ليکوال: خليل جبران
ژباړن: رحمت ديوان
ژباړن: رحمت ديوان
ما خپل ملګري ته وويل: ته چې دا نن څنګه د ده په مټو کې وينې، پرون همداسې هغه زما په مټو پرته وه.
زما ملګري ويل: او سبا به دا زما په مټو پرته وي.
ما ورته ويل: ته وګوره دا څنګه د هغه په غېږ کې پرته ده، پرون همداسې زما په غېږ کې پرته وه.
زما ملګري ويل: او بالکل همداسې به هغه سبا زما په غېږ کې پرته وي.
ما وويل: لږ وګوره، د هغه پيالې سره يې څنګه خوله لګولې ده او همداسې يې پرون زما په پياله باندې شونډې ايښې وې.
هغه ويل: او سبا به يې زما پياله کې څښي.
ما بيا وويل: ته ګوره، هغه ته څومره په مينه ګوري، سترګو کې يې د ځان لوګي کولو اظهار دی....... او پرون يې بالکل همداسې ماته کتل.
زما ملګري ويل: او سبا به په همدې نظر ماته ګوري.
ما ويل: ولې ته نه وينې چې د هغې په غوږونو کې د مينې سندرې وايي، بالکل هماغه سندره چې پرون يې زما په غوږونو کې زمزمه کوله.
زما ملګري ويل: او سبا به همدا سندره زما په غوږونو کې زمزمه کوي.
ما چغه کړه: مړه وګوره، د هغه سره غېږ په غېږ ده او پرون همداسې زما نه راتاو وه.
زما ملګري ويل: او سبا به ماسره غېږ په غېږ وي.
زه غصه شوم: دا څنګه ښځه ده دا؟.
ليکن هغه ويل: هغه د ژوند په شان ده، په چا چې د ټولو قبضه ده او د مرګ په شان هغه هر يو ورانوي......... او د تل لپاره هر يو په خپلې قبضې کې اخلي.
0 comments:
Post a Comment