Wednesday, September 14, 2016

قرباني

"بابا! زما د يوې ملګرې واده دى،
د هغې پلار مړ شوى دى،
ټولې ملګرې ورله د جهېز سامان راجمع کوي.
تاسو څه راکولاى شئ؟".
لور مې پوښتنه وکړه.
ما ورته وويل:
"زما  سره د لوى اختر لپاره پنځوس زره روپۍ دي،
که هغه مې درکړې، نو قرباني به ونکړى شو".
لور مې وويل:
"نو بيا قرباني څه ته وايي؟".
ما پوهه کړه:
"لورې! قرباني څاروي حلالولو ته وايي،
جهېز خو هسې هم يو لعنت دى،
ته په واده کې د پنځه سوه روپو ډالۍ ورکړه".
دې ويلو سره زه د څاروي اخيستو لپاره د څاروو منډۍ ته روان شوم.

ليکوال: مبشر علي زېدي
ژباړن: رحمت ديوان

Monday, March 21, 2016

خوشحال خوشحال ؤ او فردوسي فردوسي

رحمت ديوان
قيصه داسې وه چې د پښتو اکېډمۍ په هال کښې د خانه فرهنګ ايران په شراکت يو علمي او ادبي نشست "د فردوسي او خوشحال خان خټک په رزميه شاعرۍ کښې شريک اقدار" په ١٤م مارچ ٢٠١٦ء راجوړ شوے وو، چې پکښې محترم سعدالله جان برق صېب صدر وو او په سټېج نور مېلمانه داور خان داود، نصرالله جان وزير او د خانۀ فرهنګ ايران ډائرېکټر علي يوسفي ناست وو.
په خبرو کوونکو کښې ښاغلي پروفيسر غيور حسين د خوشحال خان خټک او د فردوسي د ژوند خاکه وړاندې کړه، هغه ووئيل چې د خوشحال خان خټک او فردوسي حالات يو رنګ وو، خوشحال خان خټک هم اول د اورنګزېب لپاره کار کوو او بيا يې مخالف شو، هم دغسې فردوسي هم اول د محمود غزنوي دپاره شاهنامه فردوسي وليکله خو بيا يې وروسته مخالف شو.
هغه بيا دا قيصه نوره هم روښانه کړه چې فردوسي څنګه د محمود غزنوي دپاره شاهنامه فردوسي وليکله او بيا يې څنګه مخالف شو، خو د خوشحال خان خټک په اړه يې نور مخکښې څه ونۀ وئيل، ما خو چونکې په خپله باندې فردوسي نۀ لوستے دے او نۀ يې د ژوند د پېښو نه خبر يم، خو دغه ښاغلي چې دلته د فردوسي په اړه څه ووئيل، د هغې مطابق فردوسي د محمود غزنوي دپاره شاهنامه فردوسي وليکله، چې هغه ورسره وعده کړې وه چې د يو شعر په سر به يو د سرو زرو اشرفۍ ورکوي، چې پکښې خوا و شا شپېتۀ زره شعرونه دي، خو چې کله هغه فردوسي "شاهنامه فردوسي" سر ته ورسوله او دربار ته لاړو، نو د محمود غزنوي ځينې وزيرانو د هغه غوږونه ډک کړي وو او بيا يې د فردوسي سره هغه وعده پوره نۀ کړه، چې له دې غمه فردوسي دغه ښار پرېښود او بل خوا لاړو.

دغه ښاغلي د فردوسي او خوشحال خان خټک د ژوند حالات ډېر په اسانه د يو بل سره وتړل او دواړه يې يو شان وښودل، چې دواړو اول د وخت د بادشاهانو دپاره کار کولو، خو وروسته يې ورسره مخالفت راپېدا شو.
ښاغلي پروفيسر صاحب بې د څه تحقيقي کړاؤ نه په څرګندو مشترکاتو خپله رايه د موقعې په مناسبت قائمه کړه، بلکې کۀ دا ووايم چې د دغه دواړو لويو هستيو په حقله د ښاغلي پروفېسر په ټوله وېنا کښې صرف د خوشحال او فردوسي شعريت مشترک وو، نور هيڅ نۀ، نو بې ځايه به نۀ وي. 
که د خوشحال خان خټک ژوند يې په صحيح معنو کښې نۀ وي لوستے نو اول خو دې يې ولولي، ګنې بيا دې يې د نورو خلقو سره داسې يو ځاے کوي نۀ، ځکه چې خوشحال خان خټک د اورنګزېب منصبدار وو، خو چې کله هغه پوهه شو چې مغل د هيچا هم خپل نۀ دي او د مغلو دپاره د پښتنو وهل خپل قام تباه کول دي، نو بيا يې پښتانۀ د مغل خلاف راپاڅول او تر مرګه پورې يې د مغلو خلاف جنګ وکړو، توره او قلم يې دواړه ښۀ په نره وچلول.
خوشحال خان خټک په خپله شاعرۍ کښې د خپل نيول کېدو او بيا د قېد خبره ځاے په ځاے کړې ده، هغه دا خبره څو ځايه ذکر کړې ده چې:
په ناحقه يې زنځيرونه را په پښو کړل
واه واه هسې نوازش هسې محال

