Showing posts with label ليکنې. Show all posts
Showing posts with label ليکنې. Show all posts

Monday, March 21, 2016

خوشحال خوشحال ؤ او فردوسي فردوسي

رحمت ديوان
قيصه داسې وه چې د پښتو اکېډمۍ په هال کښې د خانه فرهنګ ايران په شراکت يو علمي او ادبي نشست "د فردوسي او خوشحال خان خټک په رزميه شاعرۍ کښې شريک اقدار" په ١٤م مارچ ٢٠١٦ء راجوړ شوے وو، چې پکښې محترم سعدالله جان برق صېب صدر وو او په سټېج نور مېلمانه داور خان داود، نصرالله جان وزير او د خانۀ فرهنګ ايران ډائرېکټر علي يوسفي ناست وو.
په خبرو کوونکو کښې ښاغلي پروفيسر غيور حسين د خوشحال خان خټک او د فردوسي د ژوند خاکه وړاندې کړه، هغه ووئيل چې د خوشحال خان خټک او فردوسي حالات يو رنګ وو، خوشحال خان خټک هم اول د اورنګزېب لپاره کار کوو او بيا يې مخالف شو، هم دغسې فردوسي هم اول د محمود غزنوي دپاره شاهنامه فردوسي وليکله خو بيا يې وروسته مخالف شو.
هغه بيا دا قيصه نوره هم روښانه کړه چې فردوسي څنګه د محمود غزنوي دپاره شاهنامه فردوسي وليکله او بيا يې څنګه مخالف شو، خو د خوشحال خان خټک په اړه يې نور مخکښې څه ونۀ وئيل، ما خو چونکې په خپله باندې فردوسي نۀ لوستے دے او نۀ يې د ژوند د پېښو نه خبر يم، خو دغه ښاغلي چې دلته د فردوسي په اړه څه ووئيل، د هغې مطابق فردوسي د محمود غزنوي دپاره شاهنامه فردوسي وليکله، چې هغه ورسره وعده کړې وه چې د يو شعر په سر به يو د سرو زرو اشرفۍ ورکوي، چې پکښې خوا و شا شپېتۀ زره شعرونه دي، خو چې کله هغه فردوسي "شاهنامه فردوسي" سر ته ورسوله او دربار ته لاړو، نو د محمود غزنوي ځينې وزيرانو د هغه غوږونه ډک کړي وو او بيا يې د فردوسي سره هغه وعده پوره نۀ کړه، چې له دې غمه فردوسي دغه ښار پرېښود او بل خوا لاړو.

دغه ښاغلي د فردوسي او خوشحال خان خټک د ژوند حالات ډېر په اسانه د يو بل سره وتړل او دواړه يې يو شان وښودل، چې دواړو اول د وخت د بادشاهانو دپاره کار کولو، خو وروسته يې ورسره مخالفت راپېدا شو.
ښاغلي پروفيسر صاحب بې د څه تحقيقي کړاؤ نه په څرګندو مشترکاتو خپله رايه د موقعې په مناسبت قائمه کړه، بلکې کۀ دا ووايم چې د دغه دواړو لويو هستيو په حقله د ښاغلي پروفېسر په ټوله وېنا کښې صرف د خوشحال او فردوسي شعريت مشترک وو، نور هيڅ نۀ، نو بې ځايه به نۀ وي. 
که د خوشحال خان خټک ژوند يې په صحيح معنو کښې نۀ وي لوستے نو اول خو دې يې ولولي، ګنې بيا دې يې د نورو خلقو سره داسې يو ځاے کوي نۀ، ځکه چې خوشحال خان خټک د اورنګزېب منصبدار وو، خو چې کله هغه پوهه شو چې مغل د هيچا هم خپل نۀ دي او د مغلو دپاره د پښتنو وهل خپل قام تباه کول دي، نو بيا يې پښتانۀ د مغل خلاف راپاڅول او تر مرګه پورې يې د مغلو خلاف جنګ وکړو، توره او قلم يې دواړه ښۀ په نره وچلول.
خوشحال خان خټک په خپله شاعرۍ کښې د خپل نيول کېدو او بيا د قېد خبره ځاے په ځاے کړې ده، هغه دا خبره څو ځايه ذکر کړې ده چې:
په ناحقه يې زنځيرونه را په پښو کړل
واه واه هسې نوازش هسې محال

په ناحق د اورنګزېب په بند بندي يم
خداے خبر دے په تهمت او په بهتان
لکه زۀ وم په راستۍ په درستۍ کښې
د مغل په خدمت نۀ وو بل افغان

په ناحق يې په زندان کړم يو څو کاله
خداے خبر دے کۀ په خپله ګناه شک يم
نو د خوشحال خان خټک د دغه پاسنو شعرونو نه معلومېږي چې هغه اورنګزېب ولې قېد کړے ؤ، د هغۀ د قېد کولو هيڅ وجه هم نۀ وه، خو په قېد په کښې بيا هغه د ځان سره دا فېصله وکړه چې اوس څه کول پکار دي. لکه چې وايي:
پس لۀ بنده دے دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
يا نيولے مخ کعبې ته
يا مغلو سره رزم
يا يو کونج د غرۀ نيولے
نمونځ روژه د لوستو بزم
او په دې کښې بيا خوشحال خان خټک د مغلو سره رزم ته ملا وتړله.
بل خوا فردوسي صرف په دې خبره خفه شوے ؤ، چې هغه ته مطلوبه اشرفۍ ولې ور نۀ کړل شوې، خو خوشحال خان خپل د ژوند ټول حال په خپلو شعرونو کښې څرګند کړے دے، که يو خوا يې د مغلو سره د خپلې منصبدارۍ قيصه کړې ده نو بل خوا يې د مغلو خلاف د جنګ قيصې هم کړي دي، خوشحال خان خټک خو په دې نظر ؤ چې:
د هغۀ شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر دردانې پلوري په مال
نو زمونږ خوشحال په اشرافو، اشرفو، تشريفونو او "شريفانو" شعرونه نۀ ليکل.
د هغۀ شاعر مخ تور شه چې په طمع
وَ هر در و هر دربار وَ ته ولاړ دے
نو بيا دواړه څنګه يو شان کېدے شي، چې يو خوا يو د پېسو (اشرفو) دپاره شعرونه ليکي او بل هغه شاعر، چې د پېسو دپاره شعرونه ليکي، ته ښېرې کوي چې په ژبه دې يې دانې وشي، نو بيا د دواړو د وخت د بادشاه سره مخالفت يو شان څنګه کېدے شي.
يو شاعر په دې د وخت بادشاه سره مخالفت کړے دے چې هغه ته مطلوبه اشرفۍ نۀ دي ملاؤ شوي، بيا که وروسته هر څه قيصه شوې ده، په هغې پسې زۀ تلل نۀ غواړم، خو بل خوا خوشحال خان خټک د پښتنو په ننګ ودرېدۀ او په مغلو پسې يې توره راواخيسته.
اېمل خان دريا خان دواړه خودبين لاړل
اوس خو پاتو و مغل ته يو خوشحال دے

و مغل ته به هسې کار ښکاره کړم
چې راضي راڅخه روح د فريد خان شي
په جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي

پښتنو زلميانو بيا لاسونه سرۀ کړل
لکه باز منګولې سرې کا په خپل ښکار
اېمل خان دريا خان دواړه مرګ يې مۀ وے
هېڅ تقصير دواړو ونۀ کړو وار په وار
د خېبر دره يې سره کړله په وينو
په کړپه يې هم روان کړو دندوکار
بله هيڅ ليدلے نۀ شي په دا منځ کښې
يا مغل لۀ مينځه ورک يا پښتون خوار
نو که څوک ښاغلے په دې خبره کوي، نو بايد چې د فردوسي مقام په خپل ځاے وستايي او د خوشحال خان په خپل ځاے، بې شکه چې دواړه ستر شاعران  وو، خو د دواړو مخالفت د وخت د بادشاهانو سره يو شان نۀ وو، د دواړو په مخالفت کښې ډېر فرق وو او د دواړو د مخالف کېدو قيصه ښه واضحه او روښانه ده.

(په اووۀ ورځني "خپلواک" ٢٠ مارچ ٢٠١٦ء کښې چاپ شوې ليکنه).

Saturday, March 12, 2016

مات ګوډ کلام

په مشاعرو او ادبي غونډو کښې به تاسو د ډېرو شاعرانو نه دا خبره ډېر ډېر ځل اورېدلي وي، چې د خپل غزل يا د شعرونو وئيلو نه مخکښې به دا خبره وکړي: "زۀ خپل يو څو مات ګوډ شعرونه وايم"يا "دا مات ګوډ شان غزل دے".

