Saturday, September 17, 2011

د ښځو په شان ګوزار مه کوه

هسې تاسو به اورېدلي وي چې کله کله به د ځوانانو پر میانځ کې چرته جنګ منګ رامنځ ته شو نو یو چې به صرف د خبرو ټاکو وو او په خپلو خبرو به یې بل باندې روب اچولو، نو هغه بل به ورته ویل: که د نر زوی یې نو مېدان ته راووځه، یا : که زور در کې وي نو راځه، او ځنو به پکې ویل چې که زور لرې نو راځه چې پته دې ولګي.
داسې به تاسو سره هم شوي وي او ماسره هم شوي دي، لکه کېدی شي تاسو ته هم خلکو ويلي وي چې راووځه مېدان ته او یا مو چاته ویلي وي چې راځه چې پته دې ولګي.
پخواني باچاهان به ډېر تکړه وو، لکه اکثر به په جنګ کې د عسکرو نه مخکې روان وو، توره به یې په لاس وه، په اس به سور وو او د نورو نه به مخکې روان وو، دا مېړانه وه، غېرت وو، خو اوسنی صدر، وزیر اعظم، د فوج مشر دا ټول داسې وي چې خپله د اېرکنډېشن په کوټو کې ناست وي او نور جنګوي، خپله جنګ ورته لکه د ښځو لاس اچول ښکاري.
هسې تاسو به د ښځو جنګ هم اورېدلی وي، اورېدلی څه چې لیدلی به مو هم وي، لکه د هاليووډ او بالیووډ فلمونو کې، پاکستاني فلمونو کې هم داسې لیدل کېږي، چې کله کله زنانه په جنګ شي، خو د چا نه به مو دا نه وي اورېدلي چې زمونږ په پښتنه معاشره کې هم ښځو لاس اچولی دی.
د افغانستان په پارلیمنټ کې به تاسو د هغې زنانوو وکیلانو جنګ هم لیدلی وي، چې هغه یوه شاته نه راشي او مخکې چې بله ناسته وي په هغې راباندې کړي، نو د دې دومره خبرو نه ماته داسي ښکاري چې پخوا به ښځو جنګ کولو، خو صرف د خولې، د ښځو جنګ به صرف د خولې وو، سوک، څپېړه، ګوزار موزار به پکې نه وو، بس ګېنټه نیمه به یې خپله درنه او د بلې سپکه وویله او بیا به په کورونو وردننه شوې.
او د سړو په جنګ کې به بیا سوک، څپېړه، څه چې کوتکونه، چاقوان، تماچې او ټوپکونه هم پکارولی شول، دا به غېرت وو، ننګ وو، مېړانه به ګڼل کېده، خو اوس داسې ښکاري چې دا لوبه اپوټه شوه، لکه د خولې جنګ به سړي کوي او لاس به ښځې اچوي.
د کوهاټ اډې بسونه تر کارخانو پورې ځي، چې دا لار په یو ساعت کې ختمېږي، دا غالباْ اتلسمه روژه وه، چې د کارخانو نه کور ته راروان وم، یو مېلمه هم راسره وو، بس دومره ډک شوی وو چې نور پکې د ناستې څه چې د ولاړې ځای هم نه وو، خو بس ډېر په مزه مزه روان وو او ځای په ځای به ودرېدو، په دې کې خو یو هلک چې داسې شل کلن ښکارېده، هغه ډرايور ته ښې کنځلې وکړلې، چې دا بس دومره ولې ودروې، د ډرایور او هغه هلک ترمینځ ښه ګلونه وشیندل شول، بیا چې کله بس سنهري جومات ته راورسېدو، نو دلته یو بل هلک چې د مخکیني ور سره جوخته چوکۍ باندې ناست وو او کلینډر په دغه ځای باندې سورلۍ چت خېژولې، نو څوک چې به خته نو د پښو نه به یې خاورې ښکته راولېدلې چې په هغه هلک به راتلې، هغه هلک د کلېنډر سره ښه خوله ووهله چې په دې ځای باندې یې مه خېژوه، خو چې ګاډی کله چونګي ته راورسېدو نو په همدغه ځای باندې یو ځل بیا یو کس راکوز شو، نو څه وو بس هغه هلک کلینډر ته په کنځلو شروع وکړه، د مخکیني کلینډر په ځای دا ځل بل وو ( په ګاډي کې دوه کلینډران وو) یو بل ته يې ښه ګلان وشیندل، نو بیا هغه کلینډر مخکیني ور ته راغی، هغه هلک لاس ورواچولو، نو هغه ورله لاس لرې کړلو، ورته یې ویل:
((لاس لرې کړه مړه، د ښځو په شان لاس مه اچوه، د سړو په شان په خوله خبره کوه))
دا خبره کول وو چې په ګاډي کې ناستې ټولې سورلۍ په خندا شوې او د ډېرو ځایونو نه دا غږونه راغلل چې:
((هلکه! ښځې لاس اچوي که سړي))
((لاس اچول خو د سړو کار دی))
او داسې نور، ستاسو په خیال لاس اچول د ښځو که د سړو کار دی؟

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.