Showing posts with label ښاغلي. Show all posts
Showing posts with label ښاغلي. Show all posts

Monday, November 2, 2015

د څو لحظو لويه قيصه

د څو لحظو د لويې قيصې نه شروع دا سفر په تا سره خبرې نه دی ختم شوی، (ماته پته نشته چې د طاهر اپريدي صېب وړومبی کتاب کوم يو دی، خو ما يې وړومبی کتاب د څو لحظو لويه قيصه لوستی)، د څو لحظو د لويې قيصې کوم تاثر چې ما اخستی وو او کوم اثر چې راباندې دغسې افسانې او بيا دغه ټول کتاب کړی وو، هغې زه دې ته مجبوره کړم چې طاهر صېب ولولم او دې ته يې هم مجبوره کړم چې څه وليکم. له دغې وروسته بيا ما د طاهر اپريدي صېب هر يو کتاب (کوم چې مې پېدا کړي وو) لوستلو، د طاهر صېب سټائل مې خوښ وو، د هغه د قيصې اورولو انداز ډېر ښکلی دی.

طاهر اپريدی، قېصر اپريدی، ماښام خټک، رحمت ديوان او فضل عزيز بونيری

زما د افسانې لوستل او د افسانې (ماتې ګوډې) ليکلو وجه صرف يو څو کسان دي، یو سعادت حسن منټو، بل سيد رسول رسا او درېم طاهر اپريدی، د اردو ډائجسټو قيصه به پکښې پرېږدو، ځکه چې ما په اردو کښې د ليکلو کوشش نه کولو. دغه درې کسانو زه افسانې ليکلو ته هڅولو يم، د دغه درې کسانو د افسانو په لوستو په ما کښې هم يو نيمګړی شان افسانه نګار رابېدار شه، که څه هم ما په دغه درې واړه کښې تر دغه وخته پورې يو هم نه وو ليدلی، (سعادت حسن منټو او سيد رسول رسا خو زمونږ سره په بدني لحاظ نشته، خو د هغوی ليکلې شاهکارې افسانې او ناولونه اوس هم مونږ سره دي)، خو د طاهر اپريدي صېب د ليدلو ارمان مې ضرور وو.

تېر ځل چې زه کله کراچۍ راغلی وم او د ځان سره مې خپل نوی کتاب او مجله هم راوړې وه، زما زړه وو چې زه به په خپله د طاهر اپريدي صېب سره ووينم خو بيا ملاقات ممکن نه شو او هغه مجلې او کتاب مې ورته د فضل عزيز بونېري په لاس ورولېږل، خو دا ځل مې د جرس او د طاهر صېب ليدل بېخي ضروري وګڼل.

جرس ادبي جرګه چې د نومبر په وړومبي اتوار پکښې ما برخه واخسته، د دې په هکله مې بلها قيصې اورېدلې وې، بلها خبرې مې له شاعرانو او اديبانو اورېدلې وې او د جرس رودادونه مې هم که بلها نه خو ډېر شی ضرور لوستي وو، د جرس ادبي جرګې په غونډو کښې که په بدني لحاظ ما برخه نه وه اخستې خو د جرس د رودادونو په وجه دومره وه چې ورسره اشنا شوی وم، د جرس اجلاس راته نا اشنا نه ښکارېده، که څه هم هغه خلک په جرس کښې (زياتره) اوس نشته، د کوم وخت چې يې ما رودادونه لوستي خو جرس شته او د طاهر صېب په سرپرستۍ کښې اوس هم د هغوی په ځای کښې هره مياشت اجلاسونه کوي.

که په دې لسټ کښې زه د رياض تسنيم د (بېډ نمبر ۲۸)، د ماښام خټک (د تکل ارتقائي صفر)، د محب وزير (کاروان روان شو)، د عبدالهادي حېران (تنده مې ماته شوه) او د فېصل فاران (تنقيدي فېصلې) ذکر ونه کړم نو زياتی به وي، دا او دغسې ځينې نور (چې اوس مې يې نومونه ذهن ته نه راځي) کتابونه ما لوستي او د جرس نوم مې ورسره ليدلی.

