي".
"له مينې څوک تنګېداى شي؟".
"زما مثال وړاندې دى".
"نو مطلب دا چې تا اقرار وکړو چې زه له تا سره مينه کوم؟".
"ما کله اقرار وکړو".
"دا اقرار و کنه".
"وي به".
"وي به نه...... وو....... خو ته به يې منې نه، ځکه چې ته ضدي يې، زه نه پوهېږم چې ستاسو د ښځو نفسيات څه دي، چې ورسره مينه وکړې نو يرېږي او چې ځان پرې لاپروا کړې نو بيا به خفه وي".
"هسې بکواس دى".
"ځکه چې دا د يو پرخلوص خاوند له خولې وتې دي".
"لرې شه......... ستا خلوص ما ليدلى دى".
"چې دې ليدلى نو ايمان پرې ولې نه راوړې؟".
"ما مه تنګوه، زه ښه نه يم....... زما هيڅ نه خوښېږي".
"خپل ځان دې هم نه خوښېږي؟".
"قسم په خداى........ نن نه".
"سبا خو به دې خوښ شي".
"نه يم خبره".
"عجيبه خبره ده، چې د هر څه نه خبره يې........ خو وايې چې نه يم خبره....... دا څه دي؟........ ته صفا صفا ولې نه وايې چې ته زما نه کرکه کوې".
"نو واوره.......... زه له تا نه کرکه کوم".
"زه دې ډېر خفه کړم........ ما خو ستا د هرې خوشحالۍ خيال ساتلى دى".
"خو د يوې خبرې خيال دې نه دى ساتلى".
"د کومې خبرې؟".
"عقل لرې....... خپله يې مالوم کړه........ زه يې درته ولې ووايم".
"څه اشاره خو وکړه".
"زه په داسې اشارو نه پوهېږم".
"تا داسې خبرې له کومه زده کړې؟".
"له تا نه".
"ما نه.......... زه ډېر حېرانه شوم، چې دا تور ته په ما ولې لګوې".
"په تاسو خو هر يو تور لګېدى شي".
"د مثال په توګه؟".
"زه درله مثالونه نه شم درکولى....... د خداى لپاره دا خبرې بس کړه، زه نوره تنګه شوم....... بس....... ما درته ووېل چې........".
"څه؟".
"يا خدايه زما دې توبه وي........ ما ډېره مه تنګوه......... زما زړه غواړي چې د خپل سر ويښته راوشلوم".
"زما سر شته کنه...... ته د دې ويښته ښه په مينه راشلولى شې".
"تا ته خو خپل ويښته ډېر ګران دي".
"انسان ته خپل هر يو څيز ګران وي".
"خو د سړو په سر د ويښتو دا پنډ ډېر عجيبه ښکاري........ تاسو ولې د خپلو ويښتو کمولو نه پرهېز کوئ".
"زه ډېر پرهېزګاره سړى يم".
"دومره دروغ...... هغه بله ورځ خو تاسو ماته ويلي وو چې ما په يو پروګرام کې شراب وڅښل".
"لاحول و لا قوة......... ما خو صرف د خوږو يو ګلاس څښلى و".
"دا کومه بلا ده؟".
"ډېر بې ضرره څيز دى".
"ستا دا بدکلامي چرته ما هم بدکلامه نه کړي".
"لکه چې تاسو بدکلامه نه يئ".
"بدکلامه خو ستا پلار وه.... تاته پته ده........ هغه خو به په هره خبره کې کنځلې کولې".
"زه درته وايم چې زما د مړ (موئے) پلار خلاف يوه خبره هم ونکړې......... ستاسو خوله ډېر بې واکه شوې ده".
"بې واکه شوې څنګه ده؟".
"ماته نه ده مالومه".
"چې درته مالومه نه ده نو بيا دې راباندې دا فتوي څنګه ولګوله".
"زه درنه دا پوښتنه کوم چې دا ويښته دې دومره ولې لوى کړي، ماله ترې کرکه راځي".
"بس دومره خبره وه چې تا پرې دنيا په سر راواخسته......... زه لاړم".
"چرته؟".
"بس لاړم".
"د خداى لپاره ماته ووايه........ ګني زه به خودکشي وکړم".
"زه نصرت نايي له لاړم".

پوکڼۍ

زرين ټيټ سر ناست وۀ، د زرين پلار، ترۀ، مشر ورور او د دکان نېک ټول په حجره کښې چپ چاپ او خاموش ناست وو، په بېټک يوه اوږده خاموشي خوره وه، د زرين د پلار سترګې سرې وې، کله به يې زرين ته کتل او کله به د بېټک بشونو ته ځير وه، د يخنۍ موسم کۀ څۀ هم دومره زيات نۀ وۀ خو زرين نرے نرے رپېدۀ، دا پته يې نۀ لګېده چې د يخنۍ نه رپي او کۀ د يرې نه.