دا او دغسې "مات ګوډ کلام" به تاسو په هره غونډه کښې اورېدلے وي، په هره غونډه کښې به مو دا لفظونه د غوږونو سره جنګېدلي راجنګېدلي وي، خو زۀ دغه "مات ګوډيانو" ته دا وئيل غواړم چې وروره! تاته په خپله د دې خبرې پته ده چې دا کلام "مات" هم دے او "ګوډ" هم، نو بيا پرې ولې زمونږ وخت خرابوې.

ځکه چې د "مات" او بيا ورسره "ګوډ"، دا خو زياتے دے چې سړے په دې مصروفه ژوند کښې يو څه وخت د داسې غونډې دپاره وباسي، چې هلته يو څو لحظې په خوند او خوشحالۍ تېرې کړې، نو هلته هم ورپسې تاسو "مات" او "ګوډ" څيزونه راوړئ او د سړي ټول خوند خرابوئ.

د "مات" او "ګوډ" د دې قيصې سره يو "ړوند" هم ملګرے ؤ، خو نۀ پوهېږم چې دلته پکښې هغه "ړوند" ولې ورک شوے دے، که ړوند پکښې دلته واپس دوي راپېدا کړي نو دا به بيا هغه زړه قيصه هم ټيک شي او زمونږ هم الله خېر سلا، ځکه چې د مات او ګوډ سره ړوند يو ځاے شي، نو بيا خو هر څه ټيک دي، دغه محترم، ښاغلي او نوموړي شاعران يا د قام سترګې به دغه "مات او ګوډ" څيزونه په ړندو سترګو نۀ ويني او مونږ به هم خپل کاڼۀ غوږونه کاڼۀ وساتو او د دغو "ماتو ګوډو" د کلامونو د نۀ اورېدلو ګناه به په ځان واړوو.

مخې ته غبرګې خويندې راغلې
لکه جوړه د شرمښانو مات يې کړمه

بس په دغه ټپه کښې دومره خواري وکړئ، چې د "خويندې" په ځاے پکښې "شاعران"، د شرمښانو په ځاے پکښې "مات او ګوډ کلام" او په "مات" خو نو تاسو په خپله ښه پوهه يئ، که څوک نۀ وي پوهه نو الله دې يې پوهه کړي.
يوه بله ضروري خبره دا هم ده، چې "مات" او "ګوډ" سړي ته کله هم چا په ښه سترګه نۀ دي کتلي، ځکه چې يو سړے مات شي نو د هغۀ خو نۀ بيا په کور کښې عزت وي، نۀ يې په کلي کښې وي او نۀ يې په يارانو دوستانو کښې څه پوټے غوندې عزت پاتې شي. "مات" سړي ته هر سړے پېغور هم ورکوي او هر سړے پرې ريشخند هم وهي، بل خوا د "ګوډ" بېچاره هم دغسې حال وي، نو اوس تاسو ووايئ، چې ستاسو "مات" او "ګوډ" کلام ته به سړے څنګه واه واه او ډېر ډېر ښه ووايي، ځکه چې تۀ يې په خپله ماتوې او ګوډوې نو بس.............. پوهه شه.

راځئ چې دلته د دې لفظونو معنې هم وګورو، په درياب او تشريحي پښتو قاموس کښې د "مات" معنى "د روغ ضد، نيم، چاودے، ټوکړې، مات شوے" راغلې ده او په زاهد پښتو قاموس کښې ورسره "شکست" او "تېښته" معنى هم ليکلې شوې ده. نو چې يو سړے د خپل کلام نه تېښته هم کوي او شکست يې هم ترې خوړلے وي، د هغې نه علاوه د هغه کلام مات شوے هم وي او چاودې چاودې هم وي، نو بيا پرې نور ولې زړۀ خورده کوي.

او ګوډ خو نو هسې هم ګوډ دے، هغه بې چاره به په ګوډو پښو تر نورو څنګه ورسي، نو دلته چې بيا دومره پوهه او د قام سترګې، مونږ په دې ماتو او ګوډو کلامونو نمانځي، نو سړے بس په يو دوه کښې حېران شي.
زما خو هغه ټولو "ماتو" او "ګوډو" ملګرو ته دا خواست دے چې:

حاجت دې نشته د وئيلو
ماته معلوم دي سراسر واړه حالونه

رحمت ديوان

په اووۀ ورځني "خپلواک" کښې په ١٣م مارچ ٢٠١٦ء کال چاپ شوے، د ورځپاڼې چاپي بڼه يې لاندې وګورئ:


Monday, March 7, 2016

د اجمل خټک ادبي جرګې د اېوارډونو وېش

اجمل اخټک ادبي جرګه هر کال ځينو کتابونو له اېوارډونه او ځينو له د ستاينې سندونه ورکوي. په تېرو ورځو کښې د دې جرګې د اېوارډونو غونډه وشوه چې پکښې قريباً ١٢ کتابونو ته اېوارډونه ورکړے شول او ١٥ کتابونو ته پکښې د ستاينې سندونه ورکړے شول.

د دې جرګې کتابونو ته اېوارډونو ورکولو معيار او بنياد څۀ دے؟ په دې خو زۀ نۀ يم پوهه، خو دلته فقط په دې خبره کول غواړم چې په دغه ليسټ کښې کوم کوم کتابونه شامل دي، په هغې کښې ځينې داسې کتابونه هم شته چې (زما په خيال) د چاپ لائق هم نۀ وو، چې چاپ شوے وے، خو دلته ورته اېوارډ هم ورکول کېږي، دا ډېره د حېرانتيا او د فکر خبره ده.
په هر ځائے کښې او هر چرته چې اېوارډ ورکولے کېږي، نو دا لازمي خبره ده چې د هغه اېوارډ سره څۀ پېسې هم وي، بې د پېسو اېوارډ څوک چاته نۀ ورکوي، دلته دوي يو خو د اېوارډونو سره پېسې نۀ ورکوي، بل داسې کتابونو ته اېوارډونه ورکوي، چې هغه کتابونه په لوستو هم نۀ ارزي، نو اېوارډ خو لرې خبره ده.
د ارواښاد اندېش شمس القمر د کتاب "پېمانه د غزل" او د ارواښاد صاحب شاه صابر صېب د کتاب "د پښتو شاعرۍ په وده کښې د تنقيد کردار" په څېر کتابونو سره داسې کتابونه په يو ليسټ کښې کېښودل، چې هغه په يو ځل کتو هم ګران وي، که زياتے نۀ دے نو څۀ دي؟
د دې دومره لوے شخصيتونو د دومره ګټورو کتابونو سره په يو صف کښې داسې بې ارزښته کتابونو له اېوارډونه ورکول نۀ صرف دا چې د پښتو ادب او پښتو کتابونو سره نا انصافي ده، بلکې دا د اجمل خټک د نوم سره هم يو قسم له زياتے دے، چې د اجمل خټک بابا د نوم لاندې د پښتو په نوم ځينې ښاغلي داسې کارونه کوي، چې د کتاب معيار ته نۀ ګوري او هغې له اېوارډونه ورکوي.
د يو ليکوال سره (چې په تېر کال کښې يې کتاب چاپ شوے دے) مې خبرې کولې، نو هغه راته ووئيل چې ماته تراوسه درې کسانو ټيليفون کړے دے، چې خپل کتابونه ورولېږم، خو زما دغه اېوارډونه ځکه نۀ دي پکار، چې د يو داسې کس د کتاب سره به زما کتاب يو ځاے پروت وي، چې خلق يې په ويړيا اخيستو هم پښېمانه وي.
نو په ويړيا کتاب خو سړے هله پښېمانه شي، چې کله په کتاب کښې درې ټکي د لوستو هم نۀ وي. مطلب مې دا نۀ دے ګني چې په دغه کتاب کښې به بېخي داسې څۀ نۀ وي چې سړے يې ونۀ لولي، ځکه چې د يو پوهان خبره ده چې کتاب چاپ شي نو په هغې کښې ضرور داسې يو څو ټکي وي چې په لوستو ارزي، زما خو مطلب دا دے چې دغه کتاب د اېوارډ مستحق ګرځول، ډېره نا انصافي ده.
د اجمل خټک ادبي جرګې غړي بايد چې په دې لار کښې نور پام وکړي، کۀ هم دغسې هغوي خپلو نازولو خلقو له اېوارډونه ورکوي، نو د هغوي د اېوارډ به هيڅ ارزښت پاتې نۀ شي، ځکه چې اېوارډ په ښۀ کار ورکولے شي، نۀ چې په داسې کتاب چې خلق يې په لوستو پښېمانه کېږي.
او رښتيا، که چرته دوي بيا داسې کېټيګري هم وټاکي، چې د ښو کتابونو سره خرابو (بخښنه غواړم، دلته د خرابو نه زما مطلب کم ارزښته، بې ګټې يا غېر معياري کتابونه دي) کتابونو له هم پکښې اېوارډ ورکوي، خو چې دا بيا بيل بيل کړي، چې ليسټ يې بيل وي نو بيا به پکښې دا خبره نۀ وي، چې دوي ولې داسې غېر معياري کتابونو له اېوارډونه ورکوي.
بل دا چې په کال کښې يو اېوارډ ورکول پکار دي، خو د کال د ټولو نه ښه کتاب ته، چې د اېوارډ سره پېسې هم وي او اېوارډ هم په مېرټ ورکړے شي، چې دغسې د مېرټ خيال نۀ ساتلے کېږي، نو بيا خو د دې اېوارډ څه ګټه نشته، ځکه چې ماته اوس هم داسې ځاے معلوم دے چې هلته د دې جرګې د تېر کال اېوارډونه هم پراتۀ دي (که اوس نۀ وي نو څۀ نۀ شم وئيلے). بايد چې دوي د اجمل خټک بابا د نوم لاندې د اېوارډونو ورکول د مېرټ په بنياد کړي، که نۀ وي، نو نور خو تاسو پوهه يئ کنه.

