Thursday, September 25, 2014

پښتون اوعسکريت پسندي، اسباب و حل نومې کتاب چاپ کېدونکى دى

د نوموړي نثر نګار روشن شاه قلميار (باچا جي) تحقيقي کتاب ((پښتون او عسکريت پسندي، اسباب و حل)) د چاپ په مرحلو کې دى.

ښاغلي روشن شاه قلميار په دې کتاب کې په پښتنو کې د عسکريت پسندۍ اسباب په ګوته کړي دي، د پښتنو په ژوند ژواک، شعر و ادب کې يې هغه توکي په نښه کړي دي چې عسکريت پسندي ترې برېښي او بيا يې په اخري باب کې د دې حل ورښودلى دى.

دا کتاب يو سل او شپږ اويا (۱۶۷) مخونه لري، ښکلى ټائټل لري، د ټائټل په شا مخ د ليکوال عکس او ورسره د هغه لنډه شان پېژندګلو هم چاپ ده.

د دې کتاب پروف طلبګار خوګياڼي کړى دى او کمپوز او ډيزان يې رحمت ديوان کړى دى، خپرونکي يې ادبي ملګري پېښور او د ۵۰۰ په شمېر کې چاپ کېږي چې بيه يې دوه سوه روپۍ ده.

د کتاب تړون ((د هغه پښتنو په نوم چې بې ګناه په بم چاودنو کې شهيدان کړي شوي دي)) په نوم شوى دى او د طلبګار خوګياڼي يوه مفصله سريزه پکې د ليکوال د خپلو خبرو نه علاوه هم ده.

دا کتاب به په يو څو ورځو کې مارکيټ ته راشي او بيا به يې تاسو د هر ښه کتابتون څخه ترلاسه کولاى شئ.

Information of the Book
Book Name:
Pakhtoon ao Askareyat Pasandi, Asbab o Hal
Author:
Roshan Shah Qalamyar
Language:
Pashto
Published:
2014
Market Price:
Rs. 200
Proof Reader:
Talabgar Khogyani
Composing by:
Rahmat Dewan (rehmatdewan@gmail.com)
Title & Design:
Rahmat Dewan
Publishers:
Adabi Malgari Pekhawar, Arbab Landi
Pages:
167

د کتاب فهرست

د قلميار صېب منطقي زيار             طلبګار خوګياڼے                 ۸
زما قلم زما خبرې                               روشن شاه قلميار               ۱۹

وړومبے باب:       
د پښتنو پۀ فطرت او رسم و رواج کښې
شدت پسندي او عسکريت پسندي     ۲۲
په پښتو ادب کښې د شدت پسندۍ،
عسکريت پسندۍ عناصر                                 ۳۸
ا) متلونه                                                               ۳۸
ب) پښتو ټپه                                                       ۴۲
ج) پښتو شاعري                                                 ۴۵
د) پښتو نثر                                                         ۵۷
د پښتنو لوبې                                                      ۶۶

دوېم باب:            
د پښتنو د شدت پسندۍ
او عسکريت پسندۍ اسباب                ۷۱
ا) د پښتنو د وطن جغرافيه، محل...              ۷۲
ب) جهالت/ د تعليم کمے                                   ۱۱۶
ج) د پښتنو خراب اقتصادي حالت                 ۱۲۷

درېم باب:             
د شدت پسندۍ او
عسکريت پسندۍ حل                             ۱۳۸
د ماشوم نوم ايښودل                                          ۱۳۹
امن                                                                         ۱۴۱
علم                                                                         ۱۴۶
پښتو فلمونه                                                        ۱۴۸
د ماشومانو د لوبو څيزونه                                ۱۵۰
لوبې                                                                       ۱۵۲
خودکشۍ نه ځان ساتل پکار دي                      ۱۵۳
د نکاح په حقله د هلک او جينۍ...                   ۱۵۵
د پښتون معاشي حالت دې ښۀ کړے...            ۱۵۸
د حادثو، بم چاودنو، اپرېشن او نورو...          ۱۵۹
د اسراف نه ځان ساتل                                         ۱۶۱
دانشور طبقې ته پېغام                                        ۱۶۲


کتابيات                                                                                                ۱۶۳

Monday, September 22, 2014

د ((لمبه)) مجلې د مارچ او جون ګڼه چاپ شوه

د کوئټې نه چاپ کېدونکې د پښتو ادبي غورځنګ خپلواکه، ناپېيلې کلتوري دوه مياشتنۍ مجله ((لمبه)) دوولسم کال د مارچ - جون دوېمه ګڼه، پرله پسې ۵۴ ګڼه کال ۲۰۱۴ء چاپ او خپره شوه، د دې مجلې چلوونکى صادق ژړک او مرستيال يې محمد نعيم ازاد دى.