په ناحق د اورنګزېب په بند بندي يم
خداے خبر دے په تهمت او په بهتان
لکه زۀ وم په راستۍ په درستۍ کښې
د مغل په خدمت نۀ وو بل افغان

په ناحق يې په زندان کړم يو څو کاله
خداے خبر دے کۀ په خپله ګناه شک يم
نو د خوشحال خان خټک د دغه پاسنو شعرونو نه معلومېږي چې هغه اورنګزېب ولې قېد کړے ؤ، د هغۀ د قېد کولو هيڅ وجه هم نۀ وه، خو په قېد په کښې بيا هغه د ځان سره دا فېصله وکړه چې اوس څه کول پکار دي. لکه چې وايي:
پس لۀ بنده دے دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
يا نيولے مخ کعبې ته
يا مغلو سره رزم
يا يو کونج د غرۀ نيولے
نمونځ روژه د لوستو بزم
او په دې کښې بيا خوشحال خان خټک د مغلو سره رزم ته ملا وتړله.
بل خوا فردوسي صرف په دې خبره خفه شوے ؤ، چې هغه ته مطلوبه اشرفۍ ولې ور نۀ کړل شوې، خو خوشحال خان خپل د ژوند ټول حال په خپلو شعرونو کښې څرګند کړے دے، که يو خوا يې د مغلو سره د خپلې منصبدارۍ قيصه کړې ده نو بل خوا يې د مغلو خلاف د جنګ قيصې هم کړي دي، خوشحال خان خټک خو په دې نظر ؤ چې:
د هغۀ شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر دردانې پلوري په مال
نو زمونږ خوشحال په اشرافو، اشرفو، تشريفونو او "شريفانو" شعرونه نۀ ليکل.
د هغۀ شاعر مخ تور شه چې په طمع
وَ هر در و هر دربار وَ ته ولاړ دے
نو بيا دواړه څنګه يو شان کېدے شي، چې يو خوا يو د پېسو (اشرفو) دپاره شعرونه ليکي او بل هغه شاعر، چې د پېسو دپاره شعرونه ليکي، ته ښېرې کوي چې په ژبه دې يې دانې وشي، نو بيا د دواړو د وخت د بادشاه سره مخالفت يو شان څنګه کېدے شي.
يو شاعر په دې د وخت بادشاه سره مخالفت کړے دے چې هغه ته مطلوبه اشرفۍ نۀ دي ملاؤ شوي، بيا که وروسته هر څه قيصه شوې ده، په هغې پسې زۀ تلل نۀ غواړم، خو بل خوا خوشحال خان خټک د پښتنو په ننګ ودرېدۀ او په مغلو پسې يې توره راواخيسته.
اېمل خان دريا خان دواړه خودبين لاړل
اوس خو پاتو و مغل ته يو خوشحال دے

و مغل ته به هسې کار ښکاره کړم
چې راضي راڅخه روح د فريد خان شي
په جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي

پښتنو زلميانو بيا لاسونه سرۀ کړل
لکه باز منګولې سرې کا په خپل ښکار
اېمل خان دريا خان دواړه مرګ يې مۀ وے
هېڅ تقصير دواړو ونۀ کړو وار په وار
د خېبر دره يې سره کړله په وينو
په کړپه يې هم روان کړو دندوکار
بله هيڅ ليدلے نۀ شي په دا منځ کښې
يا مغل لۀ مينځه ورک يا پښتون خوار
نو که څوک ښاغلے په دې خبره کوي، نو بايد چې د فردوسي مقام په خپل ځاے وستايي او د خوشحال خان په خپل ځاے، بې شکه چې دواړه ستر شاعران  وو، خو د دواړو مخالفت د وخت د بادشاهانو سره يو شان نۀ وو، د دواړو په مخالفت کښې ډېر فرق وو او د دواړو د مخالف کېدو قيصه ښه واضحه او روښانه ده.

