Tuesday, November 14, 2017

"له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې"

په افغانستان کې که څه هم د کتاب د لوست کچه ټيټه ده، خو هره ورځ په پښتو ژبه کې نوي نوي کتابونه چاپ کېږي، چې له شاعرۍ او ادبياتو پرته په نورو مهمو سکالوګانو ليکل کېږي. په دې لړ کې يو نوى کتاب ((له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې)) په نوم چاپ شوى دى، چې په پښتو کې لومړنى داسې کتاب دى، چې له انټرنېټه د پېسو ګټلو په اړه دى.
د کتاب ليکوال رحمت ديوان دى، چې له دې مخکې يې هم څلور کتابونه خپاره شوي دي. نوموړي د ((تړون))، ((د عدم تشدد علمبردار څوک و؟))، ((خدمت؟)) او ((بريالى ماموريت)) په نوم کتابونه ليکلي دي، چې لوستونکو خوښ کړي دي.

خو دا ځل رحمت ديوان داسې يو کتاب ليکلى، چې تراوسه پورې پرې ډېر خلک باور هم نه کوي، خو په کتاب کې په بشپړ ډول په دې اړه مالومات ورکړل شوي دي او شپږ سوه لارې په ګوته شوي دي، چې خلک ترې پېسې ګټلاى شي.

په دې کتاب کې نه يواځې دا چې له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې په ګوته شوي دي، بلکې ليکوال په لومړي سر کې خپلې تجربې هم په کتاب کې ورزياتې کړي دي، نوموړى وايي چې له ٢٠١٠ز کال راهيسې په انټرنېټ انلاين کار کوي او تر دې دمه پکې لګيا دى.

ليکوال د شپږو سوو لارو ترڅنګ د ځينو اکاونټونو د جوړولو اړوند هم خپلې تجربې شريکې کړي دي او د يادو اکاونټونو د جوړولو په اړه يې هم بشپړ مالومات ورکړي دي.

د کتاب تر څنګ د #ډيجيټل_افغانستان او #DigitalAfghanistan هشټيګونه هم کارول شوي دي، په دې اړه ليکوال وايي، چې غواړي افغانستان په ډيجيټل نړۍ کې وځلېږي. هغه زياتوي، په نوره نړۍ کې خلکو په ډيجيټل يا انټرنېټي برخه کې ډېر پرمختګونه کړي دي، خو افغانستان اوس هم په دې برخه کې ډېر وروسته دى.
د کتاب ترلاسه کولو ادرسونه:
ننګرهار: ١-: مومند کتابپلورنځى ٢-: ختيځ کتابپلورنځى ٣-: مازيګر کتابپلورنځى ٤-: کلاسيک کتابپلورنځى
کابل: ٥-: اکسوس کتابپلورنځى ٦-: سروش کتابپلورنځى
کندهار: ٧-: کروړ کتاب او قرطاسيه پلورنځى
خوست: ٨-: ژوندون کتابپلورنځى
پکتيا: ٩-: روحاني کتابپلورنځى

Wednesday, September 21, 2016

هويت

"قسم په خداى که به ماجر يم، پاکستانى کارت لرم".
د پېښور پوليس يو ځوان له تالاشي اخيسته.
"بي بي جي! قسم دى چې دا پاکستانى نه دى، دا خو چاينه والا دى".
لږ دېخوا يو دوکاندار د تور پړوني ښځې ته،
د جوسو جوړولو مشين په اړه معلومات ورکول.
د هالېنډ په تراپل کې د پناه غوښتونکو دفتر کې، 
ګڼ شمېر کسان د خپلې مرکې وار راتلو ته ولاړ و.
دوه پښتانه له دننه په چاقو چاقو قدمونو راروان وو،
مخکې روان تن وروستي ته لګيا و:
"په رب قسم چې که پاکستانى يم،
د نينګرهار سوچه اوغانى يم"


ليکوال: رحمت ديوان
٢١، ٩، ٢٠١٦م
پېښور

Saturday, September 17, 2016

جنګ

د فېسبوک په پاڼه روان وم، د خلکو پوسټونه مې کتل. د يوې ماشومې ويډيو په ليدو ودرېدم. د پلى بټنې ته مې ټک ورکړ. يو سړى ماشومې ته وايي: "پلار دې څه شو؟". "مړ شوى". ماشومه ځواب ورکړي. "چرته مړ شوى". "مړ شوى". سړى ترې بيا پوښتنه کوي: "پلار دې چرته مړ شوى؟". "جنګ کې". ما محسوس کړه، چې زه ژاړم. په سترګو مې لاس راښکه، اوښکې، اوښکې خو نه وې. نه پوهېدم ولې، د لېپ ټاپ په سکرين مې وليدل، "پلار مې مړ شوى". "چرته؟". "په جنګ کې". زما د لور سترګو نه، دوه غټې اوښکې روانې وې.


رحمت ديوان ١٧، ٩، ٢٠١٦ء پېښور

Friday, September 16, 2016

څرمن

"مولانا صېب! زه د مالي ستونزو ښکار يم،
زما لپاره خو لږه دعا وغواړئ".
ما د خپلې کوڅې د جومات امام صېب ته خواست وکړو.
"زه بخښنه غواړم،
ستاسو لپاره دعا نه شم غوښتى،
تاسو زمونږ مسلک سره تړون نه لرئ".
مولانا صېب صفا ځواب راکړو.
زه په خپله خبره ډېر پښېمانه شوم.
د اختر په ورځ مولانا صېب د خپلو رضاکارانو سره زما کور ته راغلو.
وې ويل: "د قربانۍ څرمن مونږ له راکړه".
ما ورته عرض وکړو: 
"خو زما تړون خو ستاسو مسلک سره نه دى".
هغوي وويل:
"بالکل، خو ستا د بيزې تړون زمونږ مسلک سره و".


ليکوال: مبشر علي زېدي
ژباړن: رحمت ديوان

Wednesday, September 14, 2016

بدلون

پرون زما لور خپلې نيا نه ډوډۍ پخول زده کړل.
زما لور ماشومه نه ده، کالج کې زده کړې کوي.
بس، په لومړي ځل ورله اشپزخانې ته د ننوتلو خيال ورغلو.
زوي مې تېر ماښام په لومړي ځل کوڅه کې کرکټ وکړو.
د ډېرې هڅې نه پس هم هغه بال ونه کړى شو.
هغه په دې خبره هم حېران شه، چې د کوڅې دوه هلکان يې همصنفيان دي.
ښځې مې نوکره منعې کړه، ډېره موده پس يې جامې په خپله ووينځلې.
او پرون ما هم ډېره موده پس يو کتاب ولوست.
په اصل کې پرون زمونږ وائي پائي خرابه شوې وه.

ليکوال: مبشر علي زېدي
ژباړه: رحمت ديوان


 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.