د مجلې کتنپلاوي کې عبدالله جان نورزى، اغا زاهد، جعفر خان ودان، محمد يوسف ساحل او دلاور خان کاسى شامل دي، د دې مجلې ډيزائن رحمت ديوان کړى دى او بيه يې سل کلدارې ده، چې په عامر پرنټنګ پرېس پېښور کې چاپ شوې ده.

د لمبې مجلې په دې ګڼه کې تاسو د اېمل پسرلي، پير محمد کاروان، عصمت قانع، نعمت الله صديقي، احسان الله درمل، ډاکټر نصيب الله سيماب، محمد نعيم ازاد، دلاور خان کاسي، اسدالله غضنفر، فدا محمد لېوال، خان زمان کاکړ، فېصل فاران، داود وفا، معظم جان معظم، اجمل ښکلي او ظفر بخشالي ليکنې لوستلاى شئ.

دا مجله يو سل او اتلس (۱۱۸) مخونه لري او په کتابي سايز کې چاپ شوې ده، د صادق ژړک سره په دې برېښناليک sadiqzharak@gmail.com او ملفون ۰۳۰۰۹۳۸۸۱۵۰ اړيکه نيولاى شئ.

Information of the Magazine
Magazine Name:
Lamba (Bi-Monthly)
Author:
Sadiq Zharak
Published:
Vol: 12 Issue 2 (March – June) Continued 54, 2014
Price:
Rs. 100
Composing by:
Rahmat Dewan
Title & Design:
Rahmat Dewan
Publishers:
Pakhto Adabi Ghorzang, Shaalkot
Pages:
118
Printers:
Aamir Printing Press, Peshawar

 د لمبې لړ ليک
دوې سترې هستۍ مروري شوې
زما پلار
ماته به دومره مينه څوک راکوي؟
پسرلى صاحب له افراطيت...
 د استاد پسرلي (Nostalgia)... 
زما استاد پسرلى
ځلاند يو مصلح ليکوال
د ارواښاد ابوالخېر ځلاند ياد
مرګ حق دى
تاريخ او ادبيات
د پښتو قديمه لهجه
د خلکو هېر داستانونه او له...
د تره کي د لنډو کيسو تخليقي...
 د "مختصر تاريخ زبان و ادب...
د غني خان د زېږون د سل کلن...
د خوشال د کورنۍ داستاني...
ګزارش
ګزارش
د شعرونو برخه
سر ليکنه
ايمل پسرلى
پير محمد کاروان
عصمت قانع
نعمت الله صديقي
احسان الله درمل
ډاکټر نصيب الله سيماب
نعيم ازاد
دلاور خان کاسى
اسدالله غضنفر
فدا محمد لېوال
خان زمان کاکړ
فېصل فاران
داود وفا
معظم جان معظم
اجمل ښکلى
اداره
ظفر بخشالى

۳
۵
۹
۱۷
۲۱
۲۵
۳۶
۴۱
۵۲
۵۵
۵۹
۶۶
۷۴
۷۹
۸۷
۹۵
۱۰۲
۱۰۵
۱۱۱

Tuesday, September 16, 2014

بغېر د مينې ژوندون لويه ګناه کتاب چاپ شو

د ټل اوسېدونکي شاعر داود جان شاهد لومړۍ شعري ټولګه ((بغېر د مينې ژوندون لويه ګناه)) چاپ او خپور شو.

دا کتاب يو سل او دولس مخونه لري او په ښکلي کاغذ د ښکلې سرپاڼې سره چاپ شوى دى.

ترتيب کوونکى يې نورالله مشال دى، خورونکي يې پښتو ادبي چمن ټل او په عامر پرنټنګ پرېس پېښور کې چاپ شوى دى.

د کتاب کمپوزنګ او سرپاڼه رحمت ديوان جوړه کړې ده، ۲۰۰ روپۍ بيه لري او د ۵۰۰ په شمېر کې چاپ شوى دى، د چاپ کال جولايي ۲۰۱۴ء دى.

د کتاب تړون د پښتو ادبي چمن ټل په نوم شوى دى او د خداى بخښلي محمد دين مقيد سپېځلې ارواح ته ډالۍ شوى دى.
پروفېسر وزير شادان، عيد مت خان صابر اورکزي او  شمس فګار په کتاب ليکل کړي دي او د کتاب ليکوال په خپله هم په کتاب خپلې خبرې ليکلي دي.

