Tuesday, November 14, 2017

"له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې"

په افغانستان کې که څه هم د کتاب د لوست کچه ټيټه ده، خو هره ورځ په پښتو ژبه کې نوي نوي کتابونه چاپ کېږي، چې له شاعرۍ او ادبياتو پرته په نورو مهمو سکالوګانو ليکل کېږي. په دې لړ کې يو نوى کتاب ((له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې)) په نوم چاپ شوى دى، چې په پښتو کې لومړنى داسې کتاب دى، چې له انټرنېټه د پېسو ګټلو په اړه دى.
د کتاب ليکوال رحمت ديوان دى، چې له دې مخکې يې هم څلور کتابونه خپاره شوي دي. نوموړي د ((تړون))، ((د عدم تشدد علمبردار څوک و؟))، ((خدمت؟)) او ((بريالى ماموريت)) په نوم کتابونه ليکلي دي، چې لوستونکو خوښ کړي دي.

خو دا ځل رحمت ديوان داسې يو کتاب ليکلى، چې تراوسه پورې پرې ډېر خلک باور هم نه کوي، خو په کتاب کې په بشپړ ډول په دې اړه مالومات ورکړل شوي دي او شپږ سوه لارې په ګوته شوي دي، چې خلک ترې پېسې ګټلاى شي.

په دې کتاب کې نه يواځې دا چې له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې په ګوته شوي دي، بلکې ليکوال په لومړي سر کې خپلې تجربې هم په کتاب کې ورزياتې کړي دي، نوموړى وايي چې له ٢٠١٠ز کال راهيسې په انټرنېټ انلاين کار کوي او تر دې دمه پکې لګيا دى.

ليکوال د شپږو سوو لارو ترڅنګ د ځينو اکاونټونو د جوړولو اړوند هم خپلې تجربې شريکې کړي دي او د يادو اکاونټونو د جوړولو په اړه يې هم بشپړ مالومات ورکړي دي.

د کتاب تر څنګ د #ډيجيټل_افغانستان او #DigitalAfghanistan هشټيګونه هم کارول شوي دي، په دې اړه ليکوال وايي، چې غواړي افغانستان په ډيجيټل نړۍ کې وځلېږي. هغه زياتوي، په نوره نړۍ کې خلکو په ډيجيټل يا انټرنېټي برخه کې ډېر پرمختګونه کړي دي، خو افغانستان اوس هم په دې برخه کې ډېر وروسته دى.
د کتاب ترلاسه کولو ادرسونه:
ننګرهار: ١-: مومند کتابپلورنځى ٢-: ختيځ کتابپلورنځى ٣-: مازيګر کتابپلورنځى ٤-: کلاسيک کتابپلورنځى
کابل: ٥-: اکسوس کتابپلورنځى ٦-: سروش کتابپلورنځى
کندهار: ٧-: کروړ کتاب او قرطاسيه پلورنځى
خوست: ٨-: ژوندون کتابپلورنځى
پکتيا: ٩-: روحاني کتابپلورنځى

Wednesday, September 21, 2016

هويت

"قسم په خداى که به ماجر يم، پاکستانى کارت لرم".
د پېښور پوليس يو ځوان له تالاشي اخيسته.
"بي بي جي! قسم دى چې دا پاکستانى نه دى، دا خو چاينه والا دى".
لږ دېخوا يو دوکاندار د تور پړوني ښځې ته،
د جوسو جوړولو مشين په اړه معلومات ورکول.
د هالېنډ په تراپل کې د پناه غوښتونکو دفتر کې، 
ګڼ شمېر کسان د خپلې مرکې وار راتلو ته ولاړ و.
دوه پښتانه له دننه په چاقو چاقو قدمونو راروان وو،
مخکې روان تن وروستي ته لګيا و:
"په رب قسم چې که پاکستانى يم،
د نينګرهار سوچه اوغانى يم"


ليکوال: رحمت ديوان
٢١، ٩، ٢٠١٦م
پېښور

Saturday, September 17, 2016

جنګ

د فېسبوک په پاڼه روان وم، د خلکو پوسټونه مې کتل. د يوې ماشومې ويډيو په ليدو ودرېدم. د پلى بټنې ته مې ټک ورکړ. يو سړى ماشومې ته وايي: "پلار دې څه شو؟". "مړ شوى". ماشومه ځواب ورکړي. "چرته مړ شوى". "مړ شوى". سړى ترې بيا پوښتنه کوي: "پلار دې چرته مړ شوى؟". "جنګ کې". ما محسوس کړه، چې زه ژاړم. په سترګو مې لاس راښکه، اوښکې، اوښکې خو نه وې. نه پوهېدم ولې، د لېپ ټاپ په سکرين مې وليدل، "پلار مې مړ شوى". "چرته؟". "په جنګ کې". زما د لور سترګو نه، دوه غټې اوښکې روانې وې.


رحمت ديوان ١٧، ٩، ٢٠١٦ء پېښور

Friday, September 16, 2016

څرمن

"مولانا صېب! زه د مالي ستونزو ښکار يم،
زما لپاره خو لږه دعا وغواړئ".
ما د خپلې کوڅې د جومات امام صېب ته خواست وکړو.
"زه بخښنه غواړم،
ستاسو لپاره دعا نه شم غوښتى،
تاسو زمونږ مسلک سره تړون نه لرئ".
مولانا صېب صفا ځواب راکړو.
زه په خپله خبره ډېر پښېمانه شوم.
د اختر په ورځ مولانا صېب د خپلو رضاکارانو سره زما کور ته راغلو.
وې ويل: "د قربانۍ څرمن مونږ له راکړه".
ما ورته عرض وکړو: 
"خو زما تړون خو ستاسو مسلک سره نه دى".
هغوي وويل:
"بالکل، خو ستا د بيزې تړون زمونږ مسلک سره و".


ليکوال: مبشر علي زېدي
ژباړن: رحمت ديوان

Wednesday, September 14, 2016

بدلون

پرون زما لور خپلې نيا نه ډوډۍ پخول زده کړل.
زما لور ماشومه نه ده، کالج کې زده کړې کوي.
بس، په لومړي ځل ورله اشپزخانې ته د ننوتلو خيال ورغلو.
زوي مې تېر ماښام په لومړي ځل کوڅه کې کرکټ وکړو.
د ډېرې هڅې نه پس هم هغه بال ونه کړى شو.
هغه په دې خبره هم حېران شه، چې د کوڅې دوه هلکان يې همصنفيان دي.
ښځې مې نوکره منعې کړه، ډېره موده پس يې جامې په خپله ووينځلې.
او پرون ما هم ډېره موده پس يو کتاب ولوست.
په اصل کې پرون زمونږ وائي پائي خرابه شوې وه.

ليکوال: مبشر علي زېدي
ژباړه: رحمت ديوان


قرباني

"بابا! زما د يوې ملګرې واده دى،
د هغې پلار مړ شوى دى،
ټولې ملګرې ورله د جهېز سامان راجمع کوي.
تاسو څه راکولاى شئ؟".
لور مې پوښتنه وکړه.
ما ورته وويل:
"زما  سره د لوى اختر لپاره پنځوس زره روپۍ دي،
که هغه مې درکړې، نو قرباني به ونکړى شو".
لور مې وويل:
"نو بيا قرباني څه ته وايي؟".
ما پوهه کړه:
"لورې! قرباني څاروي حلالولو ته وايي،
جهېز خو هسې هم يو لعنت دى،
ته په واده کې د پنځه سوه روپو ډالۍ ورکړه".
دې ويلو سره زه د څاروي اخيستو لپاره د څاروو منډۍ ته روان شوم.

ليکوال: مبشر علي زېدي
ژباړن: رحمت ديوان

Monday, March 21, 2016

خوشحال خوشحال ؤ او فردوسي فردوسي

رحمت ديوان
قيصه داسې وه چې د پښتو اکېډمۍ په هال کښې د خانه فرهنګ ايران په شراکت يو علمي او ادبي نشست "د فردوسي او خوشحال خان خټک په رزميه شاعرۍ کښې شريک اقدار" په ١٤م مارچ ٢٠١٦ء راجوړ شوے وو، چې پکښې محترم سعدالله جان برق صېب صدر وو او په سټېج نور مېلمانه داور خان داود، نصرالله جان وزير او د خانۀ فرهنګ ايران ډائرېکټر علي يوسفي ناست وو.
په خبرو کوونکو کښې ښاغلي پروفيسر غيور حسين د خوشحال خان خټک او د فردوسي د ژوند خاکه وړاندې کړه، هغه ووئيل چې د خوشحال خان خټک او فردوسي حالات يو رنګ وو، خوشحال خان خټک هم اول د اورنګزېب لپاره کار کوو او بيا يې مخالف شو، هم دغسې فردوسي هم اول د محمود غزنوي دپاره شاهنامه فردوسي وليکله خو بيا يې وروسته مخالف شو.
هغه بيا دا قيصه نوره هم روښانه کړه چې فردوسي څنګه د محمود غزنوي دپاره شاهنامه فردوسي وليکله او بيا يې څنګه مخالف شو، خو د خوشحال خان خټک په اړه يې نور مخکښې څه ونۀ وئيل، ما خو چونکې په خپله باندې فردوسي نۀ لوستے دے او نۀ يې د ژوند د پېښو نه خبر يم، خو دغه ښاغلي چې دلته د فردوسي په اړه څه ووئيل، د هغې مطابق فردوسي د محمود غزنوي دپاره شاهنامه فردوسي وليکله، چې هغه ورسره وعده کړې وه چې د يو شعر په سر به يو د سرو زرو اشرفۍ ورکوي، چې پکښې خوا و شا شپېتۀ زره شعرونه دي، خو چې کله هغه فردوسي "شاهنامه فردوسي" سر ته ورسوله او دربار ته لاړو، نو د محمود غزنوي ځينې وزيرانو د هغه غوږونه ډک کړي وو او بيا يې د فردوسي سره هغه وعده پوره نۀ کړه، چې له دې غمه فردوسي دغه ښار پرېښود او بل خوا لاړو.