ليکوال: رحمت ديوان

Tuesday, December 29, 2015

هوښيار شئ - په فېسبوک باندې جوړ شوی پښتو فلم

د ((هوښيار شئ)) قيصه د سوشل ميډيا نه چاپېره چورلي، چرته چې د سرفراز او رخسار په فېسبوک باندې د يو بل سره ملګرتيا جوړېږي، بيا دواړه مينه کوي او له يو بل سره بهر ليدل پېل کوي، بيا له هغې پس سرفراز خپله اصلي څېره راښکاره کوي او رخسار بلېک مېل کوي، ځکه چې د رخسار ځينې غېر اخلاقي څيزونه يې ترلاسه کړي وي، چې کله رخسار د سرفراز خبره نه مني نو بيا سرفراز د هغې غېر اخلاقي تصويران په سوشل ميډيا خپروي او داسې يوه بې ګناه جينۍ خپل ژوند دلاسه ورکوي.


په ((هوښيار شئ)) کښې دا ښودل شوي دي چې هلکان په څه ډول جينکۍ په فېسبوک باندې د خپلې مينې په جال کښې راګېروي او بيا د هغوی د ژوند او د عزت سره لوبې کوي.

دا ډرامه ۲۲ دقيقې وخت لري چې مرکزي رول پکې رحمت ديوان او ملالۍ ترسره کړی دی، پروډيوسر يې عبدالولي خان او ليکوال او ډائريکټر يې رحمت ديوان دی، جبکه کښې کېمره مېن يې صاحب جان عامر دی.

په ډرامه کښې په خاصه توګه باندې پېغلو ته دا پېغام ورکړی شوی دی چې په سوشل ميډيا دې په چا باور نه کوي او د داسې خلقو نه دې ځان لرې ساتي چې سبا يې ژوند او عزت ته خطر پېښېږي.

هوښيار شئ په يوټيوب کښې وګورئ



هوښيار شئ په فېسبوک کښې وګورئ


Hokhiar Shai | Pashto Short FilmThe short story of this filmA boy Sarfaraz makes friendship with a girl Rukhsar on...
Posted by Rehmat Dewan on Wednesday, November 25, 2015

ستاسو د نظر په هيله او د خپلو ملګرو سره يې ضرور شئير کړئ

Monday, November 2, 2015

د څو لحظو لويه قيصه

د څو لحظو د لويې قيصې نه شروع دا سفر په تا سره خبرې نه دی ختم شوی، (ماته پته نشته چې د طاهر اپريدي صېب وړومبی کتاب کوم يو دی، خو ما يې وړومبی کتاب د څو لحظو لويه قيصه لوستی)، د څو لحظو د لويې قيصې کوم تاثر چې ما اخستی وو او کوم اثر چې راباندې دغسې افسانې او بيا دغه ټول کتاب کړی وو، هغې زه دې ته مجبوره کړم چې طاهر صېب ولولم او دې ته يې هم مجبوره کړم چې څه وليکم. له دغې وروسته بيا ما د طاهر اپريدي صېب هر يو کتاب (کوم چې مې پېدا کړي وو) لوستلو، د طاهر صېب سټائل مې خوښ وو، د هغه د قيصې اورولو انداز ډېر ښکلی دی.

طاهر اپريدی، قېصر اپريدی، ماښام خټک، رحمت ديوان او فضل عزيز بونيری

زما د افسانې لوستل او د افسانې (ماتې ګوډې) ليکلو وجه صرف يو څو کسان دي، یو سعادت حسن منټو، بل سيد رسول رسا او درېم طاهر اپريدی، د اردو ډائجسټو قيصه به پکښې پرېږدو، ځکه چې ما په اردو کښې د ليکلو کوشش نه کولو. دغه درې کسانو زه افسانې ليکلو ته هڅولو يم، د دغه درې کسانو د افسانو په لوستو په ما کښې هم يو نيمګړی شان افسانه نګار رابېدار شه، که څه هم ما په دغه درې واړه کښې تر دغه وخته پورې يو هم نه وو ليدلی، (سعادت حسن منټو او سيد رسول رسا خو زمونږ سره په بدني لحاظ نشته، خو د هغوی ليکلې شاهکارې افسانې او ناولونه اوس هم مونږ سره دي)، خو د طاهر اپريدي صېب د ليدلو ارمان مې ضرور وو.

تېر ځل چې زه کله کراچۍ راغلی وم او د ځان سره مې خپل نوی کتاب او مجله هم راوړې وه، زما زړه وو چې زه به په خپله د طاهر اپريدي صېب سره ووينم خو بيا ملاقات ممکن نه شو او هغه مجلې او کتاب مې ورته د فضل عزيز بونېري په لاس ورولېږل، خو دا ځل مې د جرس او د طاهر صېب ليدل بېخي ضروري وګڼل.

جرس ادبي جرګه چې د نومبر په وړومبي اتوار پکښې ما برخه واخسته، د دې په هکله مې بلها قيصې اورېدلې وې، بلها خبرې مې له شاعرانو او اديبانو اورېدلې وې او د جرس رودادونه مې هم که بلها نه خو ډېر شی ضرور لوستي وو، د جرس ادبي جرګې په غونډو کښې که په بدني لحاظ ما برخه نه وه اخستې خو د جرس د رودادونو په وجه دومره وه چې ورسره اشنا شوی وم، د جرس اجلاس راته نا اشنا نه ښکارېده، که څه هم هغه خلک په جرس کښې (زياتره) اوس نشته، د کوم وخت چې يې ما رودادونه لوستي خو جرس شته او د طاهر صېب په سرپرستۍ کښې اوس هم د هغوی په ځای کښې هره مياشت اجلاسونه کوي.

که په دې لسټ کښې زه د رياض تسنيم د (بېډ نمبر ۲۸)، د ماښام خټک (د تکل ارتقائي صفر)، د محب وزير (کاروان روان شو)، د عبدالهادي حېران (تنده مې ماته شوه) او د فېصل فاران (تنقيدي فېصلې) ذکر ونه کړم نو زياتی به وي، دا او دغسې ځينې نور (چې اوس مې يې نومونه ذهن ته نه راځي) کتابونه ما لوستي او د جرس نوم مې ورسره ليدلی.

او طاهر اپريدي صېب خو د دې ټولو سرخېل دی، د هغه افسانو ماته يو بيل خوند راکړی دی، تل مې کوشش کړی دی چې څومره کتابونه يې پېدا کړم، وې لولم، په خاصه توګه د هغه افسانې او د هغې سره مې دا ارمان هم وو چې وې وينم.

د اتوار په ورځ (د نومبر وړومبۍ نېټه کال ۲۰۱۵) چې زه کله د امان ماما (امان اپريدي) او فضل عزيز (فضل عزيز بونيري) په لارښوونه د طاهر صېب جونګړې ته ورسېدم او دروازه مې وټکوله، نو طاهر صېب په خپله دروازه پرانيسته، ما ورسره ستړي مه شي وکړه، هغه چې رانه د نوم پوښتنه وکړه او ما ورته خپل نوم وښودلو نو بيا راته راترغاړې وتو، دننه يې بوتلم او په بېټک کښې کښېناستو.

