Thursday, March 21, 2013

پوکڼۍ

زرين ټيټ سر ناست وۀ، د زرين پلار، ترۀ، مشر ورور او د دکان نېک ټول په حجره کښې چپ چاپ او خاموش ناست وو، په بېټک يوه اوږده خاموشي خوره وه، د زرين د پلار سترګې سرې وې، کله به يې زرين ته کتل او کله به د بېټک بشونو ته ځير وه، د يخنۍ موسم کۀ څۀ هم دومره زيات نۀ وۀ خو زرين نرے نرے رپېدۀ، دا پته يې نۀ لګېده چې د يخنۍ نه رپي او کۀ د يرې نه.

د زرين نېک چې نېک محمد نومېده او په اندرشېر کښې يې د سرو زرو دکان وۀ، د زرين به دا يو کال کېده چې له هغه سره يې کار کولو، پلار يې غوښتل چې د زرين نه زرګر جوړ کړي، ځکه چې زرين د پنځم جمات نه وروسته سبق ته ډډې نۀ لګېدې او نور په شړو خوشو سر کېده، نو پلار يې دا ښۀ وګڼله چې د خپل ملګري نېک محمد زرګر سره يې په دکان کښېنوي.
نېک محمد غاړه تازه کړه او د زرين پلار ته ګويا شه:
"ظاهر شاه! زۀ په دې نۀ يم خفه چې دې هلک د دخل نه پنځۀ زره روپۍ اخستي دي".

بيا يې په زرين يو ژور نظر واچوه، زرين هماغسې ټيټ سر ناست وه او سترګې يې په خپلې غېږ کښې خښې کړې وې، هيڅ کش کړپ يې نه کولو، سترګې يې زيړې اوښتې وې، ويښتۀ يې ببر شوي وو، داسې ښکارېده چې ذي روح نۀ، بلکې بُت ناست وي، نېک محمد يو ځل بيا د زرين پلار ته مخ راواړولو او زياته يې کړه:
"زۀ خفه په دې يم چې دې هلک يو خو پېسې بې تپوسه اخستي او بيا پرې منکر شوے چې زۀ ترې نۀ يم خبر، هسې نۀ چې دې هلک چرته...............".

نېک محمد خبره په نيمايي کښې پرېښوده خو په بېټک کښې ناست ټول د دۀ په خبره پوهه شول، د زرين د پلار سترګې نورې هم راببرې شوې او د مخ نه يې د غصې څرګندونه داسې کېده تا به وې چې اوس به لمبه واخلي، دا وخت زرين هم لږ نور راغونډ شه، مشر ورور يې يوه توده څپېړه د غوږ لاندې ورکړه او په تېزه لهجه کښې يې ورته وويل:
"څۀ دې کړې پېسې، چرته دې يوړې؟".

د څپېړې سره زرين زمکې ته راولوېده، د يو لاس په مرسته بيا کښېناسته، خو څۀ يې ونۀ وئيل، دا وخت د زرين ترۀ، چې له ډېره وخته غلے ناست وه، وړومبے زرين ته او بيا د زرين پلار ته وکتل،
"هسې نه لالا! چې چرته د جينکو کيسه خو به نۀ وي؟".

دې خبرې اورېدو سره په زرين ويښتۀ ودرېدل، لږ نور هم رانېغ شه او د رپېدو په ځائې پرې توده خوله راماته شوه، د سترګو په بڼو يې د پلار په لور وکتل، خو د هغۀ د غصې نه تک سور مخ چې يې وليده نو سترګې يې زر بيا ښکته شوې او د ترۀ دا خبره چې "د جينکو کيسه خو به نۀ وي؟" يې بيا په غوږونو کښې وکړنګېدله او وبوږنېده او دا وخت يې د کلي د ملا هغه تقرير راپه غوږو شو:

"اوس خو له دې ځايه هم امريکا جوړه شوې ده، ښځې داسې ګرځي لکه چې خرې وي، دلته هم اوس بې حيايي دومره زياته شوې ده چې زۀ خو يرېږم چې هسې نۀ د امريکا په شان لغړې بازار ته راووځي".

د دې خبرې په يادېدو سره د زرين په زړۀ کښې تېر شول چې "کاشکي په امريکا کښې وې"، د دۀ په زړۀ کښې به لا نورې خبرې راتلې چې يو کړس شه او په زمکه راوغورځېد، ورور يې بيا يوه مضبوطه څپېړه د غوږ لاندې ورسيخ کړې وه، زرين لا نېغ شوے نۀ وۀ چې د پلار اواز يې تر غوږو شو:
"حرمونيه! په کومې رنډۍ پسې تلے وې؟".

د ټولو نظر بيا په زرين ودرېده، خو زرين هماغه شان غلے ناست وۀ، هيڅ غږ غوږ يې نۀ کولو، خو د "رنډۍ" لفظ په اورېدو يې په ذهن کښې د پنځۀ زره روپو پنځۀ زره منظرونو منډې شروع کړې، زرين ځان سره نرے شان وبڼېده او بې واره يې د خپل پرتوګ جېب ته لاس لاړو، د دۀ په دې حرکت يې ورور پوهه شه او چې څنګه يې ورله جېب ولټوه، نو پوکڼۍ پکښې پرته وه.

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.