Saturday, September 17, 2011

نوی کال - افسانه

ډېرې ورځې وچه يخنى وۀ، نن د سهار نه باران شروع شوى وۀ، چقړې ډېرې جوړې شوې وې خو موسم هم ښه شوى وو، ډېر خلق چې چرته د باران نۀ خوشحاله وو، نو داسې څه خلق د باران له وجې په مصيبت کښې وو، په دوى کښې يو سردارهم وو.
سردار تۀ د درې ورځو نه مزدورى په لاس نه وۀ ورغلې، څه پيسې چې يې پېدا کړې وې هغه هم ورسره ختمې شوې وې ، دا درې شپې هغه ډېرې په عذاب کښې تېرې کړې وې، د ورځې خو به يې ګوزاره کېده خو د شپې............ د شپې به هغه ټوله شپه د يخنۍ د لاسه رپېده، هغه ته به خپل کور رايادېده، چې اوس نۀ وو، خپله مېرمن، بچى، دوکان................ د نوښار په بازار کښې د هغه د رختونو لوې دوکان وۀ، خپل کور يې وۀ، ښه خوشحاله ژوند يې تېرولو، دوه لوڼه او يو زوى يې وو، خو.............. خو سېلاب ترې نه هر څه يوړل، هر څه، کور، دوکان او بچى، يواځې هغه وو او په غاړه يې جامې پاتې وې.
د ښار په مينځ کښې، په دې هال کښې نن ډېر لوې جشن وۀ، د نوى کال جشن، د ښار اميران او شريفان ورته يو په يو راروان وو، دا هال ډېر لوې وو، د ښار د ټولو نه لوې هال.
تروږمۍ خوره شوې وه، هغه د ښار په دې لويې بازار کښې ګرځېدۀ، د اودۀ کېدو دپاره يې ځاى کاتۀ، کوم ځائې چې هغه به پکې خوب کولے شو، خو څوکيدار يا پوليس والا به پرې نه ښود او د لوږې دلاسه يې کولمو چينګارے کوۀ، بل پله چقړې هم ډېرې وې، هغه هم داسې د يو ځائې په تالاش کښې سرګردانه ګرځېدۀ، چې شپه پکښې تېره کړى او د ډوډۍ دپاره يې هم اخوا دېخوا کتل، دا خيال يې وۀ چې څۀ به پېدا کړم.
نيمه شپه شوه، د هال سټېج ته يو ځوان ځلمے راوخوت، توره درېشى يې په تن وۀ، عينک يې په سترګو، راډو ساعت په لاس او تور پړقېدلى بوټان يې په پښو وو، مائک يې په لاس کښې نيولے وۀ، خلقو ته مخاطب شۀ:
"لېډېز اېنډ جنټلمېن.............. تاسو ټولو شرفاء او امراء ته Welcome وايم، څنګه چې تاسو ته پته ده مونږ د نوى کال په خوشحالۍ کښې راغونډ شوى يو، اوس نوى کال ته فقط فوايو مينټز پاتې دى، نو په دې پاتې فوايو مينټز کښې تاسو لږ ميوزک واورئ" او د نوى کال سندره ولګېده، ځوان ورته نڅا شروع کړه.
هغه تراوسه داسې کوم ځائې پېدا نه کړو چې شپه پکښې تېره کړى، يو خوا يخنى وه او بل خوا هغه د دوه ورځو نه هېڅ دانه خېټې ته نه وه اچولې، په مزه مزه روان وۀ، يو يو قدم يې د غرۀ په شان دروند وۀ، خپل وجود ورباندې يو لوې بوج شوے وو، داسې ښکارېده چې اوس به راوغورځېږى، ځکه چې هغه کښې د تګ نور توان نۀ وو، مخامخ يې په يو هال باندې سترګې ولګېدې، په درنو درنو قدمونو يې ځان ورورسوو، بهر ولاړ څوکيدار ته يې په ډېر درد او غمژن غږ کښې ووئيل:
"وروره! ډېر زيات اوږے يم، د دوه ورځو نه مې څۀ نۀ دى خوړلى، کۀ لږه ډوډۍ..........."
او دۀ لا خبره پوره کړې نۀ وه چې څوکيدار ورله ديکه ورکړه او د بهر وېستلو سره يې ورته ووئيل:
"تښته منحوسه! نن د خوشحالۍ ورځ ده او تۀ پکښې د کوم ځائې نه سپېرۀ راغلې"
هغه د سړک بلې غاړې ته راواوخت، د يو دوکان مخې ته کښېناست، د لوږې دلاسه ورته هر څۀ تت تت ښکارېدل او د يخنۍ دلاسه ټول رېږدېدۀ، په غمژنو سترګو يې د اسمان په لور وکتل، خدائې ته يې فرياد شروع کړو:
"يا پروردګاره! دا تا څنګه دنيا جوړه کړې ده، چې يو پکښې د يوې نمړۍ ډوډۍ او د سر پټولو ځائې نۀ لرى او بل بې درېغه پېسې خرچ کوى"
او هغه لکه چې ځان سره د لېونيو لګيا شوے وى.
يا پروردګاره! تا داسې ولې وکړل چې کومو خلقو له دې پېسې ورکړې نو د هغوې په زړونو کښې دې د غريب دپاره کرکه او نفرت هم ځائې کړو او چې چاله دې مينه، خلوص او دردمند زړۀ ورکړو نو د هغوى نه دې مال دولت واخيست"
بيا په قار شۀ، خپل ځان ته، خپل پروردګار ته، خو هېڅ يې نۀ شو کولے.
سندره غږېدل بند شو، هغه ځوان چې په سټېج باندې يې نڅا کوله اوس خبرې شروع کړې، هغه ووئيل:
"لېډېز اېنډ جنټلمېن............. نوى کال ته فقط ون منټ پاتې دے................. تهرټى سيکنډز................. ټېن سيکنډز............. فوايو سيکنډز................. هِپى نيو اير................ هِپى نيو اير"
په تېزه تېزه يې چغې شروع کړې، د نوى کال اعلان يې وکړۀ، نوے کال شروع شۀ، خلقو يو بل له د نوى کال مبارکيانې ورکولې، جامونه د جامونو سره جنګېدل او راغلو خلقو دا د نوى کال شپه ټوله ويښه تېره کړه.
سحر د يو دوکان مخې ته يو لاوارث مړے پروت وۀ، يوه سړى ورباندې خپل څادر خور کړو او نورو ته يې ووئيل:
"څوک مسافر ښکارى، غريب د يخنۍ دلاسه مړ شوے دے"


زرګراباد، پېښور
٣١م دسمبر ٢٠١٠ء

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.