تقريباً درې بجې به وې، خو لا تراوسه څوک نه وو راغلي، ماته يې فضل عزيز د درې بجو ويلي وو، خو دلته چې ما درې بجې ځان راورسولو نو طاهر صېب يواځې په بېټک کښې ناست وو او د مېلمنو انتظار يې کولو. د طاهر صېب بيمارۍ ته چې مې وکتل او بيا مې د هغوی د پښتو او ادب سره مينې ته وکتل چې په دې حال کښې هم د پښتو ژبې او ادب سره دومره مينه کوي او په اجلاسونو کښې برخه اخلي (ياده دې وي چې د طاهر صېب د بيمارۍ په وجه د جرس اجلاسونه اوس د طاهر صېب په بېټک کښې کېږي). طاهر صېب بيمار دی او په دې وخت کښې يې د ليکلې نه هم لاس اخستی دی، ناسته ولاړه او تګ راتګ يې ډېر په ګرانه کېږي او بيا خبرې هم ډېرې په تېزه نه شي کولی، خو د پښتو ژبې او ادب سره يې دومره مينه ده چې تراوسه يې ترې لاس نه دی اخستی، کتابونه لولي او بيا پرې خپله تبصره يا تجزيه ضرور ملګرو ته اوروي او څومره کتابونه چې چاپ کېږي نو کوشش کوي چې ترلاسه يې کړي.

د جرس په اجلاس کښې مې د قېصر اپريدي، ماښام خټک، فضل عزيز بونيري، امان اپريدي، اجمل خان اپريدي، تاجبر خان تاجبر، رياض ساحل، وقاص ترين خوېشګي، ذهين اپريدي او مراد ياسين سره هم ملاقات وشو، د دوی ټولو سره مو هم په ادب او پښتو ژبې خبرې اترې وشوې. د جرس اجلاس ډېر ښکلی وشو چې پکښې امان اپريدي خپل غزل تنقيد ته وړاندې کړی وو. په دې موقع راته اجمل خان اپريدي صېب خپل نوی چاپ شوی کتاب (خانده مه) هم ډالۍ کړو چې طنز و مزاح باندې يې ليکلی دی، که وخت او ژوند ياري وکړه نو په هغې به بيا څه وليکم، ډېره مننه يې کوم.

د لوی افسانه نګار طاهر اپريدي صېب سره مې څو ګېنټې تېرې کړې، هغه ارمان مې پوره شو چې طاهر صېب به کله وينم، د طاهر صېب شخصيت داسې دی چې زه يې دلته په دې کرښو کښې نه شم راغونډولی، دلته مې بس دومره ذکر کول غوښتل چې د طاهر صېب او د جرس د اجلاس سعادت مې څنګه ترلاسه کړو. د جرس ادبي جرګې او د طاهر اپريدي صېب مقام په پښتو ادب کښې د سپوږمۍ په شان روښانه دی.

Friday, October 2, 2015

په بلاګر کښې پښتو غواړو

سلامونه ملګرو!
نن زه غواړم چې تاسو سره دا خبرې شريکې کړم چې راځئ دا خبره شريکه کړو او ګوګل ته دا خبره ورسوو چې هغه په بلاګر کښې پښتو ژبه هم شامله کړي. پښتو ژبه په بلاګر کښې نشته دی، په بلاګر کښې د انګرېزۍ سره سره عربي، فارسي او اردو ژبه هم شامله ده خو پښتو ته پکښې ځای نه دی ورکړل شوی، نو دا پوسټ زه هم په دې هکله ليکم چې مونږ په دې وتوانېږو چې ګوګل دې پښتو په بلاګر کښې شامله کړي.


بلاګر څه شی دی؟

ګوګل ډېر څيزونه جوړ کړي دي، لکه يوټيوب، ګوګل ډرائيو، ګوګل پلس، ګوګل ايډسينس او بلاګر او د دې نه علاوه هم نور ډېر بې شمېره ويړيا سرويسونه ګوګل لري، چې د ټولو نه مشهور پکښې يوټيوب، بلاګر او ګوګل اېډسينس دي. بلاګر د ويړيا بلاګونو د ټولو نه لوی Platform دی، چرته چې تاسو خپل بلاګ بې پېسو جوړولی شئ او چې هر څنګه ډيزائن غواړئ نو هغه ورکولی شئ. په بلاګر کښې هر څه کېدی شي، بلاګر حد نه لري، څومره چې ستاسو پوهه وي او څومره چې پکښې تاسو کار کولی شئ، څومره چې ستاسو وړتيا وي چې څومره په زړه پورې ډيزائن ورله جوړ کړئ نو بلاګر يې Accept کوي. په بلاګر تاسو خپلې ليکنې، خپل معلومات او د خپلو ملګرو سره اړيکې ساتلی شئ، د بلاګر په ذريعه تاسو پېسې ګټلی شئ، تاسو خپل کاروبار چلولی شئ او هر څه چې تاسو غواړئ نو هغه په بلاګر کښې کولی شئ.

په بلاګر کښې پښتو ولې ضروري ده؟

پښتو د ډېرو ژبو مور ده، ډېرې ژبې د پښتو ژبې نه وتلې دي، پښتو ډېره زړه ژبه ده، په پښتو ژبه کښې دا صلاحيت شته چې هر څه پکښې بيان شي، پښتو ژبه د هر يو علم په خپله غېږه کښې د ځايولو ځای لري، پښتو ژبه په دې وخت کښې د هر يو څيز علم په خپله غېږه کښې لري، په نړۍ کښې دا وخت ۵۰ ميليونه پښتانه ژوند کوي، ټول پښتو ژبه وايي، زياتره پکښې په پښتو ژبه ليکل او لوستل کوي، زياتره پکښې غواړي چې خپل معلومات په پښتو ژبه کښې نورو ته ورسوي، خپل تخليقي څيزونه په پښتو کښې وليکي. نو په دې خاطر زه دا پوسټ کوم او غواړم چې پښتو ژبه دې په بلاګر کښې شامله کړی شي چې پښتنو ته په بلاګر کښې د ډېرو لانجو ضرورت نه پېښېږي، پښتو دې په بلاګر کښې شامله شي چې پښتانه د بلاګر نه استفاده وکړي، په بلاګر کښې د دې پښتو ژبې سره سره د پښتو ژبې فانټونه هم واچولی شئ.

د بلاګر ګټه څه ده؟

د بلاګر په ذريعه نه صرف دا چې تاسو خپلې ليکنې، خپل تخليقات، خپل معلومات او نور څيزونه تاسو شئير کولی شئ، د خپلو ملګرو سره او خپلو مينه والو سره په رابطه کښې اوسېدلی شئ، بلکې د بلاګر په ذريعه تاسو زرګونه او لکونه روپۍ هم ګټلی شئ. انلاين د ټولو نه لوی Platform بلاګر دی چې تاسو کولی شئ پېسې وګټئ، د دې صرف چې ستاسو سره د ګوګل Google Adsense اکاونټ وي نو تاسو د خپل بلاګر بلاګ نه په زرګونه او لکونه روپۍ ګټلی شئ.

اوس څه وکړو؟

که تاسو د دې بره خبرو سره اتفاق لرئ نو راځئ چې اوس يو ټېګ شروع کړو، په فېس بک، ټوېټر، ګوګل پلس او د هغې نه علاوه چې تاسو څومره وېبپاڼو او بلاګونو ته لاس رسی لرئ نو په دې هکله ليکنې وکړئ، په فېس بک، ټوېټر او ګوګل پلس يو هېش ټېګ #WeWantPashtoInBlogger کښې وچلوئ، تر هغې دا هېش ټيګ وچلوئ چې تر څو په بلاګر کښې پښتو نه وي راغلي، که تاسو دې خبرې سره متفق يئ نو بس راځئ چې د هم اوس نه شروع وکړو. څومره چې دا پوسټ شئير کولی شئ، هغه هومره يې زيات شئير کړئ.
مننه

Monday, October 20, 2014

د لونګۍ نړېواله اونۍ ولمانځل شوه - رحمت ديوان

د لونګۍ نړېواله اونۍ ولمانځل شوه

رحمت ديوان
هسکه شمله دې ټيټه مۀ شه
د پښتنو په شمله وياړي تاريخونه

شمله، پګړۍ يا دستار، د پښتنو وياړ، تاريخي او کلتوري ارزښت دے، پګړۍ د اولس مشرانو ته ور په سر کېږي او بيا زمونږ لوئے او درانۀ مشران يې پسروي، خوشحال بابا هم د پګړۍ يا دستار په ارزښت وئيلي دي چې:


حمدالله ارباب چې د لونګۍ د اونۍ پېل يې کړى
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي

پګړۍ د پښتنو قومي نښه ده، د پښتنو زلميو ښائست دے، د ډېر درناوي او وياړ نښه ده، د امن نښه ده په دې مناسبت سره په روان کال کښې يو نوموړي پښتون حمدالله ارباب د پګړۍ د ارزښت او وياړ دپاره د اکتوبر له لسمې تر شپاړسمې پورۍ اونۍ د پګړۍ په نوم کړې وه.

