Saturday, January 11, 2014

ترکي مُلا ميوزک بېنډ جوړ کړو

دلته درته د يو جمات د مُلا کيسه کوم، د ترکي اوسېدونکى ٤٢ کلن احمت مهسن نومي دا مُلا په خپل وړوکي شان کلي "پينار باسي" په جومات کې په باقاعدګۍ سره اذان کوي، جمع (لمونځ) ورکوي او له هغې وروسته خپل کور ته راځي، په کور کې خپله د خوښې موسيقي هيوي راک بېنډ غږوي او خپل سر د کوم سندرغاړي په څېر اړوي رااړوي، د هغه خپل شخصي راک بېنډ هم شته کوم چې څه موده مخکې يو کنسرټ هم کړى، د احمت هم دا دوه بېلا بېل شوقونه د ترکي مذهبي خلکو خوښ نه کړل، نو ځکه هلته د جوماتونو کنټرولونکي دولتي ادارې "ديانيت" د هغه خلاف د پلټنو پېل وکړ، چې ايا هغه د راک موسيقۍ سره سره د جومات امامت هم کولى شي او که نه.


موسيقي په اسلام کې حرامه ګڼل کېږي، نو په همدې وجه د مسلمانانو مذهبي طبقه د موسيقۍ خلاف ده او وخت په وخت د موسيقۍ خلاف فتوې هم خوروي، په داسې وخت کې هم د دې مذهبي طبقې يو کس (امام) خپل بېنډ او هغه هم "راک اېنډ رول" د موسيقۍ شېطاني صنف جوړ کړي، نو ظاهره خبره ده چې په دې څوک سترګې نه شي پټولى، د هم دې لپاره د ترکي حکومت د دې لبرل او ږير خريلي مُلا صېب په هکله پلټنې پېل کړې.
نړېوالې خبر خورونکې ادارې اې اېف پي سره په يوې مرکه کې احمت وويل: "ما نه دولت پلټنې کړې دي چې ايا زه موسيقي جوړولى شم او که نه، خو که د دوي پرېکړه هر څه وي زه موسيقي جوړول نه شم پرېښودى".
د احمت د راک بېنډ نوم "في راک" دى، نوموړي څه موده مخکې د سمندر په غاړه، د سېل په يو مشهور ځاى کې د زرو خلکو مخکې د خپل ميوزيکل بېنډ سره پرفارم هم کړى دى، خلکو خو ورته ډېرې چکچکې وهلې وې خو د ترکي دولت د احمت د ټېلنټ نه متاثره نه شو، نو په همدې خاطر په ترکي کې اتيا زره جوماتونه کنټرولونکې دولتي ادارې "ديانيت" د خپلو پلټنو پېل وکړ چې ايا د احمت موسيقي غږول غېر اسلامي دي؟ له دې پرته احمت په دولتي توګه باندې د جومات امام اخستل شوى دى نو په دې خاطر د هغه د بېنډ کمرشل حېثيت هم د نظر لاندې دى چې ايا د دولتي نوکرۍ سره سره هغه يو بل منافع بخش کار کولى شي؟
که د "في راک" سندرو ته وګورو نو د هغوي د وړومبۍ سندرې عنوان "د خداى په لور راشئ" دى، دا سندره په يوټيوب کاميابه شوې ده او دېرش زره خلکو خوښه کړې ده، د دې سندرې د ريليز کېدو سره سم په رسنيو او سماجي رسنيو کې د دې بحث پېل وشو چې ايا يو کس چې هغه دومره اهمه مذهبي ذمه واري ترسره کوي يو راک ميوزک بېنډ جوړولى شي؟
ږيره پاکه خريلې، سټائلش احمت مهسن چې تل سمارټ فون کاروي او په ټوېټر او فېسبوک انلاين وي، خپله موسيقي د "خداى روح" سره ملاوېدل تصور کوي، د هغه په وېنا هغه د راک بېنډ په ذريعه خلک د خداى لور ته راولي. د احمت پلار او نيکه هم د جومات امامان وو او د ماشوموالي نه يې د هغه په مزغو کې هم دا خبره اچولې وه چې هغه به د جومات امام جوړېږي، هغه چې کله د ١٩ کالو و نو د جومات د امام په حېث په دولتي توګه يې امامتي پېل کړه.