(په اووۀ ورځني "خپلواک" ٢٠ مارچ ٢٠١٦ء کښې چاپ شوې ليکنه).

Saturday, March 12, 2016

مات ګوډ کلام

په مشاعرو او ادبي غونډو کښې به تاسو د ډېرو شاعرانو نه دا خبره ډېر ډېر ځل اورېدلي وي، چې د خپل غزل يا د شعرونو وئيلو نه مخکښې به دا خبره وکړي: "زۀ خپل يو څو مات ګوډ شعرونه وايم"يا "دا مات ګوډ شان غزل دے".

دا او دغسې "مات ګوډ کلام" به تاسو په هره غونډه کښې اورېدلے وي، په هره غونډه کښې به مو دا لفظونه د غوږونو سره جنګېدلي راجنګېدلي وي، خو زۀ دغه "مات ګوډيانو" ته دا وئيل غواړم چې وروره! تاته په خپله د دې خبرې پته ده چې دا کلام "مات" هم دے او "ګوډ" هم، نو بيا پرې ولې زمونږ وخت خرابوې.

ځکه چې د "مات" او بيا ورسره "ګوډ"، دا خو زياتے دے چې سړے په دې مصروفه ژوند کښې يو څه وخت د داسې غونډې دپاره وباسي، چې هلته يو څو لحظې په خوند او خوشحالۍ تېرې کړې، نو هلته هم ورپسې تاسو "مات" او "ګوډ" څيزونه راوړئ او د سړي ټول خوند خرابوئ.

د "مات" او "ګوډ" د دې قيصې سره يو "ړوند" هم ملګرے ؤ، خو نۀ پوهېږم چې دلته پکښې هغه "ړوند" ولې ورک شوے دے، که ړوند پکښې دلته واپس دوي راپېدا کړي نو دا به بيا هغه زړه قيصه هم ټيک شي او زمونږ هم الله خېر سلا، ځکه چې د مات او ګوډ سره ړوند يو ځاے شي، نو بيا خو هر څه ټيک دي، دغه محترم، ښاغلي او نوموړي شاعران يا د قام سترګې به دغه "مات او ګوډ" څيزونه په ړندو سترګو نۀ ويني او مونږ به هم خپل کاڼۀ غوږونه کاڼۀ وساتو او د دغو "ماتو ګوډو" د کلامونو د نۀ اورېدلو ګناه به په ځان واړوو.

مخې ته غبرګې خويندې راغلې
لکه جوړه د شرمښانو مات يې کړمه

بس په دغه ټپه کښې دومره خواري وکړئ، چې د "خويندې" په ځاے پکښې "شاعران"، د شرمښانو په ځاے پکښې "مات او ګوډ کلام" او په "مات" خو نو تاسو په خپله ښه پوهه يئ، که څوک نۀ وي پوهه نو الله دې يې پوهه کړي.
يوه بله ضروري خبره دا هم ده، چې "مات" او "ګوډ" سړي ته کله هم چا په ښه سترګه نۀ دي کتلي، ځکه چې يو سړے مات شي نو د هغۀ خو نۀ بيا په کور کښې عزت وي، نۀ يې په کلي کښې وي او نۀ يې په يارانو دوستانو کښې څه پوټے غوندې عزت پاتې شي. "مات" سړي ته هر سړے پېغور هم ورکوي او هر سړے پرې ريشخند هم وهي، بل خوا د "ګوډ" بېچاره هم دغسې حال وي، نو اوس تاسو ووايئ، چې ستاسو "مات" او "ګوډ" کلام ته به سړے څنګه واه واه او ډېر ډېر ښه ووايي، ځکه چې تۀ يې په خپله ماتوې او ګوډوې نو بس.............. پوهه شه.

راځئ چې دلته د دې لفظونو معنې هم وګورو، په درياب او تشريحي پښتو قاموس کښې د "مات" معنى "د روغ ضد، نيم، چاودے، ټوکړې، مات شوے" راغلې ده او په زاهد پښتو قاموس کښې ورسره "شکست" او "تېښته" معنى هم ليکلې شوې ده. نو چې يو سړے د خپل کلام نه تېښته هم کوي او شکست يې هم ترې خوړلے وي، د هغې نه علاوه د هغه کلام مات شوے هم وي او چاودې چاودې هم وي، نو بيا پرې نور ولې زړۀ خورده کوي.