دا کتاب د يونيورسټي بک اېجنسۍ پېښور، اخوندزاده ديني کتاب خانه ټل او د کتاب د هر يو لوى دکان نه ترلاسه کولاى شئ.

د شاعر ادرس: کلى نيو سروخېل، سپين جماعت، ضلع هنګو، تحصيل ټل. موبائل شمېره: 9524808-0332

Information of the Book
Book Name:
Baghair Da Meeni Jwandoon Loya Gunah
Author:
Dawod Jan Shahid
Category:
Poetry
Published:
July 2014
Price:
Rs. 200
Composing by:
Rahmat Dewan
Title & Design:
Rahmat Dewan
Publishers:
Pakhto Adabi Chaman, Tall
Pages:
112
Printers:
Aamir Printing Press, Peshawar

Monday, September 15, 2014

د رحمت شاه سايل نوى کتاب ((نرګس بيمار بيمار)) چاپ شو

د پښتو ژبې نوموړي او انقلابي شاعر رحمت شاه سايل نوى او د شاعرۍ دولسم کتاب چاپ او خپور شو.

دا کتاب په ښکلي کاغذ او زړۀ راښکونکي ډيزائن کې په يو سل او اته اويا مخونو خور دى.

دا کتاب په دانش خپرندويه ټولنه کې چاپ شوى او پښتو ادبي جرګې ملاکنډ خپور کړى دى، د دوه زرو په تعداد کې چاپ شوى او د اګست (۲۰۱۴ء) په مياشتې کې چاپ شوى دى.

د کتاب کمپوزنګ او ډيزائنګ رحمت ديوان کړى دى او بيه يې يو سل او اويا روپۍ ده.

په کتاب باندې رحمت شاه سايل په خپله سريزه ليکلې ده او د کتاب په اخري مخ باندې د رحمت شاه سايل د کتابونو يو لسټ چاپ شوى دى. د دې کتاب تړون په يو مخ نظم کې شوى دى او دا کتاب تاسو يونيورسټي بک اېجنسۍ پېښور، پښتو ادبي جرګه ملاکنډ، سليم جالوان، حميد الله حميد، نويد جمال، افتخار مارکيټ درګۍ بازار ملاکنډ اېجنسۍ نه او د هر پښتو کتابونو ددکان نه ترلاسه کولاى شئ.

Information of the Book
Book Name:
Nargis Bemar Bemar
Author:
Rahmat Shah Sail
Category:
Poetry
Language:
Pashto
Published:
August 2014
Market Price:
Rs. 170
Composing by:
Rahmat Dewan
Title & Design:
Rahmat Dewan
Publishers:
Pakhto Adabi Jarga Malakand
Pages:
178

د رحمت شاه سايل د شاعرۍ کتاب ((د لمبو په سېوري)) په بيا ځل چاپ شو

د نوموړي او انقلابي شاعر رحمت شاه سايل د شاعرۍ دوېم کتاب چې بې شمېره ځل چاپ شوى او خپور شوى دى، يو ځل بيا په ښه کاغذ او ښکلي ډيزان سره چاپ او خپور شي.

د دې کتاب دا نوى ايډيشن د ستمبر ۲۰۱۴ء په مياشتې کې چاپ او خپور شوى دى، دا کتاب دانش خپرندويه ټولنې چاپ کړى دى او پښتو ادبي جرګې ملاکنډ خپور کړى دى.

د کتاب شمېر د زرو په تعداد کې دى او کتابت يې محمود فاني کړى دى، سرپاڼه يې رحمت ديوان جوړه کړې ده او دا کتاب تاسو د يونيورسټي بک اېجنسۍ خېبر بازار پېښور، پښتو ادبي جرګه ملاکنډ، سليم جالوان، حميد الله حميد، نويد جمال، افتخار مارکيټ، درګۍ بازار ملاکنډ اېجنسۍ او د پښتو کتابونو هر دکان نه ترلاسه کولاى شئ.

Information of the Book
Book Name:
Da Lambo Pa Seowre
Author:
Rahmat Shah Sayel
Category:
Poetry
Language:
Pashto
Published:
September 2014
Price:
Rs. 170
Composing by:
Mahmood Fani
Title & Design:
Rahmat Dewan
Publishers:
Pakhto Adabi Jarga Malakand
Printers:
Danish Khparandoya Tolana

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.