د رحمت ديوان چاپ کتابونه

درنو او خوږو ملګرو!
زما د کتابونو پاڼې ته ښه راغلئ!
لاندې زما هغه کتابونه دي، کوم چې وخت نا وخت چاپ شوي دي، چې ځينې يې په کتاب پلورنځو کې ترلاسه کولاى شئ او ځينې بيا په بازار کې خلاص شوي دي.

له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې:

له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې کتاب په ٢٠١٧ز کال کې چاپ او خپور شوى دى. دا کتاب د هغه خلکو لپاره ډېر ګټور دى، څوک چې غواړي انلاين پېسې وګټي او يا هم انلاين کار وکړي، د هغوى لپاره يو لارښود دى، چې په انلاين په انټرنېټ د پېسو ګټلو لارې پېدا کولاى شي.
په دې کتاب کې څه دي، د دې لپاره د کتاب لړليک لاندې ليکو، تر څو د کتاب له موضوعاتو خبر شئ.
لړليک:
د انټرنېټ نه پېسې ګټل رښتيا دي؟
خپلې خبرې
د ځينو اکاونټونو جوړولو طريقې
له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې
د اعلانونو Ad Networks له لارې پېسې ګټل
د Freelance له لارې پېسې ګټل
د انلاين ښوونې Teaching له لارې پېسې ګټل
د Affiliate Marketing له لارې پېسې ګټل
د بلاګنګ Blogging له لارې پېسې ګټل
د انلاين کتابونو خرڅولو له لارې پېسې ګټل
د Revenue Sharing له لارې پېسې ګټل
د ويډيوګانو خرڅولو له لارې پېسې ګټل
د عکسونو خرڅولو له لارې پېسې ګټل
د Websites او Domains خرڅولو له لارې پېسې ګټل
د اېپليکېشنو Apps له لارې پېسې ګټل
خپل انځورونه Paintings انلاين خرڅ کړئ
د انټرنېټ له لارې د اتاقونو په کرايه ورکول
د Short Links شئير کولو له لارې پېسې ګټل
په انټرنېټ لوبې وکړئ او پېسې وګټئ
د انلاين اندپوښتنې له لارې پېسې ګټل
د ژباړې له لارې پېسې ګټل
د ټرانسکرپشن له لارې پېسې ګټل
انلاين شاپنګ وکړئ او پېسې مو بيرته ترلاسه کړئ
د وېب هوسټنګ له لارې پېسې ګټل
د انلاين سټور جوړولو له لارې پېسې ګټل
د PTC وېبپاڼو نه پېسې ګټل
د زړو توکو خرڅولو له لارې پېسې ګټل
د انټرنېټ نه د پېسو ګټلو ځينې نورې لارې
د SEO د لارې پېسې ګټل
د برېښناليکونو لوستلو له لارې پېسې ګټل
د CPA Networks له لارې پېسې ګټل
د فايلونو اپلوډ کولو له لارې پېسې ګټل
د فايلونو د ډاونلوډولو له لارې پېسې ګټل
ډيجيټل کرنسۍ کې سرمايه ګذاري وکړئ او پېسې وګټئ
د Forex Trading له لارې پېسې ګټل
د انلاين پېسو ګټلو ځينې نورې لارې
د پېسو ګټلو ځينې خوندورې لارې دا هم دي

بريالى ماموريت:

بريالى ماموريت کتاب د افغان سياستوال، د خوست او ميدان وردګو پخواني والي او د لغمان اوسني والي عبدالجبار نعيمي په په ماموريت ليکل شوى کتاب دى.
دا کتاب په ٢٠١٧ز کال کې خپور شوى دى.

خدمت؟ (لنډې کيسې)

زما د لنډو کيسو يا افسانو کتاب دى، چې په ٢٠١٧ز کې پښتو نړيوالې مرکې چاپ کړى او خپور کړى دى.
دا کتاب د ٥٠٠ په شمېر خپور شوى دى، چې ١٠٤ مخونه لري، د ښکلې پښتۍ سره په ښکلي کاغذ چاپ شوى دى. 
په دې کتاب کې زما د خپلو خبرو نه پرته، ١٠ لنډې کيسې يا افسانې، يوه د سعادت حسن منټو د کيسې ژباړه او ١٢ د سلو لفظونو کيسې چاپ شوي دي، چې سرليکونه يې په دې ډول دي:
افسانې:
  • خيانت
  • ادراک
  • خدمت؟
  • د قام سترګې
  • پوکڼۍ
  • مرغۍ ګېره شوه
  • مني بدنام هوئي
  • نوى کال
  • پنځه ګوتې
  • يارانه، هوس او دوکه

د سلو لفظونو کيسې:
  • جنګ
  • سټېنډرد
  • غېرت
  • ګټې
  • ګل خان
  • کره پښتو
  • لېوني
  • مبارزه
  • مسلماني
  • مننه
  • هويت
  • ډالۍ

ژباړه:
  • حجامت


د عدم تشدد علمبردار څوک و؟ (څېړنه)

دا کتاب هم په ٢٠١٧ز کال کې چاپ او خپور شوى دى، چې ٦٤ مخونه لري.
په دې کتاب کې په دې هکله څېړنه شوې ده، چې د عدم تشدد علمبردار څوک و، يا دا فلسفه د چا وه او په دې فلسفه چا پخه عقيده لرله. 

تړون: (د پښتو ادبي تړون رودادونه)

په تړون کتاب کې د پښتو ادبي تړون د غونډې ګزارشونه چاپ او خپاره شوي دي. دا کتاب په ٢٠١٥ز کې چاپ شوى دى او د ٥٠٠ په شمېر خپور شوى دى. په دې کتاب کې زما (رحمت ديوان) سره سرتاج حېران هم شريک دى، چې پکې يو ګزارش د هغه هم چاپ شوى دى.

ناچاپ کتابونه:

  • له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې
  • بريالى ماموريت
  • د سلو لفظونو کيسه


0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.