د زرين نېک چې نېک محمد نومېده او په اندرشېر کښې يې د سرو زرو دکان وۀ، د زرين به دا يو کال کېده چې له هغه سره يې کار کولو، پلار يې غوښتل چې د زرين نه زرګر جوړ کړي، ځکه چې زرين د پنځم جمات نه وروسته سبق ته ډډې نۀ لګېدې او نور په شړو خوشو سر کېده، نو پلار يې دا ښۀ وګڼله چې د خپل ملګري نېک محمد زرګر سره يې په دکان کښېنوي.
نېک محمد غاړه تازه کړه او د زرين پلار ته ګويا شه:
"ظاهر شاه! زۀ په دې نۀ يم خفه چې دې هلک د دخل نه پنځۀ زره روپۍ اخستي دي".

بيا يې په زرين يو ژور نظر واچوه، زرين هماغسې ټيټ سر ناست وه او سترګې يې په خپلې غېږ کښې خښې کړې وې، هيڅ کش کړپ يې نه کولو، سترګې يې زيړې اوښتې وې، ويښتۀ يې ببر شوي وو، داسې ښکارېده چې ذي روح نۀ، بلکې بُت ناست وي، نېک محمد يو ځل بيا د زرين پلار ته مخ راواړولو او زياته يې کړه:
"زۀ خفه په دې يم چې دې هلک يو خو پېسې بې تپوسه اخستي او بيا پرې منکر شوے چې زۀ ترې نۀ يم خبر، هسې نۀ چې دې هلک چرته...............".

نېک محمد خبره په نيمايي کښې پرېښوده خو په بېټک کښې ناست ټول د دۀ په خبره پوهه شول، د زرين د پلار سترګې نورې هم راببرې شوې او د مخ نه يې د غصې څرګندونه داسې کېده تا به وې چې اوس به لمبه واخلي، دا وخت زرين هم لږ نور راغونډ شه، مشر ورور يې يوه توده څپېړه د غوږ لاندې ورکړه او په تېزه لهجه کښې يې ورته وويل:
"څۀ دې کړې پېسې، چرته دې يوړې؟".

د څپېړې سره زرين زمکې ته راولوېده، د يو لاس په مرسته بيا کښېناسته، خو څۀ يې ونۀ وئيل، دا وخت د زرين ترۀ، چې له ډېره وخته غلے ناست وه، وړومبے زرين ته او بيا د زرين پلار ته وکتل،
"هسې نه لالا! چې چرته د جينکو کيسه خو به نۀ وي؟".

دې خبرې اورېدو سره په زرين ويښتۀ ودرېدل، لږ نور هم رانېغ شه او د رپېدو په ځائې پرې توده خوله راماته شوه، د سترګو په بڼو يې د پلار په لور وکتل، خو د هغۀ د غصې نه تک سور مخ چې يې وليده نو سترګې يې زر بيا ښکته شوې او د ترۀ دا خبره چې "د جينکو کيسه خو به نۀ وي؟" يې بيا په غوږونو کښې وکړنګېدله او وبوږنېده او دا وخت يې د کلي د ملا هغه تقرير راپه غوږو شو:

"اوس خو له دې ځايه هم امريکا جوړه شوې ده، ښځې داسې ګرځي لکه چې خرې وي، دلته هم اوس بې حيايي دومره زياته شوې ده چې زۀ خو يرېږم چې هسې نۀ د امريکا په شان لغړې بازار ته راووځي".

د دې خبرې په يادېدو سره د زرين په زړۀ کښې تېر شول چې "کاشکي په امريکا کښې وې"، د دۀ په زړۀ کښې به لا نورې خبرې راتلې چې يو کړس شه او په زمکه راوغورځېد، ورور يې بيا يوه مضبوطه څپېړه د غوږ لاندې ورسيخ کړې وه، زرين لا نېغ شوے نۀ وۀ چې د پلار اواز يې تر غوږو شو:
"حرمونيه! په کومې رنډۍ پسې تلے وې؟".

د ټولو نظر بيا په زرين ودرېده، خو زرين هماغه شان غلے ناست وۀ، هيڅ غږ غوږ يې نۀ کولو، خو د "رنډۍ" لفظ په اورېدو يې په ذهن کښې د پنځۀ زره روپو پنځۀ زره منظرونو منډې شروع کړې، زرين ځان سره نرے شان وبڼېده او بې واره يې د خپل پرتوګ جېب ته لاس لاړو، د دۀ په دې حرکت يې ورور پوهه شه او چې څنګه يې ورله جېب ولټوه، نو پوکڼۍ پکښې پرته وه.

