Friday, December 6, 2013

ادراک - افسانه

"ښاغلي جان ګل پتمن ته خواست دے چې خپله افسانه وړاندې کړي".
په کوټه کې دا اواز د يو سر نه تربل سره  خور شۀ، د ټولو ناستو کسانو سترګې د جان ګل پتمن په لور راتاو شوې، د ګرمۍ دَ لاسه ټول په خولو کښې ډوب وو او دوه درېو پکښې کتابونه لکه د ببوزو ځان ته وهل، د چا سره چې کتاب نۀ ؤ نو هسې به يې ګرېوان اوږو ته رسولو، بجلي نۀ وه او پکے داسې ولاړ ؤ لکه چې د تاوېدو چل ترې هېر شوے وي، بهر سور تړق ؤ چې د زمکې نه يې هم د اور لمبې پورته کولې او دننه په خولو کښې ډوب ناست کسان د جان ګل پتمن افسانې ته غوږ وو.

"زما د افسانې عنوان دے "انسان".
جان ګل پتمن خپله افسانه اختتام ته ورسوله، يوه اوږده ساه يې راښکله، په دسمال يې د تندي او د مخ خولې وچې کړې، په ناستو کسانو يې يو نظر تېر کړو او بيا د صدارت په چوکۍ ناست داؤد پرېشان چې په پښتو افسانه کښې يې لوئے نوم لرلو او ډېر ښۀ شاعر ؤ، د بلوچستان نه پېښور ته څۀ ذاتي کار پسې راغلے ؤ خو جان ګل پتمن چې ورسره د پخوا نه سلام دعا وو، دې غونډې ته په ډېره کلکه راغوښتے ؤ، د جان ګل پتمن دا خيال ؤ چې ګني زما په افسانه د داود پرېشان نه بل څوک ښۀ پوهېدے نۀ شي او هم دے به پرې ښه رڼا واچوي، ورته يې په ژور نظر وکتل، ورسره خوا ته ناست سيد خان مجنون چې د نظامت چارې يې په لاس کښې راټينګې کړې وې، مرۍ تازه کړه.

"افسانه تاسو واورېده، که څوک پرې څه وئيل غواړئ نو د صدر صېب په اجازت پرې خبرې کولے شئ".
جان ګل پتمن چې شاعري ورته د پلار نه په ميراث کښې پاتې شوې وه، پلار يې د دې سيمې لوئے شاعر ؤ او دۀ هم خپل درې کتابونه د چاپ د مرحلې نه راتېر کړي وو، لويو لويو مشاعرو ته به بللے کېدۀ او د خواو شا په شاعرانو کښې يې لوئے نوم لرلو، خو چرته يې نثر نۀ ؤ ليکلے او دا ځل يې اووۀ ورځنۍ تنقيدي غونډې ته خپله وړومبۍ افسانه وړاندې کړې وه، اګر چې په خپلو درې واړو کتابونو يې هم د يو مخ نه زيات ليکل نۀ وو کړي او هغه هم صرف د مننې ليکل چې به د نومونو نه ډکه وه.

"داسې ښکاري چې په افسانه څوک څۀ وئيل نۀ غواړي؟".
د صدارت په چوکۍ ناست داود پرېشان د ناستو کسانو نه د خاموشۍ خپسه پاڅوله، د ټولو نظر د داود پرېشان په لور لاړو، ځينو چې خولې يې پاکولې، دسمالونه لاندې کېښودل، بيا يې د يو او بل شکل ته کتل چې څوک به وړومبے کېږي، خو ټول غلي او خاموشه ناست وو، داسې ښکارېده چې يا له خوبه راپاڅېدلي وي يا ګرمۍ او د بجلۍ نشت والي خراب کړي وي او يا افسانې چرته بلې دنيا ته رسولي وي.

"زما خو افسانه ډېره زياته خوښه شوه".
غريب غم وهلي په افسانه خبره شروع کړه، غريب غم وهلے د جان ګل پتمن تقريباً شاګرد هم ؤ، د شاعرۍ د اصلاح دپاره به تل د هغۀ خوا له تلو، دواړه به اکثر يو ځائے هم  وو، اوس اوس يې د کتاب د چاپ کولو اراده کړې وه او خپله شاعري يې راغونډه کړې وه او د دوه درې ليکونکيو نه يې پرې د ستاينې ليکل اخستل.

