Tuesday, September 13, 2011

د خيال اکبر لالا کليزه ولمانځل شوه

خيال اکبر اپريدے په يکم ستمبر ١٩٣٩ء کې د حاجي شېر اکبر اپريدي په کور کې زېږېدلے دے، لسم يې د دره ادم خېل هائى سکول نه پاس کړو، اېف اے او بي اے يې په کراچۍ کې وکړل. د ١٩٦٠ء نه تر ١٩٦٣ء پورې يې په حبيب بېنک کې د اکاونټ افېسر په حېث هم کار کړى وو. په اول اول کې د جماعت اسلامي نه متاثره وو خو چې د نزدې نه يې وليدل نو بيا يې پرېښوده.
د جولائي په ١٥مه کال ٢٠٠٩ء په يو خړ ماښام کې يې د لمونځ تيارے کوه، بهر په پټي کې د هغه زوي اېمل خان نه په موټر سائيکل سورو دوه کسانو تپوس وکړو چې "حاجي صېب چرته دے؟" اېمل ورته ځواب ورکړو چې کور دى، هغوى د کور دروازې ته ورغلل، حاجي صېب د خپل کشر زوي سره بهر مېلمنو ته راووتو، مېلمنو يخې اوبۀ وغوښتې او افضل په يخو اوبو پسې لاړې، په دې وخت کې په حاجي صېب ډزې کوي، بيا په لاره کې په اېمل او په مور هم ورله ډزې کوي خو اېمل او مور يې بچ کېږي او حاجي صېب شهيد کېږي.

قبر يې که پرانيزې ولله چې سلامت به وي
خاوره څه طاقت لري چې دا ککرۍ خاورې کړي

د عالمي پښتو کانګرس له خوا د شهيد خيال اکبر لالا کليزه د نهې په ورځ د جولائي ٢٦مه نېټه کال ٢٠١١ء، غرمه يوه بجه په سپرنګ نائټ هوټل کې ولمانځل شوه، چې شاعرانو، اديبانو، ليکوالانو، سياسي کسانو، وکيلانو او خبريالانو پکې برخه واخسته. د نظامت چارې حميد نادان ترسره کړې او د تلاوت سعادت شهاب بنوڅي ترلاسه کړو، په مشرانو مېلمنو کې فريد طوفان، پروفېسر شفيع صاحب، حاجي عبدالحنان، جمروز اېډوکېټ، فريدون خوځون، شهاب خټک او خالد ايوب شامل وو. ښاغلي فريدون خوځون په خپلو خبرې کې وويل چې شهيد خيال اکبر لالا مونږ سره په وړومبي او دوېم کانفرنس کې شامل وو او د دواړو کانفرنسونو دپاره دفتر هم دۀ راکړے وۀ. دۀ ووئيل چې نوموړے يو مضبوط شخصيت وو، په طبيعت کښې يې ډېره خاکساري وه، د پښتو عالمي کانګرس په جوړولو کښې هم د هغه لوې کردار وو، کله چې د بهر نه راغے نو ماښام وخت وو چې ماته يې ټېلفون وکړو او راته يې ووئيل چې په امريکا کښې مې د کانګرس ممبرشپ جوړ کړے دے. دۀ زياته کړه چې زمونږ په وطن کښې د دهشت ګردۍ اور ډېر زيات شوے دے او شهيد خيال اکبر لالا هم د دې دهشت ګردۍ ښکار شو، هغه صرف د اېمل پلار نه وو، په روحاني توګه هغه زمونږ پلار هم وو، د شهيد په مرګ چا غوږ هم ونه ګرولو،  تر کومه پورې به مونږ د خپلو شهيدانو نه داسې ناخبره يو.
ښاغلي حميد نادان شهيد خيال اکبر اپريدي ته د نظم په شکل کې پېرزوئنې وړاندې کړې.