دغه ښاغلي د فردوسي او خوشحال خان خټک د ژوند حالات ډېر په اسانه د يو بل سره وتړل او دواړه يې يو شان وښودل، چې دواړو اول د وخت د بادشاهانو دپاره کار کولو، خو وروسته يې ورسره مخالفت راپېدا شو.
ښاغلي پروفيسر صاحب بې د څه تحقيقي کړاؤ نه په څرګندو مشترکاتو خپله رايه د موقعې په مناسبت قائمه کړه، بلکې کۀ دا ووايم چې د دغه دواړو لويو هستيو په حقله د ښاغلي پروفېسر په ټوله وېنا کښې صرف د خوشحال او فردوسي شعريت مشترک وو، نور هيڅ نۀ، نو بې ځايه به نۀ وي. 
که د خوشحال خان خټک ژوند يې په صحيح معنو کښې نۀ وي لوستے نو اول خو دې يې ولولي، ګنې بيا دې يې د نورو خلقو سره داسې يو ځاے کوي نۀ، ځکه چې خوشحال خان خټک د اورنګزېب منصبدار وو، خو چې کله هغه پوهه شو چې مغل د هيچا هم خپل نۀ دي او د مغلو دپاره د پښتنو وهل خپل قام تباه کول دي، نو بيا يې پښتانۀ د مغل خلاف راپاڅول او تر مرګه پورې يې د مغلو خلاف جنګ وکړو، توره او قلم يې دواړه ښۀ په نره وچلول.
خوشحال خان خټک په خپله شاعرۍ کښې د خپل نيول کېدو او بيا د قېد خبره ځاے په ځاے کړې ده، هغه دا خبره څو ځايه ذکر کړې ده چې:
په ناحقه يې زنځيرونه را په پښو کړل
واه واه هسې نوازش هسې محال

په ناحق د اورنګزېب په بند بندي يم
خداے خبر دے په تهمت او په بهتان
لکه زۀ وم په راستۍ په درستۍ کښې
د مغل په خدمت نۀ وو بل افغان

په ناحق يې په زندان کړم يو څو کاله
خداے خبر دے کۀ په خپله ګناه شک يم
نو د خوشحال خان خټک د دغه پاسنو شعرونو نه معلومېږي چې هغه اورنګزېب ولې قېد کړے ؤ، د هغۀ د قېد کولو هيڅ وجه هم نۀ وه، خو په قېد په کښې بيا هغه د ځان سره دا فېصله وکړه چې اوس څه کول پکار دي. لکه چې وايي:
پس لۀ بنده دے دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
يا نيولے مخ کعبې ته
يا مغلو سره رزم
يا يو کونج د غرۀ نيولے
نمونځ روژه د لوستو بزم
او په دې کښې بيا خوشحال خان خټک د مغلو سره رزم ته ملا وتړله.
بل خوا فردوسي صرف په دې خبره خفه شوے ؤ، چې هغه ته مطلوبه اشرفۍ ولې ور نۀ کړل شوې، خو خوشحال خان خپل د ژوند ټول حال په خپلو شعرونو کښې څرګند کړے دے، که يو خوا يې د مغلو سره د خپلې منصبدارۍ قيصه کړې ده نو بل خوا يې د مغلو خلاف د جنګ قيصې هم کړي دي، خوشحال خان خټک خو په دې نظر ؤ چې:
د هغۀ شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر دردانې پلوري په مال
نو زمونږ خوشحال په اشرافو، اشرفو، تشريفونو او "شريفانو" شعرونه نۀ ليکل.
د هغۀ شاعر مخ تور شه چې په طمع
وَ هر در و هر دربار وَ ته ولاړ دے
نو بيا دواړه څنګه يو شان کېدے شي، چې يو خوا يو د پېسو (اشرفو) دپاره شعرونه ليکي او بل هغه شاعر، چې د پېسو دپاره شعرونه ليکي، ته ښېرې کوي چې په ژبه دې يې دانې وشي، نو بيا د دواړو د وخت د بادشاه سره مخالفت يو شان څنګه کېدے شي.
يو شاعر په دې د وخت بادشاه سره مخالفت کړے دے چې هغه ته مطلوبه اشرفۍ نۀ دي ملاؤ شوي، بيا که وروسته هر څه قيصه شوې ده، په هغې پسې زۀ تلل نۀ غواړم، خو بل خوا خوشحال خان خټک د پښتنو په ننګ ودرېدۀ او په مغلو پسې يې توره راواخيسته.
اېمل خان دريا خان دواړه خودبين لاړل
اوس خو پاتو و مغل ته يو خوشحال دے

و مغل ته به هسې کار ښکاره کړم
چې راضي راڅخه روح د فريد خان شي
په جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي

پښتنو زلميانو بيا لاسونه سرۀ کړل
لکه باز منګولې سرې کا په خپل ښکار
اېمل خان دريا خان دواړه مرګ يې مۀ وے
هېڅ تقصير دواړو ونۀ کړو وار په وار
د خېبر دره يې سره کړله په وينو
په کړپه يې هم روان کړو دندوکار
بله هيڅ ليدلے نۀ شي په دا منځ کښې
يا مغل لۀ مينځه ورک يا پښتون خوار
نو که څوک ښاغلے په دې خبره کوي، نو بايد چې د فردوسي مقام په خپل ځاے وستايي او د خوشحال خان په خپل ځاے، بې شکه چې دواړه ستر شاعران  وو، خو د دواړو مخالفت د وخت د بادشاهانو سره يو شان نۀ وو، د دواړو په مخالفت کښې ډېر فرق وو او د دواړو د مخالف کېدو قيصه ښه واضحه او روښانه ده.

(په اووۀ ورځني "خپلواک" ٢٠ مارچ ٢٠١٦ء کښې چاپ شوې ليکنه).

Saturday, March 12, 2016

مات ګوډ کلام

په مشاعرو او ادبي غونډو کښې به تاسو د ډېرو شاعرانو نه دا خبره ډېر ډېر ځل اورېدلي وي، چې د خپل غزل يا د شعرونو وئيلو نه مخکښې به دا خبره وکړي: "زۀ خپل يو څو مات ګوډ شعرونه وايم"يا "دا مات ګوډ شان غزل دے".

دا او دغسې "مات ګوډ کلام" به تاسو په هره غونډه کښې اورېدلے وي، په هره غونډه کښې به مو دا لفظونه د غوږونو سره جنګېدلي راجنګېدلي وي، خو زۀ دغه "مات ګوډيانو" ته دا وئيل غواړم چې وروره! تاته په خپله د دې خبرې پته ده چې دا کلام "مات" هم دے او "ګوډ" هم، نو بيا پرې ولې زمونږ وخت خرابوې.

ځکه چې د "مات" او بيا ورسره "ګوډ"، دا خو زياتے دے چې سړے په دې مصروفه ژوند کښې يو څه وخت د داسې غونډې دپاره وباسي، چې هلته يو څو لحظې په خوند او خوشحالۍ تېرې کړې، نو هلته هم ورپسې تاسو "مات" او "ګوډ" څيزونه راوړئ او د سړي ټول خوند خرابوئ.

د "مات" او "ګوډ" د دې قيصې سره يو "ړوند" هم ملګرے ؤ، خو نۀ پوهېږم چې دلته پکښې هغه "ړوند" ولې ورک شوے دے، که ړوند پکښې دلته واپس دوي راپېدا کړي نو دا به بيا هغه زړه قيصه هم ټيک شي او زمونږ هم الله خېر سلا، ځکه چې د مات او ګوډ سره ړوند يو ځاے شي، نو بيا خو هر څه ټيک دي، دغه محترم، ښاغلي او نوموړي شاعران يا د قام سترګې به دغه "مات او ګوډ" څيزونه په ړندو سترګو نۀ ويني او مونږ به هم خپل کاڼۀ غوږونه کاڼۀ وساتو او د دغو "ماتو ګوډو" د کلامونو د نۀ اورېدلو ګناه به په ځان واړوو.

مخې ته غبرګې خويندې راغلې
لکه جوړه د شرمښانو مات يې کړمه

بس په دغه ټپه کښې دومره خواري وکړئ، چې د "خويندې" په ځاے پکښې "شاعران"، د شرمښانو په ځاے پکښې "مات او ګوډ کلام" او په "مات" خو نو تاسو په خپله ښه پوهه يئ، که څوک نۀ وي پوهه نو الله دې يې پوهه کړي.
يوه بله ضروري خبره دا هم ده، چې "مات" او "ګوډ" سړي ته کله هم چا په ښه سترګه نۀ دي کتلي، ځکه چې يو سړے مات شي نو د هغۀ خو نۀ بيا په کور کښې عزت وي، نۀ يې په کلي کښې وي او نۀ يې په يارانو دوستانو کښې څه پوټے غوندې عزت پاتې شي. "مات" سړي ته هر سړے پېغور هم ورکوي او هر سړے پرې ريشخند هم وهي، بل خوا د "ګوډ" بېچاره هم دغسې حال وي، نو اوس تاسو ووايئ، چې ستاسو "مات" او "ګوډ" کلام ته به سړے څنګه واه واه او ډېر ډېر ښه ووايي، ځکه چې تۀ يې په خپله ماتوې او ګوډوې نو بس.............. پوهه شه.

راځئ چې دلته د دې لفظونو معنې هم وګورو، په درياب او تشريحي پښتو قاموس کښې د "مات" معنى "د روغ ضد، نيم، چاودے، ټوکړې، مات شوے" راغلې ده او په زاهد پښتو قاموس کښې ورسره "شکست" او "تېښته" معنى هم ليکلې شوې ده. نو چې يو سړے د خپل کلام نه تېښته هم کوي او شکست يې هم ترې خوړلے وي، د هغې نه علاوه د هغه کلام مات شوے هم وي او چاودې چاودې هم وي، نو بيا پرې نور ولې زړۀ خورده کوي.

