Showing posts with label د سلو لفظونو کيسې. Show all posts
Showing posts with label د سلو لفظونو کيسې. Show all posts

Wednesday, September 21, 2016

هويت

"قسم په خداى که به ماجر يم، پاکستانى کارت لرم".
د پېښور پوليس يو ځوان له تالاشي اخيسته.
"بي بي جي! قسم دى چې دا پاکستانى نه دى، دا خو چاينه والا دى".
لږ دېخوا يو دوکاندار د تور پړوني ښځې ته،
د جوسو جوړولو مشين په اړه معلومات ورکول.
د هالېنډ په تراپل کې د پناه غوښتونکو دفتر کې، 
ګڼ شمېر کسان د خپلې مرکې وار راتلو ته ولاړ و.
دوه پښتانه له دننه په چاقو چاقو قدمونو راروان وو،
مخکې روان تن وروستي ته لګيا و:
"په رب قسم چې که پاکستانى يم،
د نينګرهار سوچه اوغانى يم"


ليکوال: رحمت ديوان
٢١، ٩، ٢٠١٦م
پېښور

Saturday, September 17, 2016

جنګ

د فېسبوک په پاڼه روان وم، د خلکو پوسټونه مې کتل. د يوې ماشومې ويډيو په ليدو ودرېدم. د پلى بټنې ته مې ټک ورکړ. يو سړى ماشومې ته وايي: "پلار دې څه شو؟". "مړ شوى". ماشومه ځواب ورکړي. "چرته مړ شوى". "مړ شوى". سړى ترې بيا پوښتنه کوي: "پلار دې چرته مړ شوى؟". "جنګ کې". ما محسوس کړه، چې زه ژاړم. په سترګو مې لاس راښکه، اوښکې، اوښکې خو نه وې. نه پوهېدم ولې، د لېپ ټاپ په سکرين مې وليدل، "پلار مې مړ شوى". "چرته؟". "په جنګ کې". زما د لور سترګو نه، دوه غټې اوښکې روانې وې.


رحمت ديوان ١٧، ٩، ٢٠١٦ء پېښور

Friday, September 16, 2016

څرمن

"مولانا صېب! زه د مالي ستونزو ښکار يم،
زما لپاره خو لږه دعا وغواړئ".
ما د خپلې کوڅې د جومات امام صېب ته خواست وکړو.
"زه بخښنه غواړم،
ستاسو لپاره دعا نه شم غوښتى،
تاسو زمونږ مسلک سره تړون نه لرئ".
مولانا صېب صفا ځواب راکړو.
زه په خپله خبره ډېر پښېمانه شوم.
د اختر په ورځ مولانا صېب د خپلو رضاکارانو سره زما کور ته راغلو.
وې ويل: "د قربانۍ څرمن مونږ له راکړه".
ما ورته عرض وکړو: 
"خو زما تړون خو ستاسو مسلک سره نه دى".
هغوي وويل:
"بالکل، خو ستا د بيزې تړون زمونږ مسلک سره و".


ليکوال: مبشر علي زېدي
ژباړن: رحمت ديوان

Wednesday, September 14, 2016

بدلون

پرون زما لور خپلې نيا نه ډوډۍ پخول زده کړل.
زما لور ماشومه نه ده، کالج کې زده کړې کوي.
بس، په لومړي ځل ورله اشپزخانې ته د ننوتلو خيال ورغلو.
زوي مې تېر ماښام په لومړي ځل کوڅه کې کرکټ وکړو.
د ډېرې هڅې نه پس هم هغه بال ونه کړى شو.
هغه په دې خبره هم حېران شه، چې د کوڅې دوه هلکان يې همصنفيان دي.
ښځې مې نوکره منعې کړه، ډېره موده پس يې جامې په خپله ووينځلې.
او پرون ما هم ډېره موده پس يو کتاب ولوست.
په اصل کې پرون زمونږ وائي پائي خرابه شوې وه.

ليکوال: مبشر علي زېدي
ژباړه: رحمت ديوان


قرباني

"بابا! زما د يوې ملګرې واده دى،
د هغې پلار مړ شوى دى،
ټولې ملګرې ورله د جهېز سامان راجمع کوي.
تاسو څه راکولاى شئ؟".
لور مې پوښتنه وکړه.
ما ورته وويل:
"زما  سره د لوى اختر لپاره پنځوس زره روپۍ دي،
که هغه مې درکړې، نو قرباني به ونکړى شو".
لور مې وويل:
"نو بيا قرباني څه ته وايي؟".
ما پوهه کړه:
"لورې! قرباني څاروي حلالولو ته وايي،
جهېز خو هسې هم يو لعنت دى،
ته په واده کې د پنځه سوه روپو ډالۍ ورکړه".
دې ويلو سره زه د څاروي اخيستو لپاره د څاروو منډۍ ته روان شوم.

ليکوال: مبشر علي زېدي
ژباړن: رحمت ديوان

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.