"پتمن صېب! نه زمونږ هم دا توقع کېدے شي، په افسانه کښې د پښتنو د بدبختۍ ذکر شته، د دهشت ګردۍ حواله پکښې شته، ګراني، بېروزګاري او ډېرو مسئلو ته پکښې اشاره شوې ده، څه رنګ چې يې افسانه د يو انسان نه چاپېره چورلي او  هغه ته دا ټولې مسئلې ورپېښېږي او هغه په مخ روان وي، ډېره په ښکلي انداز ليکل شوې ده او د هم داسې افسانو پښتو ادب ته ضرورت دے، که چرته پتمن صېب هم داسې ليکل جاري وساتي نو يقيناً چې د پښتو ادب دا تشه جولۍ به هم ډکه شي".

جان ګل پتمن غريب غم وهلي ته په ښه نظر وکتل، دۀ هم ورته احتراماً سر راټيټ کړو او ډاډ يې ورکړو چې ګني ستا په څېر افسانه بل څوک نۀ شي ليکلے.

"افسانه واقعاً چې د ستائيلو ده".
دا اواز د جان ګل پتمن د نزدې يار نصيب درياب ؤ، نصيب درياب د دې يوې ادبي ټولنې نائب صدر هم ؤ او د خوا و شا سيمو په ادبي غونډو کښې به يې ډېرې منډې ترړې هم وهلې، په هره غونډه کښې به موجود ؤ.

"په پښتو ادب کښې چې داسې افسانه نګاران راپېدا شي نو مونږ به د اردو ادب سره سيالي وکړے شو، که ستاسو خيال وي نو په څومره ښکلې او ساده انداز کښې يې مونږ ته انسان راپېژندلے دے چې خدائے پاک ورته اشرف المخلوقات وئيلي دي، داسې نۀ ښکاري چې ګني دا به د پتمن صېب وړومبۍ افسانه وي، په هم داسې افسانو مونږ خپل ادب ته وده ورکولے شو".

ناستو کسانو به کله جان ګل پتمن ته او کله خبرو کوونکو ته کتل، د چا مخونه سرۀ شوي وو او څوک په دې سوچ کښې وو چې په افسانه ځان پوهه کړي، ځينې پکښې خپلو مخو ته پرتو کاغذونو ته کتل او ځينې په هم هاغه زړه مشغله کښې لګيا وو د ځانه يې خولې وچولې او ببوزي يې وهل.

"ستاينه يې کوو"، "د درياب صېب د خبرو تائيد کوو"، "ډېره ښه افسانه ده" او داسې نور اوازونه راپورته شول، په دې تنقيدي غونډو کښې يوه خبره دا هم وي چې وړومبے تن کومه خبره شروع کړي نو ټول بيا د هغۀ تائيدونه شروع کړي، داسې ښکاري چې د دوي سره بيا نور خپل څۀ نۀ وي.

په دې ساعت کښې بجلۍ راغله  خو داسې راغله لکه چې نۀ وي  راغلے ځکه چې لا پکو په تاوېدو کښې زور نۀ ؤ اخستے چې بيا  ودرېدل، د لږ ساعت د خاموشۍ نه پس لېوني پښتون خبره شروع کړه.

"د صدر صېب په اجازت! زۀ تراوسه پورې په دې پوهه نۀ شوم چې پتمن صېب وئيل څۀ، دۀ مونږ ته کوم انسان راښودۀ، اوس خو زما په خپل ځان هم شک راځي چې زۀ کوم مخلوق يم، ځکه چې د دې ليک انسان خو ماته څه د سيارې مخلوق ښکاري، ليک مې ورته ځکه ووئيلے چې دا خو ماته افسانه نۀ ښکاري، نۀ مضمون  ؤ او نه ماته داسې بل کوم ادبي صنف ښکاري".