او ګوډ خو نو هسې هم ګوډ دے، هغه بې چاره به په ګوډو پښو تر نورو څنګه ورسي، نو دلته چې بيا دومره پوهه او د قام سترګې، مونږ په دې ماتو او ګوډو کلامونو نمانځي، نو سړے بس په يو دوه کښې حېران شي.
زما خو هغه ټولو "ماتو" او "ګوډو" ملګرو ته دا خواست دے چې:

حاجت دې نشته د وئيلو
ماته معلوم دي سراسر واړه حالونه

رحمت ديوان

په اووۀ ورځني "خپلواک" کښې په ١٣م مارچ ٢٠١٦ء کال چاپ شوے، د ورځپاڼې چاپي بڼه يې لاندې وګورئ:


Monday, March 7, 2016

د اجمل خټک ادبي جرګې د اېوارډونو وېش

اجمل اخټک ادبي جرګه هر کال ځينو کتابونو له اېوارډونه او ځينو له د ستاينې سندونه ورکوي. په تېرو ورځو کښې د دې جرګې د اېوارډونو غونډه وشوه چې پکښې قريباً ١٢ کتابونو ته اېوارډونه ورکړے شول او ١٥ کتابونو ته پکښې د ستاينې سندونه ورکړے شول.

د دې جرګې کتابونو ته اېوارډونو ورکولو معيار او بنياد څۀ دے؟ په دې خو زۀ نۀ يم پوهه، خو دلته فقط په دې خبره کول غواړم چې په دغه ليسټ کښې کوم کوم کتابونه شامل دي، په هغې کښې ځينې داسې کتابونه هم شته چې (زما په خيال) د چاپ لائق هم نۀ وو، چې چاپ شوے وے، خو دلته ورته اېوارډ هم ورکول کېږي، دا ډېره د حېرانتيا او د فکر خبره ده.
په هر ځائے کښې او هر چرته چې اېوارډ ورکولے کېږي، نو دا لازمي خبره ده چې د هغه اېوارډ سره څۀ پېسې هم وي، بې د پېسو اېوارډ څوک چاته نۀ ورکوي، دلته دوي يو خو د اېوارډونو سره پېسې نۀ ورکوي، بل داسې کتابونو ته اېوارډونه ورکوي، چې هغه کتابونه په لوستو هم نۀ ارزي، نو اېوارډ خو لرې خبره ده.
د ارواښاد اندېش شمس القمر د کتاب "پېمانه د غزل" او د ارواښاد صاحب شاه صابر صېب د کتاب "د پښتو شاعرۍ په وده کښې د تنقيد کردار" په څېر کتابونو سره داسې کتابونه په يو ليسټ کښې کېښودل، چې هغه په يو ځل کتو هم ګران وي، که زياتے نۀ دے نو څۀ دي؟
د دې دومره لوے شخصيتونو د دومره ګټورو کتابونو سره په يو صف کښې داسې بې ارزښته کتابونو له اېوارډونه ورکول نۀ صرف دا چې د پښتو ادب او پښتو کتابونو سره نا انصافي ده، بلکې دا د اجمل خټک د نوم سره هم يو قسم له زياتے دے، چې د اجمل خټک بابا د نوم لاندې د پښتو په نوم ځينې ښاغلي داسې کارونه کوي، چې د کتاب معيار ته نۀ ګوري او هغې له اېوارډونه ورکوي.
د يو ليکوال سره (چې په تېر کال کښې يې کتاب چاپ شوے دے) مې خبرې کولې، نو هغه راته ووئيل چې ماته تراوسه درې کسانو ټيليفون کړے دے، چې خپل کتابونه ورولېږم، خو زما دغه اېوارډونه ځکه نۀ دي پکار، چې د يو داسې کس د کتاب سره به زما کتاب يو ځاے پروت وي، چې خلق يې په ويړيا اخيستو هم پښېمانه وي.
نو په ويړيا کتاب خو سړے هله پښېمانه شي، چې کله په کتاب کښې درې ټکي د لوستو هم نۀ وي. مطلب مې دا نۀ دے ګني چې په دغه کتاب کښې به بېخي داسې څۀ نۀ وي چې سړے يې ونۀ لولي، ځکه چې د يو پوهان خبره ده چې کتاب چاپ شي نو په هغې کښې ضرور داسې يو څو ټکي وي چې په لوستو ارزي، زما خو مطلب دا دے چې دغه کتاب د اېوارډ مستحق ګرځول، ډېره نا انصافي ده.
د اجمل خټک ادبي جرګې غړي بايد چې په دې لار کښې نور پام وکړي، کۀ هم دغسې هغوي خپلو نازولو خلقو له اېوارډونه ورکوي، نو د هغوي د اېوارډ به هيڅ ارزښت پاتې نۀ شي، ځکه چې اېوارډ په ښۀ کار ورکولے شي، نۀ چې په داسې کتاب چې خلق يې په لوستو پښېمانه کېږي.
او رښتيا، که چرته دوي بيا داسې کېټيګري هم وټاکي، چې د ښو کتابونو سره خرابو (بخښنه غواړم، دلته د خرابو نه زما مطلب کم ارزښته، بې ګټې يا غېر معياري کتابونه دي) کتابونو له هم پکښې اېوارډ ورکوي، خو چې دا بيا بيل بيل کړي، چې ليسټ يې بيل وي نو بيا به پکښې دا خبره نۀ وي، چې دوي ولې داسې غېر معياري کتابونو له اېوارډونه ورکوي.
بل دا چې په کال کښې يو اېوارډ ورکول پکار دي، خو د کال د ټولو نه ښه کتاب ته، چې د اېوارډ سره پېسې هم وي او اېوارډ هم په مېرټ ورکړے شي، چې دغسې د مېرټ خيال نۀ ساتلے کېږي، نو بيا خو د دې اېوارډ څه ګټه نشته، ځکه چې ماته اوس هم داسې ځاے معلوم دے چې هلته د دې جرګې د تېر کال اېوارډونه هم پراتۀ دي (که اوس نۀ وي نو څۀ نۀ شم وئيلے). بايد چې دوي د اجمل خټک بابا د نوم لاندې د اېوارډونو ورکول د مېرټ په بنياد کړي، که نۀ وي، نو نور خو تاسو پوهه يئ کنه.

ليکوال: رحمت ديوان

Tuesday, December 29, 2015

هوښيار شئ - په فېسبوک باندې جوړ شوی پښتو فلم

د ((هوښيار شئ)) قيصه د سوشل ميډيا نه چاپېره چورلي، چرته چې د سرفراز او رخسار په فېسبوک باندې د يو بل سره ملګرتيا جوړېږي، بيا دواړه مينه کوي او له يو بل سره بهر ليدل پېل کوي، بيا له هغې پس سرفراز خپله اصلي څېره راښکاره کوي او رخسار بلېک مېل کوي، ځکه چې د رخسار ځينې غېر اخلاقي څيزونه يې ترلاسه کړي وي، چې کله رخسار د سرفراز خبره نه مني نو بيا سرفراز د هغې غېر اخلاقي تصويران په سوشل ميډيا خپروي او داسې يوه بې ګناه جينۍ خپل ژوند دلاسه ورکوي.


په ((هوښيار شئ)) کښې دا ښودل شوي دي چې هلکان په څه ډول جينکۍ په فېسبوک باندې د خپلې مينې په جال کښې راګېروي او بيا د هغوی د ژوند او د عزت سره لوبې کوي.

دا ډرامه ۲۲ دقيقې وخت لري چې مرکزي رول پکې رحمت ديوان او ملالۍ ترسره کړی دی، پروډيوسر يې عبدالولي خان او ليکوال او ډائريکټر يې رحمت ديوان دی، جبکه کښې کېمره مېن يې صاحب جان عامر دی.

په ډرامه کښې په خاصه توګه باندې پېغلو ته دا پېغام ورکړی شوی دی چې په سوشل ميډيا دې په چا باور نه کوي او د داسې خلقو نه دې ځان لرې ساتي چې سبا يې ژوند او عزت ته خطر پېښېږي.

هوښيار شئ په يوټيوب کښې وګورئ



هوښيار شئ په فېسبوک کښې وګورئ


Hokhiar Shai | Pashto Short FilmThe short story of this filmA boy Sarfaraz makes friendship with a girl Rukhsar on...
Posted by Rehmat Dewan on Wednesday, November 25, 2015

ستاسو د نظر په هيله او د خپلو ملګرو سره يې ضرور شئير کړئ

Monday, November 2, 2015

د څو لحظو لويه قيصه

د څو لحظو د لويې قيصې نه شروع دا سفر په تا سره خبرې نه دی ختم شوی، (ماته پته نشته چې د طاهر اپريدي صېب وړومبی کتاب کوم يو دی، خو ما يې وړومبی کتاب د څو لحظو لويه قيصه لوستی)، د څو لحظو د لويې قيصې کوم تاثر چې ما اخستی وو او کوم اثر چې راباندې دغسې افسانې او بيا دغه ټول کتاب کړی وو، هغې زه دې ته مجبوره کړم چې طاهر صېب ولولم او دې ته يې هم مجبوره کړم چې څه وليکم. له دغې وروسته بيا ما د طاهر اپريدي صېب هر يو کتاب (کوم چې مې پېدا کړي وو) لوستلو، د طاهر صېب سټائل مې خوښ وو، د هغه د قيصې اورولو انداز ډېر ښکلی دی.