د شملو وطن ته راشه چې شملې درته په سر کړو
تۀ رڼا د ستورو راوړه مونږ به وينې د زړۀ درکړو

د پګړۍ يا دستار دا اونۍ په دې وجه هم لمانځل کېږي چې پښتانۀ د خپل دې کلتوري ارزښت نه ورو ورو په شا کېږي، کومو ملګرو چې د پګړۍ د اونۍ لمانځلو پېل کړے دے نو د دې دپاره چې پښتانۀ خپل دا وياړ له لاسه ور نۀ کړي او په خپلو کلتوري ارزښتونو وياړ وکړي.
د پښتو ژبې نوموړے شاعر رحمت شاه سايل وايي چې شمله يا پګړۍ د پښتنو زلمو ښائست دے او پښتانۀ زلمي په دې ښائسته ښکاري او دا د پښتنو زلمو سينګار دے.
په پښتو شعر و شاعرۍ کښې شعر و شاعرۍ کښې هم پګړۍ ډېره کارول شوې ده او د پګړۍ په سر کوونکے د ډېر لوئے عزت او درناوي خاوند وي، د پښتو په يوه ټپه کښې پګړۍ د غېرت او ننګ په وياړ هم راغلې ده.

کۀ مې پښتو درسره نۀ کړه
بيا به پګړۍ د سره څنګه تاوومه
 
د رحمت ديوان په قوله لونګۍ کې يو عکس

د پګړۍ اونۍ چې د اکتوبر په لسمه پېل او په شپاړسمه پائے ته ورسېده، فهيم وردګ وايي چې د تلې په مياشت يا په اکتوبر کښې د پګړۍ اونۍ ځکه لمانځل کېږي چې ستر ټولواک احمد شاه بابا ته هم له نهو جرګو وروسته د مشرۍ پګړۍ ور په سر شوې وه.
په دې اونۍ کښې د پښتنو اولسي مشران، سياسي مشران، شاعران، اديبان او د ژوند د هرې برخې سره تړلے اولس دا اونۍ په ګڼ شمېر کښې لمانځي.
راځئ چې خپلې قومي نخښې راژوندۍ کړو او خپل کلتوري ارزښتونه په وياړ سره ولمانځو.

Tuesday, May 20, 2014

په اداري فساد جوړ شوى افغاني فلم


رحمت ديوان

د Integrity Watch Afghanistan په مرسته جوړ شوى وړومبى افغاني (پښتو) فلم چې په اداري فساد جوړ شوى دى هم دې نزديو کې ريليز شوى دى.
په دې فلم کې د کلي د يو باسواده ځوان جمال (معشوق شاداب) کيسه وړاندې شوې ده چې هغه د هر هغه کار چې د اولس لپاره کېږي، د هغې څارنه کوي چې په دې کې څه درغلي ونه شي، په دې توګه هغه خپل کوششونه کوي او په دې وجه يې زيات کسان خلاف شوي هم وي، خو هغه خپله لار نۀ پرېږدي.

د جمال نيکه چې بې ګناه نيول شوى وي او پوليس ترې رشوت غواړي خو هغه چې د دې څيزونو خلاف وي نو د خپل نيکه د راخلاصولو لپاره هم د دې لارې مخه ونه کړي.
بل خوا سلېمان (سميم ساحل مجروح) د خپلو څو ملګرو سره غرونو ته خېژي او د هغه خلکو خلاف مبارزه پېل کوي، کوم چې په اداري فساد او زور زياتي کې لاس لري.
د دې فلم په ستورو کې معشوق شاداب، کرن، سميم ساحل مجروح، ذيشان خان تلاش، فضل رحمان شمس، احمد ضياء عابر، عبدل صبور سمدي، ګلستان غالب او ګل پادشاه حېدري شامل دي.
داستان د سيد حسېن فريد، سينماټوګرافي د غلام شېر خان، رڼا د شېر زمان، ساونډ د غرني خان، مېک اپ يې روزينه، کاسټيوم ډيزائنر يې ارزو سباوون، موسيقي يې کمين حېرت، سندرغاړى پکې همايون حېرت او د دې فلم ليکونکى او ډائريکټر خېبر سباوون دى، دا فلم په ننګرهار کې جوړ شوى دى او د اولس زور يې پکې ښودلى دى چې اولس څه څه کولى شي، که اولس وغواړي نو هغه د درغليو، بډو رشوت مخه نيولى شي او که هر يو ځوان او پېغله باسواده او د اداري فساد مخې ته ودرېږي نو هېواد کې به هر څه سم شي.
په دې نزديو کې وروستى داسې فلم دى چې يو ډېر لوى مقصد لري، بې ځايه سين او بې ځايه ډائيلاګ نه لري، هره صحنه يې د بلې صحنې سره تړلې ده، که په تيکنيکي نظر دې فلم ته وکتلى شي نو په نزدېو وختونو کې به په هره حواله داسې فلم نه وي جوړ شوى، که د ثبت په لحاظ وي، که د لوکېشن په لحاظ وي، که د موسيقۍ په لحاظ وي، که د ډائيلاګز په لحاظ وي او داسې نور.
خو تر ټولو لويه خوبي چې کومه د دې فلم ده، هغه د دې فلم دا ډېر لوى پېغام او په اولس کې شعور پېدا کول دي، اولس د خپلو ستونزو نه خبرول دي او اولس ته د خپلو ستونزو د حل لاره ښودل دي.
د ښاغلي خېبر سباوون په وېنا چې دا فلم د کاروبار لپاره نه دى جوړ شوى او په کليو او ښاريو کې به دا فلم د موبائل سينما په توګه هېوادوالو ته ښودل کېږي.
که نور فلم جوړونکي او کارکونکي هم د داسې لويو مقصدونو لپاره فلمونه جوړ کړي نو يو خوا به په ټولنه کې يو بدلون مخې ته راشي او بل خوا به فلم انډسټري هم وده وکړي او خلک به دې اړخ ته ډېره پاملرنه وکړي چې دا به يو ګټور ګام وي.

Sunday, February 2, 2014

د وړومبۍ ډرامې شوټنګ - رحمت ديوان

له ډېر وخت نه ما خپله ډرامه په خپله ليکلې او د يو ډائريکټر سره مې خبره هم کړې وه د جوړولو، چونکې هغه منلې وه او په شريکه مو پرې خرچه کوله، خو هغه ډرامې دومره وخت واخست چې زما يې زړه تور کړ، په اووه مياشتو کښې مونږ صرف دوه ورځې ريکارډنګ وکړو، ځکه چې ډائريکټر نه غوښتله چې هغه ډرامه جوړه شي.

پېښور: رحمت ديوان، پروين او مسکان


له ډېر وخت نه مې په دې فيلډ کښې سټرګل کولو خو هيڅ خوند يې ونه کړ، زما خپله ډرامه هم دغسې شوه، نو بس د دې فيلډ له خلقو مې زړه تور شو.
يوه ورځ ماخوستن راته امير شاه تلاش ټيليفون وکړو، اوکى مې کړو او چې خبرې مې ورسره وکړې نو هغه راته وويل چې د عدالت سريال په يو رول کښې مې اخستى يې، سبا مو په پبو کښې ريکارډنګ دى، راشه.
ډېر خوشحاله شوم، ځکه چې د ډېر وخت نه په سټرګل کښې وم، امير شاه تلاش راته يو څۀ ورځې مخکښې ويلي وو چې په خپل راروان سريال کښې درته رول درکوم، بس نو سبا مې له دفتره رخصت واخست او ريکارډنګ ته لاړم.
د ريکارډنګ وړومبۍ ورځ (زما وړومبۍ ورځ) ډېره په زړه پورې وه، ريکارډنګ ډېر خوند وکړ او زه هم ډاډه شوم چې اېکټنګ کولى شم، دلته په ريکارډنګ کښې پروين، مسکان، مير زمان ساګر او ما برخه واخسته، مير زمان ساګر يو کېمره مېن دى خو نن مې وکتله چې هغه ډېره ښه اداکاري هم کولى شي، په پېښور کښې د يوې ورځې ريکارډنګ نه پس نور ريکارډنګ په جلال اباد کښې وو.
جلال اباد کې د ريکارډنګ پر مهال امير شاه تلاش او رحمت ديوان
د پنجشنبې په ورځ راته امير شاه تلاش وويل چې کۀ د جمعې په ورځ راتلى شې او کۀ د شنبې په ورځ خو راشه چې په جلال اباد کښې مو ريکارډنګ وکړو، ما ورته مخکښې ويلي وو چې کله هم زما ريکارډنګ په جلال اباد کښې کوئ نو زه به د شنبې په ورځ درځم او بيا به درنه د دوشنبې په ورځ واپس راځم، همداسې وشوه، زه د شنبې په ورځ سحر وختي لاړم او هغوي مې د شپې ريکارډنګ خلاص کړ.
په جلال اباد کښې نرى نرى باران هم ورېده، ريکارډنګ هم ډېر په مزه او خوند وشو، ډېر خوند مو له ريکارډنګ نه واخست، دلته په ريکارډنګ کښې زما سره مير زمان ساګر، امير شاه تلاش، فرح خان، حنا او احمد ضياء عابر برخه واخسته، دلته مې د معشوق شاداب سره هم وليدل، هغه راته دخپل انټرنېشنل فلم (مبارزه) په هکله ډېر معلومات راکړل، ډېر خوشحاله شوم چې په افغانستان کښې هم داسې د لوى بجټ او انټرنېشنل فلم جوړېږي، د دې سره به يقيناً چې د افغانستان فلمونه وده وکړي او نړېوال مارکيټ ته به لاس رسى ولري.

