هغه تېره ورځ مې چرته کار وو، په لاره مې د مال منډۍ وليده، څه ګورم چې نه ګورم، وچې وچې بزې، نري نري ګډان، خوارې غواګانې او غوايان، خوسي پکې ولاړ دي، ما ويل راځه يار، اختر رانزدى دى، پوښتنه به يې وکړې، چې مال په څه بيه دى.
په منډۍ مې نظر وزغلولو، يوه ښه څربه (چې په دې منډۍ کې د ټولو نه ښه وه) ګډ مې وکوت، پوښتنه مې ترې وکړه:
ماما دا ګډ په څو دى؟
څلوېښت زره
دا خبره وه چې زما خوله وازه پاتې شوه، سترګې مې بقې راووتې، دا ګډ او په څلوېښت زره. ما ورته وويل:
څلوېښت زررررررررررررررررررر.
هغه ويل: ځه ورځه، ته يې نه شې اخستى.
يوه خوارې شان بزه مې وکته، چې د هغې د بيې پوښتنه مې وکړه، نو راته يې ويل:
پنځه ويشت زره.
بس په زړه مې لاس کېښود، جېب مې راټينګ کړ او پښې مې سپکې کړې.
زما په زړه کې راغله، چې دا ځل به مونږ قرباني نه کوو، بلکې دا ځل به مونږ قرباني کېږو.
نېکان نېکان غټان غټان پېدا دي
دوى خو له ځايه جنتيان پېدا دي
ځئ چې هغو خوارو له جنت وګټو
څوک چې د موره دوزخيان پېدا دي
ما ويل چې بس دا اختر هم د جنتيانو دى، زمونږ په قسمت کې کله د خوشحالۍ ورځ وي، غريب خو غرق او پرق دى، نه د اختر خوشحالۍ شته، نه د بل څه..... بس ګراني ده او په مونږ راروانه ده. قربانۍ مونږ ورکوو، مزې بل څوک کوي.
د تېر ځل په څېر، دا ځل ماته خپل ځان داسې ښکاره شو، چې زۀ راځوړند يم او يوه مالداره ګډه مې حلالوي.
0 comments:
Post a Comment