Tuesday, September 20, 2011

دا کيسه به تر څو روانه وي؟

درې کاله پس يو ځل بيا نشتر آباد په وينو سور شو.

دا د نهمه بجو خوا شا وخت وو، څه خلک کورونو ته روان وو او د نشتر آباد د دستور سره سم ځني خلک تر ناوخته پورې په خپلو دوکانونو کې ناست وو. دې وخت کې يو کس په موټرسائيکل راغى، موټر سائيکل يې ودرولو او يوې غاړې ته لاړو، همدې وخت کې د نيو ګريس مخې ته ولاړ دې موټر سائيکل کې يوه زورداره چاودنه وشوه چې نزدې دوکانونه او خلک يې په خپل تور څادر کې د ځان سره تور کړل. شپږ کسان مړه او يو دېرش ټپيان شول، يويشت دوکانونه يې خاورې ايرې کړل.

په نشتر آباد کې درې کاله مخکې هم يوه چاودنه شوې وه. دا چاودنه ورسره جوخت بل مارکيټ کې شوې وه، د هغې چاودنې نه مخکې دوکاندارانو ته ګواښونه ورکړل شوي وو خو دا ځل دوکاندارانو وويل چې مونږ ته کوم ګواښ نه دى شوى.
په مړو کې د افغانستان سره تعلق لرونکى د پښتو ډرامو يو پروډيوسر خېر الله بختيار چې د سي ډي کېسټو يو لوى دوکان يې وو او ورسره ملګرى صحبت هم له جهانه سترګې پټې کړې.
 د پښتو فلمونو او ډرامو هدايتکار عابد نعيم ورور عادل چې په مارکيټ کې يې د ډيزائننګ دوکان لرلو او د فلمونو ايډيټنګ به يې هم کولو، سره د خپل نوکر امان الله د چاودنې خوراک شول.
د چاودنې سره مارکيټ ته مخامخ د خوراکي موادو په دوکان کې اور ولګېدو او د سودا لپاره راغلې يوه مېرمنه پکې ژوندۍ وسوځېده.
د خېبر پښتونخوا وزير اعلى حېدر هوتي، د کلتور او ثقافت وزير ميا افتخار حسېن او ګورنر مسعود کوثر د چاوندې غندنه وکړه.
چاودنې کېږي، غريب خلک پکې مري، ټپيان کېږي، مياندې بورې شي، بچي يتيمان شي، ښځې کونډې شي، خوېندې بې ارمانه شي، اور بل شي، وينې تويي شي، انساني اندامونه په زمکه خواره شي، حکومتي چارواکي يې غندنه وکړي، يوه ډله چاودنه په خپله غاړه واخلي.........................دا کيسه به تر څو روانه وي؟.

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.