Saturday, January 11, 2014

ترکي مُلا ميوزک بېنډ جوړ کړو

دلته درته د يو جمات د مُلا کيسه کوم، د ترکي اوسېدونکى ٤٢ کلن احمت مهسن نومي دا مُلا په خپل وړوکي شان کلي "پينار باسي" په جومات کې په باقاعدګۍ سره اذان کوي، جمع (لمونځ) ورکوي او له هغې وروسته خپل کور ته راځي، په کور کې خپله د خوښې موسيقي هيوي راک بېنډ غږوي او خپل سر د کوم سندرغاړي په څېر اړوي رااړوي، د هغه خپل شخصي راک بېنډ هم شته کوم چې څه موده مخکې يو کنسرټ هم کړى، د احمت هم دا دوه بېلا بېل شوقونه د ترکي مذهبي خلکو خوښ نه کړل، نو ځکه هلته د جوماتونو کنټرولونکي دولتي ادارې "ديانيت" د هغه خلاف د پلټنو پېل وکړ، چې ايا هغه د راک موسيقۍ سره سره د جومات امامت هم کولى شي او که نه.


موسيقي په اسلام کې حرامه ګڼل کېږي، نو په همدې وجه د مسلمانانو مذهبي طبقه د موسيقۍ خلاف ده او وخت په وخت د موسيقۍ خلاف فتوې هم خوروي، په داسې وخت کې هم د دې مذهبي طبقې يو کس (امام) خپل بېنډ او هغه هم "راک اېنډ رول" د موسيقۍ شېطاني صنف جوړ کړي، نو ظاهره خبره ده چې په دې څوک سترګې نه شي پټولى، د هم دې لپاره د ترکي حکومت د دې لبرل او ږير خريلي مُلا صېب په هکله پلټنې پېل کړې.
نړېوالې خبر خورونکې ادارې اې اېف پي سره په يوې مرکه کې احمت وويل: "ما نه دولت پلټنې کړې دي چې ايا زه موسيقي جوړولى شم او که نه، خو که د دوي پرېکړه هر څه وي زه موسيقي جوړول نه شم پرېښودى".
د احمت د راک بېنډ نوم "في راک" دى، نوموړي څه موده مخکې د سمندر په غاړه، د سېل په يو مشهور ځاى کې د زرو خلکو مخکې د خپل ميوزيکل بېنډ سره پرفارم هم کړى دى، خلکو خو ورته ډېرې چکچکې وهلې وې خو د ترکي دولت د احمت د ټېلنټ نه متاثره نه شو، نو په همدې خاطر په ترکي کې اتيا زره جوماتونه کنټرولونکې دولتي ادارې "ديانيت" د خپلو پلټنو پېل وکړ چې ايا د احمت موسيقي غږول غېر اسلامي دي؟ له دې پرته احمت په دولتي توګه باندې د جومات امام اخستل شوى دى نو په دې خاطر د هغه د بېنډ کمرشل حېثيت هم د نظر لاندې دى چې ايا د دولتي نوکرۍ سره سره هغه يو بل منافع بخش کار کولى شي؟
که د "في راک" سندرو ته وګورو نو د هغوي د وړومبۍ سندرې عنوان "د خداى په لور راشئ" دى، دا سندره په يوټيوب کاميابه شوې ده او دېرش زره خلکو خوښه کړې ده، د دې سندرې د ريليز کېدو سره سم په رسنيو او سماجي رسنيو کې د دې بحث پېل وشو چې ايا يو کس چې هغه دومره اهمه مذهبي ذمه واري ترسره کوي يو راک ميوزک بېنډ جوړولى شي؟
ږيره پاکه خريلې، سټائلش احمت مهسن چې تل سمارټ فون کاروي او په ټوېټر او فېسبوک انلاين وي، خپله موسيقي د "خداى روح" سره ملاوېدل تصور کوي، د هغه په وېنا هغه د راک بېنډ په ذريعه خلک د خداى لور ته راولي. د احمت پلار او نيکه هم د جومات امامان وو او د ماشوموالي نه يې د هغه په مزغو کې هم دا خبره اچولې وه چې هغه به د جومات امام جوړېږي، هغه چې کله د ١٩ کالو و نو د جومات د امام په حېث په دولتي توګه يې امامتي پېل کړه.
د جومات د امام نه يو راک اېنډ رول امام څه رنګ جوړ شو؟
احمت مهسن وايي چې په ټوله نړۍ کې د اسلام نوم خرابېږي او مونږ ته دا يادول پکار دي چې د اسلام درس برداشت دى، زمونږ مذهب هر يو انسان هم داسې قبلوي چې څه رنګ هغه وي، نو په دې خاطر زه د موسيقۍ په ذريعه خپل پېغام نورو خلکو ته رسوم.
چې د هغه نه وپوښتل شو چې که دولت هغه د موسيقۍ غږولو نه منع کړي نو بيا؟
د دې پوښتنې په ځواب کې احمت وويل چې زه به بيا قانوني جګړه کوم او د خپل وکيل په ذريعه به عدالت ته ځم او دا به ثابتوم چې زه څه کوم هغه صحيح دي.
د دولت نه پرته ځنې خلک هم د احمت مخالفت کوي، په خاصه توګه په سماجي وېب پاڼو باندې، د ترکي د يو ښار ماروين خلکو خو احمت ته دعوت ورکړ چې را دې شي او زمونږ په ښار کې دې کنسرټ وکړي خو واپس به ژوندى نه ځي.
د ترکي تجزيه کارانو دا خيال دى چې د احمت مهسن موسيقۍ دې تنازعې ته ځکه هوا ورکړه چې هغه مذهبي طبقې ته چېنج ورکوي او د ترکي حکومت په دې وخت کې مذهبي خلک باقاعده مرکز ته د راوستو کوشش کوي، نو په هم دې خاطر يې د مذهبي امورو وزارت هم جوړ کړى دى، چې په مذهب باندې سياسي اجاره داري جوړه کړي او خلکو ته ووايي چې څه حرام دي او څه حلال. د تجزيه کارانو چې هر څه خيال دى خو رښتيا دا دي چې په دې وخت کې د ترکي اولس د مذهبي او سيکولر طاقتونو په مينځ کې بيل شوي دي، د ځنو خيال دى چې د مذهب په عام ژوند کې اهميت شته او ځنې د دې نظريې خلاف دي.
احمت مهسن وايي چې د مُلا سره سره راک موسيقار کېدل د هغه د ژوند وړومبۍ پېښه نه ده، د دې نه مخکې هغه د رومانيه د يوې عيسايي جينۍ سره واده وکړو نو هم دا وړومبى ترکي مُلا و چې هغه د کوم بل مذهب جينۍ خپله ښځه کړله. احمت وايي چې د دې واده لپاره مې خپله کورنۍ ډېره په ګرانه رضا کړې وه او دا هم چې کله مې هم په خپلې مېرمن دا سختي نه وه کړې چې هغه دې حجاب په سر کړي.
د احمت د بېنډ نور ملګري هغه يو رښتونى ليډر ګڼي او وايي چې نورو مُلايانو ته پکار دي چې د احمت نه زده کړه وکړي.
د احمت مهسن خيال دى چې انسان د خداى پاک د ټولو نه ښايسته مخلوق دى او ټولو خلکو ته د يو بل سره مينه او د يو بل عزت کول پکار دي او د خلکو نزدې کولو يوه لار موسيقي هم ده.
د ترکي دولت لا د دې مُلا په هکله خپله فېصله نه ده اورولې چې ايا دى موسيقي غږولى شي او که نه، ځکه چې لا پلټنې روانې دي.

