Friday, September 25, 2015

د قام سترګې - افسانه

د خانۀ فرهنګ په دې تالار کښې چوکۍ د سر نه تر اخره پورې ډکې وې، بلکې ځينې کسان ولاړ هم وو.
بهر نرے نرے باران ورېدۀ، موسم ډېر شاعرانه او ماحول ډېر خوشګوار وو، زۀ چې څه وخت د خانۀ فرهنګ په دروازه راننوتم نو نري نري باران په چمن کښې په روانه ډېر خوند کولو، په دې موسم کښې زما هم شاعرۍ ته زړۀ وشو، خو ماته خپله خبره راياده شوه چې ما څو کاله مخکښې د ځان سره کړې وه "د نن نه پس به زۀ شعر نۀ ليکم"، خو موسم دومره خوشګوار وو چې زړۀ مې ټوپونه وهل او بيا بيا يې راته د پېښور په دې شاعرانه ماحول کښې د شاعرۍ دعوت راکوه، په ډېره ګرانه مې په دې دومره شاعرانو کښې خپله د شاعرۍ ښاپېرۍ واپس کوه قاف ته ولېږله او د شاعرانو په دې بنډار کښې ورګډ شوم.
د غونډې د پېل کېدو وخت ٢ بجے ورکړے شوے وو، زۀ چې کله راغلم نو لس دقيقې دپاسه ١ بجه وه، زما تل دا کوشش وي چې چرته هم کومې غونډې ته ځم نو ساعت نيم ساعت مخکښې ځان وررسوم.


