Wednesday, September 28, 2011

بدر منېر – نه هېرېدونکى اتل

هغه چې به کله د بايسکوپ په پرده راغلو نو په سينما کې به چکچکې شوې. هغه د پښتنو يو غېرت مند هيرو (اتل) وو. پښتو، پنجابي، اردو، بنګالي، هندکو او د سندهۍ ژبې په ٥٢٩ فلمونو کې کار کونکى بدر منېر د اولې ورځې نه تر د ٢٠٠٨ء پورې يو مقبول هيرو (اتل) وو. د بدر منېر د ژوند کيسه هم د کوم فلم نه کمه نه وه، د هغه کيسه په لوستو سره انسان حېرانېږي چې يو بې تعليمه کس، چې په ځنګل کې به يې لرګي پرې کول، د پښتو فلمونو سپر سټار څنګه شو؟.


د بدرمنېر تعلق د سوات علاقې مدين شاګرام سره وو، د هغه پلار ياقوت خان د جومات امام وو. نوموړى يې پلار په مکتب کې داخل کړو خو د هغه د سبق سره مينه نه او په دوېم جمات کې د مکتب نه وتښتېدو، بيا يې په چارسده کې په يوه مدرسه (مرزا ډهير) کې داخل کړو چرته چې يې درې کاله تېر کړل. د هغه ځاى نه فلم کتو دپاره پېښور ته راغى، بيا څه وو د فلمونو لېونى شو او د ممثيل (اداکار) جوړېدو تکل يې وکړ.
څه وخت په پټو کې کار کولو نه وروسته د مزدورۍ دپاره کراچۍ ته لاړ، خو د هيرو جوړېدو ارمان يې لرلو. د کار سره به يې ممثيلي هم کوله او په بسونو کې به يې د مختلفو ممثيلينو نقل کولو. بيا يوه ورځ په يو هوټل کې يې د يو هدايتکار  سره ليدل وشو، هغه يې د خپل ځان سره سټوډيو ته بوتلو.
دغه وخت کې فلم "جان نثار" جوړېدو، هغه به اکثر د فلمونو شوټنګ کتو دپاره سټوډيو ته تلو. بيا عزيز تبسم يو سندهي فلم جوړولو، په هغې کې يې ورله کار ورکړو، خو د بدر منېر تنده پرې ماته نه شوه، نو نذير حسېن له يې د پښتو فلم جوړولو مشوره ورکړه. نذير حسېن د کشمېر وو، هغه ځواب ورکړ چې پښتو فلم به څوک ګوري؟
نو بدرمنېر ورته وويل: په کراچۍ کې ډېر پښتانه اوسېږي، هغه به دا فلم ضرور خوښوي.


علي حيدر جوشي د فلم کيسه وليکله او داسې د بدرمنېر په مشوره په پښتو فلم کار شروع شو. هغه پخپله لاړ او ياسمين خان ته يې په پښتو فلم کې د کار کولو افر وکړ، د دې فلم دپاره ياسمين خان د ځان دپاره جامې خپله اخستې وې.
بدرمنېر به د دې فلم ټول کار پخپله کولو. د نوموړي په محنت سره پښتو اولنى فلم "يوسف خان شېربانو" تيار شو، د کوم چې بدرمنېر معاوضه وانه خسته. په دغه وخت کې به هغه د کراچۍ په کوڅو کې په پټ مخ زنانه چپلې خرڅولې. فلم کامياب (سپرهټ) شو. شل کاله پورې بدرمنېر او ياسمين خان جوړه جوړه وو چې يو عالمي ريکارډ دى. دواړو په ١٠٤ فلمونو کې د ممثيل او ممثيلې په توګه رول ادا کړى.
بدرمنېر په خپل کيئرير کې د هرې پښتو مشهورې ممثيلې سره کار کړى وو، په کوم کې چې ياسمين خان، ثريا خان، شهناز، مسرت شاهين، خانم، وحيده خان، نادر ممتاز، سنيتا خان، نوري، ناديه حسن، نازو، تابنده شاملې دي.


د کاميابۍ پر وخت کې به د اردو او پنجابۍ فلمونو مشهورو جينکو د بدر منېر سره کار کول فخر ګڼله، په کوم کې چې نيتو، نيلو، نجمه، بابرا شريف، ديبا، چکوري، روحي بانو، نازلي، نغمه او راني د ذکر وړ دي. هغه د انډسټرۍ نوموړو هدايتکارانو پرويز ملک، سيد نور، مسعود بټ، پرويز رانا، ممتاز علي شاه، عزيز تبسم، قيصر صنوبر، نسيم خان، لياقت خان، ارشد خان، وحيده خان، يونس ملک، اکرم خان وغيره سره کار کړى دى.
بدرمنېر يو دروېش او ملنګ سړى وو، په کوم شکل کې چې به هغه په پرده راته نو همداسې په عام ژوند کې هم وو. که يو طرف ته په فلمونو کې د هغه دوستي د اصف خان سره خوښه کړى شوه، نو بل خوا د نعمت سرحدي سره دښمنۍ يې خلک جذباتي کړل.
نن سبا په سي ډي ډرامو او فلمونو کې کار کونکي ټول د بدرمنېر اسټائل کاروي.


١٩٦٦ء نه واخله تر ٢٠٠٨ء پورې بدرمنېر په ٥٢٩ فلمونو کې کار کړى. په دې کې د پښتو ٤٠٠ سوه، پنجابۍ ٣١، اردو ٨٥، سندهۍ ١١، هندکو ١ او ١ په بنګالۍ ژبه شامل دي. هغه د اصف خان سره ٢٠٣، نعمت سرحدي سره ٣١٤ او بېدار بخت سره ٧١ فلمونو کې کار کړى. د هغې نه علاوه يې په ١٥٦ فلمونو کې ټائټل کردار ترسره کړى او ٤٣٥ کې هيرو (اتل) راغلى، په ٢٥ فلمونو کې د مېلمه ممثيل او وړوکي رول په توګه هم لوبېدلى دى.
د ياسمين خان سره ١٠٤، مسرت شاهين سره ٩٨، شهناز سره ٨٧، خانم سره ٢١، سنيتا خان سره ١٤، نوري سره ١٢، ناديه حسن سره ٩، شهناز سره ٨ او نازو سره ٢٣ فلمونو کې ښکاره شوى دى.
په هدايت کارانو کې د عنايت الله خان سره ٥٤، قيصر صنوبر سره ٥١ او شېخ سعيد سره ٣٠ فلمونه جوړ کړي. د سوات سره تعلق لرونکى دا لېجنډ ممثيل زمونږ سره په بدني لحاظ نشته خو د هغه نوم به تر پېړو ژوندى وي.

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.