طاهر اپريدی، قېصر اپريدی، ماښام خټک، رحمت ديوان او فضل عزيز بونيری

زما د افسانې لوستل او د افسانې (ماتې ګوډې) ليکلو وجه صرف يو څو کسان دي، یو سعادت حسن منټو، بل سيد رسول رسا او درېم طاهر اپريدی، د اردو ډائجسټو قيصه به پکښې پرېږدو، ځکه چې ما په اردو کښې د ليکلو کوشش نه کولو. دغه درې کسانو زه افسانې ليکلو ته هڅولو يم، د دغه درې کسانو د افسانو په لوستو په ما کښې هم يو نيمګړی شان افسانه نګار رابېدار شه، که څه هم ما په دغه درې واړه کښې تر دغه وخته پورې يو هم نه وو ليدلی، (سعادت حسن منټو او سيد رسول رسا خو زمونږ سره په بدني لحاظ نشته، خو د هغوی ليکلې شاهکارې افسانې او ناولونه اوس هم مونږ سره دي)، خو د طاهر اپريدي صېب د ليدلو ارمان مې ضرور وو.

تېر ځل چې زه کله کراچۍ راغلی وم او د ځان سره مې خپل نوی کتاب او مجله هم راوړې وه، زما زړه وو چې زه به په خپله د طاهر اپريدي صېب سره ووينم خو بيا ملاقات ممکن نه شو او هغه مجلې او کتاب مې ورته د فضل عزيز بونېري په لاس ورولېږل، خو دا ځل مې د جرس او د طاهر صېب ليدل بېخي ضروري وګڼل.

جرس ادبي جرګه چې د نومبر په وړومبي اتوار پکښې ما برخه واخسته، د دې په هکله مې بلها قيصې اورېدلې وې، بلها خبرې مې له شاعرانو او اديبانو اورېدلې وې او د جرس رودادونه مې هم که بلها نه خو ډېر شی ضرور لوستي وو، د جرس ادبي جرګې په غونډو کښې که په بدني لحاظ ما برخه نه وه اخستې خو د جرس د رودادونو په وجه دومره وه چې ورسره اشنا شوی وم، د جرس اجلاس راته نا اشنا نه ښکارېده، که څه هم هغه خلک په جرس کښې (زياتره) اوس نشته، د کوم وخت چې يې ما رودادونه لوستي خو جرس شته او د طاهر صېب په سرپرستۍ کښې اوس هم د هغوی په ځای کښې هره مياشت اجلاسونه کوي.

که په دې لسټ کښې زه د رياض تسنيم د (بېډ نمبر ۲۸)، د ماښام خټک (د تکل ارتقائي صفر)، د محب وزير (کاروان روان شو)، د عبدالهادي حېران (تنده مې ماته شوه) او د فېصل فاران (تنقيدي فېصلې) ذکر ونه کړم نو زياتی به وي، دا او دغسې ځينې نور (چې اوس مې يې نومونه ذهن ته نه راځي) کتابونه ما لوستي او د جرس نوم مې ورسره ليدلی.

او طاهر اپريدي صېب خو د دې ټولو سرخېل دی، د هغه افسانو ماته يو بيل خوند راکړی دی، تل مې کوشش کړی دی چې څومره کتابونه يې پېدا کړم، وې لولم، په خاصه توګه د هغه افسانې او د هغې سره مې دا ارمان هم وو چې وې وينم.

د اتوار په ورځ (د نومبر وړومبۍ نېټه کال ۲۰۱۵) چې زه کله د امان ماما (امان اپريدي) او فضل عزيز (فضل عزيز بونيري) په لارښوونه د طاهر صېب جونګړې ته ورسېدم او دروازه مې وټکوله، نو طاهر صېب په خپله دروازه پرانيسته، ما ورسره ستړي مه شي وکړه، هغه چې رانه د نوم پوښتنه وکړه او ما ورته خپل نوم وښودلو نو بيا راته راترغاړې وتو، دننه يې بوتلم او په بېټک کښې کښېناستو.

تقريباً درې بجې به وې، خو لا تراوسه څوک نه وو راغلي، ماته يې فضل عزيز د درې بجو ويلي وو، خو دلته چې ما درې بجې ځان راورسولو نو طاهر صېب يواځې په بېټک کښې ناست وو او د مېلمنو انتظار يې کولو. د طاهر صېب بيمارۍ ته چې مې وکتل او بيا مې د هغوی د پښتو او ادب سره مينې ته وکتل چې په دې حال کښې هم د پښتو ژبې او ادب سره دومره مينه کوي او په اجلاسونو کښې برخه اخلي (ياده دې وي چې د طاهر صېب د بيمارۍ په وجه د جرس اجلاسونه اوس د طاهر صېب په بېټک کښې کېږي). طاهر صېب بيمار دی او په دې وخت کښې يې د ليکلې نه هم لاس اخستی دی، ناسته ولاړه او تګ راتګ يې ډېر په ګرانه کېږي او بيا خبرې هم ډېرې په تېزه نه شي کولی، خو د پښتو ژبې او ادب سره يې دومره مينه ده چې تراوسه يې ترې لاس نه دی اخستی، کتابونه لولي او بيا پرې خپله تبصره يا تجزيه ضرور ملګرو ته اوروي او څومره کتابونه چې چاپ کېږي نو کوشش کوي چې ترلاسه يې کړي.

د جرس په اجلاس کښې مې د قېصر اپريدي، ماښام خټک، فضل عزيز بونيري، امان اپريدي، اجمل خان اپريدي، تاجبر خان تاجبر، رياض ساحل، وقاص ترين خوېشګي، ذهين اپريدي او مراد ياسين سره هم ملاقات وشو، د دوی ټولو سره مو هم په ادب او پښتو ژبې خبرې اترې وشوې. د جرس اجلاس ډېر ښکلی وشو چې پکښې امان اپريدي خپل غزل تنقيد ته وړاندې کړی وو. په دې موقع راته اجمل خان اپريدي صېب خپل نوی چاپ شوی کتاب (خانده مه) هم ډالۍ کړو چې طنز و مزاح باندې يې ليکلی دی، که وخت او ژوند ياري وکړه نو په هغې به بيا څه وليکم، ډېره مننه يې کوم.

د لوی افسانه نګار طاهر اپريدي صېب سره مې څو ګېنټې تېرې کړې، هغه ارمان مې پوره شو چې طاهر صېب به کله وينم، د طاهر صېب شخصيت داسې دی چې زه يې دلته په دې کرښو کښې نه شم راغونډولی، دلته مې بس دومره ذکر کول غوښتل چې د طاهر صېب او د جرس د اجلاس سعادت مې څنګه ترلاسه کړو. د جرس ادبي جرګې او د طاهر اپريدي صېب مقام په پښتو ادب کښې د سپوږمۍ په شان روښانه دی.

Friday, October 2, 2015

په بلاګر کښې پښتو غواړو

سلامونه ملګرو!
نن زه غواړم چې تاسو سره دا خبرې شريکې کړم چې راځئ دا خبره شريکه کړو او ګوګل ته دا خبره ورسوو چې هغه په بلاګر کښې پښتو ژبه هم شامله کړي. پښتو ژبه په بلاګر کښې نشته دی، په بلاګر کښې د انګرېزۍ سره سره عربي، فارسي او اردو ژبه هم شامله ده خو پښتو ته پکښې ځای نه دی ورکړل شوی، نو دا پوسټ زه هم په دې هکله ليکم چې مونږ په دې وتوانېږو چې ګوګل دې پښتو په بلاګر کښې شامله کړي.


بلاګر څه شی دی؟

ګوګل ډېر څيزونه جوړ کړي دي، لکه يوټيوب، ګوګل ډرائيو، ګوګل پلس، ګوګل ايډسينس او بلاګر او د دې نه علاوه هم نور ډېر بې شمېره ويړيا سرويسونه ګوګل لري، چې د ټولو نه مشهور پکښې يوټيوب، بلاګر او ګوګل اېډسينس دي. بلاګر د ويړيا بلاګونو د ټولو نه لوی Platform دی، چرته چې تاسو خپل بلاګ بې پېسو جوړولی شئ او چې هر څنګه ډيزائن غواړئ نو هغه ورکولی شئ. په بلاګر کښې هر څه کېدی شي، بلاګر حد نه لري، څومره چې ستاسو پوهه وي او څومره چې پکښې تاسو کار کولی شئ، څومره چې ستاسو وړتيا وي چې څومره په زړه پورې ډيزائن ورله جوړ کړئ نو بلاګر يې Accept کوي. په بلاګر تاسو خپلې ليکنې، خپل معلومات او د خپلو ملګرو سره اړيکې ساتلی شئ، د بلاګر په ذريعه تاسو پېسې ګټلی شئ، تاسو خپل کاروبار چلولی شئ او هر څه چې تاسو غواړئ نو هغه په بلاګر کښې کولی شئ.

په بلاګر کښې پښتو ولې ضروري ده؟

پښتو د ډېرو ژبو مور ده، ډېرې ژبې د پښتو ژبې نه وتلې دي، پښتو ډېره زړه ژبه ده، په پښتو ژبه کښې دا صلاحيت شته چې هر څه پکښې بيان شي، پښتو ژبه د هر يو علم په خپله غېږه کښې د ځايولو ځای لري، پښتو ژبه په دې وخت کښې د هر يو څيز علم په خپله غېږه کښې لري، په نړۍ کښې دا وخت ۵۰ ميليونه پښتانه ژوند کوي، ټول پښتو ژبه وايي، زياتره پکښې په پښتو ژبه ليکل او لوستل کوي، زياتره پکښې غواړي چې خپل معلومات په پښتو ژبه کښې نورو ته ورسوي، خپل تخليقي څيزونه په پښتو کښې وليکي. نو په دې خاطر زه دا پوسټ کوم او غواړم چې پښتو ژبه دې په بلاګر کښې شامله کړی شي چې پښتنو ته په بلاګر کښې د ډېرو لانجو ضرورت نه پېښېږي، پښتو دې په بلاګر کښې شامله شي چې پښتانه د بلاګر نه استفاده وکړي، په بلاګر کښې د دې پښتو ژبې سره سره د پښتو ژبې فانټونه هم واچولی شئ.