په چمن کښې له ولاړو ډلې ډلې شاعرانو سره مې روغبړ شروع کړو او له ځينو سره به مې دوه دوه درې درې خبرې هم کولې. په يوه ډله کښې چې لږ ساعت ودرېدم نو هغوي لګيا وو د يو شاعر په شاعرۍ او ژوند يې خبرې کولې، د شاعر نوم نۀ اخلم خو که څوک يې پېژني نو دومره ورته ډېره ده چې ډېر مشر او لوے شاعر دے او زما خو ډېر خوښ دے، د هغۀ په شاعرۍ نيوکې روانې وې او د هغه په ژوند خو ځينې داسې خبرې کېدې چې زما قلم يې د ليکلو توان نۀ لري.
دوه بجې شوې.
د شاعرانو راتګ او بيا په خپل مينځ کښې ولاړ په ګپونو کښې بوخت ډلې ډلې يو خوا بل خوا په شين چمن کښې ولاړ وو، ځينو لمونځونه کول او ځينې بيا دننه په تالار کښې ناست وو، چاسره چې کېمرې وې نو لګيا وو شريک تصويرونه يې ويستل او چې د چا سره نۀ وې نو خداے دې موبايلې ډېرې لري، ډله ډله او دوه په دوه هر ځاے ښکارېدل چې پړقا پړوق پېل شوے وو.
يوه ډله لګيا وه په خپل مينځ کښې يې په خپلو تخليقاتو خبرې کولې او يو بل ته يې د خپلو تخليقاتو د مراحلو قيصې کولې.
"زما دا شعر خو تا اورېدلے کنه، دا شعر چې ما کله .............. وليده نو يک دم مې له خولې ووته، بيا مې ورباندې پوره غزل وليکه".
"ما چې کومه شاعري په يونيورسټۍ کښې کړې ده، هغسې شاعري ما بل ځاے ونۀ کړه".
"د يونيورسټۍ ماحول د شاعرۍ دے، دلته خو چې څوک شاعر نۀ وي نو هم شاعر شي".
"زما هغه نظم خو به تاسو لوستے وي، دغه نظم چې کله ما تخليق کولو نو په داسې يو حالت کښې وم چې بيانولے يې نۀ شم.............".
هغه د خپل نظم د تخليق د وخت حالت بيانولو خو زۀ ترې مخکښې تېر شوم.
دوه نيمې بجې شوې.
زۀ دننه تالار ته ننوتم، د تالار څلورمه برخه چوکۍ له خلکو ډکې وې، نور بهر نري نري باران ته په شنو کبلو کښې ولاړ وو، ځينو يو بل ته کتابونه ډالۍ کول او ځينو له يو بل سره يادګاري صحنې خوندي کولې. ما په تالار کښې د غونډې د کوربنو لټون وکړو، خو دننه په تالار کښې د غونډې په کوربنو کښې هيڅ څوک هم نۀ وو، واپس بهر راووتم، د لږ ډېر لټون نه پس مې د غونډې يو کوربه راپېدا کړو.
"څنګه چل دے، غونډه به کله پېل کېږي؟".
"ديوان صېب! بس اوس يې شروع کوو".
ما ورته "ښه" وکړل او دننه تالار ته لاړم، غوښتل مې چې په درېم يا څلورم قطار کښې کښېنم، ځکه ماله ډېر وروستو کښېناسته خوند نۀ راکوي، کېدے شي دا به زما نفسياتي مسئله وي.
زما نه مخکښې يو درې ملګري ناست وو، زما په خيال د نوښار نه راغلي وو، زما ورسره سلام دعا وو خو نور مې ورسره داسې خاص خبرې نۀ وې شوې، دواړه په خپل مينځ کښې لګيا وو د يو بل شاعر په هکله يې خپل خيالات څرګندول.
"تۀ ګوره دۀ ته، زما په زمکه يې غزل ليکلے دے او زما يادونه يې هم نۀ ده کړې".
"په کوم غزل؟".
هغه چې ورته د غزل يو دوه شعرونه ووئيل، ماته د موبايل نېټ نه خپور شوے خپل يو غزل راياد شو، کله چې زما دغه غزل د نېټ نه خپور شو نو د نورو ملګرو سره سره راته يو کس ميسج وکړو او وئيل يې:
"زما په زمکه دې غزل ليکلے دے، پکار ده چې زما نوم دې ورسره ياد کړے وے".
ما ورته واپس ميسج وکړو:
"ګرانه! په وړومبي ځل مې ستا نوم واورېدو، نو ستا غزل ما څنګه ولوستو؟".
د هغه ميسج راغلو:
"هر څنګه چې وي، خو دا غزل دې زما په زمکه ليکلے دے".
بيا چې کله ما د غزل دغه زمکه وکتله نو په لسهاوو شاعرانو پرې غزلې ليکلې وه، بلکې د رحمان بابا يو غزل هم په دغه زمکه وو، کېدے شي زما د شاعرۍ نه په توبه ويستو کښې يوه وجه دغه هم وي.
هغه بل ملګري ورته ووئيل:
"دے خو دے غل، زما د يو شعر خيال يې هم پټ کړے دے".
درې بجې شوې.
زۀ له تشنابه راووتم، بهر د باران څاڅکي درانۀ شوي وو، شاعران صاحبان ځينې د ونو لاندې ولاړ وو او ځينې د تالار په ورۀ کښې په ګپونو کښې مصروف وو.
زۀ چې د يوې ډلې خواته ورغلم نو هلته په اخلاقو او ادابو يو زورور بحث روان وو، نوموړي اديبان او شاعران راغونډ وو او د اخلاقو او ادابو کوز پاس يې بيانول، د وخت په پابندۍ او د شاعرانو په ټولنيز ژوند کښې د رول په هکله خبرې کېدې.
"شاعر د قام سترګې دي، کوم څيزونه چې عام اولس نۀ شي ليدلے، هغه شاعر ليدلے شي".
يو بل نوموړي ووئيل:
"شاعر چې څه هم وايي د هغې وروسته يوه پوره قيصه پټه وي، که کله ټولو انسانانو د شاعر په سترګو دنيا ته وکتل نو د دنيا دې ښکلا ته به حېران شي".
يو بل ښاغلي ووئيل:
"شاعران خو اولس ته ژوند ورپېژني".
يو بل محترم زياته کړه:
"شاعران انقلاب هم راوستے شي او د ښکلا يادګارونه هم راښکاره کولے شي".
يو بل پکښې د نورو خبرې ورغوڅې کړې:
"شاعر د وخت قدردان دے او څوک چې د وخت قدر کوي تل هغه کامياب وي".
يو ښاغلے په ډله کښې لږ رامخې ته شو:
"د شاعرانو قدر خو ځکه کېږي چې د وخت په قدر پوهېږي".
يو ځوان ورزياته کړه:
"شاعرانو ته خو هسې د قام سترګې نۀ وايي........".
بل يې خبره غوڅه کړه:
"له شاعرانو علاوه بل حساس په دنيا کښې څوک نشته".
درې بجې او پنځلس دقيقې شوې.
زۀ د تالار په شپږم قطار کښې ناست وم، د غونډې وياند د غونډې د پېلېدو اعلان وکړو او د يو څو مبارکو اياتونو د تلاوت دپاره يې يو قاري صاحب ته بلنه ورکړه.
د قرآن پاک په مبارکو اياتونو غونډه پېل شوه او له هغې وروسته يو يو نوموړے او ښاغلے سټېج ته غوښتل کېده او په سټېج پرتو دولس ديارلس چوکيو کښې يې يوه يوه خپلوله.
تالار نيم ډک وو، لا شاعران صاحبان ورته راروان وو او وروسته خالي چوکۍ يې ډکولې. په دې وخت کښې د غونډې کوربنو د بېلا بېلو هېوادونو نه راغلي پېغامونه ګډونوالو ته واورول، بيا د غونډې کوربنو د غونډې په هکله خبرې وکړې، ورپسې نوموړو اديبانو او شاعرانو په خپل علم خلک منور کول. د غونډې کوربه به پکښې کله کله بهر ولاړو خلکو ته د دننه راتلو اعلان هم وکړو، خو ما ليدل چې په نري نري باران کښې د ونو لاندې يوه ډله کسان ولاړ وو، چې خندا او بړقا خو يې رارسېده نۀ، خو ليدل کېدله.
"غونډه د مقالې اورولو يا اورېدلو ځاے نۀ دے، مقالې په کتاب کښې خوند کوي، نۀ چې په غونډه کښې"، زما په غوږ کښې د برق صېب دا خبره بيا بيا کړنګېده، خو بيا هم غلے ناست وم او د علم د سرچينو نه فېضياب کېدم.
پنځۀ بجې شوې.
زۀ د تالار نه بهر وم، په موبايل مې خبرې کولې، په چمن کښې اوس هم اتۀ لس کسان ولاړ وو چې په خپل مينځ کښې يې ټوکې ټکالې کولې، غالباً راغلي هم دې غونډې له وو، خو تراوسه تالار ته نۀ وو ننوتي، زما ياد شي چې دوه درې ځل ورپسې د غونډې يو کوربه هم بهر راوتے وو، خو دا کسان هم دلته ولاړ وو، يو ملګرے پکښې ما پېژنده هم، ځکه داسې څو غونډو کښې مې ليدلے وو، خو ما پرې څه غرض ونۀ کړو او واپس تالار ته ننوتم، هغه کسان بيا د مشاعرې په نيمه کښې دننه راننوتل، غالباً صرف دې له راغلي وو چې خپله شاهکار شاعري په دې خلکو واوروي، نۀ چې د نورو خبرو او شاعرۍ ته غوږ کېږدي.
د غونډې وياند بدل شو او د مشاعرې اغاز يې وکړو.
د ښکلا او د حسن ستاينې شروع شوې، څوک نرۍ ملا يادوي، څوک سرې شونډې، چا د مرمرينو زلفو داستان راخستے، چا د انقلاب نعره وهلې، څوک د پښتونولۍ قيصه کوي، څوک د اسلام دوستۍ پالنه کوي، څوک بيا د جانان او رقيب په قيصه کښې ښکېل دي.
درې دقيقې دپاسه اووۀ بجې شوې.
وياند ووئيل:
"چونکې وخت ډېر کم دے نو زۀ به فقط درې شاعران راغواړم او بيا به د سټېج په لور ځم".
د يو شاعر نوم يې واخست چې سټېج ته دې راشي او د دوو نورو نومونو يې واخستل چې دوي دې ځان تيار ساتي چې د خپل کلام اورولو دپاره راشي. هغه شاعر د سټېج په لور روان شو، لس پنځلس کسان مې وليدل چې د تالار نه پاڅېدل، په تېزه تېزه يې څه وئيل هم او بهر روان وو، د غونډې يو کوربه ورپسې ورپاڅېده او بهر ووتل، دا هماغه کسان وو چې بهر يې بړقا او خندا کوله او بيا وروسته په مشاعره کښې تالار ته راننوتل.
ما هم خپل بېګ ته لاس کړو او په غاړه مې راواچولو، د بهر په لور روان شوم، د تالار په دروازه کښې يو کوربه ودرولم، وئيل يې:
"ديوان صېب! بس لږ ساعت کښېنه، چاے به وڅکې نو بيا به ځې".
او ډوډۍ خو ما د غرمې هم صحيح نۀ وه خوړلې، زۀ بيا په يوه چوکۍ کښېناستم، بهر چمن راته صفا ښکارېده، هغه لس پنځلس کسان مې له دې ځايه ليدل، چې د کوربه سره لګيا وو، ټول ډېر په غصه کښې وو، زۀ خو لږ ساعت له وويرېدم چې په جنګ نۀ شي. بيا مې خپل پام د سټېج په لور راواړولو.
اووۀ نيمې بجې شوې.
له کوره راپسې زنګونه راروان وو، چې په سټېج مې ناست مېلمانۀ وشمارل نو لا پکښې يوولس کسان ناست وو، ما سوچ وکړو چې يو يو کس هم لس لس دقيقې وخت واخلي نو په دوه ګېنټو کښې نۀ ختمېږي او بيا ډېره ګرانه هم ده چې په لس دقيقو کښې د يو کس خبرې ختمې شي.
د غونډې بلنه مې په بېګ کښې پرته وه، هغه مې راواخيسته او پرا مې نسته، پکښې يې ليکلي وو:
"د غونډې وخت: د ٢ بجو نه تر ٥ بجو پورې".
بېګ مې تر غاړې کړو او له تالاره ووتم.

١٧ مۍ ٢٠١٥ء
پېښور

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.