په ټوله نړۍ کې مشهور فنکار سيد رحمان شينو

ليک: لايق زاده لايق
ژباړه: رحمت ديوان

د خېبر پښتونخوا خاوره ډېره زرخېزه ده، دلته ډېر داسې فنکاران زېږېدلي چې نه صرف په خپل ملک کې بلکې په ټوله نړۍ کې يې نوم پېدا کړى، که ادب دى، د ژوند په هره شعبه کې د دې خاورې ستاينه شوې، اوس اوس د خېبر پښتونخوا د حکومت له اړخه په صدارتي اېوارډ يافته کسانو کې د يو داسې فنکار زياتوالى شوى، د کوم چې نوم، کار او منفرد سټائل هر کس ستايلى دى.

رحمت ديوان او سيد رحمان شينو

د سيد رحمان تعلق په پېښور کې د باړې سړک سره نزدې پشته خره کلي سره دى، نوموړي په ١٩٥٢ء کې د اعوان په کورنۍ کې د عزيز خان په کور کې سترګې پرانستي، د سيد رحمان نيکۀ نعمت الله خان ته په خپله سيمه کې خلکو په درنه سترګه کتل، د عزيز خان څلور زامن او دوه لوريانې دي، نو د سيد رحمان په وروڼو کې سردار خان، حکيم خان او نواز خان شامل دي.
د زېږېدو نه دوه کاله وروسته د سيد رحمان پلار عزيز خان له دې نړۍ سترګې پټې کړې، له هغې وروسته نوموړى د خپلې مور سره چې د جمرود اوسېدونکې وه، سره خېبر اېجنسۍ ته راغلو، دې حالاتو د سيد رحمان په مازغو ډېر اثر وکړو، د کوم له وجې چې نوموړي نه زده کړې پاتې شوې، دوي ته د خپل ماشوم والي استادان نظام الدين او سرور اوس هم يادېږي. سيد رحمان ډېر خوش مزاجه وه، هر چرته چې به وه نو په خپلو خندونکو خبرو به يې خلک خوشحالول.
د کال ١٩٧١ء پېښه ده، چې کله سيد رحمان ته، چې د مينې نه به ورته ملګرو "شينى" ويلو، يو زوړ ملګري مېجر جمال په کامرس کالج پېښور کې په يوه سټېج ډرامه کې د کار کولو بلنه ورکړه، دى وايي چې ما يقين نه شو کولى چې د دومره خلکو په موجودګۍ کې به زه څه رنګ څه وويلى شم، خو د مېجر جمال تسلۍ راته حوصله راکړه. مېجر جمال وايي چې د څو سياسي خلکو د دخل اندازۍ نه پرته هم مونږ دا ډرامه څلور ځل وړاندې کړه، په کومې کې چې د سيد رحمان په کار هغه ته "قائد اعظم اېوارډ" ورکړل شو.
سيد رحمان په عام ژوند کې د رکشې ډرائيور وه او د ژوند تېرولو ذريعه يې هم دا رکشه وه، د دوي په وېنا چې په ١٩٧٢ء کې د دوي ليدل د مشهور فلمي ليکونکيو مراد شنواري، قاسم حسرت او يونس قياسي سره وشول، په دې وخت کې مرحوم فلم ډائريکټر صنوبر "تربور" او "د ګودر غاړه" په جوړولو بوخت و، صنوبر يو مردم شناس انسان وه، هغه سيد رحمان له په فلم "تربور" کې يو رول ورکړه او "شينو" يې ورته وويل، داسې په پشته خره کې په ١٩٥٢ء کې پېدا شوى سيد رحمان "شينى" سيد رحمان شينو شه، په هم ١٩٧٢ء کې مراد شنواري سيد رحمان شينو راډيو پاکستان پېښور ته راوست او د نواب علي خان يوسفزي سره يې ورله ليدل کتل وکړل، د نواب علي يوسفزي نه وروسته مرحوم اېم کى شاهد او مرحوم ارباب رشيد احمد خان د سيد رحمان شينو د فن په سنګارولو کې پوره پوره رول ترسره کړو.