د بلاګر ګټه څه ده؟

د بلاګر په ذريعه نه صرف دا چې تاسو خپلې ليکنې، خپل تخليقات، خپل معلومات او نور څيزونه تاسو شئير کولی شئ، د خپلو ملګرو سره او خپلو مينه والو سره په رابطه کښې اوسېدلی شئ، بلکې د بلاګر په ذريعه تاسو زرګونه او لکونه روپۍ هم ګټلی شئ. انلاين د ټولو نه لوی Platform بلاګر دی چې تاسو کولی شئ پېسې وګټئ، د دې صرف چې ستاسو سره د ګوګل Google Adsense اکاونټ وي نو تاسو د خپل بلاګر بلاګ نه په زرګونه او لکونه روپۍ ګټلی شئ.

اوس څه وکړو؟

که تاسو د دې بره خبرو سره اتفاق لرئ نو راځئ چې اوس يو ټېګ شروع کړو، په فېس بک، ټوېټر، ګوګل پلس او د هغې نه علاوه چې تاسو څومره وېبپاڼو او بلاګونو ته لاس رسی لرئ نو په دې هکله ليکنې وکړئ، په فېس بک، ټوېټر او ګوګل پلس يو هېش ټېګ #WeWantPashtoInBlogger کښې وچلوئ، تر هغې دا هېش ټيګ وچلوئ چې تر څو په بلاګر کښې پښتو نه وي راغلي، که تاسو دې خبرې سره متفق يئ نو بس راځئ چې د هم اوس نه شروع وکړو. څومره چې دا پوسټ شئير کولی شئ، هغه هومره يې زيات شئير کړئ.
مننه

Thursday, October 1, 2015

خپل د فېس بک اکاونټ د هېکرانو نه څنګه بچ کړو؟؟؟

سلامونه مينه والو! نن زه غواړم چې تاسو ته په دې هکله ووايم چې خپل د فېس بک اکاونټ د هېکرانو نه څنګه بچ کولی شئ، څنګه خپل اکاونټ محفوظولی شئ چې څوک يې هېک نه کړي، نو دا ليکنه په هم دې خاطر ده، د دې نه وروسته به څوک ونه کړی شي چې ستاسو اکاونټ هېک کړي او يا ستاسو ذاتي څيزونو ته لاس رسی ولري.


په دې نزديو کښې مونږ وليدل چې د ډېرو ملګرو اکاونټونه بلاک يا هېک شول او يا اوس هم بلاک کېږي او هېک کېږي، نو راځئ چې اوس دا زده کړو او دا وکړو چې څنګه زمونږ اکاونټ ته بل څوک لاس رسی ونه لري، څنګه بل څوک ونه کړی شي چې زمونږ اکاونټ هېک کړي، دا ډېره ضروري ده چې تاسو خپل اکاونټ د هر قسمه هېکرانو نه بچ کړئ چې ستاسو ذاتي څيزونه محفوظ پاتې شي.

د ټولو نه مخکښې په فېس بک کښې خپل اکاونټ سائن ان کړئ، بيا Settings ته ورشئ، بيا Security Settings ته ورشئ (سيکيورټي سيټنګ ته ورتلو دپاره دلته کلک وکړئ)، بيا د Login Alerts په آفشن باندې کلک وکړئ، دلته تاسو ته Notifications, Email or Text Messages درې آفشنې درکوي، که ستاسو هر يو خوښ وي نو يو پکښې سيليکټ کړئ، خو زما مشوره به درته دا وي چې تاسو درېم يعنې Text Messages سيليکټ کړئ، هلته Text login alerts to (mobile number) سيليکټ کړئ او Save يې کړئ.
د اکاونټ په محفوظ کولو باندې زمونږ ويډيو دلته کتلی شئ. ويډيو کتو دپاره کلک وکړئ. 
ورپسې Login Approvals ته ورشئ، په Require a security code to access my account form unknown browsers باندې نښه ولګوئ، په Get started باندې کلک وکړئ، Continue يې کړئ، بيا به ستاسو موبائل نمبر ته يو کوډ درشي، هغه د کوډ په خانه کښې ورکړئ او Continue بټن باندې کلک وکړئ، بيا به ستاسو مخې ته د Login approvals setup is complete باکس راشي، هلته په No thanks, require a code right away باندې نښه ولګوئ او Close يې کړئ.

نو په دې طريقه باندې تاسو وکړی شول چې خپل اکاونټ محفوظ کړئ او د هېکرانو د لاس نه يې بچ کړئ او خپل ذاتي څيزونه د نورو نه لرې وساتئ، که بيا هم څه مسئله وي نو ما خبرولی شئ.

Wednesday, September 30, 2015

په فېسبوک کښې په خپله پلی کېدونکې ويډيوګانې څنګه بندې کړو؟

سلامونه مينه والو! نن درته په دې هلکه چې تاسو به په خپل فېسبوک دېوال باندې وينئ چې کومه ويډيو ستاسو مخې ته راځي نو په خپله Automatic پلی Play کېږي. دا ځينې وخت کښې ډېره لويه مسئله شي، د ځينو خلکو نېټ ډېر کمزوری وي نو چې کله دا په wall راتلونکې هره ويډيو هم پلی Play کېږي نو بيا يې نېټ نور هم کمزوری شي، يا ستاسو نېټ د پېسو په حساب وي او چې تاسو څومره ډېر څيزونه ګورئ يا پلی کوئ نو هغه هومره ستاسو پېسې يا MBs ختمېږي، نو په دې وجه هم ستاسو دپاره دا يوه لويه مسئله شي.

د فېسبوک د کاروونکو دپاره دا يو ډېر لوی سر درد دی، يو کس به غواړي چې بل څه وګوري او هر سيکنډ پس ورته ويډيو په خپله، بغېر د اواز نه پلی کېږي، يا به څوک نه غواړي چې ويډيو وګوري او ويډيو ورته په خپله پلی کېږي، نو د دې نه د خلاصي دپاره په دې لاندې طريقه باندې عمل وکړئ او د دې جنجال نه ځان خلاص کړئ.
د ټولو نه مخکښې خپل فېس بک راخلاص کړئ، بيا سيټنګ ته ورشي (سيټنګ ته تلو دپاره دلته کلک وکړئ)، د سيټنګ په آفشنز کښې لاندې وګورئ، چپ اړخ ته به د ټولو نه لاندې ويډيو Video ليکلي وي، په دې باندې کلک وکړئ، بيا د Auto-Play Videos آفشن ښي اړخ ته وګورئ، دلته به يوه بټن وي چې پرې به يې ليکلي وي Default، په دې باندې کلک وکړئ او دا Off ته بدله کړئ او Save يې کړئ.
په دې لاندې تصوير کښې يې طريقه د ۱ او ۲ په شکل کښې وګورئ.
په ويډيو کښې دا طريقه کتلو دپاره په دې لنکونو باندې کلک وکړئ:
 ويډيو په وېبپاڼه کښې | ويډيو په يوټيوب کښې
اوس به ستاسو مخې ته راتلونکې ويډيوګانې په خپله نه پلی Play کېږي، اميد دی چې تاسو په په صحيح طريقې سره د دې لانجې نه ځان خلاص کړی وي، که نوره څه مسئله وي نو په لاندې کمنټ يا ميسج او يا هم په اېميل کښې يې مونږ ته ووايئ.

په اېم اېس ورډ کښې خپل کتاب په خپله جوړ کړئ

سلامونه! نن د نوي کورس سره زه بيا ستاسو په حضور کښې يم، زياتره ملګري غواړي چې په اېم اېس ورډ کښې کتاب جوړ کړي، خو نه پوهېږي چې څنګه، ځينې خو بيا داسې هم وي چې په اېم اېس ورډ پوهېږي خو د کتاب جوړولو طريقه ورله بيا هم نه ورځي، يا په خاصه توګه شاعران او اديبان ملګري خپل ليکونه يا شاعري په خپله کمپوز کړي او بيا وروسته په نوره طريقه نه پوهېږي چې څه وکړي، نو دا کورس د دغه بره ذکر شوو ټولو کسانو دپاره دی، دوی کولی شي چې د دې کورس په کتو سره خپل کتاب په خپله په اېم اېس ورډ کښې جوړ کړي، د کتاب د جوړولو ټوله طريقه ښه په تفصيل سره په دې کورس کښې ښودلی شوې ده.

اېم اېس ورډ د اېم اېس آفس يا مائيکروسافټ آفس يوه برخه ده، د دې نه علاوه هم د دوی اېم اېس اېکسل، اېم اېس پاور پوائنټ او نور ډېر مشهور پروګرامونه دي چې خلک يې استعمالوي، خو په دې ټولو کښې يو اېم اېس ورډ هم دی په ټوله دنيا کښې ډېر زيات استعمالېدونکی دی. اېم اېس ورډ د ليکلو دپاره استعمالېږي، تاسو پکښې خپل کتابونه، مجلې او نور سرکاري او غېر سرکاري چې څومره ليکونه يا خطونه دي، هغه ټول دلته تاسو جوړولی، ليکلی او برابرولی شئ.
د اېم اېس ورډ د کورس د زده کړې دپاره تاسو په دې لنکونو باندې کلک وکړئ او ټولې ويډيوګانې د سر نه تر اخره پورې وګورئ، پرېکټس يې وکړئ او خپل کتاب/مجله/خطونه او ليکونه په خپله وليکئ.
په اېم اېس ورډ کښې د کتاب د جوړولو کورس:
د اېم اېس ورډ کورس:
اميد دی چې تاسو به د دې نه ډېر څه زده کړي وي، که څه خبره وي یا درته پکښې څه مشکل راپېښېږي نو ضرور يې مونږ ته وئيلی شئ، مونږ به کوشش کوو چې ستاسو مشکل حل کړو. مننه

خپل بلاګ په خپله جوړ کړئ

سلامونه او مينه والو! تاسو غواړئ چې ځان ته په خپله بلاګ جوړ کړئ؟ غواړئ چې بلاګ چرته جوړ کړئ، نو راځئ چې زه درته يوه اسانه لار دروښايم، بلاګر چې د ګوګل د وړيا بلاګونو جوړولو ځای دی، دلته تاسو خپل بلاګ بالکل ويړيا جوړولی شئ، تاسو کولی شئ چې د خپل بلاګ دپاره بالکل ويړيا په لکونو ډيزائنونه ډاونلوډ کړئ او څومره چې کولی شئ هغه هومره خپل بلاګ ښايسته کړئ، هغه هومره کار پکښې وکړئ.