خيال اکبر خو دې خپل قام له ځان قربان کړو
دے به څنګه د ژوندي قام نه هېرېږي

د پېښور بورډ چيئرمېن پروفېسر شفيع صاحب ووئيل چې نوموړي په نرتوب ژوند تېر کړے وو، د دنيا څيزونو هغه نه وو امپريس کړے، هغه چې به هر ځائې ته تلو، نو خپل کړۀ وړۀ به يې د ځانه سره وړل، د چا لپاره يې ځان نه بدلولو، د همدې سړي په برکت باندې ډېر زيات ځوانان بهر لاړ، ډګرۍ يې واخستې. دۀ ووئيل چې خلک مړه کېدل، مري او بيا به هم دا سلسله روانه وي، په دې مونږ ته خفګان نه دے پکار، مرګ حق دے، مونږ ټول به په دې لار باندې ځو، خو ژوندے هغه وي چې د نورو لپاره يې ژوند تېر کړے وي، مونږ ته پکار دي چې د شهيد خيال اکبر لالا خيالات ژوندي کړو، د هغه لار خپله کړو، د هغه ليکل وڅېړو، چې هغه څه غوښتل، بايد مونږ هغه وکړو، ده ووئيل چې زما ليکوالانو او د نوموړي نزدې ملګرو ته خواست دے چې د هغه که څه ليکل وي نو راوه دې باسي چې تحقيق پرې وشي او تل تر تله ژوندے پاتې شي، دۀ د کانګرس ملګرو نه هم مننه وکړه چې د نوموړي په ياد کې داسې غونډه راجوړه کړې ده.

ستوري پرېوځي وار په وار ډېوې مړې کېږي زمونږ
او پتنګان دي اودۀ کېږي تورو خاورو سره

ښاغلي حاجي عبدالحنان په خپلو خبرو کښې ووئيل چې د خيال اکبر سره زما د ډېر نزدې تعلق وو، نن د دې غونډې په لمانځلو باندې د کانګرس ډېر زيات مشکور يم. خيال اکبر اپريدے يو ډېر روڼ او روښانه ستورے دے چې د مرګ نه پس به هم ځلېږي، زماورسره د ٧٢ء٧٣ء نه تعلق وو، مونږ دواړه په باړه کې وو، د خيال اکبر اپريدي په قبايلو باندې ډېر لوې احسان دے، هغه د تحريک اتحاد قبايل باني هم وو، په هغه وخت کې چا داسې اواز نه شو پورته کولے، خو شهيد خيال اکبر اپريدي دا اواز پورته کړو، د قبايلو دپاره يې د حقوق غوښتنه وکړه، خيال اکبر اپريدے ډېر ملنسار او خاکسار طبيعت هم وو، ځکه چې هغه به په کابل کې هم زما د غريبۍ جونګړۍ له راتلو، هغه په قبايلي خاوره کې د ايف سي ار ډېر سخت مخالف وو، هغه يو قوم پرست سړے وو، که زۀ روغه ورځ د هغه په شخصيت وګڼېږم نو هم خبرې به خلاصې شي، هغه قبايلو له سياسي شعور ورکړے وو، د قبايلې سترګې يې خلاصې کړې وې.

يه قاتله دا د عوامي بهار ګلونه دي
څومره چې قتلېږي هومره هومره راټوکېږي هم
نور په دې زخمي وطن کې مشک د  ستم مه کوه
دا سينې چې ډال شي، سنګينونه پرې ماتېږي هم

د شهيد خيال اکبر اپريدي برخودار اېمل په خپلو خبرو کې ووئيل: زۀ نن د خپل شهيد پلار ياد تازه کول غواړم، زۀ ستاسو ټولو مېلمنو ډېره زياته شکريه اداکوم او بيا په خاصه توګه د کانګرس غړو چې دا ورځ يې زما د والد صاحب دپاره ځانګړې کړه، زما پلار چې کوم تربيت او کوم کار يې وړاندې کړے وو، هغه نن پاتې شو، که هغه زمونږ سره په جسماني لحاظ نشته خو په روحاني لحاظ هغه مونږ سره اوس هم موجود دے. زه د خپلې ټولې کورنۍ له خوا ستاسو ډېره مننه کوم چې تاسو مونږ دلته ياد کړو، نوموړي چې کوم خدمت د پښتون اولس دپاره کړے دے، په هغه لار به مونږ هم ځو، که په دې خدمت کې زمونږ سرونه هم لاړ شي نو شاته کېږو به نه.