په دغه ورځو کې د "وحدت" ورځپانې چيف ايډيټر پير سفيد شاه همدرد په راډيو پاکستان پېښور کې نوکر وه، سيد رحمان شينو له ده سره تر يو کاله پورې په "کلي وال" خپرونه کې کار وکړو، په کوم کې چې د ده فرضي نوم "باز دا" وه. "کلي وال" خپرونې د سيد رحمان شينو په مشهورتيا کې ډېر زياتوالى وکړه، د شينو په وېنا چې ده ته به د دې خپرونې د ټولې مياشتې ٥٢٥ روپۍ ورکول کېدې، کوم چې ډېر لوى اعزاز وه.
په ١٩٧٤ء کې د پېښور ټېلي ويزن سابق جنرل منېجر فرمان الله جان د يو کردار په تلاش کې راډيو پاکستان پېښور ته راغلو، ځکه چې هغه ته پته وه چې هم دا راډيو د فن پوهنتون دى، دلته عرفان الله عرفان هغوي ته سيد رحمان شينو وروپېژنده، د ټېلي ويزن نه يې وړومبۍ ډرامه "اګۍ ال" په ١٩٧٤ء کې خپره شوه، د کوم چې نوموړي ته صرف ٩٥ روپۍ ورکړل شوې وې. سيد رحمان شينو د راډيو پاکستان پېښور نه د خپرونې "ټنګ ټکور" وياندوي څوارلس کاله وکړه او په دومره ډېر وخت کې هم د دې خپرونې مينه وال کم نه شو.
د خبرې نه خبره ويستل د سيد رحمان شينو کمال دى، ډېر کم لوستونکى دى خو په حاضر ځوابۍ کې کمال نه لري، دا نوموړى د يوې اپريدۍ مور ننګيالى زوى دى، نو ځکه په ملګرتيا کې کلک، په خبره رښتونى او په وعده ولاړ فنکار دى، په دې دومره موده کې د نوموړي د ډرامو شمېر په زرګونو دى، دوي وايي چې زما خپل کوشش دا وي چې په هره ډرامه کې يو مختلف رول ترسره کړم او د دوي ارمان دى چې د فن نوې لارې راپېدا کړي.
راډيو پاکستان پېښور چې د موسيقۍ خپرونه "ميوزک چېنل هنډرډ" پېل کړه نو د هغه وخت سټېشن ډائريکټر نثار محمد خان په خپله سيد رحمان شينو د دې خپرونې لپاره خوښ کړو، هره ورځ دا درې ساعته خپرونه تر درې کالو پورې دوي خلکو ته ورسوله، دې مشهورې خپرونې ته راتلونکي تيليفونونه د زرګونو نه زيات و.
زه په دې خبره ډېر زيات خوشحاله يم چې نن سبا د ثقافت او کلچر وزير ميا افتخار حسېن او د هغوي د نورو ملګرو په مينه او عقيدت نن سيد رحمان شينو هم په صدارتي اېوارډ يافته فنکارانو کې شمېرلى شي.
د پرون شينو نن هم د خپل فن په خدمت کې بوخت دى، د دوي درې بچي دي، يوه لور او دوه زامن، کوم چې د خپل پلار په شخصيت وياړ کوي، خو په خپله يې دې اړخ ته نه دي کتلي، ښايي د دوي پلار په خپله خپل بچي دې اړخ ته راوستل نه غواړي، خو بيا هم اوسني حکومت چې د فنکارانو سره څومره مرسته او مينه کړې نو په تېر وخت کې د هغې ثاني نشته.

