Monday, October 20, 2014

د لونګۍ نړېواله اونۍ ولمانځل شوه - رحمت ديوان

د لونګۍ نړېواله اونۍ ولمانځل شوه

رحمت ديوان
هسکه شمله دې ټيټه مۀ شه
د پښتنو په شمله وياړي تاريخونه

شمله، پګړۍ يا دستار، د پښتنو وياړ، تاريخي او کلتوري ارزښت دے، پګړۍ د اولس مشرانو ته ور په سر کېږي او بيا زمونږ لوئے او درانۀ مشران يې پسروي، خوشحال بابا هم د پګړۍ يا دستار په ارزښت وئيلي دي چې:


حمدالله ارباب چې د لونګۍ د اونۍ پېل يې کړى
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي

پګړۍ د پښتنو قومي نښه ده، د پښتنو زلميو ښائست دے، د ډېر درناوي او وياړ نښه ده، د امن نښه ده په دې مناسبت سره په روان کال کښې يو نوموړي پښتون حمدالله ارباب د پګړۍ د ارزښت او وياړ دپاره د اکتوبر له لسمې تر شپاړسمې پورۍ اونۍ د پګړۍ په نوم کړې وه.

د شملو وطن ته راشه چې شملې درته په سر کړو
تۀ رڼا د ستورو راوړه مونږ به وينې د زړۀ درکړو

د پګړۍ يا دستار دا اونۍ په دې وجه هم لمانځل کېږي چې پښتانۀ د خپل دې کلتوري ارزښت نه ورو ورو په شا کېږي، کومو ملګرو چې د پګړۍ د اونۍ لمانځلو پېل کړے دے نو د دې دپاره چې پښتانۀ خپل دا وياړ له لاسه ور نۀ کړي او په خپلو کلتوري ارزښتونو وياړ وکړي.
د پښتو ژبې نوموړے شاعر رحمت شاه سايل وايي چې شمله يا پګړۍ د پښتنو زلمو ښائست دے او پښتانۀ زلمي په دې ښائسته ښکاري او دا د پښتنو زلمو سينګار دے.
په پښتو شعر و شاعرۍ کښې شعر و شاعرۍ کښې هم پګړۍ ډېره کارول شوې ده او د پګړۍ په سر کوونکے د ډېر لوئے عزت او درناوي خاوند وي، د پښتو په يوه ټپه کښې پګړۍ د غېرت او ننګ په وياړ هم راغلې ده.

کۀ مې پښتو درسره نۀ کړه
بيا به پګړۍ د سره څنګه تاوومه
 
د رحمت ديوان په قوله لونګۍ کې يو عکس

د پګړۍ اونۍ چې د اکتوبر په لسمه پېل او په شپاړسمه پائے ته ورسېده، فهيم وردګ وايي چې د تلې په مياشت يا په اکتوبر کښې د پګړۍ اونۍ ځکه لمانځل کېږي چې ستر ټولواک احمد شاه بابا ته هم له نهو جرګو وروسته د مشرۍ پګړۍ ور په سر شوې وه.
په دې اونۍ کښې د پښتنو اولسي مشران، سياسي مشران، شاعران، اديبان او د ژوند د هرې برخې سره تړلے اولس دا اونۍ په ګڼ شمېر کښې لمانځي.
راځئ چې خپلې قومي نخښې راژوندۍ کړو او خپل کلتوري ارزښتونه په وياړ سره ولمانځو.

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.