د پښتو او پښتنو دپاره هر ځائې
پېښور ته مرکو له راروان دے
خو افسوس يو خونړۍ پېښې فنا کړو
څه بې وخته يې زمونږه نه جدا کړو
نن دره شته، خو جانان خيال اکبر نشته
زمونږ مټې، زمونږ ځان خيال اکبر نشته

ښاغلي جمروز اېډوکېټ ووئيل چې د خيال اکبر شهيد ملګري تراوسه ډېر ژوندي دي، پکار ده چې هغوي د هغه خيالات، واقعات او د ژوند مختلفې حصې راغونډې کړي او يو کتاب ترې چاپ کړي، دا به د راروان وخت لپاره يو ګټور کتاب ثابت شي، هغه ډېر مينه ناک، صبر ناک او د سړې سينې مضبوط شخصيت وو. د ٧٥ء په خوا شا کې په قبايلو کې خبره کول ډېره سخته وه، خو نوموړي به په دې جلسو کې، جلوسونو، پرېس کانفرنسونو کې او انقلابي ګانو کې به هغه خپل اواز مخکې بوتلو.
ورپسې ښاغلي شهاب بنوڅي يو نظم وړاندې کړو، ښاغلي خالد ايوب او ډاکټر مشتاق هم د خپلو خيالاتو څرګندونه وکړه. ښاغلي شهاب خټک په خپلو خبرو کې ووئيل چې که شهيد خيال اکبر لالا خپل ځان چرته کومې چوکۍ ته رسول غوښتل نو، په ١٩٧٨ء کانفرنس کې هغه لويې چوکۍ ته ځان رسولے شو، خو هغه يو کارکن وو، او ځان يې يو کارکن ګڼلو، دۀ د پښتنو په بدحالۍ هم نظر واچوه، چې دا کومه جګړه چې روانه ده،دا ډېره زړه جګړه ده، دا نوې نه ده، د دنيا ډېرو قومونو دا جګړې ډېرې مخکې ګټلي دي او د همېشه دپاره يې ختمې کړې دي، خو مونږ پښتانۀ ډېر بدقسمته قام يو چې مونږ دا جګړې نه دي ختمې کړي، خيال اکبر لالا د رڼا ملګرے وو، خيال اکبر لالا تعليم ملګرے وو، د هغه جرم دا وو چې هغه به وئيل چې لراو بر پښتانۀ يو دي، هغه به وئيل چې دا څرنګه جنګ روان دے، چې پته يې هم نه لګي چې دا جنګ د چا په منځ کې دے. له دې علاوه پکې ښاغلي شاه حسېن شنواري هم خپل خيالات څرګند کړل، ډاکټر عالم يوسفزي د غني خان يو نظم شهيد ته وړاندې کړو.
ښاغلي فريد طوفان خپلو خبرو کې ووئيل چې شهيد خيال اکبر زمونږ د کالج ملګرے وو، د هغه شخصيت ډېر معتبر وو، که زه د هغه په شخصيت ګېنټو ګېنټو خبرې وکړم نو هم د هغه شخصيت باندې به خبرې ختمې نه شي، دۀ ووئيل چې دغه د کتاب خبره بلکل په ځائې ده، ځکه چې خلک خاورې کېږي خو کتابونه پاتې کېږي. د غونډې په اخر کې حاجي عبدالحنان صاحب اجتماعي دعا وکړه او داسې دا غونډه پاى ته ورسېده.

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.