په بلاګر کښې بلاګ جوړول ډېر اسان دي، په ډېره اسانه طريقه تاسو کولی شئ چې ځان ته، خپلې کمپنۍ ته، خپل کاروبار ته او که هر يو څيز دپاره تاسو بلاګ جوړول غواړئ نو دلته نه يې ډېر په اسانۍ جوړولی شئ. د بلاګ دپاره تاسو خپل ډومېن نوم هم اخستلی شئ او په خپل بلاګ کښې يې لګولی شئ، که نه، نو د بلاګ په Address هم تاسو خپل بلاګ ټول عمر دپاره استعمالولی شئ.

په دې ننني کورس کښې به مونږ دا زده کوو چې په بلاګر کښې پښتو بلاګ څنګه جوړ کړو؟ ځکه چې بلاګ په اصل کښې د انګرېزۍ دپاره جوړ دی، د انګرېزۍ سره سره پکښې ځينې نورې ژبې هم شته خو پښتو پکښې نشته، نو که تاسو ځان له پښتو بلاګ په بلاګر کښې جوړول غواړۍ نو بيا دا کورس هم ستاسو دپاره دی، په دې کورس کښې به تاسو زده کړۍ چې پښتو بلاګ څنګه جوړول کېږي. دا ټول په دې لاندې کورس کښې په تفصيل سره ښودلی شوي دي.

دا يو پلی ليسټ دی او بله ويډيو په خپله لګي، که نه نو د Next بټن په کلک کولو سره تاسو بله ويډيو هم کتلی شئ.



زمونږ نور کورسونه تاسو په يوټيوب چېنل او په پښتو ټوټيوريلز وېبپاڼه کښې هم کتلی شئ.

Friday, September 25, 2015

د قام سترګې - افسانه

د خانۀ فرهنګ په دې تالار کښې چوکۍ د سر نه تر اخره پورې ډکې وې، بلکې ځينې کسان ولاړ هم وو.
بهر نرے نرے باران ورېدۀ، موسم ډېر شاعرانه او ماحول ډېر خوشګوار وو، زۀ چې څه وخت د خانۀ فرهنګ په دروازه راننوتم نو نري نري باران په چمن کښې په روانه ډېر خوند کولو، په دې موسم کښې زما هم شاعرۍ ته زړۀ وشو، خو ماته خپله خبره راياده شوه چې ما څو کاله مخکښې د ځان سره کړې وه "د نن نه پس به زۀ شعر نۀ ليکم"، خو موسم دومره خوشګوار وو چې زړۀ مې ټوپونه وهل او بيا بيا يې راته د پېښور په دې شاعرانه ماحول کښې د شاعرۍ دعوت راکوه، په ډېره ګرانه مې په دې دومره شاعرانو کښې خپله د شاعرۍ ښاپېرۍ واپس کوه قاف ته ولېږله او د شاعرانو په دې بنډار کښې ورګډ شوم.
د غونډې د پېل کېدو وخت ٢ بجے ورکړے شوے وو، زۀ چې کله راغلم نو لس دقيقې دپاسه ١ بجه وه، زما تل دا کوشش وي چې چرته هم کومې غونډې ته ځم نو ساعت نيم ساعت مخکښې ځان وررسوم.


په چمن کښې له ولاړو ډلې ډلې شاعرانو سره مې روغبړ شروع کړو او له ځينو سره به مې دوه دوه درې درې خبرې هم کولې. په يوه ډله کښې چې لږ ساعت ودرېدم نو هغوي لګيا وو د يو شاعر په شاعرۍ او ژوند يې خبرې کولې، د شاعر نوم نۀ اخلم خو که څوک يې پېژني نو دومره ورته ډېره ده چې ډېر مشر او لوے شاعر دے او زما خو ډېر خوښ دے، د هغۀ په شاعرۍ نيوکې روانې وې او د هغه په ژوند خو ځينې داسې خبرې کېدې چې زما قلم يې د ليکلو توان نۀ لري.
دوه بجې شوې.
د شاعرانو راتګ او بيا په خپل مينځ کښې ولاړ په ګپونو کښې بوخت ډلې ډلې يو خوا بل خوا په شين چمن کښې ولاړ وو، ځينو لمونځونه کول او ځينې بيا دننه په تالار کښې ناست وو، چاسره چې کېمرې وې نو لګيا وو شريک تصويرونه يې ويستل او چې د چا سره نۀ وې نو خداے دې موبايلې ډېرې لري، ډله ډله او دوه په دوه هر ځاے ښکارېدل چې پړقا پړوق پېل شوے وو.
يوه ډله لګيا وه په خپل مينځ کښې يې په خپلو تخليقاتو خبرې کولې او يو بل ته يې د خپلو تخليقاتو د مراحلو قيصې کولې.
"زما دا شعر خو تا اورېدلے کنه، دا شعر چې ما کله .............. وليده نو يک دم مې له خولې ووته، بيا مې ورباندې پوره غزل وليکه".
"ما چې کومه شاعري په يونيورسټۍ کښې کړې ده، هغسې شاعري ما بل ځاے ونۀ کړه".
"د يونيورسټۍ ماحول د شاعرۍ دے، دلته خو چې څوک شاعر نۀ وي نو هم شاعر شي".
"زما هغه نظم خو به تاسو لوستے وي، دغه نظم چې کله ما تخليق کولو نو په داسې يو حالت کښې وم چې بيانولے يې نۀ شم.............".
هغه د خپل نظم د تخليق د وخت حالت بيانولو خو زۀ ترې مخکښې تېر شوم.
دوه نيمې بجې شوې.
زۀ دننه تالار ته ننوتم، د تالار څلورمه برخه چوکۍ له خلکو ډکې وې، نور بهر نري نري باران ته په شنو کبلو کښې ولاړ وو، ځينو يو بل ته کتابونه ډالۍ کول او ځينو له يو بل سره يادګاري صحنې خوندي کولې. ما په تالار کښې د غونډې د کوربنو لټون وکړو، خو دننه په تالار کښې د غونډې په کوربنو کښې هيڅ څوک هم نۀ وو، واپس بهر راووتم، د لږ ډېر لټون نه پس مې د غونډې يو کوربه راپېدا کړو.
"څنګه چل دے، غونډه به کله پېل کېږي؟".
"ديوان صېب! بس اوس يې شروع کوو".
ما ورته "ښه" وکړل او دننه تالار ته لاړم، غوښتل مې چې په درېم يا څلورم قطار کښې کښېنم، ځکه ماله ډېر وروستو کښېناسته خوند نۀ راکوي، کېدے شي دا به زما نفسياتي مسئله وي.
زما نه مخکښې يو درې ملګري ناست وو، زما په خيال د نوښار نه راغلي وو، زما ورسره سلام دعا وو خو نور مې ورسره داسې خاص خبرې نۀ وې شوې، دواړه په خپل مينځ کښې لګيا وو د يو بل شاعر په هکله يې خپل خيالات څرګندول.
"تۀ ګوره دۀ ته، زما په زمکه يې غزل ليکلے دے او زما يادونه يې هم نۀ ده کړې".
"په کوم غزل؟".
هغه چې ورته د غزل يو دوه شعرونه ووئيل، ماته د موبايل نېټ نه خپور شوے خپل يو غزل راياد شو، کله چې زما دغه غزل د نېټ نه خپور شو نو د نورو ملګرو سره سره راته يو کس ميسج وکړو او وئيل يې:
"زما په زمکه دې غزل ليکلے دے، پکار ده چې زما نوم دې ورسره ياد کړے وے".
ما ورته واپس ميسج وکړو:
"ګرانه! په وړومبي ځل مې ستا نوم واورېدو، نو ستا غزل ما څنګه ولوستو؟".
د هغه ميسج راغلو:
"هر څنګه چې وي، خو دا غزل دې زما په زمکه ليکلے دے".
