Sunday, October 30, 2011

افغان ادبي بهير خپله اووه ورځنۍ غونډه وکړه

افغان ادبي بهير خپله اووه ورځنۍ غونډه د يکشنبې په ورځ د ٢٠١١ء کال د اکتوبر په ٣٠مه نېټه د جنرال عبدالصمد مومند په مشرۍ کې وکړه. د غونډې مشر مېلمه ښاغلى اکرام سودائي وو او د وياندوى چارې عماد الدين دوران ترسره کولې. د غونډې پېل فضل مولا توره کي د قرآن پاک په څو سپېڅلو اياتونو وکړ، د تېرې غونډې ګزارش عماد الدين دوران واورولو چې ګڼو ملګرو خوښ کړو
ورپسې ډاکټر ذبيح الحسن خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ:

غزل
په اروا کې مې نغمه شوه، زيرو بم کې لمبېدله
ستا شغا چې د زلفانو، پيچ و خم کې لمبېدله
ستا خو يو د ناز کاته و، پرې خبر هم شاهد نه يې
زما څړيکه د پرهر وه، په مرهم کې لمبېدله
ما وې څه دې کړل څېرې بيا ډکو سترګو کې زما نن
وي خوشبو د سره ګلاب ده، په شبنم کې لمبېدله
ستا حيا وه زياتېدله، په څپو څپو خولو کې
زما تنده لېونۍ وه، په زم زم کې لمبېدله
ستا د خيال له وريتې دښتې جل وهلې راستنه
تلوسه مې بيا د سترګو، چې په نم کې لمبېدله
چا خبره کړه حسنه، ستا له تګ نه ناببره
په زعفران د بېلتانه چې ستا په غم کې لمبېدله
 اکرام سودائي، جنرال عبدالصمد مومند او عماد الدين دوران
 محمد الياس فاتح، فضل مولا توره کي، حاجي ګل آغا شهباز او قاري محمد اياز جانباز
انعام الله ګوهر او ډاکټر ذبيح الحسن

وړاندې کړ چې ملګرو خوښ کړ او ګټور بحث يې پرې وکړ. په دوېمه برخه کې ازاده مشاعره هم وشوه. د کره کتنې په برخې کې او ازادې مشاعرې کې لاندې ښاغليو برخه واخسته:
محمد الياس فاتح، عاطق الله نيازي، قاري محمد اياز جانباز، هلال احمد، حاجي ګل آغا شهباز، انعام الله ګوهر، سيد غازي، مختار، فضل مولا توره کي، ډاکټر ذبيح الحسن، مير عالم نويد، نظيف، محمد جاويد اپريدي، اکرام سودائي، عماد الدين دوران، رحمت ديوان او جنرال عبدالصمد مومند.

ټوکه: ملا او حلوا

 په يو بس کې ملا ته مخامخ يوه ښځه ناسته وه، خپل بچي ته يې ويل:

بچيه! دا حلوا وخوره، ګنې نو هغه ماما له يې ورکوم

څلور ځل يې دا خبره وکړه، چې په پنځم ځل يې خبره کوله نو ملا ورله خبره غوڅه کړه:

يه ترورې! زر فېصله وکړه، ستا د حلوا په چکر کې زۀ څلور سټاپه مخکې راغلم.

Sunday, October 23, 2011

لوی اختر - د قربانو اختر

هغه تېره ورځ مې چرته کار وو، په لاره مې د مال منډۍ وليده، څه  ګورم چې نه ګورم، وچې وچې بزې، نري نري ګډان، خوارې غواګانې او غوايان، خوسي پکې ولاړ دي، ما ويل راځه يار، اختر رانزدى دى، پوښتنه به يې وکړې، چې مال په څه بيه دى.


په منډۍ مې نظر وزغلولو، يوه ښه څربه (چې په دې منډۍ کې د ټولو نه ښه وه) ګډ مې وکوت، پوښتنه مې ترې وکړه:
ماما دا ګډ په څو دى؟
څلوېښت زره
دا خبره وه چې زما خوله وازه پاتې شوه، سترګې مې بقې راووتې، دا ګډ او په څلوېښت زره. ما ورته وويل:
څلوېښت زررررررررررررررررررر.
هغه ويل: ځه ورځه، ته يې نه شې اخستى.
يوه خوارې شان بزه مې وکته، چې د هغې د بيې پوښتنه مې وکړه، نو راته يې ويل:
پنځه ويشت زره.
بس په زړه مې لاس کېښود، جېب مې راټينګ کړ او پښې مې سپکې کړې.
زما په زړه کې راغله، چې دا ځل به مونږ قرباني نه کوو، بلکې دا ځل به مونږ قرباني کېږو.

نېکان نېکان غټان غټان پېدا دي
دوى خو له ځايه جنتيان پېدا دي
ځئ چې هغو خوارو له جنت وګټو
څوک چې د موره دوزخيان پېدا دي

ما ويل چې بس دا اختر هم د جنتيانو دى، زمونږ په قسمت کې کله د خوشحالۍ ورځ وي، غريب خو غرق او پرق دى، نه د اختر خوشحالۍ شته، نه د بل څه..... بس ګراني ده او په مونږ راروانه ده. قربانۍ مونږ ورکوو، مزې بل څوک کوي.
د تېر ځل په څېر، دا ځل ماته خپل ځان داسې ښکاره شو، چې زۀ راځوړند يم او يوه مالداره ګډه مې حلالوي.

Thursday, October 13, 2011

د واده مشاعره

د حاجي محمد اسلم په بندوبست د ذاکر او نعيم په واده کې، په يونيورسټي ټاؤن (شادي هال) کې يوه درنه مشاعره وشوه.


د مشاعرې صدارت پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت صېب کولو او مشر مېلمه يې سيد صابر شاه صابر وو. د نظامت چارې پروفېسر اسير منګل ترسره کولې. د تلاوت سعادت مولانا احسان الرحمان عثماني ترلاسه کړو او حاجي غياث الانام په خپل خواږه غږ کې نعت شريف وړاندې کړو.
په مشاعره کې زاهد قرار مروت، شهاب بنوڅي، محمد علي صابر، بهار وزير، رحمت ديوان، سيد ياسر علي شاه ياسر، الياس ټلوال، سليم بنګښ، اسير منګل، ظفر خان ظفر، شاهد علي شاهد، جلال خليل، نصرالله بېتاب، سيد صابر شاه صابر او ډاکټر محمد زبېر حسرت برخه واخسته.

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.