Tuesday, May 7, 2013

د هندي سينما سل کاله: څه رښتيا، څه افسانه

د هند سينما سل کلنه شوه، په ١٩١٣ء کې ريليز شوي بې غږه فلم "راجه هريش چندر" نه واخله تر دې هفتې ريليز شوي فلم "بامبى ټاکيز" پورې هندي سينما لوى سفر کړى دى.

ځينې خلک د دې فلمونو سندرې، موسيقي، د رښتياو نه ډېره لرې دنيا خوښوي او ځينې د ژوند سره تړلي تراخه رښتيا ښودونکي فلمونه په زړۀ پورې ګڼي.
کال په کال د اميتاب بچن، شاه رخ خان، عامر خان او د سلمان خان په څېر لوى ستوري هره جمعه خپل خوبونه خرڅوي او خلک يې لاس په لاس اخلي، کله ډان، کله بازيګر او کله د دبنګ په څېره کې دوي مخې ته راځي.
د سلو کالو په پوره کېدو باندې په فلمي نړۍ کې د جشن ماحول دى، عامر خان په دې موقع وويل چې ما هم دلته ٢٥ کاله تېر کړي دي، د دومره زياتو هنرمندانو سره کار کول د وياړ خبره ده، کاش چې په دې موقع مې کوم فلم جوړ کړى واى.
د هندي فلمونو چې څومره ستاينه شوې ده، هم دومره په دې فلمونو تنقيد هم شوى دى، خو ډائريکټر انوراګ کېشپ د هندي سينما د راتلونکې نه خوښ دى.
د انوراګ وېنا ده چې: "د سينما راتلونکى په زړۀ پورې دى، په ټول هند کې چې اوس څه ډول فلمونه جوړېږي هغه ټول ترقي پسند دي، که هغه مراټهي دي، تمل او يا هم تيلګو فلمونه دي، تراوسه پورې مونږ په پړو تړل شوي وو، خو اوس مونږ ازاد يو، زمونږ سينما نوره هم پراخېږي، مخکې چې څه هم کېږي ښه به کېږي".

سينما په شا روانه ده؟
چرته چې انوراک کېشپ د هند سينما راتلونکى ښه ګڼي نو هلته اداکار سنجى سوري په هغه خلکو کې دى چې وايي سينما په شا روانه ده.

سنجى سوري وايي: "ماته داسې ښکاري چې د تېر په څېر زمونږ سينما په شا روانه ده، دا ډېره ښه خبره ده چې سل کلن جشن لمانځل کېږي، خو په راروانو کلونو کې به څه کېږي، زۀ دې ته سوچ وړى يم، داسې نه ده چې ښه فلمونه نۀ شي جوړېدى يا جوړېږي نه، خو په دومره تعداد کې نه جوړېږي، ځکه چې د دې دپاره ضروري ماحول نشته".
نوموړى وايي چې مخکې به هم په فلمونو کې جنسي منظرونه او عرياني ښودل کېده، خو اوس پکې بې وجه سنسني زياته شوې ده، دلته په سنسرشپ خبره کول هم ضروري دي، د فلم د کيسې ليکلو په وخت کې چرته په دې سوچ کوې چې دا فلم به په سنسر کې ونښلي او يا به د اخلاقي پوليسو په لاس کې راشي نو ليکونکي به ليکل پرېږدي.
يو وخت و چې د هند سينما د هندوستان په کلو، ضلعو او يا د بمبۍ او ډيلي په څېر ښارونو پورې محدوده وه، خو نن هندي فلمونه په يورپي هېوادونو کې هم لګي او ډالرې او پونډونه ګټي.
داسې تورونه لګي چې د هندي سينما ژبه، جامه او لهجه د هند د خپلې ژبې او طور طريقو نه لرې تلې ده، د "اويې لکي لکي اويې" په څېر فلم ډائريکټر دباکر بنرجي وايي چې هندي فلمونه بايد د نړېوالې سينما په ښو فلمونو کې ځاى جوړ کړي.
دباکر زياتوي: "مخکې په ٧٠ء او ٨٠ء کلونو کې د هندوستان سينما صرف د هنديانو لپاره جوړه شوې وه، خو اوس داسې وخت راغلى دى چې د نړېوالې سينما خلک هم هندي فلمونه کتل غواړي، زۀ د بالي ووډ خبره نۀ کوم، بلکې د هندي سينما خبره کوم، مونږ ته د دې سينما ژبه داسې جوړول پکار دي چې زمونږ خپله د هندي ژبه وي خو چې د بهر خلک هم پرې پوهه شي".


پېسه که فن؟

چرته چې فلمونه د تخليقي صلاحيت او د فن د نمائش يوه اهمه ذريعه ده نو هلته په دې پېسه هم ښه ډېره لګي او د دواړو په منځ کې دا جنګ له پخوا نه راروان دى. د "فائر"، "ارتهـ"، "بونډر" او "فراق" په څېر فلمونو اداکارې ننديتا داس په دې خبره خفه ده چې اوس په فلمونو کې په فن باندې پېسه زوروره شوې ده.

ننديتا مني چې: "په دې سلو کالو کې مونږ يوه موقع بائيللې ده او هغه دا چې مونږ د سرحدونو د ختمولو کوښښ نه دى کړى، مونږ په فلمونو کې طاقتور نه شو".
نوموړې زياتوي: "د مني کول يا کمار ساهني په څېر فلمونه نه شي جوړېدى، که هغه فلمونه د چا خوښ شي او يا نه شي، خو مخکې خو داسې وه چې دغه شان فلمونه به جوړېدل خو ضرور، نن سبا په فن باندې پېسه ډېره زوروره شوې ده، هر يو څيز ډېر زيات کمرشل شوى دى، وړومبى دا کتل کېږي چې فلم به څومره چلېږي، په ځاى د دې چې دا وکتل شي چې زمونږ کيسه څه ډول ده".
چې خبره د هندي فلمونو وي نو د سندرو او موسيقۍ ذکر هم پکې ضروري دى، نغمه نګار پرسون جوشي د هندي سينما برخه جوړېدو باندې وياړ کوي.
پرسون وايي: "د هندي فلمونو سل کلن سفر زۀ ډېر لوى سفر ګڼم، زمونږ په ژوند، د جامو اغوستو په طريقو، وېنا، ثقافت... په دې ټولو څيزونو چې څومره اثر فلمونو پرېښى دى شايد چې بل کوم څيز پرې دومره اثر کړى وى، نن د سينما نه پرته د هندوستان تصور کول ګران دي، تاسو سوچ وکړئ که چرته د فلمونو ډائيلاګ نه واى، نغمې نه واى..... په چاپېرچل کې د فلمونو ډېره لويه برخه ده او زۀ په دې وياړم چې د دې فلمي نړۍ برخه يم".
د ستاينې او تنقيد په منځ کې دا سل کلن سفر خو پوره شو، خو دا فقط يو پړاؤ دى، اميد دا کېږي چې د هندي فلمونو په څېر د دې سفر نقشه راتلل هم لا پاتې دي.

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.