او طاهر اپريدي صېب خو د دې ټولو سرخېل دی، د هغه افسانو ماته يو بيل خوند راکړی دی، تل مې کوشش کړی دی چې څومره کتابونه يې پېدا کړم، وې لولم، په خاصه توګه د هغه افسانې او د هغې سره مې دا ارمان هم وو چې وې وينم.

د اتوار په ورځ (د نومبر وړومبۍ نېټه کال ۲۰۱۵) چې زه کله د امان ماما (امان اپريدي) او فضل عزيز (فضل عزيز بونيري) په لارښوونه د طاهر صېب جونګړې ته ورسېدم او دروازه مې وټکوله، نو طاهر صېب په خپله دروازه پرانيسته، ما ورسره ستړي مه شي وکړه، هغه چې رانه د نوم پوښتنه وکړه او ما ورته خپل نوم وښودلو نو بيا راته راترغاړې وتو، دننه يې بوتلم او په بېټک کښې کښېناستو.

تقريباً درې بجې به وې، خو لا تراوسه څوک نه وو راغلي، ماته يې فضل عزيز د درې بجو ويلي وو، خو دلته چې ما درې بجې ځان راورسولو نو طاهر صېب يواځې په بېټک کښې ناست وو او د مېلمنو انتظار يې کولو. د طاهر صېب بيمارۍ ته چې مې وکتل او بيا مې د هغوی د پښتو او ادب سره مينې ته وکتل چې په دې حال کښې هم د پښتو ژبې او ادب سره دومره مينه کوي او په اجلاسونو کښې برخه اخلي (ياده دې وي چې د طاهر صېب د بيمارۍ په وجه د جرس اجلاسونه اوس د طاهر صېب په بېټک کښې کېږي). طاهر صېب بيمار دی او په دې وخت کښې يې د ليکلې نه هم لاس اخستی دی، ناسته ولاړه او تګ راتګ يې ډېر په ګرانه کېږي او بيا خبرې هم ډېرې په تېزه نه شي کولی، خو د پښتو ژبې او ادب سره يې دومره مينه ده چې تراوسه يې ترې لاس نه دی اخستی، کتابونه لولي او بيا پرې خپله تبصره يا تجزيه ضرور ملګرو ته اوروي او څومره کتابونه چې چاپ کېږي نو کوشش کوي چې ترلاسه يې کړي.

د جرس په اجلاس کښې مې د قېصر اپريدي، ماښام خټک، فضل عزيز بونيري، امان اپريدي، اجمل خان اپريدي، تاجبر خان تاجبر، رياض ساحل، وقاص ترين خوېشګي، ذهين اپريدي او مراد ياسين سره هم ملاقات وشو، د دوی ټولو سره مو هم په ادب او پښتو ژبې خبرې اترې وشوې. د جرس اجلاس ډېر ښکلی وشو چې پکښې امان اپريدي خپل غزل تنقيد ته وړاندې کړی وو. په دې موقع راته اجمل خان اپريدي صېب خپل نوی چاپ شوی کتاب (خانده مه) هم ډالۍ کړو چې طنز و مزاح باندې يې ليکلی دی، که وخت او ژوند ياري وکړه نو په هغې به بيا څه وليکم، ډېره مننه يې کوم.

د لوی افسانه نګار طاهر اپريدي صېب سره مې څو ګېنټې تېرې کړې، هغه ارمان مې پوره شو چې طاهر صېب به کله وينم، د طاهر صېب شخصيت داسې دی چې زه يې دلته په دې کرښو کښې نه شم راغونډولی، دلته مې بس دومره ذکر کول غوښتل چې د طاهر صېب او د جرس د اجلاس سعادت مې څنګه ترلاسه کړو. د جرس ادبي جرګې او د طاهر اپريدي صېب مقام په پښتو ادب کښې د سپوږمۍ په شان روښانه دی.

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.