Monday, March 21, 2016

خوشحال خوشحال ؤ او فردوسي فردوسي

رحمت ديوان
قيصه داسې وه چې د پښتو اکېډمۍ په هال کښې د خانه فرهنګ ايران په شراکت يو علمي او ادبي نشست "د فردوسي او خوشحال خان خټک په رزميه شاعرۍ کښې شريک اقدار" په ١٤م مارچ ٢٠١٦ء راجوړ شوے وو، چې پکښې محترم سعدالله جان برق صېب صدر وو او په سټېج نور مېلمانه داور خان داود، نصرالله جان وزير او د خانۀ فرهنګ ايران ډائرېکټر علي يوسفي ناست وو.
په خبرو کوونکو کښې ښاغلي پروفيسر غيور حسين د خوشحال خان خټک او د فردوسي د ژوند خاکه وړاندې کړه، هغه ووئيل چې د خوشحال خان خټک او فردوسي حالات يو رنګ وو، خوشحال خان خټک هم اول د اورنګزېب لپاره کار کوو او بيا يې مخالف شو، هم دغسې فردوسي هم اول د محمود غزنوي دپاره شاهنامه فردوسي وليکله خو بيا يې وروسته مخالف شو.
هغه بيا دا قيصه نوره هم روښانه کړه چې فردوسي څنګه د محمود غزنوي دپاره شاهنامه فردوسي وليکله او بيا يې څنګه مخالف شو، خو د خوشحال خان خټک په اړه يې نور مخکښې څه ونۀ وئيل، ما خو چونکې په خپله باندې فردوسي نۀ لوستے دے او نۀ يې د ژوند د پېښو نه خبر يم، خو دغه ښاغلي چې دلته د فردوسي په اړه څه ووئيل، د هغې مطابق فردوسي د محمود غزنوي دپاره شاهنامه فردوسي وليکله، چې هغه ورسره وعده کړې وه چې د يو شعر په سر به يو د سرو زرو اشرفۍ ورکوي، چې پکښې خوا و شا شپېتۀ زره شعرونه دي، خو چې کله هغه فردوسي "شاهنامه فردوسي" سر ته ورسوله او دربار ته لاړو، نو د محمود غزنوي ځينې وزيرانو د هغه غوږونه ډک کړي وو او بيا يې د فردوسي سره هغه وعده پوره نۀ کړه، چې له دې غمه فردوسي دغه ښار پرېښود او بل خوا لاړو.

دغه ښاغلي د فردوسي او خوشحال خان خټک د ژوند حالات ډېر په اسانه د يو بل سره وتړل او دواړه يې يو شان وښودل، چې دواړو اول د وخت د بادشاهانو دپاره کار کولو، خو وروسته يې ورسره مخالفت راپېدا شو.
ښاغلي پروفيسر صاحب بې د څه تحقيقي کړاؤ نه په څرګندو مشترکاتو خپله رايه د موقعې په مناسبت قائمه کړه، بلکې کۀ دا ووايم چې د دغه دواړو لويو هستيو په حقله د ښاغلي پروفېسر په ټوله وېنا کښې صرف د خوشحال او فردوسي شعريت مشترک وو، نور هيڅ نۀ، نو بې ځايه به نۀ وي. 
که د خوشحال خان خټک ژوند يې په صحيح معنو کښې نۀ وي لوستے نو اول خو دې يې ولولي، ګنې بيا دې يې د نورو خلقو سره داسې يو ځاے کوي نۀ، ځکه چې خوشحال خان خټک د اورنګزېب منصبدار وو، خو چې کله هغه پوهه شو چې مغل د هيچا هم خپل نۀ دي او د مغلو دپاره د پښتنو وهل خپل قام تباه کول دي، نو بيا يې پښتانۀ د مغل خلاف راپاڅول او تر مرګه پورې يې د مغلو خلاف جنګ وکړو، توره او قلم يې دواړه ښۀ په نره وچلول.
خوشحال خان خټک په خپله شاعرۍ کښې د خپل نيول کېدو او بيا د قېد خبره ځاے په ځاے کړې ده، هغه دا خبره څو ځايه ذکر کړې ده چې:
په ناحقه يې زنځيرونه را په پښو کړل
واه واه هسې نوازش هسې محال