فېصل سعيد (اووۀ ورځنۍ هم شهري) ژباړه: رحمت ديوان

Thursday, November 21, 2013

د هوښيار شئ نوې پوسټرې

د هوښيار شئ نوې پوسټرې

رحمت ديوان
د هوښيار شئ ټيلي فلم نوې پوسټرې تاسې ګورئ، دا زما وړومبى ټيلي فلم دى چې زۀ پکې په مرکزي رول کې راروان يم.
انشاء الله چې ډېر زر به دا ټيلي فلم خپور شي.
د دې ټيلي فلم ډائريکټر او پروډيوسر اشفاق طورو دى او ما (رحمت ديوان) ليکلى دى چې مرکزي کيسه يې په فېس بک باندې چورلي.



Saturday, October 5, 2013

د "هوښيار شئ" ريکارډنګ شروع شو


د "هوښيار شئ" ريکارډنګ شروع شو

تېره ورځ ډائريکټر اشفاق طورو د خپل راروان ټيلي فلم "هوښيار شئ" ريکارډنګ په پېښور کښې شروع کړو چې په وړومبۍ ورځ پکښې د ټيلي فلم د مرکزي اداکار رحمت ديوان کار شروع شو او څلورمه حصه کار يې سر ته ورسېدو.

د دې ټيلي فلم ليکونکى هم رحمت ديوان په خپله دى او پروډيوسر يې اشفاق طورو دى.

په ټيلي فلم کې ځينو سپورټ اداکارانو هم حصه واخسته.

دا ټيلي فلم د فېس بُک په خاميو او جرمونو جوړ شوى دى چې ډېر زر به د نجي ټيلويزون نه خپور شي.

Thursday, September 12, 2013

"هوښيار شئ" په سوشل ميډيا جوړه شوې ډرامه

په پښتو ژبه کښې په وړومبي ځل په سوشل ميډيا باندې ډرامه "هوښيار شئ" به ډېره زر جوړه او خپره شي.


په دې ډرامه کښې دا ښودل شوي دي چې د سوشل ميډيا نقصانات څۀ دي او څۀ رنګ سړے کولے شي چې له دې ځان بچ کړي، په دې ډرامه کښې يو داسې کس ته چې هغه په فېس بُک غلط کارونه کوي خپل انجام ته رسول شوے دے.
دا وړومبۍ د سوشل ميډيا ډرامه ده چې ليکونکے يې رحمت ديوان دے او د دې ډرامې ډائريکټر اشفاق طورو دے، اشفاق طورو ډېر مشهور او تکړه ډائريکټر دے چې د "پړاؤ" او "محشر" په څېر اعلٰي ډرامې يې د اې وي ټي خېبر نه خپرې شوي دي.

Tuesday, May 7, 2013

د هندي سينما سل کاله: څه رښتيا، څه افسانه

د هند سينما سل کلنه شوه، په ١٩١٣ء کې ريليز شوي بې غږه فلم "راجه هريش چندر" نه واخله تر دې هفتې ريليز شوي فلم "بامبى ټاکيز" پورې هندي سينما لوى سفر کړى دى.

ځينې خلک د دې فلمونو سندرې، موسيقي، د رښتياو نه ډېره لرې دنيا خوښوي او ځينې د ژوند سره تړلي تراخه رښتيا ښودونکي فلمونه په زړۀ پورې ګڼي.
کال په کال د اميتاب بچن، شاه رخ خان، عامر خان او د سلمان خان په څېر لوى ستوري هره جمعه خپل خوبونه خرڅوي او خلک يې لاس په لاس اخلي، کله ډان، کله بازيګر او کله د دبنګ په څېره کې دوي مخې ته راځي.
د سلو کالو په پوره کېدو باندې په فلمي نړۍ کې د جشن ماحول دى، عامر خان په دې موقع وويل چې ما هم دلته ٢٥ کاله تېر کړي دي، د دومره زياتو هنرمندانو سره کار کول د وياړ خبره ده، کاش چې په دې موقع مې کوم فلم جوړ کړى واى.
د هندي فلمونو چې څومره ستاينه شوې ده، هم دومره په دې فلمونو تنقيد هم شوى دى، خو ډائريکټر انوراګ کېشپ د هندي سينما د راتلونکې نه خوښ دى.
د انوراګ وېنا ده چې: "د سينما راتلونکى په زړۀ پورې دى، په ټول هند کې چې اوس څه ډول فلمونه جوړېږي هغه ټول ترقي پسند دي، که هغه مراټهي دي، تمل او يا هم تيلګو فلمونه دي، تراوسه پورې مونږ په پړو تړل شوي وو، خو اوس مونږ ازاد يو، زمونږ سينما نوره هم پراخېږي، مخکې چې څه هم کېږي ښه به کېږي".

سينما په شا روانه ده؟
چرته چې انوراک کېشپ د هند سينما راتلونکى ښه ګڼي نو هلته اداکار سنجى سوري په هغه خلکو کې دى چې وايي سينما په شا روانه ده.

سنجى سوري وايي: "ماته داسې ښکاري چې د تېر په څېر زمونږ سينما په شا روانه ده، دا ډېره ښه خبره ده چې سل کلن جشن لمانځل کېږي، خو په راروانو کلونو کې به څه کېږي، زۀ دې ته سوچ وړى يم، داسې نه ده چې ښه فلمونه نۀ شي جوړېدى يا جوړېږي نه، خو په دومره تعداد کې نه جوړېږي، ځکه چې د دې دپاره ضروري ماحول نشته".
نوموړى وايي چې مخکې به هم په فلمونو کې جنسي منظرونه او عرياني ښودل کېده، خو اوس پکې بې وجه سنسني زياته شوې ده، دلته په سنسرشپ خبره کول هم ضروري دي، د فلم د کيسې ليکلو په وخت کې چرته په دې سوچ کوې چې دا فلم به په سنسر کې ونښلي او يا به د اخلاقي پوليسو په لاس کې راشي نو ليکونکي به ليکل پرېږدي.
يو وخت و چې د هند سينما د هندوستان په کلو، ضلعو او يا د بمبۍ او ډيلي په څېر ښارونو پورې محدوده وه، خو نن هندي فلمونه په يورپي هېوادونو کې هم لګي او ډالرې او پونډونه ګټي.
داسې تورونه لګي چې د هندي سينما ژبه، جامه او لهجه د هند د خپلې ژبې او طور طريقو نه لرې تلې ده، د "اويې لکي لکي اويې" په څېر فلم ډائريکټر دباکر بنرجي وايي چې هندي فلمونه بايد د نړېوالې سينما په ښو فلمونو کې ځاى جوړ کړي.
دباکر زياتوي: "مخکې په ٧٠ء او ٨٠ء کلونو کې د هندوستان سينما صرف د هنديانو لپاره جوړه شوې وه، خو اوس داسې وخت راغلى دى چې د نړېوالې سينما خلک هم هندي فلمونه کتل غواړي، زۀ د بالي ووډ خبره نۀ کوم، بلکې د هندي سينما خبره کوم، مونږ ته د دې سينما ژبه داسې جوړول پکار دي چې زمونږ خپله د هندي ژبه وي خو چې د بهر خلک هم پرې پوهه شي".


پېسه که فن؟

چرته چې فلمونه د تخليقي صلاحيت او د فن د نمائش يوه اهمه ذريعه ده نو هلته په دې پېسه هم ښه ډېره لګي او د دواړو په منځ کې دا جنګ له پخوا نه راروان دى. د "فائر"، "ارتهـ"، "بونډر" او "فراق" په څېر فلمونو اداکارې ننديتا داس په دې خبره خفه ده چې اوس په فلمونو کې په فن باندې پېسه زوروره شوې ده.

