Tuesday, May 20, 2014

په اداري فساد جوړ شوى افغاني فلم


رحمت ديوان

د Integrity Watch Afghanistan په مرسته جوړ شوى وړومبى افغاني (پښتو) فلم چې په اداري فساد جوړ شوى دى هم دې نزديو کې ريليز شوى دى.
په دې فلم کې د کلي د يو باسواده ځوان جمال (معشوق شاداب) کيسه وړاندې شوې ده چې هغه د هر هغه کار چې د اولس لپاره کېږي، د هغې څارنه کوي چې په دې کې څه درغلي ونه شي، په دې توګه هغه خپل کوششونه کوي او په دې وجه يې زيات کسان خلاف شوي هم وي، خو هغه خپله لار نۀ پرېږدي.

د جمال نيکه چې بې ګناه نيول شوى وي او پوليس ترې رشوت غواړي خو هغه چې د دې څيزونو خلاف وي نو د خپل نيکه د راخلاصولو لپاره هم د دې لارې مخه ونه کړي.
بل خوا سلېمان (سميم ساحل مجروح) د خپلو څو ملګرو سره غرونو ته خېژي او د هغه خلکو خلاف مبارزه پېل کوي، کوم چې په اداري فساد او زور زياتي کې لاس لري.
د دې فلم په ستورو کې معشوق شاداب، کرن، سميم ساحل مجروح، ذيشان خان تلاش، فضل رحمان شمس، احمد ضياء عابر، عبدل صبور سمدي، ګلستان غالب او ګل پادشاه حېدري شامل دي.
داستان د سيد حسېن فريد، سينماټوګرافي د غلام شېر خان، رڼا د شېر زمان، ساونډ د غرني خان، مېک اپ يې روزينه، کاسټيوم ډيزائنر يې ارزو سباوون، موسيقي يې کمين حېرت، سندرغاړى پکې همايون حېرت او د دې فلم ليکونکى او ډائريکټر خېبر سباوون دى، دا فلم په ننګرهار کې جوړ شوى دى او د اولس زور يې پکې ښودلى دى چې اولس څه څه کولى شي، که اولس وغواړي نو هغه د درغليو، بډو رشوت مخه نيولى شي او که هر يو ځوان او پېغله باسواده او د اداري فساد مخې ته ودرېږي نو هېواد کې به هر څه سم شي.
په دې نزديو کې وروستى داسې فلم دى چې يو ډېر لوى مقصد لري، بې ځايه سين او بې ځايه ډائيلاګ نه لري، هره صحنه يې د بلې صحنې سره تړلې ده، که په تيکنيکي نظر دې فلم ته وکتلى شي نو په نزدېو وختونو کې به په هره حواله داسې فلم نه وي جوړ شوى، که د ثبت په لحاظ وي، که د لوکېشن په لحاظ وي، که د موسيقۍ په لحاظ وي، که د ډائيلاګز په لحاظ وي او داسې نور.
خو تر ټولو لويه خوبي چې کومه د دې فلم ده، هغه د دې فلم دا ډېر لوى پېغام او په اولس کې شعور پېدا کول دي، اولس د خپلو ستونزو نه خبرول دي او اولس ته د خپلو ستونزو د حل لاره ښودل دي.
د ښاغلي خېبر سباوون په وېنا چې دا فلم د کاروبار لپاره نه دى جوړ شوى او په کليو او ښاريو کې به دا فلم د موبائل سينما په توګه هېوادوالو ته ښودل کېږي.
که نور فلم جوړونکي او کارکونکي هم د داسې لويو مقصدونو لپاره فلمونه جوړ کړي نو يو خوا به په ټولنه کې يو بدلون مخې ته راشي او بل خوا به فلم انډسټري هم وده وکړي او خلک به دې اړخ ته ډېره پاملرنه وکړي چې دا به يو ګټور ګام وي.

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.