Saturday, September 17, 2011

د ديوان لنډې کيسې - اسير منګل

ښاغلى رحمت ديوان د ښاغلي هادي حېران کشرى ورور دى، په پښتو او پښتونولۍ دواړه وروڼه مئين دي او د خپلې مورنۍ ژبې د پرمختګ او ودې دپاره يې خپل ځانونه وقف کړي دي. زلمى حېران د افسانه نګار نه پرته يو ښه شاعر هم دى ولې رحمت ديوان يوازې کيسې ليکي او هغه هم لنډې کيسې چې ورته افسانه هم ويلى شي. د افسانې په حقله ډېر څه ليکلي شوي دي، د ايډګر ايلن پو نه راواخله تر ګران قلندر مومنده پورې هر څوک يو خپل نظر لري او چې څوک افسانه ليکي هغه په هر څه پوئې وي چې لنډه کيسه هغه کيسۍ وي چې په فني ترتيب يې رغاوڼه شوې وي. يعني هره افسانه يوه کيسه لري ولې ضروري نه ده چې هره کيسه دې د افسانې په چوکټ هم برابره وي.
تر کومې پورې چې د ښاغلي رحمت ديوان د لنډو کيسو تعلق دى نو زۀ دا ويلى شم چې د زلمي افسانه نګار دننه يو افسانه ليکونکى ناست دى او هغه دې ته هڅوي چې د خپل چاپېرچل حالات و واقعات د کيسو په شکل کې وليکي. دۀ د ځني اوچتو افسانه نګارانو افسانې ژباړلي هم دي چې پکې د اردو نامتو افسانه نګار سعادت حسن منټو "سترګې" نومې افسانه هم شامله ده، دې نه علاوه نورې هم ډېرې افسانې يې د اردو نه ترجمه کړي دي. ترجمې يې يقيناً ډېرې ښې کړي دي، چې مثال يې د منټو د افسانې "سترګې" وړاندې کېدلى شي. ځني د نورو ليکونکيو افسانې هم شته بايد دلته هم د داسې ليکونکيو انتخاب شوى وى چې هغه لکه د منټو د افسانې نماينده ليکونکي وى، په هر حال ژباړه شوې لنډې کيسې هم ډېرې بدې نه دي، دې نه مونږ دا اندازه لګولى شو چې زمونږ د افسانه نګار مطالعه شته او هغه په ښه او بده کيسه کښې توپير هم کولى شي. ولې بيا هم ښاغلي رحمت ديوان ته پکار دي چې هغه دې د نړيوال ادب مطالعه هم وکړي. افسانې نن سبا ډېر زيات زغل کړى دى، اردو کې هم ډېر کار شوى دى ولې د پښتو افسانه نن هم د ډېر څه پامته داره ده.
ښاغلى رحمت ديوان يو زلمى ليکونکى دى او دا يې ابتدائي افسانې دي، اسلوب يې زړۀ راښکونکى دى، د افسانې چل ورله ورځي، خو لا په دې صنف باندې په مکمله توګه قابوموندلو دپاره ورته لويه لار پرته ده. زياتې کيسۍ يې افسانچې يعني افسانه ګۍ دي. استغفرالله، بازارۍ، توکاڼې، کانديدان، کبرجن او لېونى داسې کيسې دي چې په دوي خواري نه ده شوې، سره د دې چې دا ډېر ښه موضوعات لري، که چرې دوي ته لږ نور پام هم شوى وى نو دا افسانې نورې هم ښه کېدى شوې. د ښاغلي ديوان په افسانو کې ما يو بل شى محسوس کړو چې هغه لکه زمونږ د خلکو د اردو بې ځايه توري په کار راولي، کوم چې ښه نه لګي، زما خپل خيال دادى چې د نورو ژبو ټکي هله په کار راوستل ضروري دي چې کله د خپلو ټکو پنګه نه وي.
لکه څنګه چې ما وړاندې عرض وکړو چې ښاغلي ديوان ته د کيسې ليکلو چل ورځي، ځنې ښې افسانې يې هم ليکلي دي چې د مثال په توګه وړاندې کېدى شي، لکه "فوجي"، "اولس مشر" او "فرق" داسې کيسې دي چې د افسانې مينه ورباندې ماتېدى شي.
فوجي يو داسې کردار دى چې ښه صحت مند ټيک ټاک زلمى دى، خپله مزدوري هم کوي، ګټه کوي ولې لږ شان بدرنګ دى، ټولنه يې نه مني............... اخر کې خوار د وادۀ په ارمان مړ شي........ دا يوه الميه ده چې مونږ د سيرت په ځاى صورت ته اهميت ورکوو، ګني پکار ده چې د صورت په ځاى سيرت ته اوليت ورکړى شي.
"اولس مشر" د يو داسې زلمي کيسه ده چې په زړۀ کې د وران ويجاړ وطن د جوړېدو ارمان لري خو دا ارمان هله ترسره کېدى شي چې هغه د واک اختيار څښتن شي، ولې دا ناممکن کار وى، د  دې له کبله هغه خوب ويني او په خوب کې ځان د اولس مشر څوکۍ ته رسوي، خو مامله هله خرابه شي چې کله د خوب نه راويښ شي.
دا زمونږ د اولس يوه بله بدبختي ده چې څوک په اصلي مانو کې د کلي، قوم خدمت کول غواړي هغه خوبونه ويني او چې چاسره واک اختيار دى، هغه ډار راغونډوي.
"فرق" د طبقاتي کشمکش يوه هېنداره ده چې د يو ماشوم پلار تعليم يافته دى، باشعوره دى، د هر څه نه خبر دى ولې د بل ماشوم پلار ناخوانده دى او هغه د هيڅ نه نۀ دى خبر. دا هم زمونږ د ټولنې قصور دى او چې چرته سرمايه دارانه نظام وي هلته به داسې کردارونه ارو مرو مخې له راځي.
"يو بل خېراتي زيات شو" هم زمونږ د ټولنې په مخ يوه درنه څپېړه ده. د ماشومانو بنيادي حق زده کړه او تربيت وي، ولې زمونږ ماشومان دومره مايوسه وي چې په ماشومتوب کې له کوره وتښتي چې په سټه تندرست وي نو ډاکو يا بدمعاش ترې جوړ شي او چې معذوره شي نو بيا خېرات خور شي.
ځني لنډې کيسې لکه "يو ګل خاورې شو" او يا "باغ وحش" داسې کيسې دي چې د افسانې نه زيات اخباري خبرونه ښکاري. پکار ده چې په يوې افسانې او اخباري رپورټ کې فرق وکړى شي. په هر حال رحمت ديوان يو ځوان زلمى او لوستى ليکوال دى، د زړۀ زور يې ډېر دى، په دې عمر کې چې دۀ کوم ليکل کړي زما باور دى چې دى به په پښتو کيسه ييز ادب کې خپل نوم پېدا کړي.
په درناوي
اسير منګل
ګل آباد کالونۍ، دله زاک روډ، پېښور ښار
٥م دسمبر ٢٠١٠ء

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.