بيا چې کله ما د غزل دغه زمکه وکتله نو په لسهاوو شاعرانو پرې غزلې ليکلې وه، بلکې د رحمان بابا يو غزل هم په دغه زمکه وو، کېدے شي زما د شاعرۍ نه په توبه ويستو کښې يوه وجه دغه هم وي.
هغه بل ملګري ورته ووئيل:
"دے خو دے غل، زما د يو شعر خيال يې هم پټ کړے دے".
درې بجې شوې.
زۀ له تشنابه راووتم، بهر د باران څاڅکي درانۀ شوي وو، شاعران صاحبان ځينې د ونو لاندې ولاړ وو او ځينې د تالار په ورۀ کښې په ګپونو کښې مصروف وو.
زۀ چې د يوې ډلې خواته ورغلم نو هلته په اخلاقو او ادابو يو زورور بحث روان وو، نوموړي اديبان او شاعران راغونډ وو او د اخلاقو او ادابو کوز پاس يې بيانول، د وخت په پابندۍ او د شاعرانو په ټولنيز ژوند کښې د رول په هکله خبرې کېدې.
"شاعر د قام سترګې دي، کوم څيزونه چې عام اولس نۀ شي ليدلے، هغه شاعر ليدلے شي".
يو بل نوموړي ووئيل:
"شاعر چې څه هم وايي د هغې وروسته يوه پوره قيصه پټه وي، که کله ټولو انسانانو د شاعر په سترګو دنيا ته وکتل نو د دنيا دې ښکلا ته به حېران شي".
يو بل ښاغلي ووئيل:
"شاعران خو اولس ته ژوند ورپېژني".
يو بل محترم زياته کړه:
"شاعران انقلاب هم راوستے شي او د ښکلا يادګارونه هم راښکاره کولے شي".
يو بل پکښې د نورو خبرې ورغوڅې کړې:
"شاعر د وخت قدردان دے او څوک چې د وخت قدر کوي تل هغه کامياب وي".
يو ښاغلے په ډله کښې لږ رامخې ته شو:
"د شاعرانو قدر خو ځکه کېږي چې د وخت په قدر پوهېږي".
يو ځوان ورزياته کړه:
"شاعرانو ته خو هسې د قام سترګې نۀ وايي........".
بل يې خبره غوڅه کړه:
"له شاعرانو علاوه بل حساس په دنيا کښې څوک نشته".
درې بجې او پنځلس دقيقې شوې.
زۀ د تالار په شپږم قطار کښې ناست وم، د غونډې وياند د غونډې د پېلېدو اعلان وکړو او د يو څو مبارکو اياتونو د تلاوت دپاره يې يو قاري صاحب ته بلنه ورکړه.
د قرآن پاک په مبارکو اياتونو غونډه پېل شوه او له هغې وروسته يو يو نوموړے او ښاغلے سټېج ته غوښتل کېده او په سټېج پرتو دولس ديارلس چوکيو کښې يې يوه يوه خپلوله.
تالار نيم ډک وو، لا شاعران صاحبان ورته راروان وو او وروسته خالي چوکۍ يې ډکولې. په دې وخت کښې د غونډې کوربنو د بېلا بېلو هېوادونو نه راغلي پېغامونه ګډونوالو ته واورول، بيا د غونډې کوربنو د غونډې په هکله خبرې وکړې، ورپسې نوموړو اديبانو او شاعرانو په خپل علم خلک منور کول. د غونډې کوربه به پکښې کله کله بهر ولاړو خلکو ته د دننه راتلو اعلان هم وکړو، خو ما ليدل چې په نري نري باران کښې د ونو لاندې يوه ډله کسان ولاړ وو، چې خندا او بړقا خو يې رارسېده نۀ، خو ليدل کېدله.
"غونډه د مقالې اورولو يا اورېدلو ځاے نۀ دے، مقالې په کتاب کښې خوند کوي، نۀ چې په غونډه کښې"، زما په غوږ کښې د برق صېب دا خبره بيا بيا کړنګېده، خو بيا هم غلے ناست وم او د علم د سرچينو نه فېضياب کېدم.
پنځۀ بجې شوې.
زۀ د تالار نه بهر وم، په موبايل مې خبرې کولې، په چمن کښې اوس هم اتۀ لس کسان ولاړ وو چې په خپل مينځ کښې يې ټوکې ټکالې کولې، غالباً راغلي هم دې غونډې له وو، خو تراوسه تالار ته نۀ وو ننوتي، زما ياد شي چې دوه درې ځل ورپسې د غونډې يو کوربه هم بهر راوتے وو، خو دا کسان هم دلته ولاړ وو، يو ملګرے پکښې ما پېژنده هم، ځکه داسې څو غونډو کښې مې ليدلے وو، خو ما پرې څه غرض ونۀ کړو او واپس تالار ته ننوتم، هغه کسان بيا د مشاعرې په نيمه کښې دننه راننوتل، غالباً صرف دې له راغلي وو چې خپله شاهکار شاعري په دې خلکو واوروي، نۀ چې د نورو خبرو او شاعرۍ ته غوږ کېږدي.
د غونډې وياند بدل شو او د مشاعرې اغاز يې وکړو.
د ښکلا او د حسن ستاينې شروع شوې، څوک نرۍ ملا يادوي، څوک سرې شونډې، چا د مرمرينو زلفو داستان راخستے، چا د انقلاب نعره وهلې، څوک د پښتونولۍ قيصه کوي، څوک د اسلام دوستۍ پالنه کوي، څوک بيا د جانان او رقيب په قيصه کښې ښکېل دي.
درې دقيقې دپاسه اووۀ بجې شوې.
وياند ووئيل:
"چونکې وخت ډېر کم دے نو زۀ به فقط درې شاعران راغواړم او بيا به د سټېج په لور ځم".
د يو شاعر نوم يې واخست چې سټېج ته دې راشي او د دوو نورو نومونو يې واخستل چې دوي دې ځان تيار ساتي چې د خپل کلام اورولو دپاره راشي. هغه شاعر د سټېج په لور روان شو، لس پنځلس کسان مې وليدل چې د تالار نه پاڅېدل، په تېزه تېزه يې څه وئيل هم او بهر روان وو، د غونډې يو کوربه ورپسې ورپاڅېده او بهر ووتل، دا هماغه کسان وو چې بهر يې بړقا او خندا کوله او بيا وروسته په مشاعره کښې تالار ته راننوتل.
ما هم خپل بېګ ته لاس کړو او په غاړه مې راواچولو، د بهر په لور روان شوم، د تالار په دروازه کښې يو کوربه ودرولم، وئيل يې:
"ديوان صېب! بس لږ ساعت کښېنه، چاے به وڅکې نو بيا به ځې".
او ډوډۍ خو ما د غرمې هم صحيح نۀ وه خوړلې، زۀ بيا په يوه چوکۍ کښېناستم، بهر چمن راته صفا ښکارېده، هغه لس پنځلس کسان مې له دې ځايه ليدل، چې د کوربه سره لګيا وو، ټول ډېر په غصه کښې وو، زۀ خو لږ ساعت له وويرېدم چې په جنګ نۀ شي. بيا مې خپل پام د سټېج په لور راواړولو.
اووۀ نيمې بجې شوې.
له کوره راپسې زنګونه راروان وو، چې په سټېج مې ناست مېلمانۀ وشمارل نو لا پکښې يوولس کسان ناست وو، ما سوچ وکړو چې يو يو کس هم لس لس دقيقې وخت واخلي نو په دوه ګېنټو کښې نۀ ختمېږي او بيا ډېره ګرانه هم ده چې په لس دقيقو کښې د يو کس خبرې ختمې شي.
د غونډې بلنه مې په بېګ کښې پرته وه، هغه مې راواخيسته او پرا مې نسته، پکښې يې ليکلي وو:
"د غونډې وخت: د ٢ بجو نه تر ٥ بجو پورې".
بېګ مې تر غاړې کړو او له تالاره ووتم.