د جان ګل پتمن سترګې راسرې شوې او داسې ښکارېده چې اوس به په لېوني پښتون حمله وکړي ځکه چې د جان ګل پتمن داسې تنقيدونو سره ډېره زياته ورانه وه او ځکه خو به يې خپلې غزلې هم داسې خاص تنقيد ته نۀ وړاندې کولې خو دا څۀ ورځې مخکښې يې د لېوني پښتون افسانې ته ګپ وئيلي وو نو هغه هم ورته وئيلي وو چې نر شه او تۀ يې وليکه،جان ګل پتمن لېوني پښتون ته برند برند کتل او داسې ښکارېده چې د  ناستو کسانو په مخکښې به يې ګز ګُمبت کړي، ځکه چې يو ځل يې يو شاعر په غزل تنقيد کړے ؤ او په هماغه غونډه کښې يې بيا ګوښمال کړے ؤ، خو دا ځل ورله دلته په سترګو سترګو کښې غريب غم وهلي دلاسه ورکړه او جان ګل پتمن په ځان يو لوئے زغم تېر کړو.

"په اصل کښې په جديده افسانه ځان پوهول هم ډېر ګران کار دے، ځينې ملګري داسې وي چې هغوي د پښتو روايتي افسانې کتلي وي نو هغوي په جديده افسانه چرته پوهېدے شي، دا يوه جديده افسانه ده او په هم داسې افسانو به مونږ د نړېوالو ادبونو سره سيالي کوو".

غريب غم وهلي يو ځل بيا د خپل استاذ طرفداري وکړه او د هغۀ په افسانه يې دا ځل ښې مفصلې خبرې وکړې او د دنيا د نورو ښو افسانو په شان  يې دا يوه ښه ادب پاره وګڼله.

"زۀ نۀ پوهېږم چې دا انسان په کومه زمانه کښې ؤ، د افسانې د چوکاټ نه خو يې زۀ ځکه وباسم چې د کردار پته يې نۀ لګي، پلاټ پکښې نشته، قيصه نۀ لري، خو صرف په موضوع نۀ بلکې په موضوعاتو يې هم خبره کول ګران دي خو د انسان کومه نقشه چې دۀ وړاندې کړې ده، ماته نۀ ښکاري چې ګني دا به انسان وي".

د جان ګل پتمن د سترګو نه د اور لمبې روانې وې، خو غريب غم وهلي هم قسم خوړلے ؤ او هغه له يې دلاسه ورکوله چې تۀ يې ماته پرېږده.
"ماته خو داسې ښکاري چې پښتون صېب په افسانه ځان پوهول نۀ غواړي، کۀ زۀ اوس تاته د دې يو يو خوبي بيانوم نو وخت به ډېر واخلي خو بيا هم زۀ تاته يو ځل وايم چې لږ سوچ پرې نور وکړه، دا يوه ښۀ افسانه ده".

غريب غم وهلي خو خبره کوله او جان ګل پتمن او لېوني پښتون ته به يې وار په وار کتل، داسې ښکارېده چې د خپلې خبرې دپاره ورسره څه دليل نشته.

ريب صېب! زما سره خو په دې ليک داسې نښتے يې، خدائے ته به څه ځواب ورکوې؟".
د لېوني پښتون دا خبره کول ؤ چې نور نو د غريب غم وهلي سره څه ځواب نۀ ؤ، سر يې ټيټ کړو او غلے شه.

"پتمن صېب! بې شکه چې ښه شاعري کوي خو په نثر ليکلو کښې ناکامه دے او بيا چې افسانه شي، نو افسانه خو ډېره خواري غواړي، ماته هم دا افسانه نۀ ښکاري او نۀ دا موضوع د افسانې ده، زۀ هغه ټولو ملګرو ته خواست کوم، څوک چې افسانه ليکل غواړي چې وړومبے دې پښتو افسانه وګوري، د افسانې په هنر دې ځان پوهه کړي او بيا دې يې وليکي".

پروېز اپريدي هم افسانه ونۀ ګڼله، د جان ګل پتمن غصې ته يې ښۀ خيال وۀ خو پروېز اپريدي کښې دا کمال ؤ چې څۀ به يې په زړۀ وو نو هماغه به يې په خولۀ وو، جان ګل پتمن دۀ ته هم سترګې سرې کړې، پتمن په دې مطمئن ؤ چې لا صدر صېب خبرې نۀ دي کړي او د هغه دا پوره اميد ؤ چې کۀ نور څوک هر څۀ وايي خو داود پرېشان به د افسانې ستاينه کوي.