غبرګ شهريت او بهرني پاکستانيان

 ليک: پروفېسر يحيٰي خالد
ژباړه: رحمت ديوان

نن سبا ډېر زور په دې خبره راوړلے شي چې په بهرني هېوادونو کښې اوسيدونکو پاکستانيانو ته دې د ووټ حق ورکړل شي او هغوي دې د اسمبلۍ د غړو په توګه ومنل شي. په دې باندې زمونږ ډېر سياسي ګوندونه خپل سياست ځلوي، دا ګوندونه خبره کنفيوز کوي او په بهرني هېوادونو کښې اوسيدونکي پاکستانيان او د غبرګ شهريت لرونکي خلق په يوه تله تلي، خو په دې دواړو کښې د زمکې او اسمان فرق دے.
يو هغه خلق دي کوم چې د خپلو بچو دپاره رزق ګټلو له بهرني هېوادونو ته تلي دي او خپلو کورنيو ته پېسې رالېږي، دا بې شکه زمونږ د وطن وګړي دي او وي به، په دوي کښې انجينيئران هم شته، ډاکټران هم شته، مزدوران هم شته او په ډيپوټيشن په بهرني هېوادونو کښې خپل خدمات ترسره کوونکي هم شته.
دوېم هغه خلق دي کوم چې له دې وطن نه تښتېدلي دي، چرته يې سياسي پناه غوښتې او چرته يې د امريت نه سر ټکولے دے او د نورو هېوادونو شهريت يې ترلاسه کړے دے. دا هغه خلق دي چې په دې وطن يې هيڅ حق نشته، دا خلق زمونږ په خيال کښې د دې وطن باغيان دي، چې په هر شکل کښې يې دا وطن پرېښے او تلي دي او زمونږ په خيال دې خلقو ته د ووټ حق ورکولو او يا د وطن د استاځيتوب سوچ هم ګناه ده، ځکه چې دا خلق د خپل ژوند بچ کولو او د خپل اولس سره د غدارۍ نه پس تښتېدلي دي، ولې اوس دغه خلقو ته د اولس د قسمت د فېصلو کولو حق ورکولے کېدے شي، دا هغه خلق دي چې په يو شکل کښې هم د پاکستان دپاره فائده مند نۀ دي. په دوي کښې ځني اوس هم داسې دي چې د پاکستان نه ورسره مرسته کېږي، يعني په ځائے د دې چې د پاکستان په خزانه کښې زياتوالے راولي د دې برعکس دوي د پاکستان په خزانه باندې بوج دي، د دوي په حق کښې ويونکو ته پکار ده چې دا سوچ هم وکړي.
يوه بله خبره چې د دې خلقو په حقله اوس راروانه ده، هغه د دوي حلف نامه ده کومه چې د کوم بل هېواد د شهريت ترلاسه کولو په وخت اوچتوي، د لږ ساعت دپاره د دې حلف نامو په عبارتونو غور وکړئ او بيا فېصله وکړئ چې دې خلقو ته د پاکستان په اسمبلۍ کښې د ناستې او د دې وطن د قسمت د فېصلو حق ورکول سم دي؟.
امريکه چې د خپل هېواد شهريت چاته ورکوي نو داسې حلف ترې اخلي:
"زه په ډاګه اعلان کوم چې د کوم بل هېواد شهزاده، اولس مشر، د رياست يا اقتدار اعليٰ سره به خلوص او وفاداري په مکمله توګه پرېږدم، چې زۀ يې له دې نه مخکښې وګړے وم او دا چې زۀ به د ټولو داخلي او بهرنيو دشمنانو په مخامخ د متحده امريکه د ائين او قانون حمايت او د دې دفاع به کوم او د امريکې د قانون سره سم چې کله هم ضرورت ؤ نو د امريکې دپاره به وسله اوچتوم او د امريکې د وسله وال فوځ سره به بغېر د فوځي خدماتو نه ولاړ يم، د قومي اهميت په وخت به د جمهوري امريکې د قيادت دپاره کار کوم، دا ټولې ذمه وارۍ په خپله خوښه او بې د څۀ دباؤ نه اوچتوم، خدائے دې زما مددګار شي".
د برطانيه د شهريت ترلاسه کولو دپاره چې کوم حلف اوچتول کېږي هغه څۀ داسې دے:
"زۀ په خدائے قسم خورم چې د برطانيه وګړے کېدو نه پس به زۀ د قانون مطابق د عزت مٰاب ملکه الزبتهـ دوم، د دوي جانشينانو سره وفاداري او د دوي د حمايت پېټے اوچتوم".
له دې وروسته مونږ د هغه خلقو په وړاندې په ډېر احترام سره عرض کول غواړو چې کوم کس د بل يو هېواد سره داسې وعدې وکړي، هغه به څۀ رنګ زمونږ د وطن د پارليمان حصه شي. دا حلف نامې يو ځل بيا په غور سره وګورئ او په خپله فېصله وکړئ چې هغه خلق چې د امريکې او برطانيه شهريت لرلو سره سره زمونږ په پارليمان کښې ناست دي، دوي د وطن د ښۀ والي په حقله سوچ کولے شي او له دې وروسته بايد دا هم څرګنده شي چې زمونږ د پارليمنټ د ريزالوشن باوجود د نېټو سپلايي ولې پرانستل شوه او د ډرون بريدونو خلاف ولې سخته رويه نۀ خپلول کېږي. زمونږ د اسمبلۍ په غړو کښې ډېر زيات (د رحمان ملک صېب په قول) د غبرګ شهريت خلق دي، زمونږ يو څۀ د اسمبلۍ غړي او سياسي ګوندونه په ډېر جذباتي انداز د غبرګ شهريت والا خلقو وکالت کوي، د هغوي په حقله هم اولس ته ډېره زر فېصله پکار ده.

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.