او ګوډ خو نو هسې هم ګوډ دے، هغه بې چاره به په ګوډو پښو تر نورو څنګه ورسي، نو دلته چې بيا دومره پوهه او د قام سترګې، مونږ په دې ماتو او ګوډو کلامونو نمانځي، نو سړے بس په يو دوه کښې حېران شي.
زما خو هغه ټولو "ماتو" او "ګوډو" ملګرو ته دا خواست دے چې:

حاجت دې نشته د وئيلو
ماته معلوم دي سراسر واړه حالونه

رحمت ديوان

په اووۀ ورځني "خپلواک" کښې په ١٣م مارچ ٢٠١٦ء کال چاپ شوے، د ورځپاڼې چاپي بڼه يې لاندې وګورئ:


Monday, March 7, 2016

د اجمل خټک ادبي جرګې د اېوارډونو وېش

اجمل اخټک ادبي جرګه هر کال ځينو کتابونو له اېوارډونه او ځينو له د ستاينې سندونه ورکوي. په تېرو ورځو کښې د دې جرګې د اېوارډونو غونډه وشوه چې پکښې قريباً ١٢ کتابونو ته اېوارډونه ورکړے شول او ١٥ کتابونو ته پکښې د ستاينې سندونه ورکړے شول.

د دې جرګې کتابونو ته اېوارډونو ورکولو معيار او بنياد څۀ دے؟ په دې خو زۀ نۀ يم پوهه، خو دلته فقط په دې خبره کول غواړم چې په دغه ليسټ کښې کوم کوم کتابونه شامل دي، په هغې کښې ځينې داسې کتابونه هم شته چې (زما په خيال) د چاپ لائق هم نۀ وو، چې چاپ شوے وے، خو دلته ورته اېوارډ هم ورکول کېږي، دا ډېره د حېرانتيا او د فکر خبره ده.
په هر ځائے کښې او هر چرته چې اېوارډ ورکولے کېږي، نو دا لازمي خبره ده چې د هغه اېوارډ سره څۀ پېسې هم وي، بې د پېسو اېوارډ څوک چاته نۀ ورکوي، دلته دوي يو خو د اېوارډونو سره پېسې نۀ ورکوي، بل داسې کتابونو ته اېوارډونه ورکوي، چې هغه کتابونه په لوستو هم نۀ ارزي، نو اېوارډ خو لرې خبره ده.
د ارواښاد اندېش شمس القمر د کتاب "پېمانه د غزل" او د ارواښاد صاحب شاه صابر صېب د کتاب "د پښتو شاعرۍ په وده کښې د تنقيد کردار" په څېر کتابونو سره داسې کتابونه په يو ليسټ کښې کېښودل، چې هغه په يو ځل کتو هم ګران وي، که زياتے نۀ دے نو څۀ دي؟
د دې دومره لوے شخصيتونو د دومره ګټورو کتابونو سره په يو صف کښې داسې بې ارزښته کتابونو له اېوارډونه ورکول نۀ صرف دا چې د پښتو ادب او پښتو کتابونو سره نا انصافي ده، بلکې دا د اجمل خټک د نوم سره هم يو قسم له زياتے دے، چې د اجمل خټک بابا د نوم لاندې د پښتو په نوم ځينې ښاغلي داسې کارونه کوي، چې د کتاب معيار ته نۀ ګوري او هغې له اېوارډونه ورکوي.
د يو ليکوال سره (چې په تېر کال کښې يې کتاب چاپ شوے دے) مې خبرې کولې، نو هغه راته ووئيل چې ماته تراوسه درې کسانو ټيليفون کړے دے، چې خپل کتابونه ورولېږم، خو زما دغه اېوارډونه ځکه نۀ دي پکار، چې د يو داسې کس د کتاب سره به زما کتاب يو ځاے پروت وي، چې خلق يې په ويړيا اخيستو هم پښېمانه وي.
نو په ويړيا کتاب خو سړے هله پښېمانه شي، چې کله په کتاب کښې درې ټکي د لوستو هم نۀ وي. مطلب مې دا نۀ دے ګني چې په دغه کتاب کښې به بېخي داسې څۀ نۀ وي چې سړے يې ونۀ لولي، ځکه چې د يو پوهان خبره ده چې کتاب چاپ شي نو په هغې کښې ضرور داسې يو څو ټکي وي چې په لوستو ارزي، زما خو مطلب دا دے چې دغه کتاب د اېوارډ مستحق ګرځول، ډېره نا انصافي ده.
د اجمل خټک ادبي جرګې غړي بايد چې په دې لار کښې نور پام وکړي، کۀ هم دغسې هغوي خپلو نازولو خلقو له اېوارډونه ورکوي، نو د هغوي د اېوارډ به هيڅ ارزښت پاتې نۀ شي، ځکه چې اېوارډ په ښۀ کار ورکولے شي، نۀ چې په داسې کتاب چې خلق يې په لوستو پښېمانه کېږي.
او رښتيا، که چرته دوي بيا داسې کېټيګري هم وټاکي، چې د ښو کتابونو سره خرابو (بخښنه غواړم، دلته د خرابو نه زما مطلب کم ارزښته، بې ګټې يا غېر معياري کتابونه دي) کتابونو له هم پکښې اېوارډ ورکوي، خو چې دا بيا بيل بيل کړي، چې ليسټ يې بيل وي نو بيا به پکښې دا خبره نۀ وي، چې دوي ولې داسې غېر معياري کتابونو له اېوارډونه ورکوي.
بل دا چې په کال کښې يو اېوارډ ورکول پکار دي، خو د کال د ټولو نه ښه کتاب ته، چې د اېوارډ سره پېسې هم وي او اېوارډ هم په مېرټ ورکړے شي، چې دغسې د مېرټ خيال نۀ ساتلے کېږي، نو بيا خو د دې اېوارډ څه ګټه نشته، ځکه چې ماته اوس هم داسې ځاے معلوم دے چې هلته د دې جرګې د تېر کال اېوارډونه هم پراتۀ دي (که اوس نۀ وي نو څۀ نۀ شم وئيلے). بايد چې دوي د اجمل خټک بابا د نوم لاندې د اېوارډونو ورکول د مېرټ په بنياد کړي، که نۀ وي، نو نور خو تاسو پوهه يئ کنه.

