Thursday, October 1, 2015

خپل د فېس بک اکاونټ د هېکرانو نه څنګه بچ کړو؟؟؟

سلامونه مينه والو! نن زه غواړم چې تاسو ته په دې هکله ووايم چې خپل د فېس بک اکاونټ د هېکرانو نه څنګه بچ کولی شئ، څنګه خپل اکاونټ محفوظولی شئ چې څوک يې هېک نه کړي، نو دا ليکنه په هم دې خاطر ده، د دې نه وروسته به څوک ونه کړی شي چې ستاسو اکاونټ هېک کړي او يا ستاسو ذاتي څيزونو ته لاس رسی ولري.


په دې نزديو کښې مونږ وليدل چې د ډېرو ملګرو اکاونټونه بلاک يا هېک شول او يا اوس هم بلاک کېږي او هېک کېږي، نو راځئ چې اوس دا زده کړو او دا وکړو چې څنګه زمونږ اکاونټ ته بل څوک لاس رسی ونه لري، څنګه بل څوک ونه کړی شي چې زمونږ اکاونټ هېک کړي، دا ډېره ضروري ده چې تاسو خپل اکاونټ د هر قسمه هېکرانو نه بچ کړئ چې ستاسو ذاتي څيزونه محفوظ پاتې شي.

د ټولو نه مخکښې په فېس بک کښې خپل اکاونټ سائن ان کړئ، بيا Settings ته ورشئ، بيا Security Settings ته ورشئ (سيکيورټي سيټنګ ته ورتلو دپاره دلته کلک وکړئ)، بيا د Login Alerts په آفشن باندې کلک وکړئ، دلته تاسو ته Notifications, Email or Text Messages درې آفشنې درکوي، که ستاسو هر يو خوښ وي نو يو پکښې سيليکټ کړئ، خو زما مشوره به درته دا وي چې تاسو درېم يعنې Text Messages سيليکټ کړئ، هلته Text login alerts to (mobile number) سيليکټ کړئ او Save يې کړئ.
د اکاونټ په محفوظ کولو باندې زمونږ ويډيو دلته کتلی شئ. ويډيو کتو دپاره کلک وکړئ. 
ورپسې Login Approvals ته ورشئ، په Require a security code to access my account form unknown browsers باندې نښه ولګوئ، په Get started باندې کلک وکړئ، Continue يې کړئ، بيا به ستاسو موبائل نمبر ته يو کوډ درشي، هغه د کوډ په خانه کښې ورکړئ او Continue بټن باندې کلک وکړئ، بيا به ستاسو مخې ته د Login approvals setup is complete باکس راشي، هلته په No thanks, require a code right away باندې نښه ولګوئ او Close يې کړئ.

نو په دې طريقه باندې تاسو وکړی شول چې خپل اکاونټ محفوظ کړئ او د هېکرانو د لاس نه يې بچ کړئ او خپل ذاتي څيزونه د نورو نه لرې وساتئ، که بيا هم څه مسئله وي نو ما خبرولی شئ.

Unknown

زه (رحمت ديوان) ليکوال او افسانه نګار يم، د مختلفو مجلو او اخبارونو سره سره وېبپاڼو له مې هم ډېره موده ليکل کړي دي، اوس چې څه هم ليکم نو په دې بلاګ کښې مې خپرېږي. د دې سره سره د انټرنېټ سره تړلو څيزونو او سافټوېرونو باندې زما يو بله وېبپاڼه هم شته چې هلته زه په دغه حقله ليکنې کوم. اداکاري هم کوم، په ځنو ډرامو کښې مې کار هم کړی دی او په خپله مې هم جوړې کړې دي، ډرامې ليکمه هم. ماسره د ايمېل او فېسبوک د لارې رابطه هم کولی شئ.

1 comments:

  1. محترم دیوان صیب زه ډیر زیات د ایډی د بار بار بندیدونه پتنګ راغلی یم څو ځل می د فیسبوک ته خدائ پامانی اویله خو بیا هم نن وخت کی فیسبوک د ذدکړی بل ته د خودنی او د معلوماتو یوه اسانه او غوره لار ده نو بیا یی جوړه کړم خو لګ وخت پس هغه بیا بلاک شی او کار نه کوی که لګ د حل لار یی راته اوخایی مننه به مو وی.

    ReplyDelete

 

Copyright @ 2013 رحمت-دیوان.