Sunday, February 2, 2014

د وړومبۍ ډرامې شوټنګ - رحمت ديوان

له ډېر وخت نه ما خپله ډرامه په خپله ليکلې او د يو ډائريکټر سره مې خبره هم کړې وه د جوړولو، چونکې هغه منلې وه او په شريکه مو پرې خرچه کوله، خو هغه ډرامې دومره وخت واخست چې زما يې زړه تور کړ، په اووه مياشتو کښې مونږ صرف دوه ورځې ريکارډنګ وکړو، ځکه چې ډائريکټر نه غوښتله چې هغه ډرامه جوړه شي.

پېښور: رحمت ديوان، پروين او مسکان


له ډېر وخت نه مې په دې فيلډ کښې سټرګل کولو خو هيڅ خوند يې ونه کړ، زما خپله ډرامه هم دغسې شوه، نو بس د دې فيلډ له خلقو مې زړه تور شو.
يوه ورځ ماخوستن راته امير شاه تلاش ټيليفون وکړو، اوکى مې کړو او چې خبرې مې ورسره وکړې نو هغه راته وويل چې د عدالت سريال په يو رول کښې مې اخستى يې، سبا مو په پبو کښې ريکارډنګ دى، راشه.
ډېر خوشحاله شوم، ځکه چې د ډېر وخت نه په سټرګل کښې وم، امير شاه تلاش راته يو څۀ ورځې مخکښې ويلي وو چې په خپل راروان سريال کښې درته رول درکوم، بس نو سبا مې له دفتره رخصت واخست او ريکارډنګ ته لاړم.
د ريکارډنګ وړومبۍ ورځ (زما وړومبۍ ورځ) ډېره په زړه پورې وه، ريکارډنګ ډېر خوند وکړ او زه هم ډاډه شوم چې اېکټنګ کولى شم، دلته په ريکارډنګ کښې پروين، مسکان، مير زمان ساګر او ما برخه واخسته، مير زمان ساګر يو کېمره مېن دى خو نن مې وکتله چې هغه ډېره ښه اداکاري هم کولى شي، په پېښور کښې د يوې ورځې ريکارډنګ نه پس نور ريکارډنګ په جلال اباد کښې وو.
جلال اباد کې د ريکارډنګ پر مهال امير شاه تلاش او رحمت ديوان
د پنجشنبې په ورځ راته امير شاه تلاش وويل چې کۀ د جمعې په ورځ راتلى شې او کۀ د شنبې په ورځ خو راشه چې په جلال اباد کښې مو ريکارډنګ وکړو، ما ورته مخکښې ويلي وو چې کله هم زما ريکارډنګ په جلال اباد کښې کوئ نو زه به د شنبې په ورځ درځم او بيا به درنه د دوشنبې په ورځ واپس راځم، همداسې وشوه، زه د شنبې په ورځ سحر وختي لاړم او هغوي مې د شپې ريکارډنګ خلاص کړ.
په جلال اباد کښې نرى نرى باران هم ورېده، ريکارډنګ هم ډېر په مزه او خوند وشو، ډېر خوند مو له ريکارډنګ نه واخست، دلته په ريکارډنګ کښې زما سره مير زمان ساګر، امير شاه تلاش، فرح خان، حنا او احمد ضياء عابر برخه واخسته، دلته مې د معشوق شاداب سره هم وليدل، هغه راته دخپل انټرنېشنل فلم (مبارزه) په هکله ډېر معلومات راکړل، ډېر خوشحاله شوم چې په افغانستان کښې هم داسې د لوى بجټ او انټرنېشنل فلم جوړېږي، د دې سره به يقيناً چې د افغانستان فلمونه وده وکړي او نړېوال مارکيټ ته به لاس رسى ولري.

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.