ننديتا مني چې: "په دې سلو کالو کې مونږ يوه موقع بائيللې ده او هغه دا چې مونږ د سرحدونو د ختمولو کوښښ نه دى کړى، مونږ په فلمونو کې طاقتور نه شو".
نوموړې زياتوي: "د مني کول يا کمار ساهني په څېر فلمونه نه شي جوړېدى، که هغه فلمونه د چا خوښ شي او يا نه شي، خو مخکې خو داسې وه چې دغه شان فلمونه به جوړېدل خو ضرور، نن سبا په فن باندې پېسه ډېره زوروره شوې ده، هر يو څيز ډېر زيات کمرشل شوى دى، وړومبى دا کتل کېږي چې فلم به څومره چلېږي، په ځاى د دې چې دا وکتل شي چې زمونږ کيسه څه ډول ده".
چې خبره د هندي فلمونو وي نو د سندرو او موسيقۍ ذکر هم پکې ضروري دى، نغمه نګار پرسون جوشي د هندي سينما برخه جوړېدو باندې وياړ کوي.
پرسون وايي: "د هندي فلمونو سل کلن سفر زۀ ډېر لوى سفر ګڼم، زمونږ په ژوند، د جامو اغوستو په طريقو، وېنا، ثقافت... په دې ټولو څيزونو چې څومره اثر فلمونو پرېښى دى شايد چې بل کوم څيز پرې دومره اثر کړى وى، نن د سينما نه پرته د هندوستان تصور کول ګران دي، تاسو سوچ وکړئ که چرته د فلمونو ډائيلاګ نه واى، نغمې نه واى..... په چاپېرچل کې د فلمونو ډېره لويه برخه ده او زۀ په دې وياړم چې د دې فلمي نړۍ برخه يم".
د ستاينې او تنقيد په منځ کې دا سل کلن سفر خو پوره شو، خو دا فقط يو پړاؤ دى، اميد دا کېږي چې د هندي فلمونو په څېر د دې سفر نقشه راتلل هم لا پاتې دي.

Thursday, March 21, 2013

په ټوله نړۍ کې مشهور فنکار سيد رحمان شينو

ليک: لايق زاده لايق
ژباړه: رحمت ديوان

د خېبر پښتونخوا خاوره ډېره زرخېزه ده، دلته ډېر داسې فنکاران زېږېدلي چې نه صرف په خپل ملک کې بلکې په ټوله نړۍ کې يې نوم پېدا کړى، که ادب دى، د ژوند په هره شعبه کې د دې خاورې ستاينه شوې، اوس اوس د خېبر پښتونخوا د حکومت له اړخه په صدارتي اېوارډ يافته کسانو کې د يو داسې فنکار زياتوالى شوى، د کوم چې نوم، کار او منفرد سټائل هر کس ستايلى دى.

رحمت ديوان او سيد رحمان شينو

د سيد رحمان تعلق په پېښور کې د باړې سړک سره نزدې پشته خره کلي سره دى، نوموړي په ١٩٥٢ء کې د اعوان په کورنۍ کې د عزيز خان په کور کې سترګې پرانستي، د سيد رحمان نيکۀ نعمت الله خان ته په خپله سيمه کې خلکو په درنه سترګه کتل، د عزيز خان څلور زامن او دوه لوريانې دي، نو د سيد رحمان په وروڼو کې سردار خان، حکيم خان او نواز خان شامل دي.
د زېږېدو نه دوه کاله وروسته د سيد رحمان پلار عزيز خان له دې نړۍ سترګې پټې کړې، له هغې وروسته نوموړى د خپلې مور سره چې د جمرود اوسېدونکې وه، سره خېبر اېجنسۍ ته راغلو، دې حالاتو د سيد رحمان په مازغو ډېر اثر وکړو، د کوم له وجې چې نوموړي نه زده کړې پاتې شوې، دوي ته د خپل ماشوم والي استادان نظام الدين او سرور اوس هم يادېږي. سيد رحمان ډېر خوش مزاجه وه، هر چرته چې به وه نو په خپلو خندونکو خبرو به يې خلک خوشحالول.
د کال ١٩٧١ء پېښه ده، چې کله سيد رحمان ته، چې د مينې نه به ورته ملګرو "شينى" ويلو، يو زوړ ملګري مېجر جمال په کامرس کالج پېښور کې په يوه سټېج ډرامه کې د کار کولو بلنه ورکړه، دى وايي چې ما يقين نه شو کولى چې د دومره خلکو په موجودګۍ کې به زه څه رنګ څه وويلى شم، خو د مېجر جمال تسلۍ راته حوصله راکړه. مېجر جمال وايي چې د څو سياسي خلکو د دخل اندازۍ نه پرته هم مونږ دا ډرامه څلور ځل وړاندې کړه، په کومې کې چې د سيد رحمان په کار هغه ته "قائد اعظم اېوارډ" ورکړل شو.
سيد رحمان په عام ژوند کې د رکشې ډرائيور وه او د ژوند تېرولو ذريعه يې هم دا رکشه وه، د دوي په وېنا چې په ١٩٧٢ء کې د دوي ليدل د مشهور فلمي ليکونکيو مراد شنواري، قاسم حسرت او يونس قياسي سره وشول، په دې وخت کې مرحوم فلم ډائريکټر صنوبر "تربور" او "د ګودر غاړه" په جوړولو بوخت و، صنوبر يو مردم شناس انسان وه، هغه سيد رحمان له په فلم "تربور" کې يو رول ورکړه او "شينو" يې ورته وويل، داسې په پشته خره کې په ١٩٥٢ء کې پېدا شوى سيد رحمان "شينى" سيد رحمان شينو شه، په هم ١٩٧٢ء کې مراد شنواري سيد رحمان شينو راډيو پاکستان پېښور ته راوست او د نواب علي خان يوسفزي سره يې ورله ليدل کتل وکړل، د نواب علي يوسفزي نه وروسته مرحوم اېم کى شاهد او مرحوم ارباب رشيد احمد خان د سيد رحمان شينو د فن په سنګارولو کې پوره پوره رول ترسره کړو.
په دغه ورځو کې د "وحدت" ورځپانې چيف ايډيټر پير سفيد شاه همدرد په راډيو پاکستان پېښور کې نوکر وه، سيد رحمان شينو له ده سره تر يو کاله پورې په "کلي وال" خپرونه کې کار وکړو، په کوم کې چې د ده فرضي نوم "باز دا" وه. "کلي وال" خپرونې د سيد رحمان شينو په مشهورتيا کې ډېر زياتوالى وکړه، د شينو په وېنا چې ده ته به د دې خپرونې د ټولې مياشتې ٥٢٥ روپۍ ورکول کېدې، کوم چې ډېر لوى اعزاز وه.
په ١٩٧٤ء کې د پېښور ټېلي ويزن سابق جنرل منېجر فرمان الله جان د يو کردار په تلاش کې راډيو پاکستان پېښور ته راغلو، ځکه چې هغه ته پته وه چې هم دا راډيو د فن پوهنتون دى، دلته عرفان الله عرفان هغوي ته سيد رحمان شينو وروپېژنده، د ټېلي ويزن نه يې وړومبۍ ډرامه "اګۍ ال" په ١٩٧٤ء کې خپره شوه، د کوم چې نوموړي ته صرف ٩٥ روپۍ ورکړل شوې وې. سيد رحمان شينو د راډيو پاکستان پېښور نه د خپرونې "ټنګ ټکور" وياندوي څوارلس کاله وکړه او په دومره ډېر وخت کې هم د دې خپرونې مينه وال کم نه شو.
د خبرې نه خبره ويستل د سيد رحمان شينو کمال دى، ډېر کم لوستونکى دى خو په حاضر ځوابۍ کې کمال نه لري، دا نوموړى د يوې اپريدۍ مور ننګيالى زوى دى، نو ځکه په ملګرتيا کې کلک، په خبره رښتونى او په وعده ولاړ فنکار دى، په دې دومره موده کې د نوموړي د ډرامو شمېر په زرګونو دى، دوي وايي چې زما خپل کوشش دا وي چې په هره ډرامه کې يو مختلف رول ترسره کړم او د دوي ارمان دى چې د فن نوې لارې راپېدا کړي.
راډيو پاکستان پېښور چې د موسيقۍ خپرونه "ميوزک چېنل هنډرډ" پېل کړه نو د هغه وخت سټېشن ډائريکټر نثار محمد خان په خپله سيد رحمان شينو د دې خپرونې لپاره خوښ کړو، هره ورځ دا درې ساعته خپرونه تر درې کالو پورې دوي خلکو ته ورسوله، دې مشهورې خپرونې ته راتلونکي تيليفونونه د زرګونو نه زيات و.
زه په دې خبره ډېر زيات خوشحاله يم چې نن سبا د ثقافت او کلچر وزير ميا افتخار حسېن او د هغوي د نورو ملګرو په مينه او عقيدت نن سيد رحمان شينو هم په صدارتي اېوارډ يافته فنکارانو کې شمېرلى شي.
د پرون شينو نن هم د خپل فن په خدمت کې بوخت دى، د دوي درې بچي دي، يوه لور او دوه زامن، کوم چې د خپل پلار په شخصيت وياړ کوي، خو په خپله يې دې اړخ ته نه دي کتلي، ښايي د دوي پلار په خپله خپل بچي دې اړخ ته راوستل نه غواړي، خو بيا هم اوسني حکومت چې د فنکارانو سره څومره مرسته او مينه کړې نو په تېر وخت کې د هغې ثاني نشته.

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.