په ناحق د اورنګزېب په بند بندي يم
خداے خبر دے په تهمت او په بهتان
لکه زۀ وم په راستۍ په درستۍ کښې
د مغل په خدمت نۀ وو بل افغان

په ناحق يې په زندان کړم يو څو کاله
خداے خبر دے کۀ په خپله ګناه شک يم
نو د خوشحال خان خټک د دغه پاسنو شعرونو نه معلومېږي چې هغه اورنګزېب ولې قېد کړے ؤ، د هغۀ د قېد کولو هيڅ وجه هم نۀ وه، خو په قېد په کښې بيا هغه د ځان سره دا فېصله وکړه چې اوس څه کول پکار دي. لکه چې وايي:
پس لۀ بنده دے دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
يا نيولے مخ کعبې ته
يا مغلو سره رزم
يا يو کونج د غرۀ نيولے
نمونځ روژه د لوستو بزم
او په دې کښې بيا خوشحال خان خټک د مغلو سره رزم ته ملا وتړله.
بل خوا فردوسي صرف په دې خبره خفه شوے ؤ، چې هغه ته مطلوبه اشرفۍ ولې ور نۀ کړل شوې، خو خوشحال خان خپل د ژوند ټول حال په خپلو شعرونو کښې څرګند کړے دے، که يو خوا يې د مغلو سره د خپلې منصبدارۍ قيصه کړې ده نو بل خوا يې د مغلو خلاف د جنګ قيصې هم کړي دي، خوشحال خان خټک خو په دې نظر ؤ چې:
د هغۀ شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر دردانې پلوري په مال
نو زمونږ خوشحال په اشرافو، اشرفو، تشريفونو او "شريفانو" شعرونه نۀ ليکل.
د هغۀ شاعر مخ تور شه چې په طمع
وَ هر در و هر دربار وَ ته ولاړ دے
نو بيا دواړه څنګه يو شان کېدے شي، چې يو خوا يو د پېسو (اشرفو) دپاره شعرونه ليکي او بل هغه شاعر، چې د پېسو دپاره شعرونه ليکي، ته ښېرې کوي چې په ژبه دې يې دانې وشي، نو بيا د دواړو د وخت د بادشاه سره مخالفت يو شان څنګه کېدے شي.
يو شاعر په دې د وخت بادشاه سره مخالفت کړے دے چې هغه ته مطلوبه اشرفۍ نۀ دي ملاؤ شوي، بيا که وروسته هر څه قيصه شوې ده، په هغې پسې زۀ تلل نۀ غواړم، خو بل خوا خوشحال خان خټک د پښتنو په ننګ ودرېدۀ او په مغلو پسې يې توره راواخيسته.
اېمل خان دريا خان دواړه خودبين لاړل
اوس خو پاتو و مغل ته يو خوشحال دے

و مغل ته به هسې کار ښکاره کړم
چې راضي راڅخه روح د فريد خان شي
په جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي

پښتنو زلميانو بيا لاسونه سرۀ کړل
لکه باز منګولې سرې کا په خپل ښکار
اېمل خان دريا خان دواړه مرګ يې مۀ وے
هېڅ تقصير دواړو ونۀ کړو وار په وار
د خېبر دره يې سره کړله په وينو
په کړپه يې هم روان کړو دندوکار
بله هيڅ ليدلے نۀ شي په دا منځ کښې
يا مغل لۀ مينځه ورک يا پښتون خوار
نو که څوک ښاغلے په دې خبره کوي، نو بايد چې د فردوسي مقام په خپل ځاے وستايي او د خوشحال خان په خپل ځاے، بې شکه چې دواړه ستر شاعران  وو، خو د دواړو مخالفت د وخت د بادشاهانو سره يو شان نۀ وو، د دواړو په مخالفت کښې ډېر فرق وو او د دواړو د مخالف کېدو قيصه ښه واضحه او روښانه ده.

(په اووۀ ورځني "خپلواک" ٢٠ مارچ ٢٠١٦ء کښې چاپ شوې ليکنه).

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

1 comments:

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.