Saturday, September 17, 2011

لُوز کرېکټر - افسانه

هغه د پنځوو خوېندو يوازينے ورور وو، مور پلار پرې محمد يوسف نوم ايښے وۀ، خو د ډېرې مينې نه د هغه نوم تر سفي محدود شوے وۀ، د مور پلار ډېرې مينې، ناز او نخرو هغه خراب کړے وۀ، خو لا زيات هغه وخت بې لارې شو چې کله د هغه يو کلاس فېلو په هغه باندې د سينما ور وليدو، په سينما باندې د پښتو په اولني فلم کتلو سره د هغه سبق نه ذهن واوختو او ټول سوچ يې په فلمونو کې شو. د خپل صنف يوې جينۍ سره چې مينه يې ورسره کوله، بس بيا به ټوله ورځ د هغې په خيالونو کې ګرځېدو، هر وخت به يې د هغې په حقله سوچونه کول، چې څنګه به ورته د خپلې مينې اظهار کوي، او د هر نوي فلم هغه ډائيلاګ چې هيرو به هيروئنې ته ويل، دۀ به هم زده کول چې خپلې کرن ته يې ووايي، د مکتب نه به هم پټېدو، د قرآن شريف سبق ته به هم نۀ تللو. بس ټوله ورځ به د لوفرانو سره په لارو کوڅو کې ګرځېدو او د پښتو او انډيا فلمونو ډائيلاګ به يې يو بل سره ويل. د سفي پلار د جومات امام وه، هغه خپل زوے ډېر وپوهولو، خو سفي چې يو ځل د هيرو جوړېدو تکل وکړ نو د هغې نه وروسته يې د چا خبرو ته هم غوږ نه کېښوده، په ډېرو وهلو ټکولو هم ونه شوه، پلار چې به څومره وهه نو دومره به نور هم بې لارې کېده. د سفي اوس تر ټولو لوے کار د فلمونو کتل وو او ډېر زيات ارمان يې وو چې فلمونو ته لاړ شي، د دې هر څه نتيجه دا راووته چې پلار ته يې خلکو پېغورونه شروع کړل، د ډېرو پېغورونو نه يې اخر پلار هم تنګ شو او خپل کور يې د ښار نه يوې غاړې ته راوړو چې د محتديانو د پېغورونو نه خلاص شي خو د سفي دپاره يې څه لار پېدا نکړه چې څنګه يې په لار راولي، خو سفي چې په دې کوڅه کې يې خپله معشوقه اوسېدله، نو هغه دا کوڅه بيا هم پرې نښوده او پلار چې يې څومره کور لرې کړو نو هغه به دومره ډېر دې کوڅو ته راتلو.
په سفي به فلمونو ډېر زيات اثر کولو، د هر نوي فلم سره به هغه خپل کړۀ وړۀ هم بدلوله، کله به د تېرے نام رادهے موهن شو، کله به يې د ځانه رام جانے جوړ کړو، کله به منا بهائى او ځني وخت به موسٰى شو، يا به يې د ځان د مېرني ورور آصف خان جوړ کړو او يا به ترې د پرنس جهانګير خان جوړ شو او يا به يې وئيل چې ملنګانو سره مۀ چهېړه.
که سفي ته به چا ووئيل چې تۀ خو د جومات د امام زوے يې، دا کارونه ولې کوې؟ د ځان نه سم سړے جوړ کړه، د پلار نوم دې وشرمولو؟ نو هغه به ورته زر ووئيل: ولې بدرمنېر د ملا زوے نه وو څه هن، هغه چې فلمونو ته لاړے او دومره پکې مخکې شو.
د هغه پوهول داسې وو لکه د ميږي او هاتهي يارانه، په دېوال به خبرو اثر کولو خو په سفي به د چا خبرو اثر نه کوو، تراوسه پورې چې به يې د پلار لاسونه د دعا دپاره پورته کېدل نو د خداى نه به يې دعا کوله چې سفي په سمه لار راشي خو اوس يې پلار هم د دعا په ځائې ښېرو ته مخه کړې وه چې اے پروردګاره! تۀ يې واخلې، زما د مخې نه يې اخوا کړې چې د دنيا د شرمونو نه خلاص شم.
سفي به هر وخت د خپلو لوفرانو ملګرو سره په لارو کوڅو کې ناست وو، د هغه مشهور ډائيلاګ دا وو چې هيرو څنګه جوړېږي؟ او هغه به په دې باندې ډېر په فخريه انداز کښې داسې وئيل: "د هيرو جوړېدو دپاره د سلمان خان اېکشن، د رجني کانت سټائل، د اکشے کمار فائټ، د سني ديول دوه نيم کلو لاس، د ريتک روشن ګډا او په دې کښې چې د عامر خان د اداکارۍ مالګه، د سنجي دت مرچ او د اجے دېوګن مساله، د جهانګير خان د اداکارۍ تړکه او د شاه رخ خان د اداکارۍ ليمبو پکې واچوې نو د دې نه به يو نوے هيرو جوړ شي". هغه به خپل ځان د پښتو فلمونو راروان هيرو ګڼلو او هر وخت به يې خپلو ملګرو ته داسې وئيل: د پښتو فلمونو راروان هيرو به زۀ يم او تاسو ټول به مې وينئ".
سفي چې د کرن د کوڅې خاوره په خپلو پښو زړه کړه، چپړې يې پسې وشلولې، خپل زړۀ ته يې ډېر ووئيل چې "صبر شه زړګيه" خو زړۀ چرته منله، وئيل يې "صبر مې تمام شو" نو سفي ورته بيا ووئيل چې "ستا محبت زما سزا شوه" نو زړۀ ترې لږ شان خفه شو او وې وئيل "اخر ګناه مې څه ده" او سفي ورته ووئيل "ستا لويه ګناه داده چې پښتون يې" نو زړۀ ورته ووئيل "اخر زړۀ دے کنه" "زما وينه پښتنه ده، زما مينه پښتنه ده" سفي وئيل "زړګيه! وارخطا نه شې" تۀ ډېر "نادان زړګے" يې، ستا دلاسه به راباندې څه نا څه ضرور کېږي، خو بيا يې هم د زړۀ ومنله او ځان يې "بريالے" او "ننګيالے" کړو، "جوش" پکې راغے، "ډر" يې لرې کړو، د خپلې مينې اظهار ته "رېډے" شو. د ډر د شاه رخ خان "ککککککرن آئي لو يو" ورته زوړ ډائيلاګ ښکاره شو او د "پهول اور کانټے" د اجے دېوګن په شان په سندره کې خو په جديد انداز کښې لکه د سلمان خان يې خپلې کرن د مينې اظهار کولو اراده وکړه او چې کله يې خپله کرن په يوه شړه کوڅه کې رالاندې کړه نو شا شا ته پسې روان شو او دا سندره يې شروع کړه "کړيون کا نشه پيارے سب سے نشيلا هے، مين کرون تو سالا کريکټر ډهيلا هين" هغه لا سندره ختمه کړې نه وه چې بيا يې په مخ د لاس پنځه ګوتې صفا ښکارېدې.

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.