ليکوال: رحمت ديوان

Tuesday, December 29, 2015

هوښيار شئ - په فېسبوک باندې جوړ شوی پښتو فلم

د ((هوښيار شئ)) قيصه د سوشل ميډيا نه چاپېره چورلي، چرته چې د سرفراز او رخسار په فېسبوک باندې د يو بل سره ملګرتيا جوړېږي، بيا دواړه مينه کوي او له يو بل سره بهر ليدل پېل کوي، بيا له هغې پس سرفراز خپله اصلي څېره راښکاره کوي او رخسار بلېک مېل کوي، ځکه چې د رخسار ځينې غېر اخلاقي څيزونه يې ترلاسه کړي وي، چې کله رخسار د سرفراز خبره نه مني نو بيا سرفراز د هغې غېر اخلاقي تصويران په سوشل ميډيا خپروي او داسې يوه بې ګناه جينۍ خپل ژوند دلاسه ورکوي.


په ((هوښيار شئ)) کښې دا ښودل شوي دي چې هلکان په څه ډول جينکۍ په فېسبوک باندې د خپلې مينې په جال کښې راګېروي او بيا د هغوی د ژوند او د عزت سره لوبې کوي.

دا ډرامه ۲۲ دقيقې وخت لري چې مرکزي رول پکې رحمت ديوان او ملالۍ ترسره کړی دی، پروډيوسر يې عبدالولي خان او ليکوال او ډائريکټر يې رحمت ديوان دی، جبکه کښې کېمره مېن يې صاحب جان عامر دی.

په ډرامه کښې په خاصه توګه باندې پېغلو ته دا پېغام ورکړی شوی دی چې په سوشل ميډيا دې په چا باور نه کوي او د داسې خلقو نه دې ځان لرې ساتي چې سبا يې ژوند او عزت ته خطر پېښېږي.

هوښيار شئ په يوټيوب کښې وګورئ



هوښيار شئ په فېسبوک کښې وګورئ


Hokhiar Shai | Pashto Short FilmThe short story of this filmA boy Sarfaraz makes friendship with a girl Rukhsar on...
Posted by Rehmat Dewan on Wednesday, November 25, 2015

ستاسو د نظر په هيله او د خپلو ملګرو سره يې ضرور شئير کړئ

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.