Saturday, September 17, 2011

د محمد سعيد خان رنګيلا نه بغېر به د پاکستان فلمي تاريخ نامکمل وي

رنګيلا د پاکستاني فلمونو پېژندلى نوم دى، د هغه شخصيت ډېر لوې وو، هغه اداکار، سندرغاړى، هدايتکار او ليکوال وو.
نوموړي په فلم انډسټرۍ باندې هاغه نقشونه پرېښي دي چې د هغه د ذکر نه بغېر به د پاکستان فلمي تاريخ نامکمل وي. د رنګيلا خپل نوم محمد سعيد خان وو، هغه د جنورۍ په اول تاريخ کال ١٩٣٧ء په ننګرهار (افغانستان) کې زېږېدلى وو، د ماشومتوب نه د هغه د ورزش سره شوق وو، که هغه اداکار نه وى نو کېدى شي چې باډي بلډر وو. د ژوند تېرولو لپاره هغه مصوري زده کړه او د يو پينټر په حېث نوم ګټلو لپاره هغه اول پېښور ته راغى، خو هلته يې څه کاميابي لاس ته رانه وړه او بيا يې د لاهور مخه وکړه. دلته قسمت د هغه سره ياري وکړه او د يو پينټر په حېث يې د فلمونو بورډونه جوړل پېل کړل.


کله چې يې شوق د جنون تر حده ورسېدو نو رنګيلا په فلمونو کې د اداکار په حېث کار شروع کړو.
دا د کال ١٩٥٨ء دور وو، په دې کال کې نوموړي د اداکار په حېث د پنجابۍ فلم "جټي" نه کار پېل کړو. د دې فلم هدايتکار ايم جى رانا وو، د فلم ريليز کېدل وو چې د هغه خوښونکي راپېدا شو او د فلم کتونکو په سينماګانو باندې ګڼه ګوڼه جوړه شوه. نتيجه دا راووته چې فلم "جټي" کامياب (سپرهټ) شو.
د اداکار په حېث کاميابېدو نه پس هغه د هدايتکارۍ په مېدان کې هم قدم کېښودو او د اولني فلم "ديا اور طوفان" هدايت يې ورکړو. دې فلم هم د هغه په کاميابۍ کې ستوري ولګول، له دې نه وروسته نوموړي د فلمسازۍ (فلم جوړونکي) مېدان ته هم راودانګل او د رنګيلا پروډکشنز د لاندې يې فلمونه جوړول شروع کړل.
هغه ډېر فلمونه ساز کړل، کوم چې ډېر خوښ کړى شول. د ستمبر په يولسم تاريخ کال ١٩٧٠ء کې د هغه فلم "رنګيلا" ريليز شو، کوم کې چې هغه ټائټل کردار ترسره کړو. د اکتوبر په اولني تاريخ کال ١٩٧١ء کې د هغه يو بل کامياب فلم "دل اور دنيا" ريليز شو، کوم کې چې حبيب او آسيه هم وو.
نوموړي "دل اور دنيا، ميري زندگي هے نغمه، رنگيلا، نوکر تے مالک، سونا چاندى، مس کولمبو، باغي قېدي او تين يکے تين چهکے" په رنګ کامياب فلمونو لپاره په حېث د سکرين پلى ليکونکي، کاميډين (مزاح کونکي)، ليکوال او هدايتکار هغه ته ١٩٧٠ء، ٧١ء، ٧٢ء، ٨٢ء، ٨٣ء، ٨٤ء ٨٦ء او ١٩٩١ء کې نهه (٩) ځل نګار اېوارډ ورکړل شو، کوم چې د هغه د خدمت ثبوت دى.
 د نوموړي په يادګارو فلمونو کې "هيرو، انټرنيشنل گوريلے، عورت راج، دو تصويرين، کبړا عاشق، دوستي، دل اور دنيا، رنگيلا، ديا اور طوفان، گهرا داغ، بازار حسن، ميډم باوري، رنگيلے جاسوس، عبدالله دي گريټ، ميري محبت تيرے حوالے، صبح کا تارا، گنوار، جهيز، نمک حلال، کاکاجي، راجا راني، صاحب بهادر او قلي شامل دي.
رنګيلا د پښتورګي، لړمون او سږي په مرض اخته شو، د علاج لپاره هغه څو څو مياشتې په روغتون کې تېرې کړې او اخر نوموړى د همدې مرضونو دلاسه د مۍ په څليريشتمه نېټه کال ٢٠٠٥ء کې په لاهور کې د ٦٨ کالو په عمر کې د دې دنيا نه سترګې پټې کړې (په ګور يې نور شه). 
نوموړي درې ودونه کړي وو، د هغه اته لورګانې او شپږ زامن دي.

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.