د جومات د امام نه يو راک اېنډ رول امام څه رنګ جوړ شو؟
احمت مهسن وايي چې په ټوله نړۍ کې د اسلام نوم خرابېږي او مونږ ته دا يادول پکار دي چې د اسلام درس برداشت دى، زمونږ مذهب هر يو انسان هم داسې قبلوي چې څه رنګ هغه وي، نو په دې خاطر زه د موسيقۍ په ذريعه خپل پېغام نورو خلکو ته رسوم.
چې د هغه نه وپوښتل شو چې که دولت هغه د موسيقۍ غږولو نه منع کړي نو بيا؟
د دې پوښتنې په ځواب کې احمت وويل چې زه به بيا قانوني جګړه کوم او د خپل وکيل په ذريعه به عدالت ته ځم او دا به ثابتوم چې زه څه کوم هغه صحيح دي.
د دولت نه پرته ځنې خلک هم د احمت مخالفت کوي، په خاصه توګه په سماجي وېب پاڼو باندې، د ترکي د يو ښار ماروين خلکو خو احمت ته دعوت ورکړ چې را دې شي او زمونږ په ښار کې دې کنسرټ وکړي خو واپس به ژوندى نه ځي.
د ترکي تجزيه کارانو دا خيال دى چې د احمت مهسن موسيقۍ دې تنازعې ته ځکه هوا ورکړه چې هغه مذهبي طبقې ته چېنج ورکوي او د ترکي حکومت په دې وخت کې مذهبي خلک باقاعده مرکز ته د راوستو کوشش کوي، نو په هم دې خاطر يې د مذهبي امورو وزارت هم جوړ کړى دى، چې په مذهب باندې سياسي اجاره داري جوړه کړي او خلکو ته ووايي چې څه حرام دي او څه حلال. د تجزيه کارانو چې هر څه خيال دى خو رښتيا دا دي چې په دې وخت کې د ترکي اولس د مذهبي او سيکولر طاقتونو په مينځ کې بيل شوي دي، د ځنو خيال دى چې د مذهب په عام ژوند کې اهميت شته او ځنې د دې نظريې خلاف دي.
احمت مهسن وايي چې د مُلا سره سره راک موسيقار کېدل د هغه د ژوند وړومبۍ پېښه نه ده، د دې نه مخکې هغه د رومانيه د يوې عيسايي جينۍ سره واده وکړو نو هم دا وړومبى ترکي مُلا و چې هغه د کوم بل مذهب جينۍ خپله ښځه کړله. احمت وايي چې د دې واده لپاره مې خپله کورنۍ ډېره په ګرانه رضا کړې وه او دا هم چې کله مې هم په خپلې مېرمن دا سختي نه وه کړې چې هغه دې حجاب په سر کړي.
د احمت د بېنډ نور ملګري هغه يو رښتونى ليډر ګڼي او وايي چې نورو مُلايانو ته پکار دي چې د احمت نه زده کړه وکړي.
د احمت مهسن خيال دى چې انسان د خداى پاک د ټولو نه ښايسته مخلوق دى او ټولو خلکو ته د يو بل سره مينه او د يو بل عزت کول پکار دي او د خلکو نزدې کولو يوه لار موسيقي هم ده.
د ترکي دولت لا د دې مُلا په هکله خپله فېصله نه ده اورولې چې ايا دى موسيقي غږولى شي او که نه، ځکه چې لا پلټنې روانې دي.

فېصل سعيد (اووۀ ورځنۍ هم شهري) ژباړه: رحمت ديوان

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.