يو ځل بيا په ناستو کسانو خاموشي خوره شوه، تر لږ ساعته پورې چې چا څه ونۀ وئيل نو نظامت چلونکي سيد خان مجنون ووئيل:
"که نور څوک په افسانه څه وئيل نۀ غواړي نو صدر صېب دې پرې خبرې وکړي".
د ناستو کسانو سترګې د داود پرېشان په لور شوې، داود پرېشان دَ خپل تندي نه خوله په مسواکه ګوته ښکته وڅڅوله  او مخې ته پروت د کاغذ يوه ټوکړه يې سمه کړه او په ټولو يې يو ژور نظر تېر کړو، غاړه يې تازه کړه.

"پتمن صېب! سره زما ډېر ښۀ تعلق دے او په ډېرو مشاعرو او غونډو کښې مو يو ځائے برخه اخستې او د دۀ شاعري هم زما ډېره خوښه ده".
جان ګل پتمن چې د داود پرېشان دا خبرې واورېدې نو زړۀ يې ډاډه شه، په مخ يې د مُسکا نرۍ څپه راغله او غريب غم وهلي او پروېز اپريدي ته يې په قهر کښې اشاره وکړه لکه چې ورته وايي "وګورئ دا اوس افسانه نګار دے".

داود پرېشان بيا خپله خبره شروع کړه:
"زما په خيال ملګرو په افسانه ځکه دومره خبرې ونۀ کړې چې په دې افسانه، لکه زما په څېر چې زۀ هم يو ادني شان افسانه نګار يم، هيڅ څوک هم پوهه نۀ شول".

د جان ګل پتمن د مخ په رنګ کښې تغير راغلو، داود پرېشان زياته کړه:
"وړومبے خو دا چې د افسانې عنوان نۀ وي بلکې نوم يې وي، بله دا چې نۀ مونږ د دې افسانې په سر پوهه شو، نۀ په منځ او نۀ په اختتام، کۀ د غم وهلي صېب دا خيال وي چې دا جديده افسانه ده نو زۀ دا وايم چې د جديدې افسانې نه مونږ تېر ناست يو، زۀ دَ پښتون صېب د خبرو سره اتفاق کوم، زۀ نۀ پوهېږم چې دا څه رنګ انسان دے او د کومې دنيا انسان دے؟ زۀ به دومره ووايم چې مونږ سره د "ګجرې" په څېر افسانې شته، ماته خو داسې ښکاري چې پتمن صېب هډو د پښتو افسانه کتلې نۀ ده، که يې کتلے وې نو په خپله به يې داسې افسانه نۀ ليکلے، زما ورته بس دا عرض دے چې يا خو دې د پښتو ښې افسانې وګوري او يا دې بس صرف شاعري کوي،  نثر دې نۀ ليکي ځکه چې نن سبا دَ تخصيص کار زمانه ده،  دَ أل راؤنډر جوړېدو کوشش دې نۀ کوي ۔ کۀ زمونږ په پښتو ژبه کښې داسې يو څو تنه شته چې هغوي دَ ادب په هر صنف کښې نوم ګټلے دے نو هغه ډېر لوئي عالمان او فاضلان خلق وو، دا دَ هر چا دَ وس کار نۀ دے۔

جان ګل پتمن څه وئيل خو په خولۀ کښې يې لاړې داسې وچې شوې وې چې خبره يې د خولې نه نۀ راوتله، د مخ رنګ يې بدل شوے ؤ، د خولو يو باران وو چې د مخ نه يې  روان وو، داسې يخ شوے ؤ لکه چې وينه پکښې نۀ وي خو په غېر ارادي طور يې د جېب پلو لاس لاړو، نصيب درياب يې کلک لاس ونيولو او څه يې ورته ووئيل خو چا وانۀ ورېدل.

د جون ۱۹مه، کال ۲۰۱۳ء
بډه بېره، پېښور

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.