١٧ مۍ ٢٠١٥ء
پېښور

Saturday, September 19, 2015

خدمت؟

ما ټوله شپه د هغه په خبرو سوچ وکړو.
د هغه خبرې مې په ذهن کښې چورلېدې راچورلېدې، ډېرې نا اشنا شان خنداګانې مې په غوږونو کښې کړنګېدلې او خوب ته يې نۀ پرېښودم.
زما شپږ اووۀ کاله کېږي چې زۀ ادب ته راغلى يم، تراوسه د يو طالب علم په حېث لګيا يم او ليکل کوم، زما د خوښې صنف افسانه ده او تل مې افسانه ليکلې.
ما د خپلو افسانو مجموعه راغونډه کړې وه، کومې افسانې چې زما خپله خوښې وې هغه ټولې شپږ افسانې کېدې او د اويا مخونو نه زياتې نۀ وې، زما دا خيال وو چې درې څلور نوموړي اديبان چې راته په دې ليکل وکړي او بيا ورسره زما خپل ليکل هم شي نو مخونه به يې د سلو مخونو نه واوړي، بس خو پوره کتاب شو او بيا به يې چاپ کړم.


ما چې کله خپل کتاب په ترتيب کړو نو بيا مې يو څو نوموړو اديبانو ته ورکړو او هغوي پرې ليکل شروع کړل. دوه درې مياشتې به تېرې شوې وې چې د هغه څلورو واړو مشرانو ليکل راته راورسېدل، ليکل يې ډېر ښه کړي وو او ډېر څه يې پکښې داسې ويلي وو چې ما يې تصور هم نۀ وو کړى، يو پېراګراف يې تاسو هم ولولئ:
"د رحمت ديوان افسانې په پښتو ادب کښې يوه نوې اضافه ده، داسې اضافه چې پښتو ادب به پرې تل وياړ کوي، ځکه چې کوم موضوعات ښاغلي افسانه نګار خپل کړي دي نو ډېر ښه ليکل يې پرې کړي دي او ځينې خو داسې هم دي چې تراوسه پورې پرې په پښتو ادب کښې چا قلم نۀ دى پورته کړى، دا د پښتو ادب يو لوى خدمت دى چې د داسې افسانو اضافه پکښې وشي".
د بل هم يو پېراګراف ولولئ:
"ما چې کله دا ټولګه ولوسته او بيا مې افسانه نګار په خپل نظر کښې راوستو نو ما يقين نۀ شو کولى چې ګني دا افسانې دۀ ليکلي دي، ځکه چې دومره ښکلې او خوندوې افسانې او بيا داسې ښکلي ښکلي موضوعات، دا خو د پښتو ژبې او ادب دپاره ډېره ګټوره مجموعه ده".
بس بخښنه غواړم، خو زما په خيال د درېم په خبرو کښې هم د لوستو څه شته:
"په نثر کښې افسانه داسې ده لکه په شاعرۍ کښې چې غزل دى، په افسانه ليکلو کښې ډېر کم خلک کامياب شوي دي چې ډېرې ښې ښې افسانې يې ليکلي او زۀ په دعوې سره ويلى شم چې په هغوي کښې يو رحمت ديوان هم دى".
چې د دې درې نوموړو خبرې مو واورېدې او بيا هم غصه نۀ شوئ، نو دا څلورم ولې نۀ اورئ، د دۀ هم يو پېراګراف بايد اوس تاسو ولولئ:
"د پښتو ژبې او ادب د خدمت لپاره چې داسې ځوانان مټې رابډوهي نو بيا به پښتو ضرور ترقي کوي، دا هم د داسې ځوانانو کمال دى چې پښتو يې دې ځاى ته ورسوله، په پښتو افسانه کښې به دا مجموعه يوه ډېره ګټوره اضافه وي او تل به پرې پښتو درنه ښکاري".
د دې څلورو واړو مقالو له لوستلو وروسته ماته ځان يو ډېر لوى علامه ښکاره شه، نۀ پوهېدم چې زما په افسانو کښې هم دومره څه شته او يا ما هم د پښتو ژبې دومره خدمت وکړو، دوي چې څه ليکلي وو دا تراوسه زما په تصور کښې هم نۀ وو او نه ما کله داسې سوچ کړى وو، زما له زړۀ ورته بې شمېره دعاګانې ووتې.
پرون چې د کوم کتاب مخکتنه په پرېس کلب کښې وه، هغه هم د افسانو مجموعه وه، ماته هم بلنه راغلې وه نو زۀ هم ورغلى وم. په کتاب بې شمېره مقالې ليکل شوې وې او ځينو کسانو پرې نظمونه هم ليکلي وو. کتاب ما لوستى وو او په کتاب مقالې مې اوس اورېدې، په کتاب هم ډېر ليکل شوي وو او دلته هم پرې ډېر ويل روان وو. د کتاب په افسانو يو نوموړي ليکوال په خپله مقاله کښې وويل:
"ما د افسانو ډېرې مجموعې لوستې دي خو دا مجموعه ډېره ځانګړې ده، په دې کښې چې کوم موضوعات راغونډ شوي دي او بيا څومره په ښکلي انداز ليکل شوي دي، نو يقيناً چې په پښتو ژبه او ادب کښې يوه ګټوره اضافه ده او د پښتو افسانې ډېر لوى خدمت دى".
د کتاب او د ليکوال نوم يې درته نۀ اخلم، خو لږه شان پېژندګلو يې درسره کوم، کېدى شي تاسو يې هم وپېژنئ.
دا ښاغلى په يوه سرکاري اداره کې د پښتو استاذ په حېث د پښتو لپاره کار کوي، اويا زره روپۍ د مياشتې تنخوا اخلي، دغې اداري ورته خپل کور او موټر هم ورکړى دى، څلور يې د افسانو مجموعې چاپ دي، دوه د شاعرۍ کتابونه، درې تحقيقي او دوه يې په فن او شخصيت باندې ليکل شوي دي. ما داسې اورېدلي دي چې ځينې کتابونه يې په خلکو ليکلي دي او بيا يې په خپل نوم چاپ کړي دي. ګناه دې يې د ويونکي په غاړه وي.
بېګا چې زۀ کور ته راغلم نو په خپلې افسانوي مجموعه مې ليکل شوې څلور واړه مقالې يو ځل بيا د سر نه تر اخره پورې ولوستې، په مخکتنه کښې د اديبانو خبرو مې په غوږونو کښې کړنګا کوله.
ټوله شپه راله د دې غمه خوب رانۀ غلو، دا ټولې خبرې مې په ذهن کې ګډې وډې روانې وې، داسې مې محسوسوله چې دا ټول لفظونه په ما پورې خاندي، لفظونه راته په دېوال باندې منډې وهي، ټوکې راپسې کوي او ما خوب ته نۀ پرېږدي.
د شپې په اخري پېر کښې چې کله مې سترګې ورغلې، نو څه ګورم چې يو دربار لګېدلى دى، پښتو بره ناسته ده او زۀ ورته لاندې لاسونه تړلى ولاړ يم، زما يوه يوه افسانه راځي او په ما ګواهي ورکوي، د لفظونو يو لوى غوېمنډ راجوړ دى او زما تماشې ته ولاړ دى، ځينې راپسې اوازونه کوي او ځينې راپورې خنداګانې کوي، ځينې له خندا شنه شوي دي او ځينې له قاره سره اوختي دي، د ټولو ګواهانو او زما د افسانو د ثبوتونو نه وروسته پښتو دا اعلان وکړو:
"چونکې دې افسانه نګار ټول عمر زما د خدمت دعوې کړي دي، صرف په دې خاطر چې ځان ته نوم پېدا کړي، شهرت ترلاسه کړي، د خپل نوم پېدا کولو دپاره يې ټول عمر په ما ملنډې وهلي دي، نو د دۀ سزا دا ده چې...................".
او زما سترګې بيا خلاصې وې، بق بق مې بره لاندې، اخوا دېخوا وکتل، خو هيڅ هم نۀ وو، ليپ ټاپ مې هم داسې لګېدلى پروت وو، زر راپاڅېدم او خپله مجموعه مې راواړوله، څلور واړه مقالې مې يو ځل بيا د سر نه تر اخره پورې ولوستې، د لفظونو د خندا ګډوډ اوازونه مې په غوږونو کې بيا کړنګا شروع کړه، اخر چې د خندا اوازونه د برداشت نه بهر ووتل نو څلور واړه مقالې مې سيليکټ کړې او په ډيليټ مې ګوته کېښوده، بيا مې د کتاب په وړومبۍ پاڼه وليکل:
"ګرانو لوستونکو! دا افسانې نۀ ما د پښتو ادب د خدمت دپاره ليکلي دي او نۀ دا چې پښتو ژبه دومره خواره ده، زۀ د پښتو ژبې ډېر منندوى يم چې ماته يې په خپله جولۍ کښې ځاى راکړو او ماله يې دومره وس راکړو چې زۀ دا خپل مات ګوډ ليکل په پښتو کښې وکړم، که څوک يې په دې خاطر ګوري چې ما د پښتو خدمت کړى نو نۀ دې يې ګوري، ځکه چې زۀ د پښتو خدمت نۀ شم کولى، بلکې پښتو زما خدمت کوي چې ماته يې خپل لفظونه راکړي او زۀ په هغه لفظونو کښې خپل احساسات خلکو ته رسوم".
د سحر رڼا خپلې وزرې غوړولې وې، د لمر سترګې زمکې ته تودوالى وررسولى وو، په دې وخت کښې مې په موبايل زنګ راغلو، اوکى مې کړو:
"هيلو".
له بل لوري غږ راغلو:
"السلام علېکم، رحمت ديوان خبرې کوئ؟".
"وعلېکم سلام، او ګرانه، تاسو څوک؟".
هغه له ځواب ورکولو سره ترې ما هم پوښتنه وکړه. هغۀ وويل:
"زۀ صدر روف د غږ راډيو واشنګټن نه خبرې کوم".
ما ورته وويل:
"ښه ډېر ښه، زۀ مو څه خدمت کولى شم؟".
هغه وويل:
"مونږ ستاسو په ادبي خدمت يوه خپرونه کول غواړو.....".
ما يې خبره ورپرې کړه:
"خدمت؟؟؟؟".
زما په دې پوښتنه هغه حېران شه، له حېرانتيا ډک غږ يې راغلو:
"او خدمت..........."
او ما ښه وخندل، ښه ډېر مې وخندل.

Monday, October 20, 2014

د لونګۍ نړېواله اونۍ ولمانځل شوه - رحمت ديوان

د لونګۍ نړېواله اونۍ ولمانځل شوه

رحمت ديوان
هسکه شمله دې ټيټه مۀ شه
د پښتنو په شمله وياړي تاريخونه

شمله، پګړۍ يا دستار، د پښتنو وياړ، تاريخي او کلتوري ارزښت دے، پګړۍ د اولس مشرانو ته ور په سر کېږي او بيا زمونږ لوئے او درانۀ مشران يې پسروي، خوشحال بابا هم د پګړۍ يا دستار په ارزښت وئيلي دي چې:


حمدالله ارباب چې د لونګۍ د اونۍ پېل يې کړى
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي

پګړۍ د پښتنو قومي نښه ده، د پښتنو زلميو ښائست دے، د ډېر درناوي او وياړ نښه ده، د امن نښه ده په دې مناسبت سره په روان کال کښې يو نوموړي پښتون حمدالله ارباب د پګړۍ د ارزښت او وياړ دپاره د اکتوبر له لسمې تر شپاړسمې پورۍ اونۍ د پګړۍ په نوم کړې وه.

د شملو وطن ته راشه چې شملې درته په سر کړو
تۀ رڼا د ستورو راوړه مونږ به وينې د زړۀ درکړو

د پګړۍ يا دستار دا اونۍ په دې وجه هم لمانځل کېږي چې پښتانۀ د خپل دې کلتوري ارزښت نه ورو ورو په شا کېږي، کومو ملګرو چې د پګړۍ د اونۍ لمانځلو پېل کړے دے نو د دې دپاره چې پښتانۀ خپل دا وياړ له لاسه ور نۀ کړي او په خپلو کلتوري ارزښتونو وياړ وکړي.
د پښتو ژبې نوموړے شاعر رحمت شاه سايل وايي چې شمله يا پګړۍ د پښتنو زلمو ښائست دے او پښتانۀ زلمي په دې ښائسته ښکاري او دا د پښتنو زلمو سينګار دے.
په پښتو شعر و شاعرۍ کښې شعر و شاعرۍ کښې هم پګړۍ ډېره کارول شوې ده او د پګړۍ په سر کوونکے د ډېر لوئے عزت او درناوي خاوند وي، د پښتو په يوه ټپه کښې پګړۍ د غېرت او ننګ په وياړ هم راغلې ده.

کۀ مې پښتو درسره نۀ کړه
بيا به پګړۍ د سره څنګه تاوومه
 
د رحمت ديوان په قوله لونګۍ کې يو عکس

د پګړۍ اونۍ چې د اکتوبر په لسمه پېل او په شپاړسمه پائے ته ورسېده، فهيم وردګ وايي چې د تلې په مياشت يا په اکتوبر کښې د پګړۍ اونۍ ځکه لمانځل کېږي چې ستر ټولواک احمد شاه بابا ته هم له نهو جرګو وروسته د مشرۍ پګړۍ ور په سر شوې وه.
په دې اونۍ کښې د پښتنو اولسي مشران، سياسي مشران، شاعران، اديبان او د ژوند د هرې برخې سره تړلے اولس دا اونۍ په ګڼ شمېر کښې لمانځي.
راځئ چې خپلې قومي نخښې راژوندۍ کړو او خپل کلتوري ارزښتونه په وياړ سره ولمانځو.

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.