د نوموړي نثر نګار روشن شاه قلميار (باچا جي) تحقيقي کتاب ((پښتون او عسکريت پسندي، اسباب و حل)) د چاپ په مرحلو کې دى.
ښاغلي روشن شاه قلميار په دې کتاب کې په پښتنو کې د عسکريت پسندۍ اسباب په ګوته کړي دي، د پښتنو په ژوند ژواک، شعر و ادب کې يې هغه توکي په نښه کړي دي چې عسکريت پسندي ترې برېښي او بيا يې په اخري باب کې د دې حل ورښودلى دى.
دا کتاب يو سل او شپږ اويا (۱۶۷) مخونه لري، ښکلى ټائټل لري، د ټائټل په شا مخ د ليکوال عکس او ورسره د هغه لنډه شان پېژندګلو هم چاپ ده.
د دې کتاب پروف طلبګار خوګياڼي کړى دى او کمپوز او ډيزان يې رحمت ديوان کړى دى، خپرونکي يې ادبي ملګري پېښور او د ۵۰۰ په شمېر کې چاپ کېږي چې بيه يې دوه سوه روپۍ ده.
د کتاب تړون ((د هغه پښتنو په نوم چې بې ګناه په بم چاودنو کې شهيدان کړي شوي دي)) په نوم شوى دى او د طلبګار خوګياڼي يوه مفصله سريزه پکې د ليکوال د خپلو خبرو نه علاوه هم ده.
دا کتاب به په يو څو ورځو کې مارکيټ ته راشي او بيا به يې تاسو د هر ښه کتابتون څخه ترلاسه کولاى شئ.
Information
of the Book
|
|
Book Name:
|
Pakhtoon ao
Askareyat Pasandi, Asbab o Hal
|
Author:
|
Roshan Shah Qalamyar
|
Language:
|
Pashto
|
Published:
|
2014
|
Market Price:
|
Rs. 200
|
Proof Reader:
|
Talabgar Khogyani
|
Composing by:
|
Rahmat Dewan (rehmatdewan@gmail.com)
|
Title & Design:
|
Rahmat Dewan
|
Publishers:
|
Adabi Malgari Pekhawar, Arbab Landi
|
Pages:
|
167
|
د کتاب فهرست
د قلميار صېب منطقي
زيار طلبګار خوګياڼے ۸
زما قلم زما خبرې روشن شاه قلميار ۱۹
وړومبے باب:
د پښتنو پۀ فطرت او رسم و رواج کښې
شدت پسندي او عسکريت پسندي ۲۲
په پښتو ادب کښې د شدت پسندۍ،
عسکريت پسندۍ عناصر ۳۸
ا) متلونه ۳۸
ب) پښتو ټپه ۴۲
ج) پښتو شاعري ۴۵
د) پښتو نثر ۵۷
د پښتنو لوبې ۶۶
دوېم باب:
د پښتنو د شدت پسندۍ
او عسکريت پسندۍ اسباب ۷۱
ا) د پښتنو د وطن جغرافيه، محل... ۷۲
ب) جهالت/ د تعليم کمے ۱۱۶
ج) د پښتنو خراب اقتصادي حالت ۱۲۷
درېم باب:
د شدت پسندۍ او
عسکريت پسندۍ حل ۱۳۸
د ماشوم نوم ايښودل ۱۳۹
امن ۱۴۱
علم ۱۴۶
پښتو فلمونه ۱۴۸
د ماشومانو د لوبو څيزونه ۱۵۰
لوبې ۱۵۲
خودکشۍ نه ځان ساتل پکار دي ۱۵۳
د نکاح په حقله د هلک او جينۍ... ۱۵۵
د پښتون معاشي حالت دې ښۀ کړے... ۱۵۸
د حادثو، بم چاودنو، اپرېشن او نورو... ۱۵۹
د اسراف نه ځان ساتل ۱۶۱
دانشور طبقې ته پېغام ۱۶۲
کتابيات ۱۶۳